شعور
1.96K subscribers
365 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
"بدبختانه، زموږ د خلکو ټول تاریخ یوازې د تصادفونو زېږنده ( پایله) ده؛
تصادفي په چا زړه بایلو، تصادفي له چا کرکه کوو،
تصادفي یو ځای کېږو، تصادفي سره جلا کېږو،
تصادفي جګړو ته ورګډېږو، تصادفي ترې راوځو،
تصادفي نړۍ ته راځو... او په پای کې هم تصادفي له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټوو."

شامي شاعر او لیکوال
" نزار قباني "
❤5
وايي، که څوک دې د لاس نیولو نه و، نو خپل لاس دې په جیب کې دننه کیښږده او مزل ته دوام ورکړه، او که جیب هم نه درلوده، نو لاس دې موټي کې ټینګ او په حوصله مخ پر وړاندې لاړ شه.

خو زه وایم، اصلي خبره د لاس ایښودلو یا نیولو نه ده، بلکې د زغم او ثابت قدمۍ ده. که چیرې ملاتړ درسره نه وي، نو ځان سنبالول زده کړه، ځکه ژوند د درېدو نه، بلکې د پرلپسې تګ نوم دی.

#مهرستان #ژباړه
👍7❤1
ناڅاپه مې ځان په څلوېښت، بیا په پنځه څلوېښت، او وروسته په پنځوس کلنۍ کې وموند! دغه داسې شمېرې وې چې ما نه مخکې اورېدلې وې او نه مې تصور کاوه چې دا دې امکان ولري. ویره را باندې راغله، کله مې چې ولیدل دوکانداران راته «حاجي» وايي، او تنکي ځوانان مې «تره» بولي. خو حالت هغه وخت لا بدتر شو، کله چې مؤدب هلکان په موټرو او بسونو کې پاڅېدل، څو زه د دوی په ځای کې کښېنم.

_احمد خالد توفیق
_ژباړه
👍9
زه د ګڼه ګوڼې ډکو ځایونو، د شتمنۍ او د نسب و نژاد په ویاړیدونکو، ظاهري جوړښت، تشو او بې محتوا خلکو، لنډمهاله اړیکو، او هغو مجلسونو سخت مخالف یم چې له منافقت او دروغو ډک وي.

— فیودر دوستویفسکي
👍7
جبران خلیل وایي!
درې کسان چي باید هیڅکله هېر نه کړل شي.
-هغه څوک چي د سختۍ په وخت کې یې مرسته درسره وکړه،
-هغه څوک چې د سختۍ په وخت کي یې ته یوازي پرېښودلې،
-او هغه څوک چي پر تا یې دغه سختي راوستلې.
ژباړه: فکري انقلاب
❤14
د ممتاز لۀ دوكان مفت ګلونه وړی شی
که څوک خوار وي د ګلونو په بازار کښې

ممتاز اورکزے
#ValentinesDay
❤13
نرګس رنځور دی د شبنم طبیبه لاس یې نیسه!
مـرګـی تـرې وبـاسه یو دم د زېړۍ تبې په شان
★★★
یو کاروان به پرخې پرخې ورته راشي
یو سړی به د نرګس غوندې رنځور وي
ـــــــــ
پ ـ کاروان
❤6
ژان-ژاک روسو د تمدن او ازادي په اړه وایي
انسان آزاد زیږي، خو هر چیرې په ځنځیرونو تړلی وي. تمدن د خلکو لپاره پرمختګ راوړي، خو همداراز، د هغوی فطري ازادي هم ترې اخلي . قوانين، دودونه، او ټولنیز فشارونه، انسان مجبوروي چې د نورو د خوښې سره سم ژوند وکړي،
نه د خپل اصلي طبیعت له مخې .
تاسې کوم کارونه د ټولنې د فشار له وجهې کوئ او کوم مو خپل انتخاب دی؟
❤6
ژوند
د باد په څېر دی، کله نرم او سوړ، کله توند او طوفاني.
ژوند یو فرصت دی، یو سفر دی چې منزل یې نامعلوم دی. څوک یې د خوښۍ په لاره تېروي، څوک یې د غمونو په زولنو کې تړي. څوک د رڼا په لټه کې وي، څوک د تیارې ته درومي.
خو حقیقت دا دی چې ژوند هماغه دی، لکه څنګه یې چې ته درک کوې. که د امید سترګې ولرې، نو هره شیبه یې ښکلا ده. که د ناامیدۍ تورې عینکې واچوې، نو هر څه به درته بدرنګ ښکاري. ژوند ته باید د یوې تحفې په سترګه وکتل شي، ځکه چې دا یواځینی فرصت دی چې موږ ته راکول شوی.
👍4❤2
کله مو چي يو څه له لاسه ورکړي وي، بخښنه غوښتل کفايت نه کوي.
✍:شعور
❤2
د مسافرو قصه

مسافر تل ځي
د کوڅو تیارو ته پناه وړي
د وخت تر زنګ وهلو دروازو تيريږي
او د زړو کیسو وروستۍ پاڼې له ځانه سره وړي.
مسافر تل ځي
خو د یادونو سیوری پرې پراته وي؛
د کړکۍ تر شا یو نابلده بوی
د وروستۍ موسکا انعکاس
د یو نامکمل سلام نیمګړی غږ.
مسافر تل ځي،
خو د چا زړه ته نه رسیږي
د چا انتظار ته بیرته نه راځي
د چا دعا ته غوږ نه نیسي.

#محمود_درويش
#ژباړه
❤8
د هغو رهبرانو پر حال افسوس دی، چې نه پوهېږي، چې دا نړی فاني ده.

(نجیب محفوظ)
❤15
علي الطنطاوي وايي:
زه نړۍ د کتابونو له لارې ګورم.📖
👍10❤1
۱ـ ښايي دا دنیا د بلې دنیا دوزخ وي.

۲ـ د هيچا هم دې ته نه پام کیږي چې ځینې کسان څه ډول عذاب تحمل کوي، تر څو آرام او غلي ښکاره شي

۳ـ کلمې د ایکس د وړانګو غوندې کیدلی شي. کولی شي چې د هر څه درون ته نفوذ وکړي، که چیرې له هغو څخه سم کار واخیستل شي.

۴ـ یو روشنفکر هغه کس دی چې له سک س پرته یو بل جذاب یا په زړه پورې څه کشف کړي.

۵ـ له ژوند څخه مې د منفي انسانانو ویستل په دې معنا نه دي چې ګواکې له هغو نفرت کوم
بلکې په دې معنا دي چې خپل ځان ته مې په احترام قائل شم.

۶ـ دا لږ د شرم خبره ده چې له ۴۵ کاله تحقیق او مطالعې وروسته تر ټولو غوره توصیه چې خلکو ته کولی شم هغه داده چې یو بل باندې رحم وکړي، یو بل سره لږ مهربانه شئ.

آلدوس هاکسلی
لیکنه:بخت
❤8
د ژوند فلسفه

ټولنیز مقام یوازې یو لباس دی، خو ژوند ماهیت دی.

سوالګر او پاچا یو شان ساه اخلي. د دواړو د شتون معجزې ته درناوی وکړئ. هیڅوک ستاسو لاندې نه دي ، دواړو ته یو ډول ستوري د ژوند لاره رڼا کوي.
مقام یوازې یو لباس دی، خو ژوند اصل دی.
شعور
❤7
ریښتینی پوهه

پدې پوهېدل چې تاسو په څه پوهېږئ او په څه نه پوهېږئ، دا رښتینی پوهه ده.
چینایي فیلسوف کنفوسیوس
❤12
د خواهشاتو آس چې د چا بېلارې شي؛ خپله سوارلۍ را غورځوي او تر پښو لاندې یې کوي.
❤10
زویه!
کم اصل خلک وپېژنه
یوه لویه نښه یې دا ده چې احسان فراموشه وي
ستاسې ښېګڼې مسخرې کوي
دوی کم ذاته دي
واټن اخېستو کې دې ګټه ده..
ژباړه
❤14
د نړۍ ټول دردونه هغه وخت ختمېږي کله چې انسان د لالچ، کرکې او ناپوهۍ په ځای پوهه، مینه او مهرباني غوره کړي...:)
«مرغۍ»
❤12