شعور
1.96K subscribers
365 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
دوستوفسکي:
"شاید زه ژر مړ شم، هغه مهال به هیڅوک ما یاد نه کړي او نه به مې پر قبر څوک ودرېږي. ځیني چې ما پېژني، وبه وایي چې: ښه او دروند سړی و او نور به ووايي: کمزوری او سپک انسان و.
زما پاڼه به د ژوند له کتابه څخه واوړي او زما د راتګ هیڅ نښه به پاتې نه وي ژوند به هماغسې روان وي، نه به پکې څه بدلون راشي، نه به لمر خپل د راختلو یا لوېدلو عادت بدل کړي.
یوازینی شی چې بدل شوی به وي هغه، زما نه شتون دی.
او بیا ګورم چې ما ټول عمر په اندېښنو کې تېر کړ، د تېر او راتلونکې ویرې خوړلی وم، خپل ځان مې هېر کړی و او د نورو خبرو مې زړه خوړه."
👍6
مشهوره خبره ده چې: هیڅکله له خنزیر سره په خټو کې مه لوبیږئ؛ تاسې به چټل شئ، خو هغه به له دې څخه خوند اخلي.

دا مانا لري چې هیڅکله له داسې اشخاصو سره بحث، معامله، خبرې، وضاحت یا د پوهولو هڅه مه کوئ چې ستاسې له فکري، ادبي یا اخلاقي معیاره سره سمون نه لري.
د داسې خلکو سره بحث کول یوازې ستاسو وخت او انرژي ضایع کوي، ځکه نه یوازې دا چې ته به پخپله بېځایه ستړی شې، بلکې هغوی به هیڅ زدکړه ونه کړي او برعکس، له دې وضعیته څخه به خوند اخلي.

نو خپل وخت او انرژي په هغو خلکو مصرف کړئ چې ستاسې ارزښت درک کوي او ستاسې له معیاره سره مناسب وي.

ژباړن:فکري روزنه
❤6👍1
❤3
فارمي خدايان
ـــــــــ
دوي غواړي
گلان لۀ خوشبويانو لاسونه ومينځي
پسرلی لۀ شينکيه ريزائن ورکړي
وږمو ته لُومې کېږدي

زندگي له امردپرست مذهب سره
همبسترۍ ته اړ کړي
حاملې عقيدې وَروزي
فارمي خدايان پروموټ کړي

دوي غواړي
چې د آسمان رايه په بيعه واخلي
سړيتوب د کرايې په ټـټو بدل کړي
د تاريخ برېن واش وکړي

د نفاق لنگې سپۍ ته سترگې تورې کړي
خلق د يؤ بل په سيورو وتوکي

دوي غواړي
د سپوږمۍ رڼايي، فحاشي ثابت کړي
دَ لمر واگې په لاس کې واخلي
لۀ هوا سره دَ نخترو نڅا ډمتوب وگرځوي

د وطن کاڼي بوټي ئې تسبيحات ووايي
غرونه ئې په پښو پرېوځي
چينارونه په سجدو پرېوځي

دوي غواړي چې
سندره شټل کاک واغوندي
او نظم دې ږيره پرېږدي

ــــــــــــــــــ
شفق اپریدی
❤4
"څوک چې یوازې د خپل ګټې لپاره ملګرتیا کوي، هغه نه ملګری دی، نه خوږ یار، بلکې د فرصتونو سوداګر دی!"
ژباړه: شعور
👍6❤4
"ښځه د پخلنځي او ناست خونې دیوالونو ترمنځ زنداني کوي،بیا حیران وي چې فکر یې ولې محدود دی.
د هغې وزرې پرې کوي، بیا شکایت کوي چې ولې الوتلی نه شي."

"سیمون دي بوفوار"
👍6❤3👏1
عقلاني سوچ

“د مریتوب نړۍ سره د مقابلې یوازینۍ لار دا ده چې دومره بشپړه آزاده شې چې ستا موجودیت پخپله د بغاوت یو عمل وګرځي .”

فیلسوف البرت کاموس
❤6👏1
د شراب پلورنځي مخې ته ؤلاړ ملا خلکو ته ؤؤیل چې شراب مه څښئ، ګناه اؤ جرم دی! هڅه یې کؤله چې خلک شرابخونې ته لۀ ؤرننوتلو منع کړي. دا ؤخت یؤ سړي د شراب خونې لۀ درؤازې راؤؤت، ملا ته یې وویل: اې ملا صیب! تا کله څښلي؟ ملا د نۀ ځؤاب ؤرکړ چې نۀ هېڅکله نۀ. سړي ؤؤیل، راځئ!!
تاسې یؤ ځل دا ؤڅښئ، که یې خؤند درنکړ، تردې ؤروسته به یې زۀ هم نۀ څښم. ملا ؤرته ؤؤیل چې سمه ده؛ خو پۀ دې شرط چې ماته به یې د چای پیاله کې راؤړئ؛ تر څو خلک راباندې د شرابي فکر ؤنۀ کړي اؤ دا ؤنۀ ؤایي چې پلانی ملا شرابخور دی. سړی شراب پلورونکي ته ؤرغی اؤ ؤرته یې ؤؤیل چې د چای پۀ پیاله د ویسکي دؤه ګوټه ؤاچؤه. شراب خرڅؤؤنکي ،پوښتل:«آیا ملا بیا راغلی؟».

سعادت حسن منټو
روح دې ښاد وي.
❤7😁5👏1
شعور pinned Deleted message
"موږ داسې وخت کې ژوند کوو چې چیرې د ژوند کولو څخه ویره لرو، چیرې چې انسانان د پوهې لرونکې مخلوق ګڼل ستونزمن دی، او هر چېرته چې موږ ګورو، یوازې ظلم او جاهلیت زموږ سترګو ته راځي."
(زندانونه چې موږ پکې د اوسیدو انتخاب کوو)
ډوريس لیسنگ
ژباړه: شعور
❤9👍1👏1
هر هغه احساس یا فکر چې ته یې په خپل اندرون کې پټ ساتې، د وخت په تیریدو سره به دې حتمن د وجود یوه برخه وخوري.
#ژباړه
❤7👍1👏1
ته الماس یې!

د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۳۵ کلنۍ پوري ژوند ډېر سخت دی. ته تېروتني کوې، سقوط کوې، د ناکامۍ سره مخامخ کېږې، د بېلابېلو مسایلو سره مخامخ کیږې، ریښتیني دوستان، ملګري پېژنې، ډېر دوستان، ملګري دي له لاسه ورکوې، له حقیقت سره مخ کیږې، زړه دي څو ځله ماتېږي، خپل ځان له لاسه ورکوې او بیا پیاوړی کېږې؛ خو دا ستا د ژوند تر ټولو غوره کلونه هم دي؛ لکه یو الماس چي صیقل کېږي، خو په یاد ولره چي الماس هیڅکله نه ماتیږي.

#_روان_شناسی
❤9🥰1👏1
پۀ دې دور هیچا ته دا مۀ محسوسوه چې زۀ تاته ډېره اړتیا لرم ـ
ژباړه: شعور
💯9❤1👍1👏1
موږ نه غواړو له دیني خلکو سره د مرګ وروسته جنت په اړه شخړه وکړو، زموږ هدف دا دی چې دا دنیا د ټول بشر لپاره جنت کړو.
— کامریډ لینن
✍️: شعور
❤3👏2
محمد العدوی څه ښه دعا کوي؛
"یا رب! لا تعلق قلبی بما لیس لی"
اې خدایه!
زړه مې له هغه څه سره مه تړه چې زما نه دي.
✍️ شعور
👍7🥰3🔥1🤝1
"یو بل بغدادي پير هم مسلمان شو. زه نه پوهیږم چې دا خلک د مسلمانانو له کومو کړو وړو متاثر شوي دي؟"
شعور
😁5🥰4
کاش ځینې خلک خپلې خبرې وڅښي، ترڅو د هغوی تریخوالی درک کړي.!
❤14🥰1👏1
که غوښتل يې چې پوه شي !
پوهیدلی شووو.
ډير څه لازم نه دي چې انسان يې په ژبه وؤايي ..
🖋️ شعور
❤7👍5👏1
که ولوېږې، حتی تر ټولو کمزوري کسان به هم درباندې رحم ونکړي.
نو ښه ده چې په خپل دریځ ومرې!
🖋️ شعور
❤6👍5👏3
کله چې ما د طب په برخه کې زده کړې کولې، یوازې مې غوښتل بریالی شم، تر هغه چې مې د کارل مارکس اثار جدي ولوستل.
پوه شوم چې د شهرت او طبابت نه هم مهم شيان شته.
بیا مې درک کړه چې یو ډاکټر باید انقلابي وي. ❤
- ډاکټر ارنستو چګوارا
🖋️ : شعور
❤14💯4👍1🔥1