پلار مې ویل
ښځه باید اوږدې زلفې او غټې سترګې ولري
خو مور مې هیڅ وخت اوږده وېښتان نه درلودل
او نه یې سترګې زما د پلار په خوښه وې
مور مې ویل
ښایست د نر لپاره نه دی
نر باید ځيږه لاسونه او لمر سوځولې څېره ولري
خو پلار مې ښایسته او زړه راښکونکی و
نه یې لاسونه ځیږه وو
او نه یې مخ ګرمۍ سوځولی و
دوی هیڅکله ماته ونه ویل
چې ښځه باید میینه
او سړی باید لایق وي
دوی مینه سانسور کړې وه
زه کلونه وجنګېدم
څو وپوهېږم
چې بې مینې مې نه اوږدې زلفې ښایسته دي
او نه غټې سترګې
او نه ځيږ لاسی او لمر سوی نارینه چې زحمت کش او د کار سړی یې بولي
ماته خوشحالي او نیکمرغي نشي راکولی
فروغ فرخزاد
ژباړه
ښځه باید اوږدې زلفې او غټې سترګې ولري
خو مور مې هیڅ وخت اوږده وېښتان نه درلودل
او نه یې سترګې زما د پلار په خوښه وې
مور مې ویل
ښایست د نر لپاره نه دی
نر باید ځيږه لاسونه او لمر سوځولې څېره ولري
خو پلار مې ښایسته او زړه راښکونکی و
نه یې لاسونه ځیږه وو
او نه یې مخ ګرمۍ سوځولی و
دوی هیڅکله ماته ونه ویل
چې ښځه باید میینه
او سړی باید لایق وي
دوی مینه سانسور کړې وه
زه کلونه وجنګېدم
څو وپوهېږم
چې بې مینې مې نه اوږدې زلفې ښایسته دي
او نه غټې سترګې
او نه ځيږ لاسی او لمر سوی نارینه چې زحمت کش او د کار سړی یې بولي
ماته خوشحالي او نیکمرغي نشي راکولی
فروغ فرخزاد
ژباړه
👍23❤8💯5
په پیل کې فاطمه وه،
وروسته له هغې د مادې عنصرونه جوړ شول
اور او خاوره، اوبه او باد
ژبې او نومونه
دوبی او پسرلی،
سهارونه او شپې
او بیا وروسته د فاطمې له سترگو
نړۍ د تور ګلاب راز کشف کړ.
#نزار_قباني
#ژباړه
وروسته له هغې د مادې عنصرونه جوړ شول
اور او خاوره، اوبه او باد
ژبې او نومونه
دوبی او پسرلی،
سهارونه او شپې
او بیا وروسته د فاطمې له سترگو
نړۍ د تور ګلاب راز کشف کړ.
#نزار_قباني
#ژباړه
❤20👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
خزان يوازې د ونو او د پاڼو په راښکته کيدو او ژېړ اوښتلو نه راځي، زړونو ته هم ننوځي او بدن په ژېړوالي پوښي.
ــ مستنصر حسین تارړ
#ژباړه
ــ مستنصر حسین تارړ
#ژباړه
👍12