د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت
909 subscribers
6.86K photos
3.84K videos
3 files
10.3K links
په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال - افغانستان
ټیلیګرام: https://t.me/FDPM_AFG

Deputy Prime Minister for Economic Affairs- Afghanistan
Telegram: https://t.me/FDPM_AFG
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند په کابل کې د اوزبیکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس او مل پلاوي سره په کتنه کې ویلي، هڅه کوي چې له اوزبیکستان سره په ګډه پانګونه وکړي.
#ملي‌تلویزیون
👍1
د #كابل او یو شمېر ولایتونو د سبا ورځې د هوا حالات!
#ملي‌تلویزیون
👍2
د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې هېواد د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته سفر کوي او له هغې وروسته به ترکیې ته ولاړ شي.

نوموړي خپل لومړنی بهرنی سفر د روان زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې سعودي عربستان ته وکړ.

احمد الشرع له دې وړاندې ترکیې ته هم سفر کړی و.
#ملي‌تلویزیون
👍1
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.

کابل کې د ایران سفارت وایي، چې ښاغلي اتابک دغه خبره افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدنې پرمهال کړې ده.

د یاد سفارت په وینا؛ د ایران د صنعت وزیر په دې لیدنه کې له افغانستان سره پر همکارۍ هم ټینګار کړی دی.
#ملي‌تلویزیون
👍1
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌ مخې د سیند ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې تېره ورځ (یکشنبه، د وري ۱۷مه) له دغه ایالت څخه ۳۰۷ تنه افغان کډوال اخراج شوي دي.

ورته‌مهال د پنجاب ایالت سیمه‌ییزو چارواکو هم ویلي، چې ۱۵۷ افغان کډوال یې د دې ایالت له جهلم سمیې څخه نیولي او د تورخم فرضي کرښې له لارې یې افغانستان ته لېږلي دي.

باید وویل شي، چې پاکستاني پولیسو د تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره په بېلابېلو برخو کې پراخ عملیات پیل کړي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو له غبرګون سره مخ شوي دي.
#ملي‌تلویزیون
👍2
که غواړئ له مهمو ورځنیو پېښو څخه پر وخت خبر شئ، نو د ملي راډیو تلویزیون واټساپ ګروپ کې غړي شئ.⬇️

https://chat.whatsapp.com/DW0yZoIVSAREJ6vqbAYwaH
👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
له راستنېدونکو هېوادوالو سره همکاري او د هغوی ملاتړ زموږ ملي مسولیت دی.
#ملي‌تلویزیون
👍1
نن دوشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#ملي‌تلویزیون
د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت ۹۶ سلنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

د یاد دفتر د خبرپاڼې له‌مخې د دغه ولایت زعفران د عمان، هند او یو شمېر عربي هېوادونو په ګډون بېلا بېلو هېوادونو ته صادرېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ولایت کې د زعفرانو کښت شاوخوا ۹ زره هکټاره ځمکې ته رسېږي.
#ملي‌تلویزیون
د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې دغه وزارت پر یوه میکانیزم کار کوي، چې له مخې به یې هېوادوالو ته په عادلانه ډول او لوړ کیفیت روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړې، چې عامې روغتیا وزارت لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو پراختیا، او دې خدمتونو ته د هېوادوالو د لاسرسي زیاتوالي لپاره هڅې ګړندې کړې دي.

د ښاغلي حقاني په خبره، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د هر افغان حق دی او هڅه کېږي چې دغه حق په بشپړه توګه تامین شي.

د عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبه، د وري ۱۸مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د روغتیا نړیواله ورځ ونمانځله.
#ملي‌تلویزیون
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پٌل؛
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وایي، چې د تېرو درېیو کلونو پرمهال کابل کې ۲۷۰ کیلو متره نوي سړکونه جوړ شوي دي.
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/jPaFESRZ094?si=Agtqlq0uhyNvbbEQ
👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پٌل؛
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وایي، چې د کابل ښاروالۍ هېوادوالو ته د هغوی د کورونو د تخریب په بدل کې ۳.۵ میلیارده افغانۍ د استملاک حق ورکړی دی.
#ملي‌تلویزیون

بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/jPaFESRZ094?si=Agtqlq0uhyNvbbEQ
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه وروسته هېواد کې ځوانانو ته د کاري زمینې ترڅنګ د حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابره شوې ده.
#ملي‌تلویزیون
❤2
صنعت او سوداګرۍ وزارت د امریکا د ۱۰ سلنه وضع شوې تعرفې په تړاو یوې خپره کړې اعلامیه کې له افغانستان سره د صادراتو برخه کې د امریکا د جوړونکي او ملاتړي چلند غوښتنه کړې.

دغه وزارت ویلي، چې دغه ډول سوداګریز فشارونه له هر څه وړاندې د افغانستان خلک، لاسي صنایع، نوې سوداګري، کوچني تشبثات په ځانګړې توګه سوداګرې مېرمنې زیانمنوي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
#ملي‌تلویزیون
Forwarded from لینکدونی
3جی بی روشن  انترنت به 50_افـــغانــی 🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8

3جی بی اتصالات انترنت به 20_افــغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk

10جی بیMTN انترنت بـه 50_افـغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+jAgQwz0CmYIyZTJk


7جی بی افغان بیسیم انترنت به 10افغانی 🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk
❤1
Forwarded from لینکدونی
3جی بی روشن  انترنت به 50_افـــغانــی 🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8

3جی بی اتصالات انترنت به 20_افــغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk

10جی بیMTN انترنت بـه 50_افـغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+jAgQwz0CmYIyZTJk


7جی بی افغان بیسیم انترنت به 10افغانی 🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk
❤1
Forwarded from لینکدونی
3جی بی روشن  انترنت به 10_افـــغانــی 🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8

3جی بی اتصالات انترنت به 5_افــغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk

10جی بیMTN انترنت بـه 10_افـغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8


7جی بی افغان بیسیم انترنت به 10افغانی 🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk