پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰
2.86K subscribers
1 photo
10 links
دلته به تاسو ته ڪله نا ڪله نوې خوندور ښڪلې شعرونه ،غزلونه، ټپې او ښایسته لیکنی نشریږی


لــــه ډيـــره وخــته ⏰ مــې يــو چــا ســره #لـيـدلــي نــه دي🍃
لـه ډيـره وخـته مـې يـو څـوک🍂 پـه زړګـى سـخـت وريـږي😓
Download Telegram
ماو جانان به سره ناست وڅنګ په څنګ په شپه کي
عطـــــــــــر ورینه  وه  فضا لـــکه  لونګ  په شپه کي


مایـی دهري  یوي خندا تـکـــرار په  بار  بار غوښتــی
بیګاه جــوړ شــوی وم ملګرو ســم ملنګ په شپه کی


څومره یی کیف وو په ریشتیاچي پري خمارماتي دی
چي بـه یـــی ورکړو تورو  زلفو لره شرنګ په شپه کي


نه موسقــي وه  نـه  شراب  وو  نـه  څه  بله نـــــشه
مونږ غـږه ولو دخپل خوږ ژوندون اهنګ په شپه کي


ده ښکولاحد یـــی نه وو بل یــــی و دحُــسـن څــراغ
پري سوځيـــدم  زه عرفانــي لــکه پتنګ په شپه کي
❤37👍11🥰4
غزل:

ته   چې   دغسې   پخې   غزلې  لیکې
زه    پوهېږم     ماسېزې     غزلې   لیکې

ای ته ووایه چې څوک درباندې ګران دی
ای ! ته  چاته  دومره  ښې  غزلې  لیکې
❤27💯16👍12
په زړه کې مې لوی غر د حوصلې وو خو اوس نه دی
له تاسره مې تار د یارانې وو خو اوس نه دی

یو ځل په ماشومتوب کې وو یو زړه رانه مات شوی
ازار يې تر ځوانۍ په ما پسې و خو اوس نه دی

هو! ګرانه پرې بې حد او اندازې ومه اوس نه یم
هو! ګران راته بې حد او اندازې و خو اوس نه دی

ته خویندو کې وې ښکلې او زه ورونو کې حسین وم
اوف څه وخت وو؟ څه نوم مو د جوړې و خو اوس نه دی

د مور د قبر سر ته وو ولاړ ماشوم ویل يې
رڼا زمونږه کور په دې ډیوې وو خو اوس نه دی

منم موږ دوه وجوده وو خو ساه راکې یوه وه
یو څوک مې زړه ته دومره ډېر نږدې وو خو اوس نه دی

نن ته هم پرې بې پامه بې سلامه شولې تېره
همدا زړه مې پاچا د زمانې وو خو اوس نه دی

فطرت مې یو وخت ځمکه وو یاران به ګرځېدل پرې
فطرت مې یو وخت دومره د فایدې وو خو اوس نه دی

❤️❤️❤️❤️
❤23👍15❤‍🔥1
هـغه پـوهېږي چې د څڼو څنډ مې ډیر خوښېږي
ځکه وربل کې سیخکي وهي چې ټال ونه خوري
❤28👍5
له زوره که د زړۀ د ماتېدو چېرته خبر شوې
د سر په ماتېدو به شکر وباسې فرهاده!
💯23❤18👍1
د وخت یاران لکه تومن د ایران
درسره ډیر به وی ډاډه به نه یی
👍32❤17
غلې غونــــدې خپل ســـــوري ته وايمــــه
ته خــــو به مے نيمــــه لار کې نـــه پريګـــدې💔
❤44❤‍🔥12👍9💯4
چاته سر په اوږه واچــــــوو صمیمه!
چاته ډک زړونه له چیغو نه خالي کړو؟
❤27👍3
ستا عقیده به زهٔ په ځان باندې ضرور راولم
ځان به تعویز کړم ستا په غاړه به راول وېږمه
❤21
د چاپلوسۍ رګ مو رګونو کې ګډ شوی نه دى.
د چا موقف د چا پیسو ته احترام نه ساتو.

داسې یاغي باغي مزاج الله راکړى یــاره.
د سر ټیټۍ خبرې څه چې ټیټ مرام نه ساتو

؟؟
💯23👍6❤5🥰3
په هدیره کښې یې د عمر ارمانونه ښخ وو
ما سوچ کوؤ چې په سحر کې دا سړې چرته ځي
😢32❤2
ستا د خولې څخه د جار کليمه او هوو
معـجزه ده میـکده کـې آذان اورم
?
❤38💯3
ډېرو ټټر واهه دعوه به یې د یار کوله
یو هم د یار په رقم یار تر پایه پاتې نشو
❤29
چې خبـــر له ځانه نۀ وو ما خبر کړل
له هــغو مـې څـــو خــــبرې واورېدلې

چې په خولۀ مې ښکلول پرې نازېدلم
د هغو د خولــې مـې واورېدې کـنځلې
❤31
د ژوند لاره اوږدې ده، هغه څوک غوره کړئ چې ستاسو په ملتیا نه ستړی کیږي"
❤22👍6
ممتازه زه د خپل باور ساتندوی
دنیا دې سل ځله شکمنه اوسي
❤23
‏الكرامة جميلة، حتى إن جعلتك وحيداً... 

عزت ښکلي دي، حتا که دا تاسو يوازي کوي..
💯18❤3
غزل

نه مي ګیله کړې ياري کي او نه نور کارونه
در پرې مي نه ښودل په عشق کي د پېغور کارونه

که ځې ورځه او که راځې غېږه مي خلاسه درته
لالیه خوند او اثر نه لري د زور کارونه

مينېدل بیا بېليدل او ژړېدل، ماتېدل
په ژوندانه مکوئ خلکو دا څلور کارونه

غربت مي دوې تڼۍ ګرېوان کي هم را پرې نه ښودې
د کلي خان سره کومه اوس په پور کارونه

تک سپین سړی يې او همدغسي تک سپین و اوسه
مه توري غوري کوه سپینه! او مه تور کارونه

سترګک وهې او مخ ته ونیسې جوړه لاسونه
چي ته به ولي خوښوې د شر او شور کارونه

پاکوي خاوري د دنیا د جنتونو له مخ
شفاعتک دا دی کوي د خپلي مور کارونه
❤31👍5
کاش چی لیونی وای چی دا غم د بل په سر وای
ورک دی هوښیار توب شی د دنیا غمونو وخوړم
❤38😢11👍2
خلق چې نښه ولې ګورې ورته 🍂
تا چې مخ پټ کړو نو ګزار دې وکړو 💘🔥
🥰22❤4❤‍🔥2