والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا خلیجي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې ښايي د نومبر له درېیمې نېټې وروسته پر ایران سخت پوځي بریدونه وکړي.
سرچینې لیکلي، امریکايي ځواکونه د خپلو مهماتو زېرمي بېرته ډکوي او بم غورځوونکې الوتکې د بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
په ورته مهال بیا پنټاګون په منځني ختیځ کې له هغو پوځي اډو د نظامیانو تخلیه پیل کړې چې له ګواښ سره مخ دي. #باختراژانس

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په فرهنګي مرکز کې د هنري اثارو دوه ورځنی نندارتون پیل شو.
دغه نندارتون د نقاشۍ، خطاطۍ، حکاکۍ، میناتورۍ او اسلامي هنري اثارو ته ځانګړی شوی چې پکې څه باندې ۱۰۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
#باختراژانس

د مس عینک کان
دا بډایه زېرمه د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې موقعیت لري.
دغه کان د نړۍ د مسو له مهمو زېرمو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د بېلابېلو څېړنو له مخې، په دې کان کې له ۱۱ تر ۱۷ میلیونه ټنه مس پراته دي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د افغانستان د کانونو معیاري او مسلکي استخراج به د کارموندنې په برخه کې پراخ فرصتونه رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته تر اوسه پورې شاوخوا ۸ ميليونه افغان مهاجرین بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو د لومړني ځانګړي نندارتون پرانيست غونډه کې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدايت اللّٰه بدري ویلي، افغانستان د طبيعي سرچينو او معدني موادو له پلوه بډای هېواد دی، چې دا د هېواد د صنعتي او اقتصادي پرمختګ لپاره پراخ فرصتونه برابرولی شي.
هغه دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو د لومړني ځانګړي نندارتون پرانېست غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه، چې له دې نندارتون اصلي موخه د معدني سرچينو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې د کورنیو او نړيوالو پانګوالو جذبول دي.

د پنجشېر والي ویاند باختر اژانس ته ویلي، د پنجشېر ـ تخار سړک د رغولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او تر اوسه یې ۲۴ کیلومتره برخه بشپړه شوې.
سیفالدین لټون زیاته کړې، دغه سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري او د جوړولو لګښت یې ۴۵۰ میلیونه افغانۍ دی.
د هغه په وینا، که هوا مناسبه وي، د سړک پاتې برخې د رغولو چارې به هم ډېر ژر بشپړې شي.

د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د هستوګنې نمرې ووېشل شوې.
دغه ځمکې په کندز، پکتیا، فاریاب او په سمنګان ولایتونو کې وېشل شوې او له دې سره په ټول هېواد کې راستنو شویو کورنیو ته د وېشل شویو هستوګنیزو نمرو شمېر ۷۵ زره او ۸۳۸ ته ورسېد.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي کندهار کې د لوی امپراتور احمدشاه بابا له کور او ورسره له نږدې لرغونو ودانیو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي ویلي، د دغو ودانیو د لا زیات زیانمنیدو د مخنیوي او د تاریخي، فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره اساسي ترمیم ته اړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د احمدشاه بابا کور دوه کاله وړاندې د یاد وزارت له بوديجې څخه د مسلکي اصولو او تخنیکي معیارونو مطابق په اساسي توګه بیاورغول شو.

د کونړ په خاص کونړ او اسمار ولسوالیو کې د ۱۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ۵۰ بستریز روغتونونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دغو روغتونونو لګښت د اسلامي امارت له بودیجې ورکول کیږي چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره ورځ یوه بجه پاکستاني نظاميانو د پکتیکا ولایت انګور اډې بازار او کمیسارۍ ته ډروڼ الوتکې را واستولې چې بې له کومې پيښې او دلیل څخه یې په کمیسارۍ او نږدې امنیتي تأسیساتو ۴ بریدونه وکړل.
یاد وزارت په خپاره شوي وضاحت کې زیاته کړې، چې په یاده سیمه کې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو هم پيښې ته غبرګون وښود چې هلته څېرمه د پاکستاني نظامیانو قرارګاه او پوستې یې تر خپلو بریدونو لاندې ونیولې.
د سرچینې په وینا، په پيښه کې ځیني پاکستاني نظامیانو ته مرګ ژوبله واوښته او تأسیسات یې هم سخت زیان شول.
د وزارت په لیکنه، افغان لوري ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی.

پلازمېنه کابل کې نن د افغانستان د کانونو لومړنی ځانګړی نندارتون د یو شمېر لوړ پوړو مسوولینو په شتون کې پرانېستل شو.
بشپړ جزیات دلته:
https://www.bakhtarnews.af/%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%DA%A9%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%D9%86%DB%8C-%DA%81%D8%A7%D9%86%DA%AB%DA%93%DB%8C-%D9%86%D9%86%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D8%AA%D9%88%D9%86-%D9%BE%D8%B1%D8%A7%D9%86%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D9%84-%D8%B4%D9%88

د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په مرمرینه ماڼۍ کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول.
دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د پانګونې فرصتونو د رامنځته کولو، د تشبثاتو د مرکزونو د ایجاد، د منځنیو او کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د پروسس او بستهبندۍ، د صادراتو د پراختیا او یوشمېر نورو برخو اړوند وو.

اقتصادي معاونیت لیکلي، د کندهار شوراندام سمنټو تولیدي فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د لومړي فاز د تولید ظرفیت په ورځ کې ۱۵۰۰ مټریک ټنه یاد شوی دی.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کې ۱۰۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې وه.
#باختراژانس
د لومړي فاز د تولید ظرفیت په ورځ کې ۱۵۰۰ مټریک ټنه یاد شوی دی.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کې ۱۰۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې وه.
#باختراژانس
د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره ورځ یوه بجه پاکستاني نظاميانو د پکتیکا ولایت انګور اډې بازار او کمیسارۍ ته ډروڼ الوتکې را واستولې چې بې له کومې پيښې او دلیل څخه یې په کمیسارۍ او نږدې امنیتي تأسیساتو ۴ بریدونه وکړل.
یاد وزارت په خپاره شوي وضاحت کې زیاته کړې، چې په یاده سیمه کې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو هم پيښې ته غبرګون وښود چې هلته څېرمه د پاکستاني نظامیانو قرارګاه او پوستې یې تر خپلو بریدونو لاندې ونیولې.
د سرچینې په وینا، په پيښه کې ځیني پاکستاني نظامیانو ته مرګ ژوبله واوښته او تأسیسات یې هم سخت زیانمن شول.
د وزارت په لیکنه، افغان لوري ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی.
#باختراژانس
یاد وزارت په خپاره شوي وضاحت کې زیاته کړې، چې په یاده سیمه کې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو هم پيښې ته غبرګون وښود چې هلته څېرمه د پاکستاني نظامیانو قرارګاه او پوستې یې تر خپلو بریدونو لاندې ونیولې.
د سرچینې په وینا، په پيښه کې ځیني پاکستاني نظامیانو ته مرګ ژوبله واوښته او تأسیسات یې هم سخت زیانمن شول.
د وزارت په لیکنه، افغان لوري ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی.
#باختراژانس
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري د هېواد د لویو ښارونو د هوا ککړتیا د مخنیوي، کمولو او مدیریت پنځه کلن پلان جوړ او د یاد پلان د غوره تطبیق په موخه د اړوندې کمېټې لومړنۍ ناسته شوې.
د یادې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال ډاکټر مولوي زین العابدین عابد ویلي، د هوا ککړتیا د مخنیوي او کمولو لپاره د اغېزمنو حل لارو د موندلو هڅه کوي او غواړي یاد پنځه کلن پلان له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ او اغېزمنه توګه تطبیق کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان له نیمې پېړۍ بې ثباتي او تحمیلي جنګونو وروسته د ثبات او پرمختګ په لور ګام اخلي او اسلامي امارت د سراسري امنیت د تامین ترڅنګ د زېربناوو لکه سرکونو، روغتونونو او علمي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې.
د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت کوښښ دا دی چې د افغانستان کانونه په علمي او تخنیکي بڼه سروې، اکتشاف، استخراج او پروسس شي چې هم د هیواد د ابادي لامل شي او هم هیوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت د مالیزیا د پارلمان له رئیس تان سري جوهري عبدالله سره وکتل.
دغه لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا، د متقابل تفاهم د زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د راتلونکو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.