روښانه چيغې!
څومره انسانان به وي، چې د ځمکې له تله به خپلو لارویانو ته چيغې را وهي:
اې زما لارويانو! زما خبرې مه منئ، زما زياتره نظريات او مفکورې غلطې وې. زما ښودلې لاره د کعبې په ځای ترکستان ته تللې ده. خپل چارچاپېر وګورئ، د حقيقت لټون مه دروئ، نه ټول حقيقت له ماسره و، نه به ټول حقيقت تاسې ومومئ.
اې زما لارويانو! زما پر سر له خلکو سره شخړې او لانجې مه کوئ. ستاسې شخړې زما تورو خاورو ته يوه ذره فایده هم نه لري، په خپلو شخړو خپل ګلشنونه مه خزانوئ. له يو بل سره په مينه او درنښت چلن وکړئ، يو بل ته غوږ ونيسئ. یقینا زياتره هغه خولې چې غږېږي، له هغو خولو بهتره دي، چې تر خاورو لاندې دي.
اې زما لارويانو! زما په غلطو خبرو د عمل کولو له لارې زما بوج مه درنوئ، خپل مشران او مرشدان مو بدل کړئ، خپلې لارې بدلې کړئ. په ما رحم وکړئ، زه د خپلو تېروتنو له بوج نه، نه يم راوتلی. تاسې زما بار نور مه درنوئ.
اې زما لارويانو! د خپلو ستونزو او کشالو حل لارې زما په ورستو هډوکو کې مه لټوئ، په خپلو پياوړو مټو کې يې ولټوئ. خپلې پياوړې مټې زما په ورستو هډوکو مه تکيه کوئ، پر ما تکيه مو ګمراهي ته رسوي.

❤8👍4
حُسن په پښتو کې ښکلا، ښایست یا ښایستمنۍ ته وایي؛
دا د ظاهري یا باطني ښکلا لپاره کارېږي.
د حسن ډولونه:
۱: ظاهري حسن:
هغه ښکلا چې په بدن، څېرې یا جامو کې ښکاري؛
لکه: یو ښکلی ګل، ښکلی منظر یا ښکلی انسان.
۲: باطني حسن:
هغه ښکلا چې په اخلاقو، کړو وړو او زړه کې وي؛
لکه: صداقت، مهرباني، او انسانیت.
د حسن مثالونه:
د ګلانو حسن د دوی رنګونه او خوشبويي ده!
د انسان حسن په ښو اخلاقو کې دی!😊

❤16👍2
هغه وخت چې د ایرانۍ شاعرې فروغ فرخزاد جسد د ایران په ظهیرالدوله هدیره کې خاورو ته سپارل کېده، واوره ورېده. د فروغ مور په چیغو او کوکو د خپلې خوږې فروغ سر ته ژړل او ویل یې:
فروغ!
زما خوږې!
تا له واورې ورېدو سره ډېره مينه درلوده
ته وګوره څه یوه واوره ورېږي
سترګې دې پرانيزه
دا ستا لپاره وریږي
فروغ یو بل ځای وایي: ښايي حقیقت هغه دوه ځوان لاسونه وو، هغه دوه ځوان لاسونه چې د یوې واورې لاندې ښخ شوي وو.

😢9❤4👍1
د يو ملا نه مې تپوس وکړلو
ما وې ملا صيب جنت به څه وي؟
هغه په ګېډه لاس واهه ويل يې
تازه مېوې او د شودو رودونه
خوا کې کتاب ته يو طالب ناست و
ما وې چې ته به پکې څه ووايې!
د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو
وې چې ښايسته حورې او شنه خالونه
شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
ده پرې راودانګل نه داسې نه ده
ښکلي غلمان او جنتي سرونه
يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
ما وې چې خان کاکا ستا څه رايه ده؟
خپله شمله يې سموه وييل يې
د سرو او سپينو عنبري کورونه
خوا کې يو ستړی سيلېدو ولاړ و
ما وې مزدوره ته جنت پېژنې؟
د خپل تندي خوله يې وچه کړله
وې چې مړه ګېډه خواږه خوبونه
يو لېوني غونتې په لار تېرېدو
ما وې چې ای فلسفي ته څه وايې؟
خپل ببر سر يې ګراوه وييل يې
بس د انسان د خوشحالو خوبونه
ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو
ده په اوترو سترګو بره کتل
دې شين اسمان ته غورېدو وييل يې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه
وييل يې ای د لامکان خاونده
پخپل مکان کې خپل اختيار جنت دی
ګنې د دغه لېونتوب په نامه
که نار وي نار که دار وي دار جنت دی
اجمل خټک
ما وې ملا صيب جنت به څه وي؟
هغه په ګېډه لاس واهه ويل يې
تازه مېوې او د شودو رودونه
خوا کې کتاب ته يو طالب ناست و
ما وې چې ته به پکې څه ووايې!
د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو
وې چې ښايسته حورې او شنه خالونه
شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
ده پرې راودانګل نه داسې نه ده
ښکلي غلمان او جنتي سرونه
يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
ما وې چې خان کاکا ستا څه رايه ده؟
خپله شمله يې سموه وييل يې
د سرو او سپينو عنبري کورونه
خوا کې يو ستړی سيلېدو ولاړ و
ما وې مزدوره ته جنت پېژنې؟
د خپل تندي خوله يې وچه کړله
وې چې مړه ګېډه خواږه خوبونه
يو لېوني غونتې په لار تېرېدو
ما وې چې ای فلسفي ته څه وايې؟
خپل ببر سر يې ګراوه وييل يې
بس د انسان د خوشحالو خوبونه
ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو
ده په اوترو سترګو بره کتل
دې شين اسمان ته غورېدو وييل يې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه
وييل يې ای د لامکان خاونده
پخپل مکان کې خپل اختيار جنت دی
ګنې د دغه لېونتوب په نامه
که نار وي نار که دار وي دار جنت دی
اجمل خټک
👍16❤6
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
هیڅ ښځه نشته چې د بلې ښځې ځای ونیسي،
هغه ښځه چې تاسو یې پریږدئ یا له لاسه ورکړئ تاسو بله نشئ موندلی ،
په زرګونو ښځو کې به د هغې په لټون کې ژوند تېر کړې خو بیا هم د یوې نشتون نه شي جبرانولی
هغه ښځه چې تاسو یې پریږدئ یا له لاسه ورکړئ تاسو بله نشئ موندلی ،
په زرګونو ښځو کې به د هغې په لټون کې ژوند تېر کړې خو بیا هم د یوې نشتون نه شي جبرانولی
👍19❤4🔥1