شعور
1.96K subscribers
368 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
ژان-ژاک روسو د تمدن او ازادي په اړه وایي
انسان آزاد زیږي، خو هر چیرې په ځنځیرونو تړلی وي. تمدن د خلکو لپاره پرمختګ راوړي، خو همداراز، د هغوی فطري ازادي هم ترې اخلي . قوانين، دودونه، او ټولنیز فشارونه، انسان مجبوروي چې د نورو د خوښې سره سم ژوند وکړي،
نه د خپل اصلي طبیعت له مخې .
تاسې کوم کارونه د ټولنې د فشار له وجهې کوئ او کوم مو خپل انتخاب دی؟
❤6
ژوند
د باد په څېر دی، کله نرم او سوړ، کله توند او طوفاني.
ژوند یو فرصت دی، یو سفر دی چې منزل یې نامعلوم دی. څوک یې د خوښۍ په لاره تېروي، څوک یې د غمونو په زولنو کې تړي. څوک د رڼا په لټه کې وي، څوک د تیارې ته درومي.
خو حقیقت دا دی چې ژوند هماغه دی، لکه څنګه یې چې ته درک کوې. که د امید سترګې ولرې، نو هره شیبه یې ښکلا ده. که د ناامیدۍ تورې عینکې واچوې، نو هر څه به درته بدرنګ ښکاري. ژوند ته باید د یوې تحفې په سترګه وکتل شي، ځکه چې دا یواځینی فرصت دی چې موږ ته راکول شوی.
👍4❤2
کله مو چي يو څه له لاسه ورکړي وي، بخښنه غوښتل کفايت نه کوي.
✍:شعور
❤2
د مسافرو قصه

مسافر تل ځي
د کوڅو تیارو ته پناه وړي
د وخت تر زنګ وهلو دروازو تيريږي
او د زړو کیسو وروستۍ پاڼې له ځانه سره وړي.
مسافر تل ځي
خو د یادونو سیوری پرې پراته وي؛
د کړکۍ تر شا یو نابلده بوی
د وروستۍ موسکا انعکاس
د یو نامکمل سلام نیمګړی غږ.
مسافر تل ځي،
خو د چا زړه ته نه رسیږي
د چا انتظار ته بیرته نه راځي
د چا دعا ته غوږ نه نیسي.

#محمود_درويش
#ژباړه
❤8
د هغو رهبرانو پر حال افسوس دی، چې نه پوهېږي، چې دا نړی فاني ده.

(نجیب محفوظ)
❤15
علي الطنطاوي وايي:
زه نړۍ د کتابونو له لارې ګورم.📖
👍10❤1
۱ـ ښايي دا دنیا د بلې دنیا دوزخ وي.

۲ـ د هيچا هم دې ته نه پام کیږي چې ځینې کسان څه ډول عذاب تحمل کوي، تر څو آرام او غلي ښکاره شي

۳ـ کلمې د ایکس د وړانګو غوندې کیدلی شي. کولی شي چې د هر څه درون ته نفوذ وکړي، که چیرې له هغو څخه سم کار واخیستل شي.

۴ـ یو روشنفکر هغه کس دی چې له سک س پرته یو بل جذاب یا په زړه پورې څه کشف کړي.

۵ـ له ژوند څخه مې د منفي انسانانو ویستل په دې معنا نه دي چې ګواکې له هغو نفرت کوم
بلکې په دې معنا دي چې خپل ځان ته مې په احترام قائل شم.

۶ـ دا لږ د شرم خبره ده چې له ۴۵ کاله تحقیق او مطالعې وروسته تر ټولو غوره توصیه چې خلکو ته کولی شم هغه داده چې یو بل باندې رحم وکړي، یو بل سره لږ مهربانه شئ.

آلدوس هاکسلی
لیکنه:بخت
❤8
د ژوند فلسفه

ټولنیز مقام یوازې یو لباس دی، خو ژوند ماهیت دی.

سوالګر او پاچا یو شان ساه اخلي. د دواړو د شتون معجزې ته درناوی وکړئ. هیڅوک ستاسو لاندې نه دي ، دواړو ته یو ډول ستوري د ژوند لاره رڼا کوي.
مقام یوازې یو لباس دی، خو ژوند اصل دی.
شعور
❤7
ریښتینی پوهه

پدې پوهېدل چې تاسو په څه پوهېږئ او په څه نه پوهېږئ، دا رښتینی پوهه ده.
چینایي فیلسوف کنفوسیوس
❤12
د خواهشاتو آس چې د چا بېلارې شي؛ خپله سوارلۍ را غورځوي او تر پښو لاندې یې کوي.
❤10
زویه!
کم اصل خلک وپېژنه
یوه لویه نښه یې دا ده چې احسان فراموشه وي
ستاسې ښېګڼې مسخرې کوي
دوی کم ذاته دي
واټن اخېستو کې دې ګټه ده..
ژباړه
❤14
د نړۍ ټول دردونه هغه وخت ختمېږي کله چې انسان د لالچ، کرکې او ناپوهۍ په ځای پوهه، مینه او مهرباني غوره کړي...:)
«مرغۍ»
❤12
له احمقانو سره بحث کول، لکه په مخ چې دې مچ ناست وي، که ته یې وژلی شي او که نه؛خو په هر حالت کې باید څپېړه په خپل مخ وخوري!
" جورج برنارډ شا "
شعور
👍9🥰2
او کله چې فکر کوم هېڅ شی راسره مرسته نشي کولی،
نو ځم او ډبرکيندونکي ګورم، چې ډبرو ته پرته له دې چې کوم درز پکې پيدا شي، سلګونه ضربې ورکوي،
خو بلاخره په 102 ضربه ډبره دوه ټوټې کېږي،
ښه پوهېږم چې دا یواځې هماغه وروستۍ ضربه نه وه
چې د ډبرې د ماتېدو لامل شوه،
بلکې د هغو مخکینیو 101 ضربو زور وو
چې ډبره یې په 102مه ضربه ماته کړه.
نو خبره مې دا کوله چې ستاسې کوچنۍ بریا خلک لنډمهاله بریا بولي، بهرني خلک یواځې پایله یعنې هماغه کوچنۍ بریا ویني، نه هغه بهیر چې تاسې د دې بریا د ترلاسه کولو لپاره تېر کړی، خو تاسې پخپله پوهېږئ چې ستاسې اوسنی پرمختګ د هغو ټولو هلو ځلو پایله ده
چې خلکو ستاسې هره کوچنۍ بریا لنډمهاله بلله.
👍7
"زه تاسو ته په ډاډ سره قسم یادوم او باور درکوم چې ډیر ذهنی پوهه (شعور او احساس) یوه ناروغي ده."
➖دوستوفسکي ❤️

"هغه څوک چې عقل لري، د خپل فعال دماغ له کبله په خوښۍ کې هم بدبختي احساس کوي، خو هغه څوک چې بې خبره وي، په غم کې هم خوشالي ترلاسه کوي."
➖البرټ کاموس ❤️

"که چیرې د نشه یي توکو څخه ډیر زیات استعمال خطرناک وي، نو بې شکه د زیاتې دماغي وړتیاوو بیدارۍ خطرناکه ده."
➖فرینز کافکا ❤️
👍7❤4
کم استعداد لرونکي خلک زيات مغروره، ځان‌ منونکي او متکبر وي. خو دغه ناپوهان تل داسې نور ناپوهان پیدا کوي، چې ورته چکچکې وهي او ستاینه یې کوي.
_اراسموس
👍11
هر چاته غوږ ونیسئ مګر قضاوت ځان ته پریږدئ
ویلیام شکسپیر
👍12
میږي له یو بل سره خبرې نۀ کوي، خو دانې یو ځای راټولوي.
مچۍ هم د خبرو وړتیا نۀ لري، خو کورونه په ګډه جوړوي.
خڅیاکې (توتکۍ) هم له یو بل سره د خبرو اړیکه نۀ لري، خو په یو اتفاق سفر کوي.

یواځې خواړۀ برابروي، په ګوښي ځان کور جوړوي او ګوښی سفر کوي؛ په رښتیا چې انسان د ځمکې پر مخ تنها ترین موجود دی.
ـــــــــــــــ
#سارتر
#ژباړه
👍9
فکر
👍9
خلک پیدا شي، یو بل ته زیان ورسوي، او بیا مړه شي.
شعور
👍13