د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت
909 subscribers
6.86K photos
3.84K videos
3 files
10.3K links
په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال - افغانستان
ټیلیګرام: https://t.me/FDPM_AFG

Deputy Prime Minister for Economic Affairs- Afghanistan
Telegram: https://t.me/FDPM_AFG
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغان حاجیانو د راستنېدو لړۍ پيل شوه.
د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه، چې ۳۴۶ تنه پکې سپاره وو، نن سهار د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسېده.
#ملي‌تلویزیون
👍2
د داوطلبۍ اعلان!
د افغانستان ملي‌راډیو‌تلویزیون د اووه قلمه روغنیاتو او درې قلمه فلټرونو پروژه د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپاري.
په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې د داوطلبي شرطپاڼه له لاندې لینک څخه ترلاسه کړي.
https://rta.af/fa/rfqs/
👍1
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام!
#ملي‌تلویزیون
❤1👍1
نن چهارشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#ملي‌تلویزیون
❤1👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوی اختر په شپو ورځو کې له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو سیلانیانو له نورستان څخه لیدنه کړې ده.
#ملي‌تلویزیون
❤1
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال فورم کې له اسلامي امارت سره په رغنده تعامل ټینګار وکړ.

د اوزبیکستان ولسمشرۍ ریاست د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي میرضیایف ویلي؛ تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده، چې په نړیواله کچه له اسلامي امارت سره تعامل وکړو.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان اقتصادي وده د سیمې د تل‌پاتې ثبات لامل کېږي.
#ملي‌تلویزیون
د امريکا د کاليفورنيا ايالت په لاس‌انجلس ښار کې د لاريونونو له دوام سره پنټاګون منلې، چې د ټرمپ په امر یې ۷۰۰ سمندري او ۴ زره د ملي ګارد سرتېري دغه ښار ته استولي‌ دي.

د ټرمپ له دې اقدام سره د کلفورنیا والي ګوین نیوسام مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، چې دا پر ولسواکۍ برید دی.
#ملي‌تلویزیون
بشپړ خبر👇
https://rta.af/article9293/
👍2
د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، پر غزه د اسراییلي اشغالګرو په تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په قربانیانو کې ۲۵ هغه فلسطینیان دي، چې د مرستو تر لاسه کولو لپاره راغونډ شوي وو.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې غزه کې روان بشري ناورین ورځ تر بلې زیاتېږي.
#ملي‌تلویزیون
❤2👍1
د فلسطیني بندیانو ټولنه وايي، چې اسراییلو پر غزې د بریدونو له پیل راهیسې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۷ زره او ۵۰۰ فلسطینیان نیولي، چې پکې ۵۴۵ ښځې او ۱۴ ماشومان هم شامل دي.

د یادې ټولنې په وینا، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یوازې تېره اونۍ شاوخوا ۱۵۰ فلسطینیان نیول شوي دي.
#ملي‌تلویزیون
❤3
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت مرستیال مولوي سخاءالله سعید او مل پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له مرستیال سره کتلي.

یاده کتنه کې، چې د روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې ترسره شوې، د علمي همکاریو پراختیا، د دوه اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک، د پوهنتونونو تر منځ د تجربو شریکولو په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت پلاوی د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال علمي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی دی.
#ملي‌تلویزیون

بشپړ خبر⬇️
https://rta.af/article9296/
❤2
تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې پر ایران د اسرائیلو وروستیو بریدونو کې د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو قومندان امیر علي حاجي‌زاده هم وژل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو په بریدونو کې تردې دمه د یاد هېواد شپږ اټومي ساینسپوهان او یو شمېر نور لوړ پوړي نظامي چارواکي وژل شوي دي.
#ملي‌تلویزیون
👍2
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر یاد هېواد د اسرائیلو وروستي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران ولس او مسولین به د دې بریدونو پر وړاندې چپ پاتې نه شي او د ایران مشروع او ځواکمن ځواب به، اسرائیل پر خپلو بریدونو پښېمانه کړي.
ښاغلي پزشکیان زیاته کړې، لکه څنګه چې ایران د سیمې او نړۍ د سولې او ارامۍ لپاره هڅې کړي، د بریدونو په ځواب او د مشروع دفاع لپاره به هم په کلکه اقدام وکړي.
#ملي‌تلویزیون
❤2
Forwarded from لینکدونی
3جی بی روشن  انترنت به 10_افـــغانــی 🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8

3جی بی اتصالات انترنت به 5_افــغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk

10جی بیMTN انترنت بـه 10_افـغــانــی🛜📶🆓
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8


7جی بی افغان بیسیم انترنت به 10افغانی 🛜📶🆓
https://t.me/+HZP071HASCNjMDNk
❤1
Forwarded from لینکدونی
#تازه_خبر

د افغانستان او ایران او پاکستان لپاره نوی فری رایگان انترنتی بستی

GB100⇇رایگان انترنت
GB100⇇انترنت رایگان

👇👇👇👇👇
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8
https://t.me/+XuNWRxLemiQwN2E8
👆👆👆👆👆
👍1
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت مرستیال مولوي سخاءالله سعید او مل پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له مرستیال سره کتلي.

یاده کتنه کې، چې د روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې ترسره شوې، د علمي همکاریو پراختیا، د دوه اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک، د پوهنتونونو تر منځ د تجربو شریکولو په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت پلاوی د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال علمي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی دی.
#ملي‌تلویزیون

بشپړ خبر⬇️
https://rta.af/article9296/
👍1