شعور
1.96K subscribers
364 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
د چارلس بوکوفسکي پوښتنه ده:
" چې نه دې څوک د سهار راويښ کړي، او نه دې څوک د شپې انتظار کا، دا حالت به څه وبولئ- تنهایي ده که ازادي؟"
👍6😁4💔4❤1👏1
ژوند کول وخت تیرول نه دي، وخت په حیواناتو هم تیریږي، ژوند پرمختګ او خلاقیت دی؛ په ژوند کې پرمختګ انسانان له حیواناتو جلا کړي.
جورج برنارد شاو
✍️: شعور
❤12👏2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دا ټولنه ستا په باغي توب نیوکه کوي چې باغي یې، خو په دې بحث نه کوي چې ولې باغي شوی یاست!
" چي ګوارا"
🖊️: شعور
👏11❤2
د نړی تر ټولو لوی درواغ او درواغجنه جمله
(( قانون د ټولو لپاره يو شان دی))
افلاطون
🖋️: شعور
👍10❤4👏4
د مصري لېکوال محمد حسنين هيکل خاطره:
د سعودي پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزیز سره زما نيمه ساعت ملاقات وو، همدا نيم ساعت ملاقات راباندې دومره اوږد تېر سو لکه يو کال....
په دومره وخت کې ملک عبدالله زما څخه يواځې يوه پوښتنه د غرمې ډوډۍ پر مهال وکړه چې په اتيا کلنۍ کې به له ښځو سره د کوروالی ښه لاره او چاره څه وي؟
په سبا ورځ د سعودي رسمي ورځپاڼو ليکلي وو چې ملک عبدالله له محمد حسنين هيکل سره د نړۍ او چاپېريال قضيو او ستونزو په هکله مهمه غونډه لرله.
🖋️ شعور
😁12👍3😢3❤2
د وړو شیانو نه خوند واخلئ، یو ورځ به تاسو شاته وکتلئ چې دا هغه لوی شیان وو."
~ رابرټ برالټ
✍️: شعور
❤10👏3
ما داسې یار پیدا نه کړ چې له هغه سره یاري له تنهايي غوره وي.
په غیږ کې مې ونیسه او ومې ژغوره، یو قاتل په ماپسې دی چې کله ناکله یې په آینو کې وینم.
داسې وخت به راشي چې؛ هوښیار به له خبرو کولو منع کیږي، تر څو د احمقانو د آزار سبب نشي، اوس دقیقاً همدا وخت راغلی دی.
چاپسې زړه تړل په خپل لاس باندې ځانته د زندئ اچولو شېبه وي.
عشق یعنې داچې زه وټاکم چې څوک مې برباد کړي.
د مینې ساده نښه داده چې د هغې په خندا ستا خوشحالي حاصله شي.
انسانان یو بل په خبرو لاسته راوړي او په رفتار یو بل له لاس ور کوي.
❤9🥰2👍1
وايي یوه افسر (ضابط) د یو هدف ویشتونڪي څخه وپوښتل:
"ته د دښمن هدف ویشتونڪي په اړه څه نظر لرې؟"
ده ورته وخندل او ویې وی:
"ناڪامه دی...ځڪه هغه تل پر موږ ډزي ڪوي خو خطا وځي."

افسر حیران سو او ورته وې ویل:
"نو ولي دي تر اوسه نه دی وژلی؟"
ده ورته وویل:
"بېرېږم چي ڪه هغه ووژنم، نو د هغه پر ځای به بل ډېر دقیق هدف ویشتونڪۍ راولي... او هغه به ما ووژني!"

یعني:
ځیني خلک ناڪامه ڪسان پر خپلو څوڪيو پرېږدي، د دې لپاره نه چي باور ورباندي لري، بلڪي د دې بیري له امله چي ڪه بدل سي، شاید لا خطرناڪه بدیل راسي.

جبران خلیل جبران وایي:

"ځیني خلک تاته وفاداره نه وي، بلڪي ستا و اړتیاوو ته وفاداره وي. ڪله چي یې اړتیاوي بدلي سي، نو وفاداري یې هم درسره بدله سي."
❤14🥰2
یو کال وروسته د درملنې، زما رواني ډاکټر ماته وویل: ښايي ژوند هر چا ته نه وي.
لاری براون
🖋️: شعور
💯10❤5
که غواړئ په نړۍ حاکم شئ، نو عقل پر ځان حاکم کړئ.
تولستوی
🖊️: شعور
❤13
موږ هغه جګړې ته سخت اړتیا ده چې د هغې له لارې سولې ته پیاوړتیا ورکړل شي، او دا جګړه باید لومړی د جهالت پر خلاف وي.
✍️: شعور
❤12👎3
د بشر د بدلون یوه لویه ستونزه دا ده چې خلک د تر ټولو هوښیار کس پر ځای، د هغه چا خبره مني چې لوړ غږ کوي.
شوپنهاور
🖊️: شعور
❤10👍3💯3
Forwarded from A.N.D.P
موږ نور نشو کولای له ژونده تنګ شو او ځانته رسۍ راوځړوو،
نور د رسۍ پیسې هم کور کې ختمې دي،
زړه مې و قرض واخلم،
ټولو راته وویل له قرض ورکولو هم ستړي یو
له قرض اخیستلو هم ستړي یو
موږ ستړي یو.

موږ ته کور کې یوه مور ناسته چې بېماره ده،
یو پلار چې یو موټی وجود یې پاتې دی ،
یوه خور چې نالوستې ده،
یو ورور چې سترګې یې همیشه زما لاسونو ته وي چې ګوندې
مړۍ به وي پکې،
مور له ناروغۍ
پلار له زهیرۍ
ورور له لوږې
خور د خشاکو له لوګو
زه له دې استبداده
ټول ستړي یو
موږ ستړي یو.

موږ ستړي یو هغه کان کې له کار کولو چې موږ پکې لس ساعته کار کوو،
زموږ کلي کې دی خو څښتن یې یو ږیرور دی ،
په ژبه یې هم نه پوهیږو ،
جیګې پایڅې ،
تور ټوپــ.ـکونه
او پس قات بوټونه
داسې راته ښکاري لکه زما په سر چې خیژي.

کله چې کان کیندم، د څټک ټک ټک لکه چیغې چې وهي چې موږ نور ستړي یو ،موږ ستړي ،ستړي، ستړي، ستړي

یا به ټاکنې وي یا به ټوپکې وي،
یا به ازادي وي یا به مرګ وي
یو به کیږي
نور موږ ستړي یو
موږ له ملاکراسۍ او وروسته پاتې فکر یې نور ستړي یو،
موږ له قبیلويت او مذهبي فاشیسم نور ستړي یو

— ا. س. شریفي
💯4❤2👍1😁1
کله چې چیګوار د صنعت وزیر شو، په هماغه ورځې یې خپله دریشي وویسته او د کارګرانو جامې یې واغوستې، سهار اذان به پاڅېده، مزدورانو سره به یو ځای د فابریکې پر ګرم فرش ولاړ و، درنې بوجۍ به یې ډکولې او جګولې، خولې به ترې روانې وې، ځان یې له مزدورانو لوړ نه حسابو
نوموړي د ماشینونو زړونه احساسول، د اوسپنو بوی احساسو، اسانتیا نه پر مختګ یې رامنځته کاوه، هر څه یې خپله تحربه کول.
ملت ته یې دا ښوده چې د مشر وینا او عمل یو ډول وي، مشر دېته نه وایې چې د میز تر شاه کېنه ارکنډیشن چالان کړه، مشروبات او چایونه شوپوه.
ژباړه
❤15
دوی موږ، زموږ له وسایلو څخه محرومولی شي، خو د شعور څخه مو نشي محرومولی!
" د خپل ځان لپاره قوي اوسئ، ځکه ژوند تل کمزوری تباه کوي."
"ویکتور هوګو"
🖊️: شعور
❤10
مجسمه مې پر لاس ولګېده.
وغورځېده.
ټوټې ټوټې شوه.
ومې ويل: وبښه!
ویې وېل: کومه خبره نه ده.
له خاورو جوړه ده
د چا زړه نه دی
چې مات شي او بیا جوړ نه شي
🖋️: شعور
💯8😢6❤1
هر هغه څوک چې د نېستۍ سره لاس او ګرېوان وی پوهېږی چې پۀ نېستۍ کښې ژوند کول ډېر ګران دے ـ
جېمز بالډوین
شعور
فلسطین 😭
💯9👏1
ارسطو ویل: «د انقلابونو او جرمونو مور او پلار غربت دی. »
شعور
❤12👍2