شعور
1.96K subscribers
365 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
جرمني فیلسوف نیچه په دې باور دی چې حیوانات د انسانانو په پرتله خوښ ژوند لري، نیچه په خپل کتاب "اخلاقي نسل" کې دې خبرې ته اشاره کړې ده چې حیوانات په حال کې ژوند کوي چې د تېرو یادونو او خاطرو بار یا د راتلونکي په اړه اندیښنه نه لري، نو همدا لامل دی چې دوی له افسوس او اندېښنې کولو څخه پرته له موجوده حالت څخه خوند اخلي.
له بلې خوا انسان د فکر او تدبر وړتیا لري چې له امله یې اندیښمن کېږي او پښېمانتیا څرګندوي؛ انسان د خپلو غوښتنو او واقعیتونو تر منځ د باطني کشمکش په حالت کې دی چې له اوسني وخت څخه د خوند اخیستلو توان یې ورڅخه اخیستی دی، د نیچه په اند دا داخلي شخړه د انسان د فطرت برخه ده او په اسانۍ سره نه حل کیږي.
یعنې نیچه باور درلود چې څاروي ځکه خوشحاله ژوند کوي، چې دوی په حال کې د تېرو یادونو او خاطرو له رنځه خلاص او د راتلونکو پېښو په اړه له اندېښنه نه کوي.

-
ژباړه: اجمل جنت
❤10👍3
په یوه کتاب کې مې یوه ډېره ښکلې جمله ولوستله چې لیکلي یې وو:
«هر څه په خپل وخت کې د هغه چا لپاره رامنځته کيږي چې د صبر هنر زده ولري.» نو آرام اوسه، وګوره، واوره، تېر شه، جدي یې مه نیسه، او په یاد ولره چې کله کله صبر کول خپله یو ډول هڅه ده!
❤18🥰1
پر سټیج یا د خلکو په وړاندې د خبری کولو پرمهال وېره هغه وخت ختمېدلی شي چې تاسې خپل فکر مثبت کړئ او دا ومنئ چې تاسې د خلکو د قضاوت لپاره نه، بلکې د هغوی پوهولو لپاره خبرې کوئ. هغوی ستاسې د مخالفت لپاره نه دي راغلي، بلکې ستاسې له پوهې څخه ګټه اخیستو لپاره ناست دي.

که غلطي وکړئ، د اندېښنې وړ نه ده، ځکه هر انسان تېروتنې کوي. یوه کوچنۍ تېروتنه ستاسې عزت نه کموي، بلکې ستاسې زړورتیا ښيي. ځان د یو رهبر او لارښود په توګه وګورئ چې خپل علم خلکو سره شریکوي، او دا خپله د عزت او بریا لویه نښه ده.

#له_ډاره_تر_بریا
❤20👍8
Forwarded from ښځه او ټولنه
که لور ولرم ورته به ووایم:
لورې!
خپل وخت دې د مینې په پیدا کولو کې مه ضایع کوه؛ ددې پر ځای مینه ناک ژوند وکړه!
یو سیند هیڅکله په اوبو پسې نه ګرځي!
ژباړه: فکري انقلاب
❤15👍2
Forwarded from نوښتګر فکر (PaMir 🇦🇫)
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
"ښايي موږ له ژوندیو انسانانو سره د هغوی په ژوند کې مینه ونه کړو؟ ایا تا نه دي لیدلي چې یوازې د خلکو مړینه زموږ یخۍ شوي احساسات را ویښوي؟
موږ اوس له هغو ملګرو سره څومره ډېره مینه کوو او د هغو ښوونکو څومره ستاینې کوو چې اوس تر خاورو لاندې دي او نور هېڅ هم نه شي ویلی!"

“البرټ کامو”
❤9
Forwarded from تفکر
که نن له ماشومانو سره مینه ونلرو او پام ورته ونکړو، بې له شکه چې سبا به مو بېخونده او تریخ وي.
هغه څوک چې ماشومان ورته ګران نه وي، ستر یې نشو بللی.
👍10❤6😭1
Forwarded from ښځه او ټولنه
ګرانې!
که جګړه پای ته ورسېده، زه او ته به واده وکړو. يوې ښکلې خو کوچنۍ حویلۍ کې به زه او ته يوازې اوسو.
ښایسته ګلان به زما او ستا لپاره په باغچه کې زرغون شي. زما او ستا به يوه ښکلې لور وي، هو به هو لکه ته داسې!
هر څه به یوازې زما او ستا وي...
په جنګ کې د يو وژل شوي سرباز د لیک يوه برخه
ژباړه: فکري انقلاب
👍14😢8
Forwarded from ښځه او ټولنه
د بې عدالتۍ نړۍ ده،
که قبوله یې کړي،
په جرم کې شریکېږي او
که وغواړي اصلاح یې کړې جلاد کېږي.
ویلیم سامرست
ژباړه: فکری انقلاب
❤12👍1
مهربانه اوسه او له هر چا سره چې مخ کېږې موسکی کېږه، ته نه پوهېږې چې په خلکو څه تېریږي، ښایي ستا موسکا د هغو لپاره ارزښتمنه خزانه وي او ښايي هغوئ د همدې موسکا محتاج وي.
چارلي چاپلین
❤18👍1🫡1
طلایي پیوند (کینتسوګي)
جاپانیان مات شوي لوښي او شیان نه غورځوي، بلکې ټوټي یې په درنښت را ټولوي او بېرته یې د سرو زرو یا نورو قیمتي موادو د پوډرو په مرسته سره نښلوي. د ماتو شویو لوښو او شیانو د پیوند کولو همدې پخواني هنر ته د طلایي پیوند (کینتسوګي) هنر ویل کیږي. د طلایي پیوند هنر د جاپان د خلکو د ژوند او کلتور ارزښتمنه پانګه ګڼل کیږي. دوی باور لري، کله چې یو څه ماتیږي، صدمه ويني او ټکر خوري، بې ارزښته کیږي نه، بلکې کیدای شي له پخوا څو چنده جذاب او با ارزښته شي.
یاد هنر په پنځلسمه میلادي پېړۍ کې شروع شوی، تر ننه پالل شوی او مهمه دا چې اوس یې د هنر تر څنګ د بریالي ژوند کولو د یوې منظمې فلسفې او لارې ځای نیولی دی.
د یاد هنر د فلسفې پر بنسټ موږ ټول انسانان په ژوند کې له بېلابېلو کړاوونو او مشکلاتو سره مخ کېږو او ماتې خورو، نو پکار ده چې ماتې ومنو.
یاد هنر را زده کوي چې د سختو حالاتو او ستونزو له امله ماتېدل پدې مانا نه دي چې ګني موږ ځان بایللې او بېرته یې نشو موندلی. وایي همدغه ماتېدل سبب کیږي څو یو انسان تجربه وکړي، متوجې شي او تر پخوا ځان لا ډېر قوي، سم او با ارزښته جوړ کړي.

🖌فکرِستان
🥰5❤2
ستاسو احساسات تاسو ته لارښوونه کوي او تاسو ته د روزونکي په څېر سمه لاره درښیي!
ژباړه شعور
❤11
ويکتور هوګو:
زه د خپل يو بالښت په بدلولو سره تر سهاره خوب نشم کولى، نه پوهېږم چې دا خلک د وجدانونو او څېرو په بدلولو او خيانت کولو سره څنګه آرامه ويده کېږي؟
ژباړه: ویسا ساپی
👍10❤4
موږ تلپاتې نه یو او له مرګه تېښته شونې نه ده، مګر لږ تر لږه دومره کولای شو چې ړانده و نه اوسو او ړانده مړه نه شو.
مه ړندېږئ!
انسانیت، زغم او ریښتینولي ولرئ!
❤4👍4
که اړتیا شوه، ځان ورک که؛ خو په ځان تمرکز وکړه!!🖤
❤15
سقراط وایي: "کله چي زه د خپلي مور په غېږ کي وم، ما فکر کاوه چي نور هېڅ نه سي پېښیدای..."

شکسپیر وایي: "په دې نړۍ کي د مور تر غیږي لوی او آرام ورکونکی بالښت نسته."

جبران خلیل جبران وایي: "مور په دې ژوند کې هر څه دي، په غم کي تسلي، په مایوسۍ کي هیله، او په کمزورۍ کي ځواک."

ژان ژاک روسو وایي: "که زما په یوه لاس کي دنیا وي او په بل کي مي مور، نو زه به خپله مور انتخاب کړم."

ژباړه: #شُبیر
❤13👍1
کله چي د روانشناسۍ د عالم او لیکوال، ایرک هوفر څخه وپوښتل سوه چي "د قومونو لپاره افیون څه شی دی؟"

هغه ځواب ورکړ:
"هغه مفکوره چي خلکو ته د ظلم پر وړاندي د زغملو تلقین ورکوي، پرته له دې چي د هغه پر ضد اعتراض وکړي؛ هغوی ته د فقر منلو لارښوونه کوي، پرته له دې چي د هغه د له منځه وړلو هڅه وکړي؛ او هغوی ته دا درس ورکوي چي د خپل برباد حال سره راضي واوسي، پرته له دې چي د بدلولو هڅه یې وکړي—
دا د قومونو لپاره افیون دی."

ایرک هوفر
(لیکوال، ټولنیز روانشناس او سیاست پوه)

ژباړه: #شُبیر
❤6👍1
ما څو ځله په دې موضوع فکر کړی دی چې، "مړینه" يعنې څه، د ژوند سره یې څه اړیکه ده؟
یو ځل ما یو سمندري بېړۍ ولیده، کله چې له ساحل څخه لرې شوه او له نظره پرېوته، نو خلکو وویل چې "لاړه."
ما فکر وکړ چې هلته به یوه بله بندرګاه وي، هلته به همدا بېړۍ ولیدل شي او خلک به ووایي، چې "راورسېده."
شاید همدا مړینه وي؛ د یوه پخواني ژوند پای او د یو نوي ژوند پیل.

#خليل_جبران
#ژباړه
❤7👍7
استبداد په دې سره دوام کوي چې خلک دې ته قانع شي چې ظلم طبیعي دی.
فیلسوفه:سیمون دی بور
❤2
کامو وايي: اړیکې په دو حالتو کې ښکلې کیږي، اول د مشترکو ټکو پیدا کول یا د شباهتونو پیدا کول، دوهم تفاوتونو ته احترام کول.

موږ تر ډیره په اړیکه کې په شباهت یا مشترکو ټکو پسې ګرځو او اړیکه هم په همدې اساس ټینګوو، که چیرې مقابل لوري کې مشترک ټکي ونه وینو نو اړیکه ورسره نه جوړوو.

که غواړئ چې اړیکې مو ښکلې شي په مشترکو ټکو پسې وګرځئ او پیدا یې کړئ. داچې ټولو ټکو کې انسانان سره نه دي یو رقم، نو بله خبره داده چې همدې توپیرونو ته احترام وکړئ نو د یوې ښکلې اړیکې څېښتن به شئ. 🤗
لیکنه:بخت
❤4