شعور
1.96K subscribers
366 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
سينګار مې کړی دی رادرومه
د بام په سر لکه سپوږمۍ ولاړه يمه
#ټپه #لنډۍ
❤32
ښځې معصومې او عاطفي دي لیکن کمزوري نه دي.
🌺💑
❤56👍5
ستا د نظر لمر به د چا په کور وي
کوم بختور به په رڼا کې اوسي

پروفېسور مرحوم صابر
❤27👌2
چې مې تنده د جنون ماتوی نه شي
زما څه که ستا د حُسن سیند بهېږي
طاهر کلاچوي
❤36👍1
تنهایي د ستړو روحونو وطن دی.
#ژباړه
❤26
حُسن څه دی خو د ښځو خوشبو ده❤️🫰
❤42💯6👍3
❤30👍1😁1
پلار مې ویل
ښځه باید اوږدې زلفې او غټې سترګې ولري
خو مور مې هیڅ وخت اوږده وېښتان نه درلودل
او نه یې سترګې زما د پلار په خوښه وې
مور مې ویل
ښایست د نر لپاره نه دی
نر باید ځيږه لاسونه او لمر سوځولې څېره ولري
خو پلار مې ښایسته او زړه راښکونکی و
نه یې لاسونه ځیږه وو
او نه یې مخ ګرمۍ سوځولی و
دوی هیڅکله ماته ونه ویل
چې ښځه باید میینه
او سړی باید لایق وي
دوی مینه سانسور کړې وه
زه کلونه وجنګېدم
څو وپوهېږم
چې بې مینې مې نه اوږدې زلفې ښایسته دي
او نه غټې سترګې
او نه ځيږ لاسی او لمر سوی نارینه چې زحمت کش او د کار سړی یې بولي
ماته خوشحالي او نیکمرغي نشي راکولی

فروغ فرخزاد
ژباړه
👍23❤8💯5
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د وجود شاعري❤️🫰
❤28👎2👍1🥰1
په پیل کې فاطمه وه،
وروسته له هغې د مادې عنصرونه جوړ شول
اور او خاوره، اوبه او باد
ژبې او نومونه
دوبی او پسرلی،
سهارونه او شپې
او بیا وروسته د فاطمې له سترگو
نړۍ د تور ګلاب راز کشف کړ.

#نزار_قباني
#ژباړه
❤20👍1
د غرونو غېږ کې، د سين په غاړه
وه زړه گوره، ونه ولاړه
وې يې افسوس چې زړۀ مې نږدې کړ
هرې څپې ته، راڅخه ولاړه
استاد پسرلی
❤18🥰2
زه غواړم چې په عين خزان کې مړ شم، هغه وخت چې د ونو پاڼې لوېدلي وي، تر څو زما په قبر باندې د ګلانو د کېښودلو چانس هم درنه شي.

#ژباړه
👍15😢7😭3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
خزان يوازې د ونو او د پاڼو په راښکته کيدو او ژېړ اوښتلو نه راځي، زړونو ته هم ننوځي او بدن په ژېړوالي پوښي.

ــ مستنصر حسین تارړ
#ژباړه
👍12
د خلکو د شکونو د وهــــــمونو چې یریږې
بس مه راځه چې نه درځم چې نه کیږي خبرې

د میني لیوني خو ګنهګار د زمانې دي
خبر ېی چې په ښکلو پسې څه کیږي خبرې؟

ص.صابر
❤6👍1