ور پــسې ګرځـــم ورتـــه نيـسمه لمنې راشئ
بيـــا د قامي مفادو جنګ دے بې بلنې راشئ
جرګه به جوړه کړو ګواه به د خېبر غرونه وي
کۀ څۀ پوښتنې وي د چا کۀ څۀ غوښتنې راشئ
زمـــا د خاورې په نقصان بــاندې تمامه شوله
کۀ سياست وشۀ کۀ وۀ شولې چاودنې راشئ
ډېـــره د قام د سر سودا وۀ شوه او نوره کېږي
تسلسل مات کړئ د روانې تېـــر وتنې راشئ
دوي لۀ ګټلي جنګ په تود محاذ کې مخ اړوي
چاته زاري وکړم څوک وۀ نيسم لۀ زنې راشئ
ډېـــره موده مو د پښتـــون د حق نعرې وهلي
وخت يې راغلے عملي کړئ خپلې ژمنې راشئ
کاروان مومنده څوک دې اوس هم ماښام لارې ساري
لا اوس دې هم کوي د خلکو نه پوښتنې راشئ
#کاروان_مومند
#غزل
#لایک
@S_Arman_2024

❤7👍2
🖤🤍🕶
څه مقـدس او څه زمزم مخونه
خدایـــــه منم، منم، منم مخونه
زه ادم زاد پسې رنګ رنګ لاړمه
ده ښکلــــو سم غنم غنم مخونه
__ ♥
#لایک
#بیتونه
@S_Arman_2024
څه مقـدس او څه زمزم مخونه
خدایـــــه منم، منم، منم مخونه
زه ادم زاد پسې رنګ رنګ لاړمه
ده ښکلــــو سم غنم غنم مخونه
__ ♥
#لایک
#بیتونه
@S_Arman_2024
👍11❤10
یو چا د راډيو ژوندۍ خپرونې ته زنګ وواهه...📻
هلو، دا راډيو ده؟🤔
وياند ځواب ورکړ، چې هو 👨🚀
سړي بيا پوښتنه وکړه: زما غږهمدا اوس خپريږي؟🫣
وياند: هو، خپريږي.🙄
سړي بيا وپوښتل: يعنې زما غږ په نانوايۍ کې هم اورېدل کيږي؟👀
وياند په غوسه ځواب ورکړ، هو خپريږي، خبره دې کوه.😐
سړي غږ وکړ، هلو. عجب ګله ته ډوډۍ وانخلې، ما اخيستې ده.😁😁
😂😂🤣😝

😁21❤1👍1
بې ثنا خلق دې ســــــــتړي پـــــــــۀ ثنا کړل
دا کـــــــوم زهر دې د شــــــونډو راله راکړل
کلـــه څۀ او کلــــه څۀ کړې غــــــــزل خويه
ســــل ګومانه، ســـــل شکونه دې پېدا کړل
دا خو ســـــتا ترڅنګه لوبې پــۀ مونږ وشوې
دا خــــو تـــــــــا کلـــه هغه کړل، کله دا کړل
دا يــــــــــــــوه د کربــــــــلا واقعه نــــــۀ ده
نــــــاروا کـــــــــارونــــــــه واړه دې روا کړل
ســــــــاه مې واخسته له بنده را بهر شـــوم
عشق قلا وه خو بــــــــابـــونه ئې ما وا کړل
دغه هسې هـــــــــم د لار مـلګري نــــــــۀ وو
دا پــــــۀ ځان مئين دې ښه ده چې تـالا کړل
تــــــــۀ وې خپلو نيک ناميو پۀ سـر اخستے
زۀ وم کلي او ښـــــــارونه مې رســـوا کړل
خــــــــپل رنځور ځيګر تسنيمه ! صدقه وړه
د بـــــــــــاګرام يادونو بيا داغـــــونه را کړل
ریاض تسنیم

❤8👍1🥰1
ورور او ملګری.
شیخ سعدی نه چا پوښتنه وکړه.
د ورور او ملګري تر منځ توپیر څه دی.
شیخ سعدي ځواب ورکړ.
ورور لکه سره زر او ملګری لکه الماس.
بیا یې وپوښتل چې دا ولې؟
هغه وویل:
ملګری د ورور نه هم ډیر ارزښت لری.
شیخ سعدی ځواب ورکړ.
خبره د قیمت نه ده، خبره د جوړښت ده.
که الماس مات شي، دا هیڅکله هغه شان نه شي کیدي.
که سر زر مات شي نو ویلي کیږي او بیا جوړیږي.
هم دغه شان
(یعني ورور که مرور شي، نو د پخوا په شان کیدای شي، خو که دوست مرور شي، نو د پخوا په شان نشي کیدای.🚶
@atiqqqqqqq14

👍7💯2
❤6
هم شراب په خلۀ کښی هم ترینه توبی و باسی
داسی څوک نشته چی دا شیخ له ميكدي وباسي
احرام چي اوتړي ، تصوير به ده کعبې اوباسي
ده بعضي خلک صرف د لروبر جامي اوباسي
که چري مړووم ، نو دشمن زما په لاش خبر کړئ
زما یاران اکثر په داسې وخت کې ښپي اوباسي
❤🥀
#سهار_مو_پخیر

🥰4❤1
ښائې یوازې یاداښتونو کې سره وګورو،
شاید لکه بې حسه تن په خوب کې دې لاسونه ښکل کړم،
ممکن په شړک باران کې دریاد شم،
خو لکه د پسرلي نارسیده واوره په هوا کې ویلې شم -
او یا هم ممکن د ذهن په پرده دې د اوبو د رنګونو رسامي شم.
کهٔ هیڅ نه، زما هره مسکا، هره سودا، هره ازانګه،
زما د خوښې موسیقي، زما د خوښې او ان هغه کتابونه چې ما-
پکې ستا انځور رسموه او لوسته به مې، دریاد به مې کړي.
هووو، که ساه خپل استقامت ساتلی وه، راغږ کړه چې ډنډ باڼه مې ستا په لیدو وچ شي.
@LonerByChoice

👍5🥰2❤1👏1
عرب ليکوال او شاعر نزار قباني به ويل:
انسان د زړه هره خبره نشي کولای، شايد خالق له همدې وجې ساړه اسويلي، اوښکې او خوب پيدا کړي وي.
#نو مال ښه شپه ولرئ
@LonerByChoice
انسان د زړه هره خبره نشي کولای، شايد خالق له همدې وجې ساړه اسويلي، اوښکې او خوب پيدا کړي وي.
#نو مال ښه شپه ولرئ
@LonerByChoice
❤10👍2
غزل
ړنګ به ځان یاره له هرې حافظې کړم
زه به ټولې آینې ذرې، ذرې کړم
اندیښنې خو مې څه زېړې څڼې نه دي
چې یې واړومه شاته یا یې پرې کړم
زه تر څو به ژوند کفن کې ګرځومه
زه تر څو به له دې مړي سره شپې کړم؟
هر ماښام د بېوسۍ ستړې زانګو کې
په ورو، ورو خپلې وړې هیلې ویدې کړم
د صحرا زړګي هوا به بله نشي
که هر څو غونچې لمنه باندې شنې کړم
یا بې* ته کړې، یا بې پلار کړي یا بې ورور کړي
ښه نو زه به کله خپلې فیصلې کړم؟
د زړګي هره ذره کې ارمان خښ دی
زه به څه خوښي له دغې هدیرې کړم؟
حرام غږ به مې دوزخ درڅخه هېر کړي
که ښیرا وکړم یا زه له درد نارې کړم
#نوی_شعر
#شفیقه_خپلواک

❤13🔥2👍1
په کوم ځای کې چي ستا د ناستي ځای نه وي نو هلته ځان مه ځای کوه ځان به ځای کړې خو ډیر بد به ښکاريږي.
@LonerByChoice
@LonerByChoice
❤16👍8
لایک خو کوئ او ظالمانو 😒
👍11
د ګیلو تسلسل یې نه ماتیدونکی و، د اوښکو مالتیا یې نور د زړه مراندې را رېبلې وې. که رښتیا ووایم: کله مېیې هم دومره بې وسي نه وه حس کړې.
ویل یې: زه پوهېږم، اوس مې په کیسه کې نه یې، نه دې خوښېږم، ډېره ښه پوهېږم، خو کاااش! زما هم ستا پۀ څېر له تا کېدای، کااااش! کاااش!!!
غږ ورکو شو، شیبه لا نه وه تېره اړیکه پرې شوه.
سوړ اسویلی مې وکړ، چورت پسې واخېستم، خو نا ارمۍ مې چورت وهلو ته هم نه پرېښودم، ځمکه راته سور تنور ګرځېدلې وه.
ورو، ورو مې دا ټپه ځان سره زمزمه کړه چې:
که یا مې مال وای، یا مې زور وای
ما به په جااار د لالي کړې وه پوښتنه
ټپه مې ختمه نه وه چې میسج راغی، لیکلي یې ول:
چې نه یې مال وي نه یې زور وي
د داسې خلکو یاري مه کوئ عالمه

👍7❤4
افغانستان په لومړي ځل په کرکټ کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه. ټول وطن ته دې د ورزش دا بله تاریخي ورځ هم مبارکه وي.
@S_Arman_2024
@S_Arman_2024
❤10🔥2
👍10❤4🥰3😢3
❤4👍3💔1