د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت
909 subscribers
6.86K photos
3.84K videos
3 files
10.3K links
په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال - افغانستان
ټیلیګرام: https://t.me/FDPM_AFG

Deputy Prime Minister for Economic Affairs- Afghanistan
Telegram: https://t.me/FDPM_AFG
Download Telegram
Forwarded from لینکدونی
3جی بی روشن  انترنت به 50_افـــغانــی 🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8

3جی بی اتصالات انترنت به 20_افــغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk

10جی بیMTN انترنت بـه 50_افـغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+jAgQwz0CmYIyZTJk


7جی بی افغان بیسیم انترنت به 10افغانی 🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk
❤1
Forwarded from لینکدونی
3جی بی روشن  انترنت به 10_افـــغانــی 🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8

3جی بی اتصالات انترنت به 5_افــغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk

10جی بیMTN انترنت بـه 10_افـغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8


7جی بی افغان بیسیم انترنت به 10افغانی 🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk
‏برای پیوستن به گروه واتساپ من، این پیوند را دنبال کنید: https://chat.whatsapp.com/K9GtD1mwkL8CoBAhda00VS
❤3
صنعت او سوداګرۍ وزارت د امریکا د ۱۰ سلنه وضع شوې تعرفې په تړاو یوې خپره کړې اعلامیه کې له افغانستان سره د صادراتو برخه کې د امریکا د جوړونکي او ملاتړي چلند غوښتنه کړې.

دغه وزارت ویلي، چې دغه ډول سوداګریز فشارونه له هر څه وړاندې د افغانستان خلک، لاسي صنایع، نوې سوداګري، کوچني تشبثات په ځانګړې توګه سوداګرې مېرمنې زیانمنوي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
#ملي‌تلویزیون
👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ننګرهار کې د #ملي‌تلویزیون سیمه‌ییز خبریال له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو وروستي جزییات ورکوي.
❤1👍1
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې تېر لمریز کال د هېواد د هوایي ډګرونو او بندرونو له لارې د ۳۴ زره او ۴۱۱ بهرنیو وګړو تګ – راتګ ثبت شوی.

د ارقامو له مخې؛ له دې ډلې ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او ۱۵ زره او ۵۶۵ تنه یې بهر ته تللي دي.
#ملي‌تلویزیون
👍1
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست تېر ۱۴۰۳ کال کې د کاني فعالیتونو له درکه څه باندې ۲۱ میلیونه او ۶۲۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي.

یاد ریاست وايي، چې تېر کال د ۳ میلیونه، ۲۵ زره او ۲۵۰ ډالرو په ارزښت څه باندې ۶۷ زره قیراطه زمرد هم پلورل شوي دي.

د اسلامي امارت په حاکمیت سره د پنجشېر په کانونو کې له ۱۵ زرو زیاتو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
#ملي‌تلویزیون
❤1
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغې ټولنې د افغانستان په روغتیايي سکتور ۹۷ میلیونه یورو پانګونه کړې ده.

یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بېړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو سربېره د روغتیايي وضعیت ښه‌والي ته ژمنه ده.
#ملي‌تلویزیون
❤1
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د اکبر موسسې له رییس نمیک حیدروف سره د افغانستان د چاپیریالي وضعیت په تړاو خبرې کړې.

دې ناسته کې مولوي مطیع‌الحق خالص په افغانستان د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د څېړنو او کره او معلوماتو راټولولو برخه کې د اکبر موسسې په ګډون د ملي او نړیوالو موسسو پر ګډ کار ټینګار کړی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس دغه راز د اکبر موسسې له مسولینو غوښتي، چې د چاپیریالي ستونزو سره د چټکې مبارزې په موخه ټولې موسسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همغږې او ملي او نړۍوالې ادارې او بنسټونه دې هڅه وکړي، چې «COP30» کنفرانس کې د افغانستان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي.

ورته مهال ښاغلي نمیک هم افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړیوالو مرستو په راجلبولو ټینګار کړی.
#ملي‌تلویزیون
👍2❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سعودي عربستان په جدې ښار کې د افغانانو یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانانو له ملاتړ پرته د نړۍ هېڅ ځواک د افغانستان امنیت نشي ټینګولای.
#ملي‌تلویزیون
❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په سعودي عربستان کې له مېشتو افغان پانګوالو غوښتي، چې هېواد ته را ستانه او بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
#ملي‌تلویزیون
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کابل کې د اوزبیکستان له سفیر اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې له اوزبیکستان څخه د درملو او طبي وسایلو د وارداتو، روغتیایي برخه کې د همکارۍ په زیاتوالي او د افغان روغتیاپالانو په ظرفیت لوړونه خبرې شوې.

ښاغلي جلالي ویلي، چې افغانستان او اوزبیکستان د دوه‌اړخیزه اړیکو او همکارۍ له لارې کولای شي روغتیایي برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې ولري.

ورته مهال، اوزبیکستاني پلاوي په اړونده برخو کې د هر‌اړخیزه همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
#ملي‌تلویزیون
❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي، فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بخش‌اباد بند له رغنیزو چارو لیدنه وکړه.
#ملي‌تلویزیون
👍2❤1
Forwarded from لینکدونی
3جی بی روشن  انترنت به 10_افـــغانــی 🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8

3جی بی اتصالات انترنت به 5_افــغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk

10جی بیMTN انترنت بـه 10_افـغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8


7جی بی افغان بیسیم انترنت به 10افغانی 🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk
❤1👍1
د ملي راډیو تلویزیون مشرتابه د لوګر ملي راډیو تلویزیون امریت څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي او مرستیال هدایت‌الله هدایت لوګر ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د ملي راډیو تلویزیون امریت له تخنیکي او نشراتي چارو لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پرمهال د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لوی رییس لوګر کې د ملي راډیو تلویزیون امریت رسنيزې کړنې ستایلې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی.

ښاغلي احمدي دغه راز ویلي، چې هڅه کوي، د لوګر ملي راډیو تلویزیون ته یوه معیاري ودانۍ جوړه کړي.
#ملي‌تلویزیون
👍2❤1