شعور
1.96K subscribers
364 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
کله چې غازي امان الله خان اروپا ته سفر وکړ، د پاریس ښاروال د هغه د ښه راغلاست په وینا کې وویل:
"که چیرې موږ پاریس ستاسو په نوم ونوموو، بیا هم د نړۍ د داسې ستر شخصیت حق به مو نه وي ادا کړی."
شعور
د ازادئ او خپلواکۍ اتل شاه غازي امان الله خان
❤11🥰4
يو ځای داسې راځي
چې انسان خپل احساس پريږدي
يو ځای داسې راځي
چې سړی ځان‌وژنې ته لاس وراړوي
نه داسې چې چاړه راواخلي او رګ پرې کړي
نه...
دی د خپل احساس ويل پریږدي
او دا تر ټولو غمجنه ځان‌وژنه ده.
***
موږ د دردونو د زغملو لپاره پيدا شوي يو
خو بيا هم د خوند په لټه يو
دا بايد ومنو
چې د ژوند دوام لپاره يوازينۍ لاره دا ده
چې له هماغه رنځونو خوند واخلو
او ويې زغمو.

ــ چارلز بوکاوسکي
ژباړه
❤10👏2
کله چې ټوپک د یوه باخبره او باوجدانه باشعوره انسان په لاس کې وي، نو یوازې انسانان نه، بلکې حیوانات هم د هغه په سیوري کې د خوندیتوب احساس کوي."
شعور
❤20👍4
بېوزلي نه مجبوریت دی او نه الهي حکم؛ بلکې د خلکو د ژوند له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي شرایطو څخه رامنځته کیږي.
کارل مارکس
❤10👍2
"هغه ټول خلک چې خپله خوشالي یې له نورو سره وتړله، په یوازیتوب کې مړه شول،
نو ځکه:
خپل ځان ټینګه غېږ کې ونیسئ، ستاسې لاسونه به تاسو سره خیانت ونه کړي."
– دوستایوفسکي
شعور
❤8
انسان په نړۍ کې د هیڅ کار څخه دومره نه ستړی کېږي، لکه څنګه چې د خلکو د چلند او احساساتو شدت څخه ستړی کېږي.
شعور
❤9
یو ځای مې ولوستل!
کله چې داود خان د افغانستان رئیس جمهور شو، دوه کلونه وروسته د قطر هېواد لۀ افغانستان غوښتنه وکړه چې موږ ته باید بشري قوه راکړئ نو داود خان وویل موږ افغانان دښتو ته نۀ استوو...

لاندې انځور پۀ ۱۹۷۶ م کال کابل دی، یاده مېرمن د جرمني سفارت ډیپلوماته ده چې خپل ماشوم تر ښوونځي رسوي، کله چې افغانستان د نورو هېوادونو سره پۀ یؤ نقش قدم روان ؤ، هغه وخت د افغانستان پاسپورت پۀ درجه اول پاسپورتونو کې راتلو، کله چې افغانان جرمني ته تلل نو ارایول ویزه به یې ورکوله البته ټیکټ به دې اخیست ویزه به یې همالته د جرمني میدان هوایي کې درکوله.
څۀ ؤ څنګه شولو!؟
شعور
😭14❤3👍1
زه چې خفه شم سندرې وایم، بیا پوه شم چې غږ مې تر ستونزو هم بدرنګه دی، بېرته ځان سره وخاندم.
جورج برنارډشاو
شعور
❤13
د انسان ژوند او تاریخ لکه د فلم یوه برخه ده؛ ځینې برخې یې خوندورې، سکون راوړونکې او الهام‌بښونکې وي، ځینې برخې یې خوږې، دردناکې او د زغم وړ وي. که له آدمه تر دې تمه تاریخ ولولو، پوهېږو چې څوک ښه و، څوک بد، چا شخصي ګټې پاللې او چا ملت او تاریخ.

کله چې نړۍ د استعمار په جګړو کې بوخته وه، افغانستان هم له دې اغېز څخه بې برخې نه و. ۱۰۶ کاله وړاندې هېواد مو د زبرځواکونو له ماتېدو وروسته ازاد شو، خو دا ازادي هغسې نه وه لکه د نړۍ نورو برخو کې.
د یو اباد افغانستان هیله لرو، چې هر افغان له خوبه ویښ شي او خپلو هیلو پسې لاړ شي.
🖋️: شعور
❤10
په دې نړۍ کې زمونږ ټولو ترمنځ
مشترک ټکی دادی!؟؟
چې ټول دیو له بله استفاده کوو
خو! ځینې یې بایلې او ځینې یې ګټې.
ویکتور
🖋️: شعور
❤11
«راتلونکی نه لرم، حتا اټګل هم نشم کولی چې څه به را باندې راشي. تېر ته په ور کتلو هم ډارېږم. تېر مې له دومره بدبختئ ډک دی چې یوازې را یادول یې زما د زړه د ټوټه ټوټه کېدو لپاره بس دی»
شعور
❤8😢6
ستا دروند بار ستا له خالي کولمو پرته بل هېڅوک نشي پورته کولی، نور ټول یوازې ستا په کیسه ځان پوهول غواړي او بس! .
"نجیب محفوظ"
✍️: شعور
❤8
یو ورځ به موږ خپل ژوندون وګورو او ومومو چې د نورو سره موجودیت سره سره موږ ټول عمر یوازې وو.
فرناندو پیسوا
شعور
❤8
يو وفادار ملګری
د لسو زرو خپلوانو څخه هم زيات ارزښت لري
عليزي
❤14👍5
دا د افسوس وړ ده چې د یو ښه وطنپال کیدو لپاره باید د نورو انسانانو دښمن شي.
🖋️: عليزي
ولټیر
❤11👍2💔2
که موږ د تیر او اوسني وخت ترمنځ شخړه پرانیزو، نو موږ به ومومو چې راتلونکی مو له لاسه ورکړی دی.
وینسټن چرچل
🖋️: عليزي
❤6
د نړۍ په ګڼه ګوڼې کې د انسان تر ټولو لومړی کار، لومړی خپل ځان موندل دي.
خلک وایي له انسانانو د دردونو تر تېرولو وروسته شریف او پاک خلک جوړېږي، خو درواغ دي؛
درد فقط انسان بې‌رحمه کوي
👎4
د انسانیت د ژغورلو لپاره باید یو څه وشي! یوه غوره نړۍ ممکنه ده!
فیډل کاسټرو
عليزي
👍6❤5
هیڅوک نشي کولی چې ډیر وخت باغي پاتې شي پرته له دې چې په یو مستبد واکمن بدل شي.
لارنس ډریل
عليزي
❤9
‏د انټرنېټ تر بندښت پورې!
په عثماني خلافت کې د ۱۷ او ۱۸ مې پېړۍ پر مهال لسګونه کلونه د دې پوښتنو په شخړه تېر شول: پوځي یونیفورم روا دی که نه؟ د چاپ ماشین، برښنا او تلیګراف کارونه د کفر سره مشابهت لري که څنګه؟ د معاصرې درملنې او ساینس پایلې حلالې دي که نه؟ همدغه بې ګټې بحثونه او داخلي شخړې وې چې د کفري یرغلګرو لپاره یې زمینه برابره کړه او خلافت یې له واکه وغورځاوه. له بده مرغه نن هم هماغه ترخه تجربه تکرارېږي.
نن انټرنېټ ـ چې د ټکنالوجۍ روح بلل کېږي ـ د حرمت او منکراتو په نوم بندوو. دنیوي زده‌کړې مباح ګڼو، خو د ښځو تعلیم ته بیا د "حرام" کرښې راکاږو. دا ډول تناقضات زموږ د زوال اصلي لاملونه دي. تاریخ د عبرت لپاره دی، که نه پایله یې بیا هغه ده: وروسته پاتې کېدل او بې‌سرنوښتي.
علیزی
😭9❤5👏3