د غږ چینه🥀
2.24K subscribers
796 photos
78 videos
1 file
17 links
پخیر راغلی عزیزانو♥
دلته راسره شایسته😍

شعرونه_سندری🎶
ټپی-ناول📖
داستان📑
ټیک_ټاک 🎬
او داسی نور وګوری
لف مه ورکوه بیصدا🔇 یی کړه🙏

د اډمین آیدی. S_Arman_2024@
Download Telegram
ټپې لنډۍ

ما درته ویل چی جنګ ته مه ځه
د جیب شیان دې رالیږي تا خښوینه

زما دننه زړګی غوڅ دی
د بې وسۍ خندا لۀ هر چا سره کړمه

ته چې را درومې تللیه یاره
ما به مې ځان په بنګو نیم سیځلی وینه

پلار مې په ژوند وهلی نه یم
سپېره نصیب مې په مخ هره ورځ وهینه

دا ستا په زړه به ماته څه وي
زه خو د خولې ژاوله په منځ درنیمه ومه

ځان به په تور ټیکري عادت کړم
یاري به پریږدم تا به مړ حسابومه

یا مې لمن نه پیڅکه پرې کړئ
یا مې باڼه ورته لوګی کړئ یار مې مرینه

په تور پیکي مې لالی بایلود
په سور ټیکري به د کړکۍ پردې ګنډمه

اوس مې د زړه رضاګۍ نشته
لالی دې لارې بدلوي چې هر خوا ځینه

دیواله ټینګه تکیه راکړه
زه د بې ننګو له تکیو لویدلی یمه

بې وسي توره وي که سپینه
لالی مې ځي زه په کنډو ولاړه یمه

په بالښتۀ مې ويښتان توې ؤل
را معلوميږي د ځوانۍ دؤر مې ځينه!

دومره په بخت زورور نه یم
چې له تالا باغه به راوړم زیړ ګلونه

له خپله ځانه تاو راتاو شوم
لالیه ستا په رقم غږ مې واورېدنه

د لړمانه په بوې مې مړ شې
په یو طرف مینه دې سوټه بوټه کړمه

یو بېغرته به مېړه کړم
له غېرتمندو نه څو ځلې پاتې شومه




#لایک
#لنډی
@S_Arman_2024
❤9👍7
نوی غزل

ګوندې وي چې په نغمو کې دې په کار شم
که بې تاره وې سِتاره چې دې تار شم

دعاګانې راپسې دي هسې نه چې
په پاخه عمر د خامې جلکۍ یار شم

د پُنبې د فابریکې یو یو تار وایي
د ظا.لم دې نه پټکی او نه چلتار شم

بیماران که د آنارو په ارمان دي
زه دې ستا په آناري موسکا بیمار شم

لکه دوې غبرګې سندرې سره ګډې
کاشکې داسې غاړه وتی له نګار شم

ما مې سره اوښان په شنو ورېښمو بار دي
دمه ګیر به هم د شنو بنګړو په ښار شم

خدایه تږو ته مې ته اوبه اوبه کړې
سړیچنو ته دې ښه تازه انګار شم

د کاروان غزله میره د لنډیو
یوې ښکلې وې چې زه به یکه زار شم

پیرمحمد کاروان



#لایک
#غزل

@S_Arman_2024
👍3
چې بې حسه شم ورکېږم
چې احساس لرم سوځېږم
‏نه طاقت شته د سکون
نه همت د اضطراب

غني خان



#لایک
#بیتونه


@S_Arman_2024
❤5👍4🔥1
د ستمونو انتهـــا دې وکـــــړه
لکه زنځیر کړې کړې دې کړمه





#لایک
#ټپه

@S_Arman_2024
😢9🔥2
څه اړتيا وه دروغجنو بهانو ته؟
سړی‌ سپين ووايي، زړه مې شوی تلو ته

له تا پس مې شو په مينه باور ختم
او ما خپل خوبونه وښودل اوبو ته

څه د دوو روپيو خلک وو قسم دی
څه عبث مو پورته کړي وو اوږو ته

مونږ به ژوند کړو، غوږ پرې نه ګروو ياره
زمانه وزګاره شوې ده کيسو ته

له خپه یار غاړه تاو کړي، ور پخلا شي
کله کله سړی نه ګوري پښتو ته

مونږ د زړونو حق ادا نه کړ صميمه!
غورځولي مو د هر بدبخته پښو ته

شاعر ـ صمیم


#لایک
#غزل
#شپه_پخیر


@S_Arman_2024
❤8🔥3
ده محبت اظهار ټپو کښې کوی.
اخ څومره خواند کوی شاعره جینئ.

#لایک
#ټپه
#شپه_پخیر

@S_Arman_2024
❤7🔥3
‏هسې بې ځايه دلاسې راکوې
چې به زړګے شي زما روغ, دروغ!

په ما خفه وې نو راتلې ولې نه؟
رښتيا رښتيا وي او دروغ, دروغ!

ډاکټر محمد اسرار اسرار





#بیت
#لایک

@S_Arman_2024
❤2🔥1
تا به په خپل تصوير کې څوک ځايوي؟
دلته خو څوک داسې هنر نه لري

په خوله خو اوس هم خلک مينې کوي
په شونډو پاړ په زړه پر هر نه لري

ماز دیگری په زړه د ننه ژاړي
پېغلې منګي لري ګودر نه لري

قیصه زما د مستقبل سائيله
چې شپه لري څنګ به سحر نه لري.

رحمت شاه سائل




#لایک
#بیتونه



@S_Arman_2024
❤5👍5🔥1
د زړه رګونو له تاوونه ورکړم
ستا د غم غرونه په‌کې وتړمه

له کوم کوم ياده به دې زړه صبر کړم
سترګې په کوم کوم ځای کې وتړمه؟



#بیت
#لایک

@S_Arman_2024
❤15👍2😁1
وعده چې سترګو سترګو کښ حمزه کړله ورياده
نور هيڅ ترنه ونشول ټيټ نظر ئي ترجمان شو

#بیت
#لایک




@S_Arman_2024
❤8👍1
#ټپيزه

ګنهګاریږم #مـــــازیګر شو
که په دی نور #کلی خبر شو
دا څه په ګډو وډو #سر شو
لالی می بل رقم #لوفر شو

اوس د #غمبورو په سر هم غواړی خالونه!



#ټپیزه
#لایک
@S_Arman_2024
🥰10❤2👍2
زه حيران حيران ورګـــورمه لالـــي ته
لالي خاندي په خندا یی وخت تیریږی





#لایک

@S_Arman_2024
❤14👍1🔥1
‏چې عاشق د معشوقې په لور کاته کا
خود لېمه شی کم طاقته، پرېواته کا

چي پلو له مخه لري کړی رڼا شي
لکه سترګه د سبا چي راخاته کا

لږ می عکس د زړه واخله که دی شک وي
چي دا تور باڼه دې څه رنګه ويشته کا

خاطر اپريدي




#بیتونه
#لایک


@S_Arman_2024
👍8❤6🥰3🔥2👏1