محبوب په هر چا مهربان خو نه وي
نصیب دَ هر سړي ودان خو نه وي
که تاته ګوري، ورته بیا بیا ګوره
دَ هر عاشِق سره جانان خو نه وي..
#زارا__Zara
نصیب دَ هر سړي ودان خو نه وي
که تاته ګوري، ورته بیا بیا ګوره
دَ هر عاشِق سره جانان خو نه وي..
#زارا__Zara
👍7❤5
غونډۍ
زه غونډۍ یم د لوی غره بیخ کې ولاړه
شا او خوا رانه اغزن بوټي را تاو دي
د اسمان له قهرېدلي غږ راڅاڅي
د سرو وینو سور بخونه اورښتونه
د وريځو له نفرته ډک آهونه
زه غونډۍ یم د لوی غره بېخ کې ولاړه
شا او خوا رانه اغزن بوټي را تاو دي
زه هم تږې، هم مې ساه سینه کې بنده
نه د سیند تر اوبو رسم، نه د نرم باد څپو ته
له هر څه یمه محرومه، له هر څه نه لرې پاتې
نه پوهېږم دښمنان مې ولې ډېر دي
دوی ته ولې لکه زهر داسې ښکارم
ته وا مرګ یم او له دوی مې ساه ویستلې
هره خوا راته سور اور ده، هره خوا مې زړګی چوي
نه پوهېږم چې به کوم لوري ته درومم
د دښمن که د رقیب لوري ته درومم
زه غونډۍ یم د لوی غره کې ولاړه
شا او خوا رانه اغزن بوټي راتاو دي
زه هم غواړم چې د سیند څپو ته کېنم
د نري شمال څپو ته موسکا وکړم
د وحشي بوټو په منځ کې تا راتاو شم
د صحرا لویه لمن کې نڅا وکړم
زړه مې غواړي د ولاړ غره نه هم پورته
د اسمان په کنارو کې منډې وکړم
د باران له پاکو څاڅکو مزه واخلم
خو حیرانه یم چې هر شی مې دښمن دی
دا هر څه رانه په زور او جبر اخلي
زه بې وسه او بې لاسو

❤1🔥1
تا ښځينه غواړم،
ځکه تمدن ښځينه دی
شعر ښځينه دی
د غنم ساقه
د عطرو ښيښه
حتا پاريس ښځينه دی
او بيروت د خپلو ټولو زخمونو سره – سره ښځينه دی.
ستا دې قسم وي پر ټولو هغو چې غواړي شعر ووايي، ښځه اوسه
ستا دې قسم وي پر ټولو هغو چې غواړي خدای وپيژني، ښځه اوسه!
#نزار_قباني
#ژباړه

❤16👍4
تر ټولو بده خبره دا نه ده چې موږ په مینه کې ناکامه شو،
بده دا ده چې د ناکامۍ له وېرې د مینې جرئت ونه کړو. مهمه دا نه ده چې موږ څومره وخت یو ځای تېر کړی،
بلکې دا ده چې هغه ښکلي شیبې څومره ژورې او پیاوړې وې چې موږ له یو بل سره شریکې کړې.
تلپاتېتوب د وخت په بې پایه جریان کې نه دی پټ، د یوې شیبې په ژوروالي کې پروت دی.
ــ مراکشي لیکواله فاطمه مرشید

👍9💯1