مـ.ـړ کــيدمه پرون ته راسره نه وې
په صحرا کې وم اوبه راسره نه وې
ته به هم راسره پروت وې په اغزو کې
غــمه ښــه دی چې ويده راسره نه وې
په صحرا کې وم اوبه راسره نه وې
ته به هم راسره پروت وې په اغزو کې
غــمه ښــه دی چې ويده راسره نه وې
❤52😢4🥰3
غزل
د زړه په رنځ اخته،د ښه کيدو نه يمه نور
لاس راکه پخپل زور د جيګيدو نه يمه نور
ته لاړې! داسې لاړې چې وژونکی غم دې پريښود
خراب يې کړم په خدای چې د ليدو نه يمه نور
ستا غېږه کې شوم مات لکه دانه دانه لونګ
او دومره مات چې بس د ماتيدو نه يمه نور
هو ګل يم هغه ګل چې وي پخپل قامت راکوږ
په دې پاتې اوبو د غوړيدو نه يمه نور
که داغ وای نو ښکاره به وم پخپله لمن پروت
پيوند يم په ټټر د پټيدو نه يمه نور
خیرخواه ځان پسې کړي، پلونه بيرته ورانومه
دنيا سره د سترګو لګيدو نه يمه نور
د زړه په رنځ اخته،د ښه کيدو نه يمه نور
لاس راکه پخپل زور د جيګيدو نه يمه نور
ته لاړې! داسې لاړې چې وژونکی غم دې پريښود
خراب يې کړم په خدای چې د ليدو نه يمه نور
ستا غېږه کې شوم مات لکه دانه دانه لونګ
او دومره مات چې بس د ماتيدو نه يمه نور
هو ګل يم هغه ګل چې وي پخپل قامت راکوږ
په دې پاتې اوبو د غوړيدو نه يمه نور
که داغ وای نو ښکاره به وم پخپله لمن پروت
پيوند يم په ټټر د پټيدو نه يمه نور
خیرخواه ځان پسې کړي، پلونه بيرته ورانومه
دنيا سره د سترګو لګيدو نه يمه نور
❤34👍8❤🔥1
ستا چشمان به څه نظر کا په خاکسارو
چې له کبره دې باڼه ګوري اسمان ته
چې له کبره دې باڼه ګوري اسمان ته
❤43🥰3
چـــې مـــحبت کې ليونی شي سړی
په دغه وخت کې بيا سړی شي سړی
د مئين هر څه وي د بل په لاس کې
د معشوقې د لاس بنګړی شي سړی
ځــــان سره سل رنګه سوچونه وکړي
خو د يار مخکې بیا ګونګی شي سړی
ماته د مينې زور ډير ښه معلوم دی
لــــمبه لمبه شي سپيلنی شي سړی
کله د يــــــو پردي ســـــړي لپاره
له خپلو ليرې شي پردی شي سړی
چې د عشق ټولو مرحلو نه تير شي
هله ګوهـــر شي او غمی شي سړی
غزل - انعام الله ګوهر
په دغه وخت کې بيا سړی شي سړی
د مئين هر څه وي د بل په لاس کې
د معشوقې د لاس بنګړی شي سړی
ځــــان سره سل رنګه سوچونه وکړي
خو د يار مخکې بیا ګونګی شي سړی
ماته د مينې زور ډير ښه معلوم دی
لــــمبه لمبه شي سپيلنی شي سړی
کله د يــــــو پردي ســـــړي لپاره
له خپلو ليرې شي پردی شي سړی
چې د عشق ټولو مرحلو نه تير شي
هله ګوهـــر شي او غمی شي سړی
غزل - انعام الله ګوهر
❤46👍2
څراغ نشته ګزاره وکړه سپوږمۍ ته
راځه نن مې ننداره وکړه سپوږمۍ ته
چې هر ځل به يې ويله څنګه ښکارم
ما به ژر ژر اشاره وکړه سپوږمۍ ته
راځه نن مې ننداره وکړه سپوږمۍ ته
چې هر ځل به يې ويله څنګه ښکارم
ما به ژر ژر اشاره وکړه سپوږمۍ ته
❤34🥰7❤🔥3
:: سلامونه ::
کله کله یـــــــــــــــوه دعا راته رالیږه
په تحفه کــې خاص همدا راته رالیږه
زه به ښــــه په زوره زوره ورته ژاړم
یو تصویــــــــر دي دخندا راته رالیږه
د ملک بچي خپل پلارته داسي وویل
زه تـــــرې درس وایم ملا راته رالیږه
باده یومي ســــــه د مینــي سلامونه
حـــــال زمـــا د ورک اشنا راته رالیږه
نــــــور څه نه غواړم له تا احمد تکله
نــــــوی شعر دي خـامخـا راته رالیږه
کله کله یـــــــــــــــوه دعا راته رالیږه
په تحفه کــې خاص همدا راته رالیږه
زه به ښــــه په زوره زوره ورته ژاړم
یو تصویــــــــر دي دخندا راته رالیږه
د ملک بچي خپل پلارته داسي وویل
زه تـــــرې درس وایم ملا راته رالیږه
باده یومي ســــــه د مینــي سلامونه
حـــــال زمـــا د ورک اشنا راته رالیږه
نــــــور څه نه غواړم له تا احمد تکله
نــــــوی شعر دي خـامخـا راته رالیږه
❤51💯11
هغه نښې چې ښایي ستاسو عقل*
1: له دروغو دي کرکه کیږي.!
2: غوږ نيول غوره ګڼې تر خبرو كولو.!
3: د خلکو خبرې درباندې تأثير نکوي.!
4: خبری دی کمې وي مگر ښایسته وي.!
5: يواځې كيناستل دې خوښیږي.!
ستاسو له عمر نه لوی ده.!1: له دروغو دي کرکه کیږي.!
2: غوږ نيول غوره ګڼې تر خبرو كولو.!
3: د خلکو خبرې درباندې تأثير نکوي.!
4: خبری دی کمې وي مگر ښایسته وي.!
5: يواځې كيناستل دې خوښیږي.!
❤37👍4
کله چې هوښیار خلک چوپتیا پیل کړي،د احمقانو شمیر په خپله زیاتیږي!
🌟❗️❗️❗️
❤44
درد.!یوازې په ژړا کې نه
بلکې کله کله په خندا کې هم وی!
💯24❤10👍2
منزل لرې لاره ورانه
زه هم ستړی ته هم ستړی
څه دې خوښه ده ارمانه؟
زه هم ستړی ته هم ستړی
نه مې ته شې هېرولی
نه زما له خیاله وځې
ځه پخلا به شو جانانه
زه هم ستړی ته هم ستړی!
ځغلوې که مې هر څومره
ته به هم راسره ګرځې
قدم ونيسه اسمانه
زۀ هم ستړی تۀ هم ستړى
دروېش درانی.!
زه هم ستړی ته هم ستړی
څه دې خوښه ده ارمانه؟
زه هم ستړی ته هم ستړی
نه مې ته شې هېرولی
نه زما له خیاله وځې
ځه پخلا به شو جانانه
زه هم ستړی ته هم ستړی!
ځغلوې که مې هر څومره
ته به هم راسره ګرځې
قدم ونيسه اسمانه
زۀ هم ستړی تۀ هم ستړى
دروېش درانی.!
❤29👍13💯7❤🔥5
اسانه ده چې په ساعتونو ساعتونو یو چاته نصیحت وکړو، ملامت یې کړو او ورته ووایو چې څنګه باید اووسي.
خو سخته ده چې درک یې کړو، ووایو؛ هغه هم زمونږ غوندې ځیني رنځونه او پېښې نه شي بدلولی.
اسانه ده چې خپل باورونه د نورو په اړه سم وګڼو.
خو سخته ده چې د خپل ذهن له چارچوب څخه بهر راووځو، بل ته غوږ ونیسو او هغه چې څنګه دی هغسې یې وګورو.
اسانه ده چې “باید” او “نه باید” خپل قانون وګڼو او په نورو یې تحمیل کړو.
خو سخته ده چې ومنو؛ هر څوک خپل مسیر، خپل منطق او خپله نړۍ لري.
سخته ده چې نور هغسې واورو، وګورو، په څنګ کې یې اووسو، څنګه چې دی.
اړیکې اسانیږي کله چې نورو ته فضا برابره کړو تر څو هغسې راشي څنګه چې دي، تېروتنه وکړي، شک وکړي، وژاړي…
اړینه نه ده چې د مور او پلار یا د اخلاقو د ښوونکي رول دې ولوبوو. بسنه کوي چې په سمه فاصله کې له خلکو سره مینه وکړو او اجازه ورکړو چې زمونږ په څنګ کې پرته له نقابه په خپله اووسي.
خو سخته ده چې درک یې کړو، ووایو؛ هغه هم زمونږ غوندې ځیني رنځونه او پېښې نه شي بدلولی.
اسانه ده چې خپل باورونه د نورو په اړه سم وګڼو.
خو سخته ده چې د خپل ذهن له چارچوب څخه بهر راووځو، بل ته غوږ ونیسو او هغه چې څنګه دی هغسې یې وګورو.
اسانه ده چې “باید” او “نه باید” خپل قانون وګڼو او په نورو یې تحمیل کړو.
خو سخته ده چې ومنو؛ هر څوک خپل مسیر، خپل منطق او خپله نړۍ لري.
سخته ده چې نور هغسې واورو، وګورو، په څنګ کې یې اووسو، څنګه چې دی.
اړیکې اسانیږي کله چې نورو ته فضا برابره کړو تر څو هغسې راشي څنګه چې دي، تېروتنه وکړي، شک وکړي، وژاړي…
اړینه نه ده چې د مور او پلار یا د اخلاقو د ښوونکي رول دې ولوبوو. بسنه کوي چې په سمه فاصله کې له خلکو سره مینه وکړو او اجازه ورکړو چې زمونږ په څنګ کې پرته له نقابه په خپله اووسي.
❤23👍3💯1
زه انسان يمه خطا به رانه وشي
سترګې واړوه ګناه به رانه وشي
په محفل کې داسې مړه مړه مه غږیګه
زه شاعر يمه واه واه به رانه وشي
شيرينۍ شوې ښاا زما امتحان اخلې؟
زه فرهاد يم ګوره دا به رانه وشي
هر ميسج کې راته مه ليکه قربان
کور کې ناست يمه ګډا به رانه وشي
اذان بلکل په تا غرق يمه تباه يم
هو که چغې کړم ريا به رانه وشي
غزل - محمد يونس اذان
#جانان🥀
سترګې واړوه ګناه به رانه وشي
په محفل کې داسې مړه مړه مه غږیګه
زه شاعر يمه واه واه به رانه وشي
شيرينۍ شوې ښاا زما امتحان اخلې؟
زه فرهاد يم ګوره دا به رانه وشي
هر ميسج کې راته مه ليکه قربان
کور کې ناست يمه ګډا به رانه وشي
اذان بلکل په تا غرق يمه تباه يم
هو که چغې کړم ريا به رانه وشي
غزل - محمد يونس اذان
#جانان🥀
❤46👍8
غزل
بیرغ د سولې یې له ځان سره کابل ته وړی
سپینې مُبینې قافلې پړاو منزل ته وړی
لکه موسم د پسرلي چې په خزان غالب شي
د بهار دود یې د ګلزار وطن اوربل ته وړی
تسکین کړل زړونه په سینو کې مهارت د عفوې
ولس یې غېږه کې د امن خوږ درشل ته وړی
له انقلاب نه را وتلې ده خو ستړي نه ده
تل یې سختیو کې قیام بېرته مورچل ته وړی
لکه څپې د سمندر، فطرت یې موج وهي لا
دښمن د مینې یې مدام قاطع اجل ته وړی
چې چا یې کړی ورکېدو ته وي په ګډه اشر
هغوی ارمان له ځان سره د ځمکې تل ته وړی
تاریخ یې وساتئ فتحانه په ایمان او غیرت
محبوب امیر وروستی پړاو غېږ د زابل ته وړی
ذاکر فتحان حنفي
بیرغ د سولې یې له ځان سره کابل ته وړی
سپینې مُبینې قافلې پړاو منزل ته وړی
لکه موسم د پسرلي چې په خزان غالب شي
د بهار دود یې د ګلزار وطن اوربل ته وړی
تسکین کړل زړونه په سینو کې مهارت د عفوې
ولس یې غېږه کې د امن خوږ درشل ته وړی
له انقلاب نه را وتلې ده خو ستړي نه ده
تل یې سختیو کې قیام بېرته مورچل ته وړی
لکه څپې د سمندر، فطرت یې موج وهي لا
دښمن د مینې یې مدام قاطع اجل ته وړی
چې چا یې کړی ورکېدو ته وي په ګډه اشر
هغوی ارمان له ځان سره د ځمکې تل ته وړی
تاریخ یې وساتئ فتحانه په ایمان او غیرت
محبوب امیر وروستی پړاو غېږ د زابل ته وړی
ذاکر فتحان حنفي
❤29💯10👍3🥰3
لۀ سترګو غشي وروي __د قتل توان هم لري
خو بيا په سترګو کښې د هر زخم درمان هم لري
په مخ کښې قوتي او په ګڅ اننګي توره زخه
مطلب خائست لري، خائست له ترجمان هم لري
زړۀ مې د بل شان کېفیته ښکار دے څۀ وکړمه؟
ستا نه خفه هم دے د غېږې دې ارمان هم لري
منم ملا یم خو شعرونو کښې شوخي هم کؤم
زما کلام انقلابي هم وي _ رومان هم لري
چاته زما د نېک نامۍ قيصې کوي او وائې
لاس کښې تسبې لري تندي باندې نشان هم لري
اتش پاګل دے، لېونے دے دواړه چرته کېږي
غم د معاش هم کوي هيله د جانان هم لري
🌸🤍
خو بيا په سترګو کښې د هر زخم درمان هم لري
په مخ کښې قوتي او په ګڅ اننګي توره زخه
مطلب خائست لري، خائست له ترجمان هم لري
زړۀ مې د بل شان کېفیته ښکار دے څۀ وکړمه؟
ستا نه خفه هم دے د غېږې دې ارمان هم لري
منم ملا یم خو شعرونو کښې شوخي هم کؤم
زما کلام انقلابي هم وي _ رومان هم لري
چاته زما د نېک نامۍ قيصې کوي او وائې
لاس کښې تسبې لري تندي باندې نشان هم لري
اتش پاګل دے، لېونے دے دواړه چرته کېږي
غم د معاش هم کوي هيله د جانان هم لري
🌸🤍
❤37🥰5
دا چـې غمجنې شوګــيرې کـوې دا چـاتـه کوې
په بیابان چې دومــره شپې کــوې دا چاته کوې
تۀ خپل غمجن غمجن اواز رسؤل چاته غواړې
دا کـلـه کـلـه چـې ټـپـې کـوې دا چــاتـه کــوې
لکه چې بیا دې زړۀ بایللی دی او بیا مئین یې
چې په سندرو کې ګـیـلې کـوې دا چـاتـه کوې
په بیابان چې دومــره شپې کــوې دا چاته کوې
تۀ خپل غمجن غمجن اواز رسؤل چاته غواړې
دا کـلـه کـلـه چـې ټـپـې کـوې دا چــاتـه کــوې
لکه چې بیا دې زړۀ بایللی دی او بیا مئین یې
چې په سندرو کې ګـیـلې کـوې دا چـاتـه کوې
❤39💯19😢6
مــات را مــات شـمــه ورانـېـږمـه را لوېـږم
غــم دې درونـد دی چې ودرېږمه رالوېږم
عشقه ورک شه مړه! زه خو دې ماشوم کړم
ډک محفل کـــې ویـده کـېـږمـه را لــوېـږم
غــم دې درونـد دی چې ودرېږمه رالوېږم
عشقه ورک شه مړه! زه خو دې ماشوم کړم
ډک محفل کـــې ویـده کـېـږمـه را لــوېـږم
❤53💯8👍4😢4
خــــــــــــــــپله ټوله زندګي انځورومه
ناست يم عکس د لالـــــــي انځورومه
پسرلي خلکو ته ښـــــــــــــايمه جانانه
ستا د زلفـــــــــو خوشبويي انځورومه
اخيستلو وس مې نشته خو لورکۍ ته
کتابچه کې زه بنګــــــــــړي انځورومه
نن به ستا يو دوه خــــبرې ورته راوړم
پۀ غــــــــــــزل کې موسقي انځورومه
لکه غــــــــرونه چې زما پۀ وږو کېږدې
داسې ګله جــــــــــــــــدايي انځورومه
د منمه چې نشته پۀ دې ســــــــړو کې
خو عـــــــــــــــادله زه سړي انځورومه
ناست يم عکس د لالـــــــي انځورومه
پسرلي خلکو ته ښـــــــــــــايمه جانانه
ستا د زلفـــــــــو خوشبويي انځورومه
اخيستلو وس مې نشته خو لورکۍ ته
کتابچه کې زه بنګــــــــــړي انځورومه
نن به ستا يو دوه خــــبرې ورته راوړم
پۀ غــــــــــــزل کې موسقي انځورومه
لکه غــــــــرونه چې زما پۀ وږو کېږدې
داسې ګله جــــــــــــــــدايي انځورومه
د منمه چې نشته پۀ دې ســــــــړو کې
خو عـــــــــــــــادله زه سړي انځورومه
❤79❤🔥6