شعور
1.96K subscribers
366 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
د یار خیال چي راولې د زړه تر کوره
په قدم کي یې ګوهر د سترګو توی کړه

”حنان“
👍8❤6
عشق او مستي د زندګۍ د رنځ اکسير ګڼمه
خدايه خفه نه شې زه خپل جذبات وژلې نه شم

- اشرف مفتون
👍8❤6
په کمڅو ولې, تۀ کلک تړې ما
وې ' زما خيال دئ تۀ ليونی شوې!

اشرف مفتون
👍10❤6
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
چیګورا وایي!

تل د خپلو خلکو تر څنګ ودریږئ او کله چي د آزادۍ په لاره
روان یاست،مۀ وېرېږئ چې‌ دښمن به مو چېرته او څنګه وژني!
✌️✊
❤30👍8😢7😁6
پيسې به خپلې مور ته راوړې
د جدايۍ پۀ اور دې زۀ سېزلې يمه
😢29❤15👏6👍3😍1
تۀ بختور یې سوداګره
چې ملغلرې خرڅوې شمېرې حالونه
لنډۍ
❤29👍5💋4
څه ستا د نظر مينه څه زما د زړه اخلاص
د درد په يو تالي وو ميلمانه محبتونه
اندېش شمس القمر
❤14👍6
څانګې! لاړې کيجاوې دي روانيږي
څانګې! بيا لۀ پاسه تور لونګ وريږي

څانګې! اوس ايله لۀ غاره رابهر شوم
څانګې! سترګې مې رڼا وته برېښيږي

څانګې! زړۀ به دې جهان وي دردولی
څانګې! درد به دې پۀ زړۀ کښې نۀ ځائيږي

څانګې! ژوند د هست و نېست پېمانه ده
څانګې! کله ګل اؤ کله ګرد وريږي

څانګې! دا سترګې دې خوب پسې ړندې شي
څانګې! دا چې ستا پۀ لاره کښې غوړيږي

څانګې! زۀ پۀ کور دننه مسافر يم
څانګې! لاره پۀ مزه مزه ختميږي

څانګې! شونډې دې پرانيزه مازيګر شۀ
څانګې! درنګ لۀ دا د ژمي نمر ډوبيږي

څانګې! ياد باندې مې څۀ بلا پرېوتې
څانګې! ګوره خپل خوبونه مې هېريږي

څانګې! څوک به مرور څوک به پخلا وي
څانګې! يؤ زړګی به چا چا ته رسيږي

څانګې! دومره مې د خاورې خوند اخستی
څانګې! خوند مې د خُلې خاورې خاورې کيږي

څانګې! بيا د ځنګلونو پۀ لور لاړې
څانګې! غېږې مې د شنو ونو ياديږي

څانګې! بيا د عناصرو جنګ روان دی
څانګې! بيا مې وخت د لاسو نه رژيږي

څانګې! درد ته د تسنيم رګونه خاندي
څانګې! دا رنځور دې دغسې رنځيږي

~ ریاض تسنیم ♥️
❤14👍1
‏د ساه بندۍ مرض به واخلې
په غاړه مه‌ وړه د لونګو امېلونه

#ټپه #لنډۍ
❤26
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
🌺🍁🎸
معشوق سلطان😘
🥰13❤7
چـاته جـنـتـونه شــي
چـاته شــي غذاب ســـترګـې
💎💍
🥰18👍4🔥3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ستن روانه ده په دوو بجو درېږي
او خندا مې د ماتم غوندې لمانځمه
دا څو کاله ستا په تمه شمعې بلې
سالګره مې محرم غوندې لمانځمه

بشیر باران
❤9😢4👍3
‏ډوډۍ خو نۀ ده چي پرې موړ شې
د اننګو خوراک د شونډو پۀ سر وینه

#ټپه #لنډۍ
❤29🥰5
رنګ مې کرار کرار بدلیږي
د جدایی اثر دې ځان ښکاره کوینه
❤27👍12
زمونږ د کلي هغه دنګه جینۍ
هغه په تور کې غنم رنګه جینۍ
وس ېې ها سور سالو لمبه نه وهي
وس په پستو ګوتو چمبه نه وهي
ها چې سندرې ېې په لاس رانیوې
د بام کوترې ېې په لاس رانیوې
وس ېې د ټول کلي بامونه وران دي
سپین د کوترو سلامونه وران دي
خړو ابو ېې سور پیزوان وړئ دی
ژېړ مازدګر ېې ترابان وړئ دی
چا ېې په غشو کشمالي وژلي
چا ترې ېادونه د لالي وژلي
سپیرو سیلېو ترې نه شال وړئ دی
د چړو څوکو ېې شین خال وړئ دې
نه ېې ځونډي نه ېې بنګړي پاتې دي
بس تش کودي ېې د ګړي پاتې دي
تش له بنګړو ېې وړمندونه پاتې
ډک ېې د ورور کمربندونه پاتې
غم ، د وطن د غره د لمنځې په څېر
زړه کې ېې وغځېد د ګونځې په څېر
په هدیرو ګرځي ملنګه جینۍ
هغه د ژوند په شانې دنګه جینۍ
لکه غوټۍ د غاټول ټولې پټې
په سره کفن کې ترې همځولې پټې
ټولو غمونو ته ېې دا پریښي
د عرش په لاره ېې دعا پریښي
زړه ېې په ټولو پسې ټول داغ داغ
د ژوند د دښتې دا غاټول داغ داغ
لکه رنځوره ژېړه پاڼه جینۍ
ها غنمرنګه، هغه سکاڼه جینۍ
وس په اختر د نجونو پېنډې نشته
وس د ګودر د نجونو پېنډې نشته
هغه ملاله او خماره جینۍ
ها چمبه ماره، ټپه ماره جینۍ
ټولې ټپې ېې وس ټپي ټپي دي
کاروان
❤11👍6
ستا د اوربل خوشبو پرې لږي۔
د ګاونډيانو دې رنګونه ښکلي دينه-
❤21👍12🔥2
دا مې په خلاصو غوږو واوره
په خدای که بلې سر ته کیږدې مړوندونه
لنډۍ
❤17🔥3
بلبل ته په شبنم کې چا رانجه ور کړي وو
له ګل سره ورو، ورو لکه بیمار غږېده
پیر محمد کاروان
❤22🥰1👏1
که یې تیارو سره نسبت نه وای
ما به د زلـــفــو عبادت کـــولــــو

سلیم راز
🥰15❤11🔥2