کله چې سټالین مړ شو نو پر ځای یې خروشیف راغی.
خروشیف په یوه کانفرانس کې د سټالین جرمونه افشا کړل؛ ټول حیران وو چې رهبر په خپل پخواني رهبر پسې څنګه داسې غږیږي؟!
په دې وخت کې یو چا پرې غږ کړ:
- هغه وخت چیرته وې؟
خروشیف خلکو ته وویل:
- دا خبره چا وکړه؟ هر چا چې کړې خپل ځای کې دې ودریږي!
هیڅوک جیګ نه شول.
خروشیف وخندل او ویې ویل:
- هغه وخت زه ستا په ځای کې ناست ووم.
❤9🤯1
که ماشومان د بداخلاقۍ او ناوړه کارونو په بدوالې شعوراً پوه نه شي، صرف د مور و پلار په مخ کې به نمایشي ځان مودب ښکاره کوي، خو د والدینو د نه شتون په صورت کې به هر غیر اخلاقي عمل تر سره کوي، یو بهرنۍ لیکوال وایي"ماشوم ته سزا ورکول خاموشي رامنځ ته کولای شي، خو قناعت نه شي ورکولای" د مثال په توګه؛ که موږ ماشوم له درواغو ویلو څخه راګرځوو، باید د درواغو عیبونه، پر درواغجن ټولنیزه بې اعتمادي، د شخصیت سپکوالی، د درواغجن فکري بې ثباتي، د درواغو ناوړه اغېز پر کورني ژوند... وروښیو، تر څو زموږ په شتون او نه شتون کې شعوراً ښه او له اخلاقي عیبونه پاک او د درانه شخصیت خاوندان واوسي.
❤8🥰2
هېڅکله، هېڅکله ځانته دروغ مه وایه. څوک چې ځانته دروغ وايي، او خپلو دروغو ته غوږ نیسي نور شاوخوا رښتیا نشي احساسولی. نه یې ویني. ځان او نورو ته درناوی بایلي. څوک چې درناوی وبایلي بیا هېڅ شي سره مینه نه کوي. د مینې قوه بایلي. او بیا د دې لپاره چې بې له مینې ژوند وکړي، یا پر ځان ډاډه شي هره لیوالتیا پرېږدي او خوښۍ ته په بده سترګه ګوري. خپلو نادودو کې غرقېږي. څوک چې ځانته دروغ وايي له نورو ډېر ځورېږي. ژر خپه کېږي. ځینې وخت اسانه ده چې د نورو په خبرو ځان وځورو، وې خورو او خپه یې کړو.
مثلا څوک چې ځانته دروغ وايي ښه پوهېږي چې ورته سپکاوی نه دی شوی، خو ده به خپل ذهن کې ځانته دا خبره سپکاوی ګڼلی وي. کیسه پسې لوی کړي بالاخره ناسور ترې جوړ کړي. دا ډول وګړي بیا له دې ځور نه خوند اخلي.
داستایوفسکي
ازاده ژباړه: شفیقه خپلواک
🥰4❤2
د ښه انسان تراژیدي دا وي چي کله پرې ناڅاپي برید وسي، نو په هماغه شېبه کي ورسره هېڅ تیار ځواب نه وي۔
خو بل لوری بیا له همدې کمزورۍ څخه ګټه اخلي او په بې انصافه، چټکو او دردناکو جګړو کي بری خپلوي۔
ارام ذهن او پاک وجدان لرونکي ښه انسانان مناسب ځواب هغه وخت مومي چي هماغه شېبه تېره سوې وي، هغه مهال چي سیالي لا له وړاندي بایلل سوې وي۔
دا د ځیرکتیا کموالی نه دی، هېڅکله نه.
دا د روح د پاکوالي یوه بڼه ده… ښايي د دې نړۍ لپاره تر حده زیاته پاکیزګي.
فیودور دوستوئیفسکي
شُبیر
❤8🥰3