شعور
1.96K subscribers
365 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
له احمقانو سره بحث کول، لکه په مخ چې دې مچ ناست وي، که ته یې وژلی شي او که نه؛خو په هر حالت کې باید څپېړه په خپل مخ وخوري!
" جورج برنارډ شا "
شعور
👍9🥰2
او کله چې فکر کوم هېڅ شی راسره مرسته نشي کولی،
نو ځم او ډبرکيندونکي ګورم، چې ډبرو ته پرته له دې چې کوم درز پکې پيدا شي، سلګونه ضربې ورکوي،
خو بلاخره په 102 ضربه ډبره دوه ټوټې کېږي،
ښه پوهېږم چې دا یواځې هماغه وروستۍ ضربه نه وه
چې د ډبرې د ماتېدو لامل شوه،
بلکې د هغو مخکینیو 101 ضربو زور وو
چې ډبره یې په 102مه ضربه ماته کړه.
نو خبره مې دا کوله چې ستاسې کوچنۍ بریا خلک لنډمهاله بریا بولي، بهرني خلک یواځې پایله یعنې هماغه کوچنۍ بریا ویني، نه هغه بهیر چې تاسې د دې بریا د ترلاسه کولو لپاره تېر کړی، خو تاسې پخپله پوهېږئ چې ستاسې اوسنی پرمختګ د هغو ټولو هلو ځلو پایله ده
چې خلکو ستاسې هره کوچنۍ بریا لنډمهاله بلله.
👍7
"زه تاسو ته په ډاډ سره قسم یادوم او باور درکوم چې ډیر ذهنی پوهه (شعور او احساس) یوه ناروغي ده."
➖دوستوفسکي ❤️

"هغه څوک چې عقل لري، د خپل فعال دماغ له کبله په خوښۍ کې هم بدبختي احساس کوي، خو هغه څوک چې بې خبره وي، په غم کې هم خوشالي ترلاسه کوي."
➖البرټ کاموس ❤️

"که چیرې د نشه یي توکو څخه ډیر زیات استعمال خطرناک وي، نو بې شکه د زیاتې دماغي وړتیاوو بیدارۍ خطرناکه ده."
➖فرینز کافکا ❤️
👍7❤4
کم استعداد لرونکي خلک زيات مغروره، ځان‌ منونکي او متکبر وي. خو دغه ناپوهان تل داسې نور ناپوهان پیدا کوي، چې ورته چکچکې وهي او ستاینه یې کوي.
_اراسموس
👍11
هر چاته غوږ ونیسئ مګر قضاوت ځان ته پریږدئ
ویلیام شکسپیر
👍12
میږي له یو بل سره خبرې نۀ کوي، خو دانې یو ځای راټولوي.
مچۍ هم د خبرو وړتیا نۀ لري، خو کورونه په ګډه جوړوي.
خڅیاکې (توتکۍ) هم له یو بل سره د خبرو اړیکه نۀ لري، خو په یو اتفاق سفر کوي.

یواځې خواړۀ برابروي، په ګوښي ځان کور جوړوي او ګوښی سفر کوي؛ په رښتیا چې انسان د ځمکې پر مخ تنها ترین موجود دی.
ـــــــــــــــ
#سارتر
#ژباړه
👍9
فکر
👍9
خلک پیدا شي، یو بل ته زیان ورسوي، او بیا مړه شي.
شعور
👍13
تاسو پوهېږئ د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې ژوند ډېر سخت دی!
تاسو تېروتنې کوئ، سقوط کوئ، د ناکامۍ سره مخامخ کېږئ، د بېلابېلو مسایلو سره مخامخ کیږئ، ریښتینې دوستان، ملګري پېژنئ، او ډېر دوستان، ملګري مو له لاسه ورکوئ، له حقیقت سره مخ کیږئ، زړه مو څو ځله ماتېږي، خپل ځان له لاسه ورکوئ او بیا پیاوړي کېږئ او دا ستاسو د ژوند تر ټولو غوره کلونه هم دي؛ لکه یوه الماس چې پرې کار کېږي، خو په یاد ولرئ چې الماس هیڅکله نه ماتیږي.
👍13
باور وکړئ
نه لوی درد شته،
نه افسوس، او نه یادونه
هر شی هیریږي حتی لوی محبتونه هم!!!
ــــــ البرټ کامو
ــــــ ژباړن: سرور ژوند
👍7😁2
د پند خبره!
هېڅ شی به تا دومره ژر ونه وژ.ني لکه ستا خپل ذهن .
نو وروره او خورې !
هیڅکله د هغو شیانو په اړوند په ځان فشار مه راوله او تشویش ورته مه کوه چې ستا تر کنټرول لاندې نه وي .❤
#love
#health
#thinking
❤8👍4🔥2
نیکي
انسانیت
❤6👎1
دوستوفسکي په خپل ناول "مسکینان" کښي وایي:

"شاید زه ژر مړ سم، هغه مهال به هیڅوک ما یاد نه کړي او نه به مي پر قبر څوک ودرېږي. ځیني چي ما پېژني، ووايي به چي: ښه او دروند سړی و. او نور به ووايي: کمزوری او سپک انسان و.
زما پاڼه به د ژوند له کتابه څخه واوړي، او زما د راتګ هیڅ نښه به پاته نه وي. ژوند به هماغسي روان وي، نه به پکښي څه بدلون راسي، نه به لمر خپل د راختلو یا لوېدلو عادت بدل کړي.
یوازینی شی چي بدل سوی به وي هغه، زما نه شتون دی.
او بیا ګورم چي ما ټول عمر په اندېښنو کي تېر کړ، د تېر او راتلونکي ویري خوړلی وم، خپل ځان مي هېر کړی و، او د نورو خبرو مي زړه خوړه."

– ناول: مسکینان 🖤

#شُبیر #کتاب
❤7
👍3❤1
بښنه ! یوازې الفاظ نه، بلکې عمل دي
بښنه غوښتل څه اهمیت لري؟ بښنه یوازې الفاظ نه دي.
"زه له تا سره ژوندی یم یا مړی، بیا هم مینه لرم."
بښنه د انساني اړیکو اساسي عنصر دی. دا نه یوازې د غلطیو اعتراف، بلکې د زړونو ترمنځ د قوي اړيکو وسیله هم ده. بښنه غوښتل عاجزي، نرمښت او د بل چا درناوی ښيي.
خو ایوان تورګینیف وايي، بښنه یوازې هغه وخت ارزښت لري، چې له زړه څخه وي او عمل ورسره مل وي. یوازې لفظي بښنه هیڅ معنی نه لري، تر څو چې عملي اقدام ونه ښيي چې شخص خپله تېروتنه درک کړې.
همدا راز، "زه له تا سره ژوندی یم یا مړی، بیا هم مینه لرم" دا پیغام ورکوي چې حقیقي مینه او بښنه باید ریښتینې، ژوره او له عمل سره مل وي، نه یوازې خبرې.
ژباړه: شعور
❤5
قدرت، قانون او حقیقت!

که ستا په لاس کې تومانچه وي، او زما په لاس کې هم تومانچه وي،
نو موږ کولای شو د قانون په اړه خبرې وکړو.

که ستا په لاس کې چاقو وي، او زما په لاس کې هم چاقو وي،
نو موږ کولای شو د اصولو او ضابطو په اړه بحث وکړو.

که موږ دواړه تش لاسونه یو،
نو موږ کولای شو د تمدن او اخلاقیاتو خبرې وکړو.

خو… که ستا په لاس کې تومانچه وي، او زما په لاس کې یوازې چاقو وي،
نو حقیقت به ستا په لاس کې وي.

او که ستا په لاس کې تومانچه وي، او زما په لاس کې هېڅ نه وي،
نو دا تومانچه یوازې یو وسله نه، بلکې زما ټول ژوند دی، چې ستا د رحم او کرم لاندې دی.

قدرت او مساوات:

قانون، اصول، اخلاق او تمدن یوازې هغه وخت ارزښت لري، چې ټول سره برابر وي.
خو د دې نړۍ تريخ حقیقت دا دی، چې کله د شتمنۍ خبره راشي، نو حقیقت چوپېږي.
او کله چې د قدرت خبره راشي، نو شتمني شاته درېږي او د موقعې انتظار کوي.

هماغه خلک چې قوانین جوړوي،
اکثر هماغه خلک یې ماتوي،
ځکه دا قوانین یوازې د کمزورو لپاره زولنې دي،
او د زورورو لپاره وسلې!
❤7
👍2
هر ټولنه کې باشعوره خلک وي،
چې له دودیز فکر څخه بېل سوچ کوي،
خو ټولنه یې نه مني.
ژباړه: شعور
❤10
وروسته درسره خبري کوم، وروسته درته زنګ کوم. وروسته درسره وینم. وروسته درته وایم.
هر څه وروسته ته پریږدو خو وروسته مو هیریږي، چ وروسته بیا په موږ پسي تعلق نلري. وروسته مو بیا دوستان زموږ سره نه وي. وروسته به یې نه غږ اورو او نه به یې هم لیدلی شو.
وروسته یوازي خاطرې دي.
وروسته ورځي او شپې دي چ میاشتي او کالونه شي.
وروسته هغه خنداوي دې چ په غم بدلیږي، هغه ژوند دی چ په مرګ بدلیږي.
آه! وروسته به بیا ډیر ناوخته وي…
لیکنه:درمان
😭5❤2
د ناپوهانو اړوند د لویو فیلسوفانو نظریات:

1. سقراط:
سقراط به ویل چې ناپوهان د پوهې د کمښت له امله ځان پوه ګڼي. هغه باور درلود چې ناپوهان ډېری وخت د هوښیارانو په خبرو نه پوهېږي، نو پر هغوی مسخره کوي. سقراط په دې باور و چې دا ډول خلک د خپل ځان نه پوهېدلو له امله په نورو هوښیارانو ملنډې وهي.

2. افلاطون:
افلاطون په "جمہوریت" کتاب کې ویلي چې هغه خلک چې په ناپوهۍ کې ژوند کوي، د هوښیارانو په خبرو نه پوهېږي، نو پر هغه خندل یې عادت ګرځي. هغه باور درلود چې هوښیاران له همدې امله له ځانونو سره یو ډول ژوره پوهه او تحلیل ساتي چې له دې ډول کسانو څخه ځان وساتي.

3. ارسطو:
ارسطو ویل چې ناپوهان ځکه د هوښیارانو په خبرو ملنډې وهي چې دوی د حقیقت او منطق په اړه لږ فکر کوي. هغه باور درلود چې ځینې خلک فطرتاً د عقل او هوښیارۍ له لارو څخه ځانونه لرې کوي، ځکه یې له حقیقت سره مینه نه وي.

4. نیچه:
نیچه به ویل چې د کمزورو خلکو یوه ځانګړنه دا وي چې هغوی مد قدرت او عقل په وړاندې د تمسخر او انکار چلند غوره کوي. هغه باور درلود چې داسې خلک د خپل ناڅاپي غرور له امله لوی فکرونو تمسخر کوي.

✍️تاسو څه فکر کوی•
👍6❤2