د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د نشهيي توکو ډېره برخه له پاکستان څخه افغانستان او سیمې هېوادونو ته قاچاق کیږي او په دې اړه اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سره اندېښنه شریکه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې بلوچستان ایالت کې په پراخه کچه د نشه يي توکو کر کیږي او زرګونه جریبه ځمکه پرې نیول شوې.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان باید د دې بدې پدیدې د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیتونه ادا کړي.
د قانع په ټکو، په افغانستان کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته رسېدلی او اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کړې.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هېواد د ګمرکونو د امنیتي کامرو د څارنې نوی مرکزي کنټرول روم، چې د شاوخوا ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
له دې مرکز څخه اوس مهال د هېواد د پنځو لویو ګمرکونو (هرات، کندهار، ننګرهار، نیمروز او آقینې) امنیتي کامرې په ۲۴ ساعته ډول څارل کېږي.
د یاد مرکز په فعالېدو سره به د ګمرکونو د امنیتي وضعیت او د ټرانزیټي محمولو د تګ راتګ څارنه لا دقیقه او اغېزمنه شي.

نن په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب «له نشهيي توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه، واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې غونډه شوې.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، زموږ لپاره اوس لوی تشویش او سرخوږی د افغانستان په ګاونډ کي په ډیره پراخه پیمانه د مخدره توکو کښت او بیا قاچاق دی چي که نړیواله ټولنه یې مخنیوي ته توجه ونکړئ نو دا مبارزه به نیمګړې پاته شي، همدارنګه که د افغانستان د اسلامي امارت قاطع اقدامات دقیق و نه ارزول شي او د مخدره توکو دکنترول راپورونه په غیر مسلکي شکل ترتیب شي او د ساحو حقیقي ارزونه ونه شي، یا د مغرضو کړیو روایت ته تشهیر ورکړل شي دابه له دې کامیابي مبارزې سره لویه جفا وي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر وویل، په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې د نشهيي توکو پر وړاندې ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې، ۱۰ زره او ۶۵ مشکوک کسان نیول شوي، ۳۰۱ د پروسس لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو دوه فابریکې او د الکولي مشروباتو ۱۵ فابریکې کشف او تړل شوې دي.

د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، ټولو هېوادوالو هټۍ وال او د پټاقيو واردوونکو تولیدوونکو، پلورونکو او هغو ټولو اشخاصو ته چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د پټاقیو او ورته توکو په تولید واردولو پلورلو، پېرلو او کارولو کې ښکېل دي خبر ورکوو، چې په مراسمو او نورو ورته غونډو کې د پټاقیو او هر ډول هغو توکو کارول چې د خلکو د وېرې ځورونې او رواني نا ارامۍ لامل کېږي، له دې وروسته په مطلق ډول منع دي.
د خلکو ارامي هوساینه رواني امنيت او د هغوی حقونو ته درناوی د یوه سالم او منظم ټولنیز ژوند مهمې برخې دي له همدی امله د خوښیو مراسم بايد د اسلامي لارښوونو له مخې ترسره شي.
یاد وزارت په جدي ډول ویلي، که چېرته له دې وروسته څوک له یاد بندیز څخه سرغړونه وکړي د نافذه قوانينو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.

په لومړي ځل د هرات خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګره دوبۍ ته مستقیمې الوتنې پیل شوې.
د دغه هوايي ډګر مسوولین وايي، په لومړۍ الوتنه کې ۵۳ مسافر له هرات څخه دوبۍ ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې هره اوونۍ به له هرات څخه دوبۍ ته یوه مستقیمه الوتنه کېږي.

دامربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونواوریدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي ځوانانو او محصلینو ته په خطاب کې ویلي: «تاسې د اسلامي امت او افغانستان راتلونکی یاست، موږ ډاډه یو چې راتلونکی نسل به د اسلامي شريعت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو ارزښتونو ساتونکی وي.»
نوموړي دا هم ویلي، اوس تعصب له منځه تللی او ټول افغانان یو ملت یو.
د نوموړي دغه څرګندونې تازه یاد وزارت په اېکس پاڼه خپرې کړې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
نوموړي دا هم ویلي، اوس تعصب له منځه تللی او ټول افغانان یو ملت یو.
د نوموړي دغه څرګندونې تازه یاد وزارت په اېکس پاڼه خپرې کړې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور نن د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د یونیسف استازو ویلي، دغه دفتر به د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په همکارۍ لازیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.
ناسته کې د ښاغلي منصور ویلي، کوښښ دې وشي چې پروژې په ښه کیفیت او پروخت بشپړې شي څو خلک ورڅخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز، الجهاد، کوهستانات، بلخاب، سید آباد، سانچارک، سوزمه قلعه، ګوسفندي او صیاد ولسوالیو کې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۲ بېلابېلو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
په دغو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د اوبو کوچنیو بندونه، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د چاپېریال ساتنې د عمومي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د مالیزیا په سراواک ایالت کې د چاپېریالي زده کړو په نړیوال کنفرانس (EEC) کې ګډون وکړ.
یاد کنفرانس چې دوه ورځې به دوام وکړي په کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو وزیران، د چاپیریالي امورو مسوولین او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو نهادونو مشران ګډون لري، چې د چاپېریال ساتنې لپاره په نویو تعلیمي لارو موندولو، د خلکو د چاپېریالي پوهاوی د کچې پر لوړولو، د اقلیمي بدلون پر وړاندې پر مبارزه او د کثافاتو په مدیریت بحثونه کوي. #باختراژانس

اشغال شوي فلسطین کې د ټولټاکنو بهیر پای ته رسېدلی خو تر دې دمه پایلې نه دي اعلان شوي.
د بنیامین نتانیاهو سیال او د پوځ پخوانی مشر ګاډي ایزنکوټ په مشرۍ نوماند د پارلمان ډېرې رایې ګټلې دي.
رویټرز لیکلي، ایزنکوټ نتانیاهو ته خبرداری ورکړی، چې نور د سیاست له کړۍ ووځي.
په اشغال شوي فلسطین کې د رایې اچونې بهیر پرون سهار ۷ بجې پیل شوی او د شپې تر ۱۰ یې دوام کړی. #باختراژانس

د افغانستان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته په لومړۍ شل اوریزه نړۍواله لوبه کې د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.
ټاکل شوې ده، چې افغان اتلان راتلونکې پنجشنبه د لوبلړۍ په دویمه شل اوریزه نړۍواله لوبه کې له زمبابوې سره مخامخ شي. #باختراژانس

نن د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځينو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#باختراژانس
#باختراژانس
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا خلیجي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې ښايي د نومبر له درېیمې نېټې وروسته پر ایران سخت پوځي بریدونه وکړي.
سرچینې لیکلي، امریکايي ځواکونه د خپلو مهماتو زېرمي بېرته ډکوي او بم غورځوونکې الوتکې د بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
په ورته مهال بیا پنټاګون په منځني ختیځ کې له هغو پوځي اډو د نظامیانو تخلیه پیل کړې چې له ګواښ سره مخ دي. #باختراژانس

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په فرهنګي مرکز کې د هنري اثارو دوه ورځنی نندارتون پیل شو.
دغه نندارتون د نقاشۍ، خطاطۍ، حکاکۍ، میناتورۍ او اسلامي هنري اثارو ته ځانګړی شوی چې پکې څه باندې ۱۰۰ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

د مس عینک کان
دا بډایه زېرمه د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې موقعیت لري.
دغه کان د نړۍ د مسو له مهمو زېرمو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د بېلابېلو څېړنو له مخې، په دې کان کې له ۱۱ تر ۱۷ میلیونه ټنه مس پراته دي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د افغانستان د کانونو معیاري او مسلکي استخراج به د کارموندنې په برخه کې پراخ فرصتونه رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته تر اوسه پورې شاوخوا ۸ ميليونه افغان مهاجرین بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو د لومړني ځانګړي نندارتون پرانيست غونډه کې وکړې.