شعور
1.96K subscribers
364 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
یوازیتوب هم زده کړئ ..!
ځکه چې
ډیر خلک د اوږدو اړیکو د پاللو وړتیا نلري. !
🖋️: شعور
❤10👏2
داغونه
یوه هلک ته چې همیشه به په غصه کېده، پلار د مېخونو کڅوړه ورکړه، او ورته یې وویل: هر وخت چې په قهر شې، د لرګي په دېوال کې یو مېخ ټک وه.
په اولې ورځ هلک اووه ویشت مېخونه ټک وهل. دا شمېر وار په وار کمېده، ځکه د مېخ ټک وهل د قهر ایسارول اسان وو. اخر داسې وخت راغی چې هلک نه په قهرېده.
دغې وخت پلار زوی ته وویل: اوس نو هره ورځ یو مېخ راباسه.
زوی د مېخونو په را ایستلو پیل وکړ، او هغۀ ورسېده چې په لرګیو باندې هېڅ مېخ پاتې نه و.
پلار زوی ته وویل: دلته اوس هېڅ مېخ نه دی پاتې، مګر نخښې یې پاتې دي.
غصه هم دغسې وي. که یو چا ته تونده خبره وکړې او وروسته هر څومره بخښنه وغواړې، خو هغه په زړۀ کې یې داغ پاتې وي.
📚: د زرو هېندارو کور
ژباړن: اسد الله غضنفر
🖋️: شعور
💯6❤3👏1
موږ د ګمراهۍ په سمندر کې هغه کوچني کبان یو،چې یوازې پوهه/علم مو له دې بحر څخه ویستلی شي.
🖊️: شعور
❤8👏2👎1
کوم کس چي کوښښ کوي په زور ځان غالب وښيي تر بل هروخت د نفرت وړ ګرځي.
جبران خليل
🖋️: شعور
❤4👏2
د وخت امپراتوري ستاسي د "شعور" څخه ویره لري نه ستاسي له شور.
✍️: شعور
❤2👏1
یوازې د انسان خپله سوچ ده چې هغه له پرمختګ څخه درولی شي. ❤️
🖊️: شعور
❤9👏2👎1
خاموشي/چوپتیا هغه درس دی،چې د ژوند له ډېرو ازموینو څخه زده کېږي.
" لوئس سینیکا"
✏️: شعور
❤7👍2👏1
یو کارکوونکی خپل د دفتر مدیر ته ورځي او ورته وایي چې زه نور په دې دفتر کې کار نه کوم، ځکه چې دلته هر کس د بل غیبت کوي، ټوکې کوي او پر سیاسي مسایلو بحث کوي.

مدیر یې ورته وایي چې سمه ده، کار مه کوه؛ خو که زما دا اخیري خبره دې ومنله، ته به په کور ناست یې او زه به تنخوا درلېږم. کارکوونکي ورسره ومنله.

مدیر ورته وویل چې یو ډک ګیلاس اوبه واخله او په ټول دفتر کې درې ځلې وګرځه؛ خو پام دې وي چې یو غړپ اوبه هم درځنې توی نه شي.

کارکوونکی روانېږي، دفتر کې درې ځلې ګرځي او بېرته د مدیر شعبې ته له ډک ګیلاس سره راستنېږي. مدیر ترې پوښتنه کوي چې څو کسه دې په غیبت ولیدل؟ څو کسان دې ولیدل چې ټوکې کوي؟ څو کسانو پر سیاسي مسایلو بحث کاوه؟

کارکوونکی هک پک شي. مدیر ورزیاتوي چې که خپلې موخې وڅارې، خپل کار سره کار ولرې، د منفي خلکو او منفي فکرونو څخه لاس واخلې، بریالی کس به شې. که ته دنده خوشې هم کړې، ذهن چې دې په منفي شیانو روږدی کړی وي، هر ځای کې به درته منفي شیان ښکاري.

#ذهن
#افکار
❤6👍2👏1
❤2👍2
په ژوند پوهیدل

که غواړئ پوه شئ چې ژوند څه دی تاسو باید درې ځایونه خامخا وګورئ :
روغتون.
بندي خانه.
هدیره.

په روغتون کې ، تاسو پوه شئ چې تر روغتیا هیڅ بل شی ارزښتمن نه دی.

په بندي خانه کې ، تاسو وګورئ چې آزادي تر ټولو شیانو ګران بیه ده.

په هدیره کې ، تاسو پدې پوه شئ چې ژوند هیڅ ارزښت نه لري ، په هغه ځمکه چې نن ورځ ګرزو ، سبا ته په زموږ د پاسه بام وي .

بشپړ ژوند وکړئ.
نه پوهیږو چې سبا به څه پیښ شي .
❤8
ژوند را زده کړل، چې کله یو څوک بدل شي، د ژوند ټولو چارو ته وخت ولري خو ستا سره د خبرو لپاره وخت ونه مومي نو غلي یې له ژوند او له نړۍ ووځئ.
دا ترې مه پوښتئ چې ولې، څنګه یا کله ...؟
بس ترې لاړ شئ او د یادونو په ډېري یې پرېږدئ.
یوه ورځ به د غفلت له خوبه را پاڅي او بیا به ستاسې په لټون سر شي.
شعور
❤6
تنهایي هم ښه وي؛ ډېر کله مو د روح له زخمي کېدو بچ کوي.
مارک ټوېن به ویل:
"څومره چې له خلکو خبرېدم، هومره مې له خپل سپي سره مینه زیاتېده."
#موډ
#تنهایي
🖋️: شعور
❤10💯6
❤3👍1
❤2👍2
صادق انسان
په ورځ کې څلوېښت حاله کېږي
دا منافق انسان دی
چې څلوېښت کاله په یو حال وي.
- حضرت جُنید بغدادي'رح'
🥰5❤4👍1👏1
کوم خلک چې دې خپلې شخصي ګټې په خاطر خپل دریز بدلولای شي هغه خلک خپل عقاید هم پلورلای شي.!
#دې_رواني_لیکوال_یاداشت
🖊️: شعور
❤1
هر ويده ،ويده نه پاتې کيږي او هر کله چي وي ويښيږي .
قيام الدین خادم
🖋️: شعور
❤6👍1👏1
ویکتور هوګو وایې!
چې زه د خپل یو بالښت په بدلولو سره تر سهاره خوب نشم کولې. نه پوهیږم چې دا خلک د وجدانونو او څیرو په بدلولو او خیانت کولو سره څنګه ارامه ویده کیږي؟
✍️: شعور
❤9👍2🥰2👏2
څوک چې خپلې خبرې نه مني مجبور دی د نورو ومني، او څوک چې په خپله خوښه ژوند نه کوي؛ مجبور دی د نورو په خوښه یې وکړي.
👤 نیچه
✍️: شعور
👍6🥰6👏3❤2