Win Scholarship 🇦🇫
4.4K subscribers
96 photos
1 video
8 files
89 links
Download Telegram
#ترکيه

د ترکيې هېواد د روان ۲۰۲۲ کال لپاره ۵ زره سکالرشيپونه اعلان کړي دي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو به له افغانستان هم ورته نوم ليکنه کېږي.
د سکالرشيپونو په هکله بشپړ معلومات مو تېر پوسټ کې وړاندې کړي دي، دا يې خلاصه او د‌ نوم ليکنې لپاره د اړينو سندونو معلومات دي چې له نوم ليکنې و اندې يې بايد تيار کړئ.
د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1251254412026381
#ريسرچ_پروپوزل
د نړۍ بېلابېلو سکالرشيپونو ته چې تاسو کله اپلای کوئ نو ډېری وخت د دوکتورا او کله کله د ماسټري پروګرام لپاره هم د ريسرچ پروپوزل غوښتنه کېږي چې بايد د اپليکيشن سره يې يو ځای ورته سبمېټ کړئ.
د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1254990478319441/
#بشکیک
#ماسټري
#د_نوم_ليکنې_موده_تمديد_شوه.
#ټافل_او_ايېلټس_نه_غواړي.
د OSCE اکاډمي چې د بشکیک په ښار کې موقعیت لري د قرغزستان حکومت او د اروپایي اتحادیې د ادارو له لوري تمویلېږي چې په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شوې ده او د سیاست او اقتصاد په برخه کې نامتو د ماسټري پروګرامونه او سکالرشیپونه وړاندې کوي.
د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1260163837802105/
#هنګري
#د_خوړو_نړيوال_سازمان_له_لوري_د_ماسټري_پروګرام
#ټافل_او_ايېلټس_سند_ته_اړتيا_نلري.
د هنګري هېواد کې د خوړو نړيوال سازمان يا FAO په مرسته د ماسټري دورې پروګرام د راتلونکي سمستر لپاره محصلان مني.
د نورو بېلابېلو هېوادونو تر څنګ له افغانستان هم محصلان کولای شي ورته نوم ليکنه وکړي.
د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1260994581052364/
#خبر
#فولبرايټ
فولبرایټ په نړیواله کچه د تحصلي بورسونو یوه معتبره لړۍ ده، چې په ۱۹۴۶ کال د امریکايي سناتور ویلیم فولبرایټ له لوري رامنځته شوې او تر اوسه پورې د امریکا ۳۲۵ زره محصلینو د امریکا بېلا بېلو پوهنتونونو کې د همدې بورسونو له لارې لوړې زدکړې ترلاسه کړې دي.
د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1263591690792653
#ریکمنډیشن_لیټر
د سکالرشیپ د ګټلو لپاره ریکمنډېشن لېټر یو اړین او مهم سند دی، نو زموږ ټیم وپتیله چې تاسو ته د ریکمنډېشن لېټر په هکله لنډ معلومات درکړي او بېلابېل سمپلونه یې ستاسو سره شریک کړي.هغه وروڼه چې بهرنیو هېوادونو کې د سکالرشیپ ګټلو تمه لري هیله ده ریکمنډېشن مخکې له مخکې تیار کړي.
د دې معلوماتو په راټولولو کې اکرام الدین کامل د جنوبي اسیا پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دکتورا دورې محصل پوره زحمت ګاللی دی، الله ج د اجرونه ورکړي.
د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1263631914121964
#ښه_خبر
د پوهنتونو د پيل مهالوېش
د لوړو زده کړو وزارت رهبري د پوهنتونو د پيل خبر ورکړی دی او له لاندې مهالوېش سره سم به پيل کېږي.
د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1264258827392606
#ریسرچ_پروپوزل_او_پوښتنې
#ترکيه

د ترکیې هېواد د ۲۰۲۲ کال د لېسانس، ماسټري او دوکتورا سکالرشیپونو لپاره نوم لیکنه روانه ده، د ریسرچ پروپوزل او انټېنټ لېټر په هکله ډېری دوستانو پوښتنه کړې وه چې موږ یې په دې پوسټ کې تاسو ته لنډ معلومات او خلاصه لیکو.
د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1267774633707692
لایحه جذب در کادر علمی.pdf
641.2 KB
#اسناد
تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسساتو کادري بستونه اعلان ته سپارل شوي دي او يا سپارل کېږي چې ډېری دوستانو علمي کادر ته د شموليت د شرايطو پوښتنه کړې وه.

موږ ستاسو د پوښتنو د ځوابولو لپاره ستاسو سره لاندې سندونه شريکوو چې پکې علمي کادر ته د شموليت بشپړ معلومات ورکړل شوي دي.

لاندې سندونه ستاسو سره شريکېږي، تر څو يې مطالعه او خپلو پوښتنو ته ځواب ومومئ.

لاندې سندونه ډانلوډ کړئ:

🔸 د ملکي لوړو زده کړو قانون
🔸 د ملکي لوزو زده کړو قانون د ځينو مادو تعديل او ايزاد
🔸 علمي کادر ته د شموليت لايحه
لاندې مو لایحه نشر کړي ده.
PDF په بڼه

#Win_Future #Win_Scholarship
خبرتيا
#رومانیا
#لېسانس_ماسټري_دوکتورا
ټافل او ایېلټس سند ته اړتیا نلري.

د رومانیا هېواد چې یو اروپایي هېواد دی او د زده کړو په برخه کې ښه نوم لري، بېلابېل سکالرشیپونه اعلان کړي دي.
دا سکالرشیپونه چې چارې یې د رومانیا هېواد د بهرنیو چارو او ښوونې او روزنې وزارتونو له لوري په ګډه په مخ وړل کېږي، په بشپړ ډول وړیا دي او ټول لګښتونه به یې د یاد هېواد له لوري ورکول کېږي.
د ډیرو معلومات لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1277734432711712/
russian-health-..pdf
294.1 KB
د روسيې دولتي سکالرشيپونو لپاره صحي فورم
#ترکیه
#د_ښوونځي(لېسې دورې)سکالرشیپونه
#دیانت_بنسټ
دیانت بنسټ چې د ترکیې هېواد کې فعالیت لري د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي، د دوی فعالیتونه په اسلامي هېوادونو او اسلامي زده کړو متمرکز دي.
دیانت بنسټ د ښوونځي (لېسې ‎) دورې لپاره سکالرشیپونه اعلان کړي دي، چې د ښوونځيو زده کوونکي ورته اپلای وکړي او خپله د لېسې دوره د ترکیې هېواد کې پای ته ورسوي.
د ډیرو معلومات لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1282634342221721/
#سعودي_عربستان
#لېسانس_ماسټري_او_دوکتورا
د سعودي عربستان هېواد کې پروت د پادشاه یا ملک عبدالعزیز پوهنتون چې د یاد هېواد په کچه مخکښ پوهنتون دی؛ د راتلونکي ۲۰۲۳ کال لپاره د سکالرشیپونو اعلان کړی دی.
دا سکالرشیپونه چې د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه به وي په بېلابېلو برخو کې ورکول کېږي چې ساینسي علوم، انجنیري، د کانونو انجنیري، حقوق، ټولنیز علوم او اسلامي زده کړې پکې شاملې دي.
د ډیرو معلوماتو لپاره دغه لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1283883015430187/
#جنوبي_اسيا_پوهنتون_وړيا_سکالرشيپونه
#ماسټري_او_دکتورا
ټافل او آیلټس ته اړتیا نلري.
د جنوبي اسيا پوهنتون يو نړيوال پوهنتون دی چې د جنوبي اسيا د اتو هېوادونو ( هندوستان، بنگله دېش، پاکستان، نیپال، مالدیف، بوتان، سريلانکا او افغانستان) يا هم د سارک سازمان د غړو هېوادونو له خوا په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شوی دی، په پوهنتون کې اوسمهال تر ۸۰ افغان محصلان د ماسټري او دکتورا په کچه زده کړې کوي، ياد پوهنتون د هندوستان په نوي ډهلي ښار کې موقعيت لري.
د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1286373951847760/