غونډۍ
زه غونډۍ یم د لوی غره بیخ کې ولاړه
شا او خوا رانه اغزن بوټي را تاو دي
د اسمان له قهرېدلي غږ راڅاڅي
د سرو وینو سور بخونه اورښتونه
د وريځو له نفرته ډک آهونه
زه غونډۍ یم د لوی غره بېخ کې ولاړه
شا او خوا رانه اغزن بوټي را تاو دي
زه هم تږې، هم مې ساه سینه کې بنده
نه د سیند تر اوبو رسم، نه د نرم باد څپو ته
له هر څه یمه محرومه، له هر څه نه لرې پاتې
نه پوهېږم دښمنان مې ولې ډېر دي
دوی ته ولې لکه زهر داسې ښکارم
ته وا مرګ یم او له دوی مې ساه ویستلې
هره خوا راته سور اور ده، هره خوا مې زړګی چوي
نه پوهېږم چې به کوم لوري ته درومم
د دښمن که د رقیب لوري ته درومم
زه غونډۍ یم د لوی غره کې ولاړه
شا او خوا رانه اغزن بوټي راتاو دي
زه هم غواړم چې د سیند څپو ته کېنم
د نري شمال څپو ته موسکا وکړم
د وحشي بوټو په منځ کې تا راتاو شم
د صحرا لویه لمن کې نڅا وکړم
زړه مې غواړي د ولاړ غره نه هم پورته
د اسمان په کنارو کې منډې وکړم
د باران له پاکو څاڅکو مزه واخلم
خو حیرانه یم چې هر شی مې دښمن دی
دا هر څه رانه په زور او جبر اخلي
زه بې وسه او بې لاسو

❤1🔥1
تا ښځينه غواړم،
ځکه تمدن ښځينه دی
شعر ښځينه دی
د غنم ساقه
د عطرو ښيښه
حتا پاريس ښځينه دی
او بيروت د خپلو ټولو زخمونو سره – سره ښځينه دی.
ستا دې قسم وي پر ټولو هغو چې غواړي شعر ووايي، ښځه اوسه
ستا دې قسم وي پر ټولو هغو چې غواړي خدای وپيژني، ښځه اوسه!
#نزار_قباني
#ژباړه

❤16👍4
تر ټولو بده خبره دا نه ده چې موږ په مینه کې ناکامه شو،
بده دا ده چې د ناکامۍ له وېرې د مینې جرئت ونه کړو. مهمه دا نه ده چې موږ څومره وخت یو ځای تېر کړی،
بلکې دا ده چې هغه ښکلي شیبې څومره ژورې او پیاوړې وې چې موږ له یو بل سره شریکې کړې.
تلپاتېتوب د وخت په بې پایه جریان کې نه دی پټ، د یوې شیبې په ژوروالي کې پروت دی.
ــ مراکشي لیکواله فاطمه مرشید

👍9💯1
خالونه او لنډۍ
په مخ دي دري ځایه مئین يم
غټي دي سترګې نرۍ پوزه شنه خالونه
ما لېوني کارونه پرېښول
نوي کوه اوس په لنډۍ زنې خالونه
اوړې دے پاس کابل کې تير کړو
په منې راغلې سلامت غواړے خالونه
یا به دی زلفې کمر بند کم
یا به زما له وینو ووهی خالونه
ستا اننګې پیړې ده کوچو
لکه ده مرچو پکښې کيږده تور خالونه
سترګى مــــې ستا لارو ته ګوري
اوښکو مې ړنګ کړل د لنډۍ زنې خالونه
خال سره دوه خالونه نور کړه
ګبين تري جوړ کړه چې مچۍ ورله راځينه
ډَول دۀ ځوانې جینۍ خوند که
زَړه دې نه ږدي په زَړه زنه خالونه
ماته به نور غمونه زيات کړې
که دي په غونډه زنــــه ووهله خالونه
په مخ دي دري ځایه مئین يم
غټي دي سترګې نرۍ پوزه شنه خالونه
ما لېوني کارونه پرېښول
نوي کوه اوس په لنډۍ زنې خالونه
اوړې دے پاس کابل کې تير کړو
په منې راغلې سلامت غواړے خالونه
یا به دی زلفې کمر بند کم
یا به زما له وینو ووهی خالونه
ستا اننګې پیړې ده کوچو
لکه ده مرچو پکښې کيږده تور خالونه
سترګى مــــې ستا لارو ته ګوري
اوښکو مې ړنګ کړل د لنډۍ زنې خالونه
خال سره دوه خالونه نور کړه
ګبين تري جوړ کړه چې مچۍ ورله راځينه
ډَول دۀ ځوانې جینۍ خوند که
زَړه دې نه ږدي په زَړه زنه خالونه
ماته به نور غمونه زيات کړې
که دي په غونډه زنــــه ووهله خالونه
👍5❤3
له دغه وروسته به د دغه چینل نور مطالب هم خپریږي،نو له همدې کابله مو نوم ورته تعییر کړ.
مینه او درناوی ❤️🙏
مینه او درناوی ❤️🙏
❤8👍2
ویسلا وا شیمبورسکا (۱۹۲۳_۲۰۱۲) د حقيقتونو او انسانانو په اړه وايي:
«کب نیوونکي له اوبو یو بوتل را واخیست. په دې بوتل کې کاغذ و. په کاغذ کې دا پيغام لیکل شوی و:
و خلکو! بني ادمانو! مرسته مرسته! زه دلته یم، د سمندر څپو یوې تشې جزیرې ته ټېل وهلی یم، په ساحل پروت یم، تاسې ته سترګې په لار یم، را وخوځېږئ، بېړه وکړئ، دلته یم، دلته یم. یوه بل ته وویل: دا پیغام هېڅ نېټه نه لري. اوس به نو ډېره ناوخته وي، له دې پیغام به څومره مودې تېرې شوې وي، دې بوتل به له کومو زمانو پر اوبو غوټې وهلې وي. بل ورته وویل: بله خبره! چېرته؟ په کوم سمندر کې؟ په کومه جزیره کې؟ که تاریخ نوی هم وي، نو ځای چېرته دی؟
بل ورته وویل: نه ناوخته ده او نه هم لرې ده. دلته نږدې یوه جزیره شته. ټول چوپ شول. ويلی شو؛ دا زموږ د حقیقتونو حال دی.»

👍7❤3