افغان کرکټ اتلان2
7.15K subscribers
43.3K photos
2.4K videos
47 files
1.12K links
د افغانستان سيمې او نړي د کرکټ تازه خبرونو
انځورونو ويډيوګانو کمینټری او د لوبو اپډېټ
لپاره خاص چيـــنل مــوژ ســـره تعقیب کـــری
#افغانستانAPL🏳🇦🇫
#پاکــسـتانPSL🇵🇰
#هندوستانIPL🇮🇳
#داخلي_خـــبرونه
#خارجي_خــبرونه
#نولس_کلنه_لوبډله
#الف_لوبـډله
Download Telegram
د شل اووريز نړيوال جام لپاره چې د پاکستان اړوند څه ترسره شوي، د پاکستان کرکټ بورډ په توافق شوي او دوی له کرکټ نړيوالې شورا سره منلي دي، که له دې سره سره يې هم پاکستان د ګډوډولو او يا نه منلو هڅه وکړي نو د ICC له لوري به پرې ګڼ شمېر بنديزونه او محدويتونه ولګول شي👀
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لومړی د راتلونکې شل اووريز نړيوال جام سره د پریکون خبره کوله او اوس وايي چې ممکن په دغه نړيوال جام کې د هند پر وړاندې ونه ولوبیږي.

#ACA #T20WorldCup2026 #ICC #PCB #BCCI


@Atlan11
🥰12❤9🕊3❤‍🔥2👍1💘1
راپورونه وايي که چيرته پاکستان له راتلونکي شل اووريز نړيوال جام سره پریکون وکړي، نو کرکټ نړيواله شورا به يې پرځای بنګله دېش اضافه کړي.

ځکه بنګله دېش په نړيوال جام کې له هند څخه بهر لوبې غواړي او د پاکستان لوبې هسې هم له مخکې څخه په سريلانکا کې ترتيب شوي دي👀

د نړيوال جام له پيل وړاندې يوه بله ډرامه په لاره ده😃

#ACA #T20WorldCup2026 #ICC #PCB #BCB

@Atlan11
❤29🤣10👍5🥰3🕊1💯1💔1💘1
🗓️ د‌ 2026 م کال شل اووريز نړيوال جام په تړاو د جنورۍ مياشتې تر دوهمې نيټې پورې هر څه سم و🏆

🗓️ د جنورۍ مياشتې په 3مه نيټه د هندي مينه والو د پراخ غبرګون په نتيجه کې د هند کرکټ بورډ په غوښتنه کلکتې لوبډلې مستفيظ الرحمن له لوبډلې لرې کړ.
🗓️ د جنورۍ مياشتې په څلورمه نيټه يې بنګله دېش کرکټ بورډ په غبرګون کې وويل چې دوی د امنيتي اندېښنو له امله د راتلونکي شل اووريز نړيوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي.
🗓️ د جنورۍ مياشتې په پنځمه نيټه بنګله دېش په دغه هيواد کې د IPL ليګ په خپراوي بنديز ولګولو.
🗓️ د جنورۍ مياشتې په 24مه د کرکټ نړيوالې شورا د بنګله دېش پرځای سکاټلينډ نړيوال جام کې شامل کړ.
🗓️ د جنورۍ مياشتې په 24مه نيټه محسن نقوي په شل اووريز نړيوال جام کې د پاکستان د نه ګډون اوازه ګډه کړه.

🗓️ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پاکستان په نړيوال جام کې د هند په وړاندې له لوبيدو څخه انکار وکړ.
🗓️ د فبرورۍ مياشتې په دوهمه نيټه د کرکټ نړيوالې شورا پاکستان ته ويلي چې د دوی دغه پريکړه به بدې پايلې ولري👀

#ACA #T20WorldCup2026 #ICC #bcciindiancricket #PCB #BCB


@Atlan11
❤22👍6💔3✍1🕊1