شعور
1.96K subscribers
365 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
ترے خیال سے رنگِ عبودیت نکھرا
ترے خیال کو محراب ہم کیے ہوئے ہیں

شاکر القادری
👍2
خالونه او لنډۍ

په مخ دي دري ځایه مئین يم
غټي دي سترګې نرۍ پوزه شنه خالونه

ما لېوني کارونه پرېښول
نوي کوه اوس په لنډۍ زنې خالونه

اوړې دے پاس کابل کې تير کړو
په منې راغلې سلامت غواړے خالونه

یا به دی زلفې کمر بند کم
یا به زما له وینو ووهی خالونه

ستا اننګې پیړې ده کوچو
لکه ده مرچو پکښې کيږده تور خالونه

سترګى مــــې ستا لارو ته ګوري
اوښکو مې ړنګ کړل د لنډۍ زنې خالونه

خال سره دوه خالونه نور کړه
ګبين تري جوړ کړه چې مچۍ ورله راځينه

ډَول دۀ ځوانې جینۍ خوند که
زَړه دې نه ږدي په زَړه زنه خالونه

ماته به نور غمونه زيات کړې
که دي په غونډه زنــــه ووهله خالونه
👍5❤3
د کتابونو پاڼې د خاموشه ښوونکو غږونه دي...:)
❤11
په مخ څلور خالونه کېږده
په تا ميئن زه په څلور مذهبو یمه🫀🥀
❤12
Channel name was changed to «شعور»
له دغه وروسته به د دغه چینل نور مطالب هم خپریږي،نو له همدې کابله مو نوم ورته تعییر کړ.
مینه او درناوی ❤️🙏
❤8👍2
ویسلا وا شیمبورسکا (۱۹۲۳_۲۰۱۲) د حقيقتونو او انسانانو په اړه وايي:
«کب نیوونکي له اوبو یو بوتل را واخیست. په دې بوتل کې کاغذ و. په کاغذ کې دا پيغام لیکل شوی و:
و خلکو! بني ادمانو! مرسته مرسته! زه دلته یم، د سمندر څپو یوې تشې جزیرې ته ټېل وهلی یم، په ساحل پروت یم، تاسې ته سترګې په لار یم، را وخوځېږئ، بېړه وکړئ، دلته یم، دلته یم. یوه بل ته وویل: دا پیغام هېڅ نېټه نه لري. اوس به نو ډېره ناوخته وي، له دې پیغام به څومره مودې تېرې شوې وي، دې بوتل به له کومو زمانو پر اوبو غوټې وهلې وي. بل ورته وویل: بله خبره! چېرته؟ په کوم سمندر کې؟ په کومه جزیره کې؟ که تاریخ نوی هم وي، نو ځای چېرته دی؟
بل ورته وویل: نه ناوخته ده او نه هم لرې ده. دلته نږدې یوه جزیره شته. ټول چوپ شول. ويلی شو؛ دا زموږ د حقیقتونو حال دی.»

#ژباړه
👍7❤3
لاندې انځور په ۲۰۱۶ کال کې په نړیوال فضایي سټیشن (ISS) کې د لومړني کرل شوي ګلاب دی؛ کوم چې د ناسا د Veggie پروژې یوه برخه وه. دغه پروژه د نباتاتو د ودې لپاره په مایکروګراويتي (کم جاذبه) شرایطو کې ترسره شوه ترڅو معلومه شي چې څنګه نباتات په فضایي ماموریتونو کې د ودې او خوراک لپاره وکارول شي.
د Veggie پروژې هدف دا و چې د فضايي مأموریتونو په اوږدو کې د خوراکي نباتاتو د کښت او وده کولو لپاره شرایط و څېړل شي. دغه د مایکروګراويتي فضا د نباتاتو د کښت او ودې پر څرنګوالي او ګټې د پوهې ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه هڅه وه.
عمر
👍5
نجیب محفوظ وایې!
چې هغه خلک چې تاسو یې پېژنئ او ستاسو سره په شاوخوا کې هروخت وي، په حقیقت کې دغه ستاسو دښمنان دي ګنې هیڅ نامالوم پردی ستاسو بد نه غواړي.
ـــــــــــــــ ژباړن: سرور ژوند
❤10
نیچه باور درلود چې د انسان روان (psyche) یو ژور او تياره ځای دی، چیرته چې هغه حقیقتونه پټ دي چې د منلو لپاره یې خلک تیار نه دي. د دې حقیقتونو څخه د خبريدو لپاره معمولاً د هغو کلتوري او ټولنیز دیوالونه ماتیدل غواړي چې د انسان دا له حقيقتونو څخه ډک تياره ځای يې پټ ساتلی دی.
❤10
اسکر وایلډ وایي:
کومه هستې چې زه یې ډېررره غواړم، هیچاته یې ذکر نه کوم او چاته یې نوم هم نه اخلمه، ځکه د خپل محبوب نوم څرګندول داسې مثال لري لکه ته چې د هغې د وجود یوه برخه بل چاته ورکوې.
مګر
نزار قباني وایي:
ستا په اړه مې هیچاته څه ونه ویل، لېکن هغوی دې زما په سترګو کې له ورایه ویني چې لامبو وهې، ماستا په اړه هیچاته هم نه دې ویلې خو هغوی دې زما په لیکلو الفاظو کې ویني، ځکه چې د مینې خوشبو پټه نه پاتې کېږي.
ـــــــ ژباړن: سرور ژوند
❤15
دا دنیا داسې ځای نه دی چېرته چې تلپاتې او بشپړ څیزونه پیدا شي. دا دنیا دومره نازکه او بې‌ثباته ده چې د تلپاتې څیزونو برداشت هم نه‌لري.
همدارنګه، دا بې‌ثباتي د انسان په وجود کې هم نغښتې ده، او دا د هرې اړیکې، مینې، هیلو او غوښتنو پر ټولو اړخونو خپل اغېز لري. یعنې، هیڅ شی دلته د تل لپاره نشي پاتې کېدای، او هر څه بدلېدونکي او پای لرونکي دي.
نو له همدې امله، د ژوند هره شېبه ارزښتناکه ده، ځکه چې هر څه د بدلون او پای په لوري روان دي.

ژباړه
👍8❤2
نه شوو پوی چې مرګ او ژوند څه وو درمله؟
افسانه مو اورېده، ورو ورو ويده شوو

ډاکټر درمل
❤7🔥3
د سترې ویرې تر اغیز لاندې، نږدې هر څوک په موهوم پرستي اخته کیږي.
ډله ایزه ویره د رمې حیواني شعور هڅوي، او د هغو کسانو په وړاندې کرکه تولیدوي چې د رمې غړي نه ګڼل کیږي.
ویره د ظلم غریزه رامینځته کوي ، او له همدې امله دا ډول سپکاوی عقیدې ته وده ورکوي چې داسې بریښي چې استبداد ته پوښ وراغوندي.
نه یو سړی، نه یوه ډله او نه هم یو ملت د باور وړ کیدی شي چې د لوی ډار تر اغیز لاندې په سمه توګه فکر وکړي او انساني عمل تر سره کړي .
برتراند رسل

د نامشهوره مقالو له کتاب څخه

Under the influence of great fear, almost everybody becomes superstitious.
Collective fear stimulates herd instinct, and tends to produce ferocity towards those who are not regarded as members of the herd.
Fear generates impulses of cruelty, and therefore promotes such superstitious beliefs as seem to justify cruelty.
Neither a man nor a crowd nor a nation can be trusted to act humanely or to think sanely under the influence of a great fear. Bertrand Russell

(Book: Unpopular Essays
👍5❤2
د ۴۸ کلن ليکوال روډريګو کيپريو وروستۍ ليکنه چې په فرانسه کې د هغه پل لاندې پيدا شوه چې نوموړی ځان وژنـ.ـه پکې وکړه:
«بيخي يواځې شوی يم، که په لاره کې همدا اوس هم يو کس راته په خندا شو، يا چا په يو نظر د ناز او درک سره خواخوږي وکړه، زه به له خپل کار څخه وګرځم او بېرته به راشم.»

#ژباړه
😢16👏3
دستویفسکي د کور نه لیرې د سایبریا په سړو څپو او واورو کې زنداني و، کور ته یې لیک واستو چې:" ماته کتابونه راورسوئ، تر څو زما روح مړ نه شي" هلته سخته یخنې وه د اور غوښتنه یې ونه کړه، تږی و؛ خو د اوبو غوښتنه یې ونه کړه، وږی و خو ډوډۍ ونه غوښته، یوازې کتابونه یې وغوښتل.
❤15👍5
د بل چا سره مینه کول اسانه کار دی، خو د خپل ځان سره مینه کول تر ټولو ستونزمن کار دی. د خپل ځان سره مینه داسې ده لکه یو داغ لرونکي ګرمه شوي وسپنه غېږ کې نیول.
په دې خاطر خلک د نورو سره مينه کوي ځکه دا یو ډول تیښته ده، د ځان څخه تېښته ده، خو په اخر کې هر انسان باید بېرته خپل ځان ته ور وګرځي، ځان وپېژني، او په دې بايد پوی شي چې ایا دوی د خپل ځان سره د مینې وړتیا لري که نه. او د ژوند اصلي ازموینه هم همدغه ده چې څنګه څوګ د خپل ځان سره مینه کوئ شي.

کارل جونګ
👍9
زلزلې وچې چینې تاندوي او د ژمي واورې په څوړمني کې ویالې او سیندونه ډکوي. ځکه خو ډېر شدید عاطفي ټکانونه شاعران او ډېر لوست او مطالعه لیکوال پیدا کولای شي.

- "احسان الله درمل" ـ
👏9👍2
"جاهلانو ته تر خپلې وسې پورې تعلیم ورکړئ. ټولنه هغه وخت مجرمه ګڼل کېږي چې هر وګړي ته وړیا تعلیم او پوهه برابر نه کړي. د علم د نشتوالي له امله چې کومه ناپوهي او تیاره خپرېږي، د هغې ذمه وار ټولنه ده!

کله چې د انسان روح د ناپوهۍ (بې تعلیمي) په تیارو کې ډوب وي، نو دوی جرمونه ترسره کوي. نو مجرم هغه نه دی چې ګناه یا جرم ترسره کوي، بلکې اصلي مجرم هغه دی چې د ناپوهۍ (بې تعلیمي) د خپرېدو لامل ګرځي...!"

فرانسوي شاعر، لیکوال او سنېټر
ویکتور هوګو

#ژباړه
❤10👍1💯1
یوه لنډه کیسۍ هم راسره ولولۍ د یو چا د ژوند تریخ واقعیت!
👍7❤2