نن د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځينو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#باختراژانس
#باختراژانس
د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو او سنګ اتش ولسوالۍ کي ۲۵ زره جریبه عامه مرعي ځمکه له متصرفینو څخه بېرته راوګرځول شوه.
د باختر اژانس خبریال د ځايي مسوولینو په حواله وايي، اړونده تخنیکي هیئت پرېکړه کړې چې د عامه مرعي ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې نرمي نه ښيي او چارې په پوره روڼتیا مخته وړي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto

د پکتیا ځايي مسوولینو ویلي، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۲۲۶ زره ډالرو په لګښت د درېیو چکډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې.
دوه چکډیمونه په مرکز ګردیز او یو په سیدکرم ولسوالۍ کې جوړېږي او د جوړولو چارې به یې د درېیو میاشتو په اوږدو کې بشپړې شي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
دوه چکډیمونه په مرکز ګردیز او یو په سیدکرم ولسوالۍ کې جوړېږي او د جوړولو چارې به یې د درېیو میاشتو په اوږدو کې بشپړې شي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له ازبک سیال جمشید عبدوذوکروف سره خبرې وکړې.
کرنې وزارت وایي، په دې انلاین ناسته کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
کرنې وزارت وایي، په دې انلاین ناسته کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
له پېښو سره د مبارزې امادگی اداره وايي، په تېره تله میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۲ وقایوی پروژو پلې شوې دي.
د دغو پروژو د پلي کېدو په پايله کې ټولتال ۲۳ زره ۱۹۵ کورنۍ ۵۵ زره ۶۵۶ جریبه کرنیزه ځمکه او ۱۰۰ د عامه ګټو اخيستني بنسټونه د احتمالي پيښو له خطرونو څخه خوندي شوي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د دغو پروژو د پلي کېدو په پايله کې ټولتال ۲۳ زره ۱۹۵ کورنۍ ۵۵ زره ۶۵۶ جریبه کرنیزه ځمکه او ۱۰۰ د عامه ګټو اخيستني بنسټونه د احتمالي پيښو له خطرونو څخه خوندي شوي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د نشهیي توکو په تړاو د پاکستان ادعا؛ حقیقت څه دی؟
دا وضعیت د پاکستان د هغو څرګندونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي، چې هڅه کوي د نشهیي توکو د قاچاق مسوولیت افغانستان ته منسوب کړي.
بشپړه تبصره ولولئ:
https://www.bakhtarnews.af/%D8%AF-%D9%86%D8%B4%D9%87%DB%8C%D9%8A-%D8%AA%D9%88%DA%A9%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D8%AF-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D8%AF%D8%B9%D8%A7-%D8%AD%D9%82%DB%8C%D9%82%D8%AA-%DA%85%D9%87-%D8%AF%DB%8C

د امارتي شرکتونو عمومي رياست اړوند د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، اوس ټول سیاحتي شرکتونه کولای شي د مسافرینو د ټکټونو د خرڅلاو لپاره د اریانا یوزر اکاونټ په هېواد کې دننه د ۵۰ زره افغانیو او له هېواده بهر د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې جوړ کړي.
د دې پرېکړې موخه سیاحتي شرکتونو ته د اسانتیاوو برابرول او د اریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د خرڅلاو بهیر ته پراختیا ورکول دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د یاد اکاونټ د جوړولو بیه په هېواد کې دننه دوه لکه افغانۍ او له هېواده بهر یې معادل ټاکل شوې وه.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د دې پرېکړې موخه سیاحتي شرکتونو ته د اسانتیاوو برابرول او د اریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د خرڅلاو بهیر ته پراختیا ورکول دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د یاد اکاونټ د جوړولو بیه په هېواد کې دننه دوه لکه افغانۍ او له هېواده بهر یې معادل ټاکل شوې وه.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه ویلي، هغه کسان چې د کور ساتنې لپاره یې د وسلې ګرځولو اجازه لیک ترلاسه کړی، یوازې د خپل کور د ساتنې لپاره یې کارولی شي.
د یاد وزارت په وینا، د دغې وسلو کارول د ځان، سوداګریز ځای یا نورو موخو لپاره د اصولو خلاف دي او د سرغړونې په صورت کې به یې وسله ضبط او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د نشهيي توکو ډېره برخه له پاکستان څخه افغانستان او سیمې هېوادونو ته قاچاق کیږي او په دې اړه اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سره اندېښنه شریکه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې بلوچستان ایالت کې په پراخه کچه د نشه يي توکو کر کیږي او زرګونه جریبه ځمکه پرې نیول شوې.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان باید د دې بدې پدیدې د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیتونه ادا کړي.
د قانع په ټکو، په افغانستان کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته رسېدلی او اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کړې.

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هېواد د ګمرکونو د امنیتي کامرو د څارنې نوی مرکزي کنټرول روم، چې د شاوخوا ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
له دې مرکز څخه اوس مهال د هېواد د پنځو لویو ګمرکونو (هرات، کندهار، ننګرهار، نیمروز او آقینې) امنیتي کامرې په ۲۴ ساعته ډول څارل کېږي.
د یاد مرکز په فعالېدو سره به د ګمرکونو د امنیتي وضعیت او د ټرانزیټي محمولو د تګ راتګ څارنه لا دقیقه او اغېزمنه شي.

نن په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب «له نشهيي توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه، واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې غونډه شوې.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، زموږ لپاره اوس لوی تشویش او سرخوږی د افغانستان په ګاونډ کي په ډیره پراخه پیمانه د مخدره توکو کښت او بیا قاچاق دی چي که نړیواله ټولنه یې مخنیوي ته توجه ونکړئ نو دا مبارزه به نیمګړې پاته شي، همدارنګه که د افغانستان د اسلامي امارت قاطع اقدامات دقیق و نه ارزول شي او د مخدره توکو دکنترول راپورونه په غیر مسلکي شکل ترتیب شي او د ساحو حقیقي ارزونه ونه شي، یا د مغرضو کړیو روایت ته تشهیر ورکړل شي دابه له دې کامیابي مبارزې سره لویه جفا وي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر وویل، په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې د نشهيي توکو پر وړاندې ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې، ۱۰ زره او ۶۵ مشکوک کسان نیول شوي، ۳۰۱ د پروسس لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو دوه فابریکې او د الکولي مشروباتو ۱۵ فابریکې کشف او تړل شوې دي.

د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، ټولو هېوادوالو هټۍ وال او د پټاقيو واردوونکو تولیدوونکو، پلورونکو او هغو ټولو اشخاصو ته چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د پټاقیو او ورته توکو په تولید واردولو پلورلو، پېرلو او کارولو کې ښکېل دي خبر ورکوو، چې په مراسمو او نورو ورته غونډو کې د پټاقیو او هر ډول هغو توکو کارول چې د خلکو د وېرې ځورونې او رواني نا ارامۍ لامل کېږي، له دې وروسته په مطلق ډول منع دي.
د خلکو ارامي هوساینه رواني امنيت او د هغوی حقونو ته درناوی د یوه سالم او منظم ټولنیز ژوند مهمې برخې دي له همدی امله د خوښیو مراسم بايد د اسلامي لارښوونو له مخې ترسره شي.
یاد وزارت په جدي ډول ویلي، که چېرته له دې وروسته څوک له یاد بندیز څخه سرغړونه وکړي د نافذه قوانينو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.

په لومړي ځل د هرات خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګره دوبۍ ته مستقیمې الوتنې پیل شوې.
د دغه هوايي ډګر مسوولین وايي، په لومړۍ الوتنه کې ۵۳ مسافر له هرات څخه دوبۍ ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې هره اوونۍ به له هرات څخه دوبۍ ته یوه مستقیمه الوتنه کېږي.

دامربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونواوریدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي ځوانانو او محصلینو ته په خطاب کې ویلي: «تاسې د اسلامي امت او افغانستان راتلونکی یاست، موږ ډاډه یو چې راتلونکی نسل به د اسلامي شريعت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو ارزښتونو ساتونکی وي.»
نوموړي دا هم ویلي، اوس تعصب له منځه تللی او ټول افغانان یو ملت یو.
د نوموړي دغه څرګندونې تازه یاد وزارت په اېکس پاڼه خپرې کړې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
نوموړي دا هم ویلي، اوس تعصب له منځه تللی او ټول افغانان یو ملت یو.
د نوموړي دغه څرګندونې تازه یاد وزارت په اېکس پاڼه خپرې کړې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور نن د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د یونیسف استازو ویلي، دغه دفتر به د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په همکارۍ لازیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.
ناسته کې د ښاغلي منصور ویلي، کوښښ دې وشي چې پروژې په ښه کیفیت او پروخت بشپړې شي څو خلک ورڅخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز، الجهاد، کوهستانات، بلخاب، سید آباد، سانچارک، سوزمه قلعه، ګوسفندي او صیاد ولسوالیو کې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۲ بېلابېلو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
په دغو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د اوبو کوچنیو بندونه، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د چاپېریال ساتنې د عمومي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د مالیزیا په سراواک ایالت کې د چاپېریالي زده کړو په نړیوال کنفرانس (EEC) کې ګډون وکړ.
یاد کنفرانس چې دوه ورځې به دوام وکړي په کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو وزیران، د چاپیریالي امورو مسوولین او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو نهادونو مشران ګډون لري، چې د چاپېریال ساتنې لپاره په نویو تعلیمي لارو موندولو، د خلکو د چاپېریالي پوهاوی د کچې پر لوړولو، د اقلیمي بدلون پر وړاندې پر مبارزه او د کثافاتو په مدیریت بحثونه کوي. #باختراژانس