د افغان ایرکا خبري اژانس
58 members
78 photos
16 videos
1 file
2.26K links
د افغان ایرکا خبري اژانس | د پېښو ریښتينې هېنداره

http://www.afghanirca.com/ps/index.php

تبادل ده پاره لاندی:
@Channel_Adminstrator
@estanzehi75
Download Telegram
to view and join the conversation
🌐ابراهیم الکوزی: اشرف غني قانون ماتوونکی دی

د ولسمشري ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزي ولسمشر محمد اشرف غني په قانون ماتولو تورن کړ او ويې ويل، د دولت جوړوونکې ټاکنيزې ډلې مشر په وروستيو ګمارنو غواړي له دولتي امکاناتو په ټاکنيزو سيالیو کې ګټه واخلي.

د ژمنې او عمل ټاکنيز ټيم مشر ابراهيم لکوزي پرون ( پنجشنبه د اسد ۱۷مه) کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملي یوالي حکومت باید د دولت وسله‌والو ډلو له لوري د افغانانو د وژلو پر واړندې ځواب ویونکی وي.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 ملا هبت الله: د اختر په ورځوکې د ولس هوساینې، خدمت، خوندیتوب او خوشحالۍ لپاره پوره توجه وکړئ!

د لوی اختر په مناسبت د طالبانو مشر ملا هبت الله خپلو وسله والو ته امر کړی چې داختر په ورځو کې د ولس، هوسایني، خدمت، خوندیتوب او خوشحالۍ لپاره پوره پام وکړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله نن پنجشنبه د اسد میاشتې په ۱۷ مه د لوی اختر په مناسبت یوه څو مخیز پیغام کي د سولي پروسې روان بهیر، د امریکایي له لوري ړنډې بمبارۍ او په ملکي سیمو بریدونه، د مذاکراتو له لارې د راونې مسئلې حل او ځینو نور ټکو ته اشاره کړې ده.

د دې پیغام په یوه برخه کې ویل شوي “موږ غواړو چې هیواد وال مو د منصفانه قضاء، ریښتني سیاست، قوي اقتصاد، سالم ثقافت، معیاري تعلیم، سوکاله اجتماعي ژوند او د اسلامي فرهنګ له ټولو معیارونو او مزایاوو برخمن وي”.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 د حضرت امام محمد باقر ع د شهادت په هکله تسلیت وایو

امام باقر(ع) د هجرت په 114کال د ذي الحجې په اوومه نيټه په اوه پنځوس کلنۍ کې د ظالم اموي باچا هشام بن عبدالملک په وخت کې د هغه په ذريعه په زهرو زهرجن او شهيد شو. د شهادت په شپه يې امام صادق(ع) ته وفرمايل: زه به نن له دنيا ځم. اوس مې پلار وليدۀ چې ماته يې خوږ شربت راوړو چې ما وڅښلو او حق د ليدلو او بل پاتې جهان ته د تللو زيری يې راکړو بله ورځ د علم د هغه لويي او څپاند درياب جنازه د مدينې منورې د بقيع په اديرې کې د امام سجاد(ع) او امام حسن مجتبي(ع) د قبر په خوا خاورو ته وسپارل شوه. (د خداي سلام دې وي په هغۀ).

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
د آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني د فاتحې او دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مرحوم آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني د فاتحې او دعا په مراسمو کې چې نن تر غرمې مخکې د جمهوري ریاست د دلکشا ماڼۍ جامع جومات کې ترسره شول، ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د هېواد پر جمهوررئیس سربېره، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د کابینې یو شمېر غړو، د پارلمان وکیلانو، دولتي مقاماتو، د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا او د اهل تشیع علماوو شورا رئیسانو او یو شمېر غړو او د مرحوم آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني پیروانو هم ګډون کړی وو.

جمهوررئیس غني او د فاتحې نورو ګډون کوونکو، د آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني روح ته د دعا ترڅنګ، هغه ته د الله (ج) په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐د ازبکستان له لوري د طالب پلاوي تود هرکلی د افغان حکومت له تند غبرګون سره مخ شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان هېواد له لوري د طالب پلاوي دغسي رسمي هر کلی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لپاره د زمینه سازۍ په مانا نه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي، د ازبکستان له خوا په رسمي توګه د طالبانو دا رنګه کوربتوب د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لپاره د زمینه سازۍ ښکارندويي نه کوي.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 د ایران پرضد جنګ د درستې سیمې د سوځیدا سبب کیږی

سید حسن نصر ا... د ایران پرضد د جنګ له اعلانه د امریکا ډډې کولو یو بریالیتوب وباله او زیاته یې کړه چی دا ثابتوی چی د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران پوځی قدرت ته متوجه شوی دی.

د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصر ا... په ۳۳ ورځنی جنګ کی د حزب ا... د بریالیتوب په ۱۳ کلیزې کې د دغه بریالیتوب په مبارکی ویلو سره وویل ایران د امریکا د جاسوسی الوتکې په نسکورولو او د برتانوی کشتۍ په درولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چی شجاعت لری .

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 د ایراني کشتۍ آزادي، د بریطانیا ماتې، د امریکې بې عزتي

د ایران په اغیزناکې ډیپلماسۍ او د جبل الطارق سیمې د لوړې محکمې په راې سره بلآخره د ایران (ګریس-۱) نومې تیل وړونکې کشتۍ خوشې شوه او خپلې نړیوالې سمندري لارې ته یې دوام ورکړ.

د جبل الطارق سترې محکمې پرون د ایراني کشتۍ د توقیف د دوام او حتی د امریکې په ګټه یې د تیلو د مصادره کولو لپاره د امریکې د حکومت له غوښتنې سره سره، د دغې کشتۍ د آزادولو حکم ورکړ.

د جبل الطارق د لوړې محکمې دې کار د انګلستان په کارنامې کښې یوه بله ماتې ثبت کړه او ورسره یې د امریکې حکومت وشرموه ځکه چې له دغې محکمې د امریکې د غوښتنې به رسانه اي کیدو سره د ډونلډ ټرمپ حکومت د عامه افکارو په نزد عملاً سپک او تحقیر شو.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 د حضرت امام هادی علیه سلام نیکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وی

نن د ۱۴۴۰ هجری قمری کال د ذی الحجې ۱۵ چی د ۲۰۱۹ میلادی کال د اګست له ۱۷ نیټې سره سمون خوری ، د شیعیانود لسم امام حضرت امام علی النقی (ع)د نیکمرغه زوکړې ورځ ده.

حضرت امام علی النقی علیه سلام په ۲۱۲ قمری کال کی مدینې ښار سره نږدې دنیا ته سترګې رڼې کړې .

حضرت امام علی النقی علیه سلام د خپل ګران پلار حضرت امام محمد تقی علیه سلام له شهادته وروسته د مسلمانانو د مشری مسولیت پرغاړه واخیسته . د حضرت امام علی النقی علیه سلام له مشهور القابو یو لقب هادی دې چی د هدایتونکی په معنا دې .

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 ایران او افغانستان د انرجۍ په برخه کښې ملګرتیا پراخول غواړي

د ایران د انرجۍ مرستیال وزیر او د افغانستان د اوبو او انرجۍ وزیر د انرجۍ په برخه کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا د پراختیا لارې چارې وڅیړلې.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې د ایران د انرجۍ د وزیر مرستیال همایون حائري په کابل کښې د افغانستان د اوبو او انرجۍ له وزیر محمد ګل ځلمي سره په ملاقات کښې، د اوبو او لمر د سرچینو په برخه کښې د افغانستان ښو وړتیاؤ ته په اشارې سره وویل: د ایران او افغانستان په ګډه پوله کښې د ښې بادي انرجۍ د ظرفیت باوجود، دواړو لوري له دغې ۱۶ زره میګاواټي ظرفیت او وړتیا څخه استفاده کولې شي.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐د کابل د ودونو په یوه تالار کې د تیرې شپې خونړي برید، ۶۳ کسان وژلي

کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړونده سیمه کې د شهر دوبي په نوم د ودنو په تالار کې تېره شپه ناوخته بمي چاودنې ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۲ تنه یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي رسنیو ته ویلي چې د دغې پيښې په اړه پلټنې دوام لري او ژر به جزييات له رسنيو سره شريک شي.

قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغه پیښه غندلي او یو وحشیانه عمل یې بللی دی.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 غني: امنیتي ځواکونه به له جنایت کاره تروریستانو څخه د بې ګناه وګړو د هر څاڅکي وینې غچ واخلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د ودونو په یوه تالار کې د تېرې شپې خونړي برید په غبرګون کې په ټینګار سره ویلي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به له جنایت کاره تروریستانو څخه د بې ګناه وګړو د هر څاڅکې وینې غچ واخلي او د دې پیښې د عامیلینو د ځپلو او موندلو لپاره به ټولو امکانات په کار واچوي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي:”طالبان د ودونو په تالار کې د تېرې شپې خونړي برید په غندنې سره، ځانته برائت نشي ورکولی، ځکه هغوي پخپله د ترهګرو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړې ده”.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
په افغانستان کی د ایران سفارت د کابل ترهه ګره چاودنه وغندله

په افغانستان کی د ایران سفارت په یوه بیانیه کی د دغې ترهه ګرې حملې د ژوبلو کسانو لپاره د سلامتیا په هیلې سره له افغان ملت او دولت سره پیوستون څرګند کړ .

زمونږ خبریال راپور راکوی په افغانستان کی د ایران سفارت د کابل ښار په لویدیځ کی د واده په دستورو د ترهه ګرې حملې په غندلو سره د دغې حملې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی څرګنده کړه.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 طالبان په افغانستان کښې د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کیدو مخالف دي

په قطر کښې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند د افغانستان د انتخاباتو په نتیجه کښې جوړ شوی حکومت د جنګ د دوام په معنا وباله.

په قطر کښې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند په ستمبر میاشت کښې په افغانستان کښې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو سره د مخالفت په ترڅ کښې، د دغو انتخاباتو په نتیجه کښې جوړ شوی حکومت د جنګ د دوام په معنا وباله.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې سهیل شاهین وویل: له امریکې سره د موافقې لپاره د خبرواترو د دوام په سیوري کښې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کیدل د جنګ د دوام سبب کیږي.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 د افغانستان د انتخاباتو په هکله د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند دریځ

په قطر کښې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند وویل: کوم حکومت چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو په نتیجه کښې جوړ شي، په دغه هیواد کښې د جنګ د دوام په معنا دی.

سهیل شاهین څرګنده کړه: په داسې حال کښې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل چې د صلحې د موافقې او له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره خبرې اترې روانې دي، د جنګ د دوام سبب کیږي.

شاهین آریانا ټیلیویژني چینل ته په مرکه کښې وویل: که څوک د خبرواترو له لارې د صلحې ټینګښت نه غواړي نو جنګ به دوام ولري خو بیا هم مونږ غوره ګڼو چې د افغانستان مسئله د خبرواترو له لارې هواره شي ځکه چې زمونږ له نظره دا ترټولو ښه حل لاره ده.

هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال ویش فاینل شوی دی او د موافقې له لاسلیکیدو وروسته بین الافغاني خبرې اترې پیلیږي چې په کښې به د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام په هکله پریکړه وشي.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐ننګرهار کې پرله‌پسې چاودنې؛ ۱۹ کسان ټپیان دي

د نن سهار له شاوخوا اتو بجو راهیسې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې پرله‌پسې شپږ چاودنې شوي چې له امله یې ۱۹ کسان ټپیان شوي دي.

دغه چاودنې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکیو د چاودنې له امله شوې دي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند مبارز اتل وايي، لومړنۍ چاودنه په لومړۍ امنیتي حوزه کې پښتونستان واټ ته څېرمه د کهنه‌فروشي په کوڅه کې شوې چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 ولسمشر غني: د ترهګرو ډلو ځالې له منځه وړل کیږي د دې لپاره زمونږ مبارزه دوام لري

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر غني د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت ملت ته وینا کې ویلي، که داعش ترهه ګره ډله په ختیځ، شمال او مرکز هر ځای کې وي، جرړې به یې وباسي او هیڅ رحم به پرې ونه کړي.

افغان ولسمشراشرف غني وویل، د شپږمې ناحیې پر یو هوټل د واده مراسمو باندې برید د خپلواکۍ جشن په ویر بدل کړ، ځکه یې په دولتي کچه د دې جشن د نمانځنې مراسم وځنډول.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php
🌐 د غدیر ورځ، د ولایت نیکمرغه اختر ده

د اسلام ګران پيِغمبر د غدیر خم په نیکمرغه ورځ دین بشپړ کړ او د خداوند متعال په حکم سره ئې خپل جانشین وټاکهّ او درستې اسلامی نړۍ ته ئې له ځان وروسته امام علی علیه السلام ولایت په مقام معرفی کړ.

پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د غدیر په خطبه کې وفرمایل: « ای خلکو! علی زما ورور، ځای ناستی، زما د علم لرونکی، زما د امت امام، د قران په تفسیر پوه، د خدای د کتاب په لور د خلکو هدایتوونکی او د قران په اوامرو عمل کوونکی دی، علی د خدای په رضا عمل کوي، د خدای له دښمنانو سره جنګیږي او د خدای له بندګانو سره دوست دی او هغوی د خدای له نافرمانۍ منعې کوي.

د یو دین په تاریخ کې ویاړمنې او لویې پیښې، د هغه دین د اصیل والي او حقانیت یوه نښه ګڼل کیږي او هغه ته د خلکو ګروهنه زیاتوي. د غدیر پیښه، یو پرتمین یاد او یو تاریخي عظمت دی چې د اسلامي ټولنې مشري او برخلیک یې وټاکه. دا ورځ دې په ټولو مسلمانانو مبارک وي.

📥 نور جزئیات وروسته...

🔥 @afghanircaps |Afghanirca.com/ps/index.php