شعور
1.96K subscribers
365 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
شعور pinned Deleted message
"موږ داسې وخت کې ژوند کوو چې چیرې د ژوند کولو څخه ویره لرو، چیرې چې انسانان د پوهې لرونکې مخلوق ګڼل ستونزمن دی، او هر چېرته چې موږ ګورو، یوازې ظلم او جاهلیت زموږ سترګو ته راځي."
(زندانونه چې موږ پکې د اوسیدو انتخاب کوو)
ډوريس لیسنگ
ژباړه: شعور
❤9👍1👏1
هر هغه احساس یا فکر چې ته یې په خپل اندرون کې پټ ساتې، د وخت په تیریدو سره به دې حتمن د وجود یوه برخه وخوري.
#ژباړه
❤7👍1👏1
ته الماس یې!

د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۳۵ کلنۍ پوري ژوند ډېر سخت دی. ته تېروتني کوې، سقوط کوې، د ناکامۍ سره مخامخ کېږې، د بېلابېلو مسایلو سره مخامخ کیږې، ریښتیني دوستان، ملګري پېژنې، ډېر دوستان، ملګري دي له لاسه ورکوې، له حقیقت سره مخ کیږې، زړه دي څو ځله ماتېږي، خپل ځان له لاسه ورکوې او بیا پیاوړی کېږې؛ خو دا ستا د ژوند تر ټولو غوره کلونه هم دي؛ لکه یو الماس چي صیقل کېږي، خو په یاد ولره چي الماس هیڅکله نه ماتیږي.

#_روان_شناسی
❤9🥰1👏1
پۀ دې دور هیچا ته دا مۀ محسوسوه چې زۀ تاته ډېره اړتیا لرم ـ
ژباړه: شعور
💯9❤1👍1👏1
موږ نه غواړو له دیني خلکو سره د مرګ وروسته جنت په اړه شخړه وکړو، زموږ هدف دا دی چې دا دنیا د ټول بشر لپاره جنت کړو.
— کامریډ لینن
✍️: شعور
❤3👏2
محمد العدوی څه ښه دعا کوي؛
"یا رب! لا تعلق قلبی بما لیس لی"
اې خدایه!
زړه مې له هغه څه سره مه تړه چې زما نه دي.
✍️ شعور
👍7🥰3🔥1🤝1
"یو بل بغدادي پير هم مسلمان شو. زه نه پوهیږم چې دا خلک د مسلمانانو له کومو کړو وړو متاثر شوي دي؟"
شعور
😁5🥰4
کاش ځینې خلک خپلې خبرې وڅښي، ترڅو د هغوی تریخوالی درک کړي.!
❤14🥰1👏1
که غوښتل يې چې پوه شي !
پوهیدلی شووو.
ډير څه لازم نه دي چې انسان يې په ژبه وؤايي ..
🖋️ شعور
❤7👍5👏1
که ولوېږې، حتی تر ټولو کمزوري کسان به هم درباندې رحم ونکړي.
نو ښه ده چې په خپل دریځ ومرې!
🖋️ شعور
❤6👍5👏3
کله چې ما د طب په برخه کې زده کړې کولې، یوازې مې غوښتل بریالی شم، تر هغه چې مې د کارل مارکس اثار جدي ولوستل.
پوه شوم چې د شهرت او طبابت نه هم مهم شيان شته.
بیا مې درک کړه چې یو ډاکټر باید انقلابي وي. ❤
- ډاکټر ارنستو چګوارا
🖋️ : شعور
❤14💯4👍1🔥1
یوازیتوب هم زده کړئ ..!
ځکه چې
ډیر خلک د اوږدو اړیکو د پاللو وړتیا نلري. !
🖋️: شعور
❤10👏2
داغونه
یوه هلک ته چې همیشه به په غصه کېده، پلار د مېخونو کڅوړه ورکړه، او ورته یې وویل: هر وخت چې په قهر شې، د لرګي په دېوال کې یو مېخ ټک وه.
په اولې ورځ هلک اووه ویشت مېخونه ټک وهل. دا شمېر وار په وار کمېده، ځکه د مېخ ټک وهل د قهر ایسارول اسان وو. اخر داسې وخت راغی چې هلک نه په قهرېده.
دغې وخت پلار زوی ته وویل: اوس نو هره ورځ یو مېخ راباسه.
زوی د مېخونو په را ایستلو پیل وکړ، او هغۀ ورسېده چې په لرګیو باندې هېڅ مېخ پاتې نه و.
پلار زوی ته وویل: دلته اوس هېڅ مېخ نه دی پاتې، مګر نخښې یې پاتې دي.
غصه هم دغسې وي. که یو چا ته تونده خبره وکړې او وروسته هر څومره بخښنه وغواړې، خو هغه په زړۀ کې یې داغ پاتې وي.
📚: د زرو هېندارو کور
ژباړن: اسد الله غضنفر
🖋️: شعور
💯6❤3👏1
موږ د ګمراهۍ په سمندر کې هغه کوچني کبان یو،چې یوازې پوهه/علم مو له دې بحر څخه ویستلی شي.
🖊️: شعور
❤8👏2👎1
کوم کس چي کوښښ کوي په زور ځان غالب وښيي تر بل هروخت د نفرت وړ ګرځي.
جبران خليل
🖋️: شعور
❤4👏2
د وخت امپراتوري ستاسي د "شعور" څخه ویره لري نه ستاسي له شور.
✍️: شعور
❤2👏1
یوازې د انسان خپله سوچ ده چې هغه له پرمختګ څخه درولی شي. ❤️
🖊️: شعور
❤9👏2👎1
خاموشي/چوپتیا هغه درس دی،چې د ژوند له ډېرو ازموینو څخه زده کېږي.
" لوئس سینیکا"
✏️: شعور
❤7👍2👏1
یو کارکوونکی خپل د دفتر مدیر ته ورځي او ورته وایي چې زه نور په دې دفتر کې کار نه کوم، ځکه چې دلته هر کس د بل غیبت کوي، ټوکې کوي او پر سیاسي مسایلو بحث کوي.

مدیر یې ورته وایي چې سمه ده، کار مه کوه؛ خو که زما دا اخیري خبره دې ومنله، ته به په کور ناست یې او زه به تنخوا درلېږم. کارکوونکي ورسره ومنله.

مدیر ورته وویل چې یو ډک ګیلاس اوبه واخله او په ټول دفتر کې درې ځلې وګرځه؛ خو پام دې وي چې یو غړپ اوبه هم درځنې توی نه شي.

کارکوونکی روانېږي، دفتر کې درې ځلې ګرځي او بېرته د مدیر شعبې ته له ډک ګیلاس سره راستنېږي. مدیر ترې پوښتنه کوي چې څو کسه دې په غیبت ولیدل؟ څو کسان دې ولیدل چې ټوکې کوي؟ څو کسانو پر سیاسي مسایلو بحث کاوه؟

کارکوونکی هک پک شي. مدیر ورزیاتوي چې که خپلې موخې وڅارې، خپل کار سره کار ولرې، د منفي خلکو او منفي فکرونو څخه لاس واخلې، بریالی کس به شې. که ته دنده خوشې هم کړې، ذهن چې دې په منفي شیانو روږدی کړی وي، هر ځای کې به درته منفي شیان ښکاري.

#ذهن
#افکار
❤6👍2👏1