شعور
1.96K subscribers
364 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
نور د پټولو څه نه دي پاتې.
په رښتیا ستړی او ځورېدلی یم.
ځینې دردونه غږ نه لري، خو له انسانه هره ورځ یو څه اخلي.
ما ډېر وخت فکر کاوه چې لا قوي یم، خو حقیقت دا و چې ورو ورو ماتېدم.
✏️: عليزي
❤13
درې خبرې تل په یاد لرئ:

لومړی: تېر وخت هېر کړه.

دویم: د راتلونکي په اړه له بېځایه هیلو او تمو تېر شه.

درېیم: خپل ظاهر او باطن یو شان کړه؛ یعنې دوه‌مخي او تضاد له منځه یوسه، څنګه چې یې هماغسې اوسه.

کله چې دا درې خبرې د انسان د ژوند برخه شي، د ژوند ډېر رازونه په خپله ورته څرګندېږي.

— اوشو
❤8🥰5
ستا کورنۍ پدې نه پوهېږي، چې ته د کور نه بهر د خپلې چوپتیا تر شا څه پټوې. او ستا ملگري هغه څه نه ویني چې تۀ يې کور ته د ستنېدو پر مهال له ځان سره وړې.
پخواني خلک پدې نه پوهېږي چې له تا اوس څه جوړ شوې، او اوسني خلک پدې نه پوهېږي چې په تېر(ماضي)کې تۀ څه شي مات کړی يې. هر انسان ستا یوازې یو رُخ ویني، د انځور یوه برخه، نه ټول حقيقت.
نو له چا څخه د گیلې کولو مخکې دا مه هېروه، چې هر انسان خپلې پټې جگړې لري ،چې هېڅ چاته نه ښکاري، او له داسې فشارونو لاندې دی چې څرگندولای یې نه شي او داسې بارونه ور په غاړه دي چې په خاموشه اوچتولو يې عادت شوی.
هره چوپتیا د سکون په مانا نه وي، او هره موسکا ارامي نه وي.
ریښتینی شعور ديته وايې، چې په نرمۍ قضاوت وکړو، ځکه چې موږ ډېر کم پوهېږو.
💔8❤3😘2
درې خبرې:
١. د تر ټولو نږدې خلکو ګوزار ځکه خطرناک وي، چې تاسره یې فاصله کمه وي یانې په ګوزار یې ښه سم لګېږې.
٢. یو افسوسناک خبر دا هم دی، چې ستا اکثریت دښمنان به هماغه خلک وي، چې تا ورسره یو ځل حتمن په ژوند کې مرسته کړي وي؛ ته هغه ښه وپېژنې او هغه تا ښه وپېژني.
٣. باور ولره! که اړیکې دې محدودې وې؛ پریشانۍ به دې هم محدودي وي. هغه خلک موږ نشي پریشانه کولی؛ کوم چې موږ یې نه پېژنو.
#ژباړه
❤3💯3
کله ناکله داسې احساس کوم چې د ټولې نړۍ د درد د کمولو لپاره هر ډول قرباني ته چمتو یم، خو کله چې خبره د خپل شخصي ژوند او اړیکو ته راشي، ژر ستړی کېږم. له خلکو سره خواخوږي لرم، د هغوی غم راباندې دروند وي، خو د اوږدې مودې لپاره د چا ډېر نږدې حضور راته دروند تمامېږي. داسې نه ده چې له انسانانو کرکه لرم؛ یوازې زما ذهن او روح ډېر ژر ستړي کېږي او د یوازیتوب، سکون او چوپتیا اړتیا پیدا کوي. زه له لرې د انسانانو خیر غواړم، خو کله چې واټن له منځه ولاړ شي، خپل ځان بېرته یوازېتوب ته اړ احساسوم.
✏️: عليزي
❤6💯1
د سهار له نهو د ماښام تر پنځو پورې د کار دود، پر انسان ور تپل شوی؛ چې تر ټولو د لویو ناورینونو څخه دی. ته خپل ژوند داسې دندې ته سپارې، چې نه دې زړه پکې لګيږي او نه دې روح پکې ارام ویني. همدې حالت دومره کرکه راکې پیدا کړه، چې د تېښتې لپاره مې شرابو، لوږې او ګډوډو اړیکو ته پناه یوړه؛ په دې نه چې هغه غوره لارې وې، بلکې په دې؛
چې د دې ژوند بدیل راته ښکارېدې.

"چارلس بوکاوسکي"
❤3
عادي غله د پولیس تر څار لاندې وي، نیول کېږي، شکنجه کېږي، په دورو وهل کېږي، زندان ته اچول کېږي، لاسونه او پښې یې پرې کېږي، سپکېږي او له ډېرو نورو سزاګانو سره مخ کېږي...

خو سیاسي او مذهبي غله بیا د قانون له خوا ملاتړ کېږي او پولیس یې ساتنه کوي. لوړو مقامونو ته رسېږي، په خلکو زور چلوي، ظلم کوي او بیا له تاسو څخه د حساب غوښتلو حق هم ځان ته ورکوي.

ماکسیم_ګورکي
ژباړه : عليزي
👍7💯3
وطن یوازې جغرافیه نه ده؛ وطن د انسان هویت، حافظه او د راتلونکي هیله ده. د اګست ۱۵ یوازې د یوې خاورې سقوط نه و، بلکې د میلیونونو افغانانو د خوبونو، باورونو او ارام ژوند د نړېدو ورځ هم وه. ځینې زخمونه د وخت په تېرېدو نه رغېږي، بلکې د یادونو په ژورو کې لا ژورېږي. 🇦🇫😔
✏️: عليزي
😢5😁2😭1
بانو قدسیه ادې به ویل: که تاسې ته مالومه شي، چې هغه انسان چې ستاسې انتخاب دی؛ خو تاسې یې لومړی انتخاب نه یئ؛ نو پرته له کنایو، ګیلو او شور څخه ترې په چوپه خوله خپل ځان راټول کړئ؛ ځکه له دې احساس څخه لږ وړاندې د "خود اذیته" حالت پيل ښخ شوی وي.
بانو په دې باور وه، چې اندروني احساسات پټول او ځپل داسې وي، لکه په موټي کې چې دې انګار نیولی وي، خو په خوله وایې چې په موټي کې مې د يخ ټوټه ده.
#ژباړه
❤5
نړۍ د نوي نظم پر لور؛ افغانستان د سیمه‌ییزو او نړیوالو معادلو په مرکز کې

د جنرال جمال‌ناصر صدیقي د نړیوالو، سیمه‌ییزو او افغانستان اړوندو تحولاتو تحلیلي لید

بسم الله الرحمن الرحیم

د نړۍ د اوسنیو سیاسي، امنیتي او اقتصادي تحولاتو په اړه که ژور نظر واچول شي، داسې ښکاري چې روانې جګړې او بحرانونه یوازې د څو هېوادونو ترمنځ لنډمهاله اختلافات نه دي، بلکې د اوږدمهالو ستراتیژیکو بدلونونو یوه برخه ګڼل کېدای شي. ستر نړیوال پلانونه په یوه یا دوو غونډو، د ولسمشرانو په لیدنو او یا په لنډمهالو سیاسي توافقونو نه بدلېږي.

د اوکراین جګړه یې یوه څرګنده بېلګه ده. سره له دې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره بېلابېلې سیاسي هڅې، مذاکرات او د نړۍ د مشرانو لیدنې ترسره شوې، جګړه لا هم دوام لري او په ځینو برخو کې یې شدت زیات شوی دی.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د بې‌پیلوټه الوتکو، توغندیو او نورو پرمختللو وسلو استعمال پراخ شوی او د دواړو خواوو پر انرژۍ، لوژستیکي شبکو او مهمو زیربناوو بریدونه روان دي. د دې جګړې اغېزې یوازې تر روسیې او اوکراین محدودې نه دي؛ اروپا هم د انرژۍ د بیو، امنیتي اندېښنو او احتمالي پراخې جګړې له خطر سره مخ ده.

پولنډ، جرمني، فنلنډ، ناروې او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو د احتمالي بحرانونو لپاره د خپلو وګړو د چمتووالي پروګرامونه پیاوړي کړي دي. دا وضعیت ښيي چې اروپا د امنیتي خطرونو په اړه جدي اندېښنې لري.

له بلې خوا، نړیوال سمندري ترانسپورټ هم د روانو شخړو له اغېزو خوندي نه دی پاتې شوی. سوداګریزې او باروړونکې بېړۍ د نړۍ په حساسو سمندري لارو کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي. که د نړیوال سمندري ترانسپورټ یوه مهمه برخه زیانمنه شي، د خوراکي توکو، انرژۍ او سوداګریزو مالونو نړیوال اکمالاتي سیستم له جدي ستونزو سره مخ کېدای شي.

له همدې امله، د اوسنیو جګړو یوه مهمه پایله د نړیوال اقتصاد، انرژۍ او لوژستیک پر سیستمونو فشار دی. د خوراکي توکو او انرژۍ کمښت او د بیو لوړوالی تر ټولو زیات پر متوسطې طبقې اغېز کوي. که نړیوال اقتصادي فشارونه دوام وکړي، په ډېرو هېوادونو کې به د خلکو د ژوند اقتصادي بنسټونه نور هم کمزوري شي.

ایران، سیمه او افغانستان

د سیمې په روانو تحولاتو کې ایران مهم جیوپولیتیک موقعیت لري. په منځني ختیځ کې هر ستر سیاسي یا امنیتي بدلون کولای شي پر افغانستان، پاکستان، مرکزي اسیا او د سیمې پر نورو هېوادونو مستقیمې یا غیرمستقیمې اغېزې ولري.

زما د تحلیل له مخې، که په ایران کې یو ژور سیاسي بدلون رامنځته شي، د هغه اغېزې به یوازې د ایران تر پولو محدودې پاتې نه شي. افغانستان به هم د دغه تحول له اغېزو مستثنا نه وي.

افغانستان له ایران، پاکستان، مرکزي اسیا، چین او د سیمې له نورو قدرتونو سره د ژورو سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو له امله د هر لوی سیمه‌ییز بدلون په وړاندې حساس دی. له همدې امله، په ایران او منځني ختیځ کې احتمالي بدلونونه د افغانستان پر راتلونکي سیاسي او امنیتي وضعیت هم اغېز لرلای شي.

زما د تحلیل له مخې، که په ایران کې اساسي سیاسي تحول رامنځته شي، ممکن په افغانستان کې هم په نسبتاً لنډ وخت کې د سیاسي او امنیتي معادلو د بدلون زمینه برابره شي. البته دا یوه تحلیلي ارزونه ده او د راتلونکو تحولاتو دقیق مسیر له ګڼو داخلي او بهرنیو عواملو سره تړلی دی.

افغانستان او د توندرو ډلو احتمالي ګواښ

د افغانستان په اړه یوه بله جدي مسئله د توندرو او وسله‌والو ډلو احتمالي فعالیت دی. د داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان او د مرکزي اسیا د ځینو افراطي شبکو د حضور او فعالیت په اړه د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو له خوا وخت ناوخت راپورونه او ادعاوې مطرح کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د دغو ډلو د پراخ حضور په اړه ډېرې ادعاوې رد کړې دي.

اصلي پوښتنه دا ده چې افغانستان به په راتلونکو سیمه‌ییزو تحولاتو کې له دغو امنیتي خطرونو سره څنګه مقابله کوي؟

که افراطي ډلې وکولای شي په افغانستان یا مرکزي اسیا کې د ناامنۍ لپاره پراخ بستر پیدا کړي، د مسئلې اغېزې به یوازې د افغانستان تر پولو محدودې نه وي. تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان، ایران، چین او حتی روسیه به هم د احتمالي امنیتي پایلو په اړه اندېښمن وي.

افغانستان په داسې جغرافیه کې موقعیت لري چې د جنوبي اسیا، مرکزي اسیا، منځني ختیځ او چین ترمنځ د وصل نقطه ده. له همدې امله، دلته هر لوی امنیتي تحول سیمه‌ییز ابعاد پیدا کولای شي.

افغانستان د لویو قدرتونو د سیالۍ په منځ کې

د نړیوال سیاست تجربه ښيي چې لوی قدرتونه د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره له بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي وسیلو استفاده کوي. افغانستان هم په تېرو څو لسیزو کې څو ځله د نړیوالو او سیمه‌ییزو قدرتونو د سیالیو په مرکز کې پاتې شوی دی.
❤1
نن چې روسیه د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده، منځنی ختیځ له جدي کړکېچونو سره مخ دی، د امریکا او چین ستراتیژیکه سیالي دوام لري او مرکزي اسیا له نویو امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ کېږي، افغانستان یو ځل بیا د مهمو جیوپولیتیکو معادلو په مرکز کې واقع کېدای شي.

که په شمالي افغانستان یا د مرکزي اسیا په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت خراب شي، دا تحول ممکن د سیمې د قدرتونو لپاره نوې امنیتي معادله رامنځته کړي.

په داسې حالت کې به د افغانستان اسلامي امارت، داخلي سیاسي او وسله‌وال مخالف جریانونه، سیمه‌ییز هېوادونه او نړیوال قدرتونه هر یو د خپلو ګټو او ستراتیژیو له مخې عمل وکړي.

اقتصادي جګړه او د متوسطې طبقې راتلونکی

د روانو نړیوالو تحولاتو یوه بله مهمه برخه اقتصادي ده.

جګړه یوازې د ټانک، الوتکې او توغندي په وسیله نه ترسره کېږي. انرژي، خوراکي مواد، بانکي سیستمونه، نړیوال تجارت، بندرونه، سمندري لارې او اکمالاتي شبکې هم د معاصرې جیوپولیتیکې سیالۍ مهم عناصر دي.

کله چې انرژي ګرانه شي، ترانسپورټ له ستونزو سره مخ شي او د خوراکي توکو بیې لوړې شي، تر ټولو زیات زیان عادي خلک او متوسطه طبقه ویني.

که دا وضعیت اوږد شي، په ډېرو هېوادونو کې به کوچني کاروبارونه او متوسط اقتصادي قشر د لویو نړیوالو شرکتونو پر وړاندې د سیالۍ توان له لاسه ورکړي.

ملي پوځونه او د دولتونو حاکمیت

په هر هېواد کې ملي امنیتي او دفاعي بنسټونه د دولت د حاکمیت یوه مهمه برخه جوړوي. کله چې یو هېواد خپل منظم امنیتي او دفاعي جوړښتونه له لاسه ورکړي، د داخلي ګډوډۍ او بهرني نفوذ احتمال ورسره زیاتېږي.

افغانستان خپله د دې تجربې یوه روښانه بېلګه ده. د دولتونو او ملي بنسټونو کمزوري کېدل کولای شي داسې تشه رامنځته کړي چې افراطي، وسله‌وال او نیابتي جریانونه ترې استفاده وکړي.

همدا خطر په مرکزي اسیا او نورو حساسو سیمو کې هم باید جدي وڅېړل شي.

پایله

زما موخه د دې تحلیل له وړاندې کولو څخه د خلکو وېرول نه دي. موخه دا ده چې خلک د نړۍ روان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بدلونونه یوازې د ورځنیو خبرونو په توګه ونه ګوري.

نړۍ له یوې حساسې مرحلې تېرېږي.

د اوکراین جګړه، د منځني ختیځ بحرانونه، د ایران وضعیت، د لویو قدرتونو سیالي، د انرژۍ او خوراکي توکو امنیت، د نړیوال ترانسپورټ ګواښونه، د مرکزي اسیا امنیت او د افغانستان راتلونکی له یو بل څخه بشپړ جلا موضوعات نه دي.

افغانستان باید د دغو بدلونونو په منځ کې یوازې د پېښو ننداره‌کوونکی پاتې نه شي. د هېواد د راتلونکي لپاره سیاسي بصیرت، ملي تفاهم، اقتصادي چمتووالی او د سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو دقیق درک ضروري دی.

خلک هم باید ذهني، فکري او اقتصادي چمتووالی ولري او د هرې ادعا ترڅنګ د معتبر معلوماتو، شواهدو او بېلابېلو لیدلورو ارزونه وکړي.

دا لیکنه د جنرال جمال‌ناصر صدیقي د نړیوالو او سیمه‌ییزو تحولاتو د تحلیل او څرګندونو پر بنسټ ترتیب او پښتو ته ژباړل شوې ده. په دې لیکنه کې وړاندې شوې وړاندوینې او ارزونې د نوموړي تحلیلي لید څرګندوي او باید د قطعي پېښو یا تایید شویو خبرونو په توګه ونه ګڼل شي.
#Jamal Naser Sidiqi
❤1
نن ۲۹ د اګست د سيد قطب رحمه د اعدام او شهادت شپيتمه کليزه ده
کله چې د نن څخه شپيته کاله وړاندې په همدې ورځ د سید قطب رحمه‌الله د اعدام شېبې راورسېدې او هغه یې د دار تختې پر لوري په داسې حال کې روان کړ چې لاسونه یې په ځنځیرونو تړلي وو، د مصر د قانون له مخې په دې وخت کې باید یو دیني عالم محکوم ته د شهادت د کلمې د ویلو تلقین وکړي.
همداسې وشول؛ ملا ورمخکې شو او سید قطب رحمه‌الله ته یې د کلمې د ویلو تلقین وکړ.
سید قطب رحمه‌الله په هغه حساسه شېبه کې داسې ځواب ورکړ چې د خلفای راشدینو له دورې وروسته یې تر قیامته د یوه تریخ حقیقت او واقعیت انځور وړاندې کړ.
هغه خپل په ځنځیر تړلي لاسونه پورته کړل، ملا یې په خوله وواهه او ورته یې وویل:
دا څرنګه کلمه ده چې زه پرې دار ته خېژم، او ته پرې ځان ته روزي پیدا کوې؟!
قدرمنو وروڼو!
دا خبره دومره درنه او له عبرته ډکه ده چي د امت تاريخي واقعيت ناترسه انځور روښانه کوي.
زموږ په اسلامي تاریخ، او آن زموږ د خپل وطن په تاریخ کې همدا تریخ حقیقت دی؛ له ځينو خلکو د کلمې دفاع په خاطر هدیرې ډکېږي، خو ځینې نور بیا له همدې کلمې او شعار څخه د دنیا د ګټې، شهرت او مقام تجارت جوړوي.
😢3❤1
«که یوه ښځه د بېوزلۍ او تنګلاسۍ له لاسه اړ شي چې زنا وکړي، نو باید هماغه دولت (ټولنه) په کاڼو کاڼو وویشتل شي او سنګسار کړل شي.»

ایراني انقلابي ټولنپوه
ډاکټر علي شريعتي
❤3
پیسې د انسانانو نوی خدای دی!

یووال نواح هراري وایي چي د نننۍ زمانې مذهب بدل سوی دی. اوس انسان په مسجد، مندر او کلیسا کي د خپل خدای پر وړاندي نه، بلکي د بانک، بازار او برانډونو په وړاندي سجدې کوي.

په اوس وخت کي پیسې یوازي د کاغذ یوه ټوټه نه ده؛ بلکي هغه باور دی چي پخوا به انسان پر خدای درلود. همدا باور دی چي ټوله نړۍ یې په یوه نظام کي سره تړلې ساتلې ده.

که ته یو نوټ وسوځوې، نو ځان ته به د تاوان احساس وکړې، لکه کوم سپېڅلی شی چي دي له منځه تللی وي.

ستا د ورځي خوښي او ستا د زړه سکون ستا د بانکي حساب له اندازې سره تړل سوی دی. ته ملګرتیا، اړیکي، آن خپل وجدان هم د پیسو په حساب تلې.

پخوا به انسان د خدای له وېري نېک کېدی؛ خو نن سبا د بېوزلۍ له وېري غلام جوړېږي.
💯2😭2😢1
‏ستا د قهوې پیاله سړه شوه، زما جام تود شو
‏نن سبا څه شوي، چې ګوتې حرکت نه کوي
‏
میوند فدا
‏⁧ 🎵🧘🏿🌚⁩
🥰4👍2
پیسې د انسان نوی خدای دی

یووال نوح هراري وايي چې په نننۍ زمانه کې دین بڼه بدله کړې ده. انسان نور یوازې په جومات، معبد یا کلیسا کې سجده نه کوي؛ بلکې د بانک، بازار او برانډونو پر وړاندې هم سر ټیټوي.

پیسې یوازې یوه ټوټه کاغذ یا یو ډیجیټلي شمېر دی، خو انسانانو پرې هغه ډول ايمان(باور) راوړی لکه پر خدای يې چې درلود. همدا باور ټوله نړۍ په یو ګډ اقتصادي نظام کې سره نښلوي.

که ته یو بانکنوټ وسوځوې، نو د تاوان احساس به کوې؛ داسې لکه کوم‌ مقدس یا ارزښتمن څیز چې دې له منځه وړی وي. ستا د ورځې ډېره خوښي او خپګان اکثريت ستا د بانکي حساب له بیلانس سره تړلی وي. ته به حتی خپل دوستان، اړیکې او ان وجدان هم د پیسو په تله تلي.

پخوا به انسان د خدای له وېرې د نېکۍ هڅه کوله؛ خو نن ډېری انسانان د بېوزلۍ له وېرې د پیسو غلامان شوي دي.

📚 Sapiens: A Brief History of Humankind
Yuval Noah Harari
💯4
پروفیسور یونګ په خپل کتاب خودناشناخته کې يو ځای ليکي: که میلیونونه صفرونه سره یوځای کړئ، په پای کې به مو په لاس کې له صفر پرته بل څه نه وي. بې‌شخصیته انسان یو صفر دی؛ او میلیونونه بې‌شخصیته انسانان داسې ټولنه جوړوي چې ارزښت او خپلواکه اراده یې صفر وي.
❤7💯5👍1
کله مې چې له ځانه لرې کړې،
عقل مې راضي و،
خو زړه مې تر ابده غمجن پاتې شو...
عليزي
❤3❤‍🔥1
غم دې زما پر روح دروند پروت دی، ساه واخله، اې زما وطنه... 🖤
علیزي
😢3💔2
په پای کې مې ادبیاتو ته پناه یووړه؛ ځکه ادبیات تل د هغو خلکو پناه‌ځای دی چې نه پوهېږي خپل له شور او ګډوډۍ ډک سر چېرته کېږدي.
رومن ګاري
🖌️: عليزي
❤3🥰2