د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت
909 subscribers
6.86K photos
3.84K videos
3 files
10.3K links
په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال - افغانستان
ټیلیګرام: https://t.me/FDPM_AFG

Deputy Prime Minister for Economic Affairs- Afghanistan
Telegram: https://t.me/FDPM_AFG
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په تړاو د روسیې د فدرالي امنیت د رییس څرګندونې بې بنسټه بللي دي.
#ملي‌تلویزیون
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی اوزبیکستان کې د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال فورم کې ګډون کړی.

دغه فورم چې د جون په ۱۰مه د نړۍ د لوړپوړو چارواکو او سلګونو پانګوالو په حضور کې پرانیستل شو د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادي غونډه بلل کېږي.

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د دې فورم د پرانیستېی په مراسمو کې له اسلامي امارت سره په رغنده تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ثبات او اقتصادي وده د سیمې د اقتصادي پياوړتيا او پرمختګ په ګټه دی.

د فورم په څنډه کې افغان پلاوي له ګڼو سیمه‌ییزو او نړیوالو پانګوالو سره لیدنې کړي او د کانونو، انرژۍ، کرنې، ترانزیټ او تولید په برخو کې یې د پانګونې فرصتونه تشریح کړي دي.
#ملي‌تلویزیون
❤2👍2
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د تاشکند پانګونې نړیوال فورم په څنډه کې د اوزبیکستان د پانګونې له وزیر لذیذ قدرتوف سره د ترجیحي سوداګرۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دغه سند به د دواړو هېوادونو ترمنځ تعرفې راکمې، سوداګرۍ ته اسانتیاوې برابرې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

دواړو خواوو دغه‌راز د سوداګرۍ، صنعت، کرنې او د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې د ګډو همکاریو لپاره د افغان – اوزبیک ګډ کاري پلان هم لاسلیک کړ.

د یادو سندونو لاسلیک د خصوصي سکټور ملاتړ، پانګونې، د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو زیاتوالي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
#ملي‌تلویزیون
مولوي نورجلال جلالي تهران کې له ایران-هیلټ نندارتون څخه لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ایران ته د سفر په ترڅ کې تهران کې د ایران-هیلټ په نوم د روغتیایي محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه کړې.

ښاغلي جلالي له یاد نندارتون څخه د لیدنې پرمهال ویلي، د افغانستان او ایران تر منځ د روغتیايي همکاریو پراختیا لپاره ښه فرصت رامنځته شوی، چې د دواړو هېوادونو پانګوال باید ترې مثبته ګټه واخلي.
#ملي‌تلویزیون
❤3👍1
#رویټرز نیوز : په تل ابیب کې ویرونکي غږونه اوریدل شوي
❤1👍1
د اسراییلو د پوځ ویاند

زموږ هدف دا دی چې د ایراني رژیم وړتیا له منځه یوسو
❤1
په تهران کې د روسیې سفارت: موږ هڅه کوو چې خپل اتباع له ایران څخه د ځمکې له لارې وباسو
څو شیبې وړاندې په تهران کې د پنځو لاسي بمونو د چاودنې له امله پنځه چاودنې وشوې
❤2
Forwarded from لینکدونی
د ندای بلوچ رسمي چينل 👇
https://t.me/Nedareybaloch
Forwarded from RTA Pashto via @UnixButtonInlineBot
20 جی بی در بدل 100 افغانی
50 جی بی در بدل 400 افغانی!

کدام سیمکارت میخواهی فعالسازی کنی 👇
https://t.me/+uSl03Jc6KVJkMThk
https://t.me/+uSl03Jc6KVJkMThk
👍1