پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰
2.86K subscribers
1 photo
10 links
دلته به تاسو ته ڪله نا ڪله نوې خوندور ښڪلې شعرونه ،غزلونه، ټپې او ښایسته لیکنی نشریږی


لــــه ډيـــره وخــته ⏰ مــې يــو چــا ســره #لـيـدلــي نــه دي🍃
لـه ډيـره وخـته مـې يـو څـوک🍂 پـه زړګـى سـخـت وريـږي😓
Download Telegram
هـغه پـوهېږي چې د څڼو څنډ مې ډیر خوښېږي
ځکه وربل کې سیخکي وهي چې ټال ونه خوري
❤28👍5
له زوره که د زړۀ د ماتېدو چېرته خبر شوې
د سر په ماتېدو به شکر وباسې فرهاده!
💯23❤18👍1
د وخت یاران لکه تومن د ایران
درسره ډیر به وی ډاډه به نه یی
👍32❤17
غلې غونــــدې خپل ســـــوري ته وايمــــه
ته خــــو به مے نيمــــه لار کې نـــه پريګـــدې💔
❤44❤‍🔥12👍9💯4
چاته سر په اوږه واچــــــوو صمیمه!
چاته ډک زړونه له چیغو نه خالي کړو؟
❤27👍3
ستا عقیده به زهٔ په ځان باندې ضرور راولم
ځان به تعویز کړم ستا په غاړه به راول وېږمه
❤21
د چاپلوسۍ رګ مو رګونو کې ګډ شوی نه دى.
د چا موقف د چا پیسو ته احترام نه ساتو.

داسې یاغي باغي مزاج الله راکړى یــاره.
د سر ټیټۍ خبرې څه چې ټیټ مرام نه ساتو

؟؟
💯23👍6❤5🥰3
په هدیره کښې یې د عمر ارمانونه ښخ وو
ما سوچ کوؤ چې په سحر کې دا سړې چرته ځي
😢32❤2
ستا د خولې څخه د جار کليمه او هوو
معـجزه ده میـکده کـې آذان اورم
?
❤38💯3
ډېرو ټټر واهه دعوه به یې د یار کوله
یو هم د یار په رقم یار تر پایه پاتې نشو
❤29
چې خبـــر له ځانه نۀ وو ما خبر کړل
له هــغو مـې څـــو خــــبرې واورېدلې

چې په خولۀ مې ښکلول پرې نازېدلم
د هغو د خولــې مـې واورېدې کـنځلې
❤31
د ژوند لاره اوږدې ده، هغه څوک غوره کړئ چې ستاسو په ملتیا نه ستړی کیږي"
❤22👍6
ممتازه زه د خپل باور ساتندوی
دنیا دې سل ځله شکمنه اوسي
❤23
‏الكرامة جميلة، حتى إن جعلتك وحيداً... 

عزت ښکلي دي، حتا که دا تاسو يوازي کوي..
💯18❤3
غزل

نه مي ګیله کړې ياري کي او نه نور کارونه
در پرې مي نه ښودل په عشق کي د پېغور کارونه

که ځې ورځه او که راځې غېږه مي خلاسه درته
لالیه خوند او اثر نه لري د زور کارونه

مينېدل بیا بېليدل او ژړېدل، ماتېدل
په ژوندانه مکوئ خلکو دا څلور کارونه

غربت مي دوې تڼۍ ګرېوان کي هم را پرې نه ښودې
د کلي خان سره کومه اوس په پور کارونه

تک سپین سړی يې او همدغسي تک سپین و اوسه
مه توري غوري کوه سپینه! او مه تور کارونه

سترګک وهې او مخ ته ونیسې جوړه لاسونه
چي ته به ولي خوښوې د شر او شور کارونه

پاکوي خاوري د دنیا د جنتونو له مخ
شفاعتک دا دی کوي د خپلي مور کارونه
❤31👍5
کاش چی لیونی وای چی دا غم د بل په سر وای
ورک دی هوښیار توب شی د دنیا غمونو وخوړم
❤38😢11👍2
خلق چې نښه ولې ګورې ورته 🍂
تا چې مخ پټ کړو نو ګزار دې وکړو 💘🔥
🥰22❤4❤‍🔥2
*بیګا می ټوله شپه ویښه په ژاړه تیر کړه🥹*
*داستا نیمکړی ملګرتیا ته می ښه ډیر وژړل💔*

*_ 💔*
❤36😢8👍6🥰2
غزل

څومره مزه بۀ داسې ژوند داسې روزګار كولى
زۀ چې ماښام راتلى او تا مې انتظار كولى

پۀ سترګو سترګو كې مو يو بل ته كتى پۀ مينه
ما لوبولى ماشومان تا د كور كار كولى

تنخواه دې دومره ده او ماته خو دې دومره راكړه
تا د يوې يوې روپۍ راسره شمار كولى

لكه يوسف چې ستا د پاره مې بېللى واى ژوند
چې ستا د پاره مې پۀ توره شپه كې ښكار كولى

د خپل بابا د نظريى نه پۀ شاه شوي نۀ واى
خبرې مونږ د خپلې خاورې خپل اختيار كولى

تۀ كۀ د سترګو اشارو باندې مې پوهه نۀ واى
ما بۀ پۀ خله د مينې تاته څنګ اظهار كولى

هغسې اوس هم زۀ ماشوم واى چې هيڅ غم مې نۀ واى
راته خوږې خوږې قيصې چې مور او پلار كولى

پښتو بۀ دومره د معيار د بامه نۀ پرېوته
*صنمه* مونږ كۀ چرته خيال لګ د معيار كولى
❤33👍3💯3
نۀ دې له غمه شؤمه مړ ، نۀ رغېدم درپسې
د مينې اور کې لکه شمع څڅېدم درپسې

د يار بېلتون لکه د ګوتې نه د نوک ايستل دي
چې تۀ به لاړلې نو ټول به خوږېدم درپسې

ما ته دې څو واره په خوب کې د بوسې وؤيل
د خدای کارونه دي چې هر ځل ويښېدم درپسې
❤30❤‍🔥4💯2