يو ځای داسې راځي
چې انسان خپل احساس پريږدي
يو ځای داسې راځي
چې سړی ځانوژنې ته لاس وراړوي
نه داسې چې چاړه راواخلي او رګ پرې کړي
نه...
دی د خپل احساس ويل پریږدي
او دا تر ټولو غمجنه ځانوژنه ده.
***
موږ د دردونو د زغملو لپاره پيدا شوي يو
خو بيا هم د خوند په لټه يو
دا بايد ومنو
چې د ژوند دوام لپاره يوازينۍ لاره دا ده
چې له هماغه رنځونو خوند واخلو
او ويې زغمو.
ــ چارلز بوکاوسکي
ژباړه
چې انسان خپل احساس پريږدي
يو ځای داسې راځي
چې سړی ځانوژنې ته لاس وراړوي
نه داسې چې چاړه راواخلي او رګ پرې کړي
نه...
دی د خپل احساس ويل پریږدي
او دا تر ټولو غمجنه ځانوژنه ده.
***
موږ د دردونو د زغملو لپاره پيدا شوي يو
خو بيا هم د خوند په لټه يو
دا بايد ومنو
چې د ژوند دوام لپاره يوازينۍ لاره دا ده
چې له هماغه رنځونو خوند واخلو
او ويې زغمو.
ــ چارلز بوکاوسکي
ژباړه
❤10👏2
یو ځای مې ولوستل!
کله چې داود خان د افغانستان رئیس جمهور شو، دوه کلونه وروسته د قطر هېواد لۀ افغانستان غوښتنه وکړه چې موږ ته باید بشري قوه راکړئ نو داود خان وویل موږ افغانان دښتو ته نۀ استوو...
لاندې انځور پۀ ۱۹۷۶ م کال کابل دی، یاده مېرمن د جرمني سفارت ډیپلوماته ده چې خپل ماشوم تر ښوونځي رسوي، کله چې افغانستان د نورو هېوادونو سره پۀ یؤ نقش قدم روان ؤ، هغه وخت د افغانستان پاسپورت پۀ درجه اول پاسپورتونو کې راتلو، کله چې افغانان جرمني ته تلل نو ارایول ویزه به یې ورکوله البته ټیکټ به دې اخیست ویزه به یې همالته د جرمني میدان هوایي کې درکوله.
څۀ ؤ څنګه شولو!؟
شعور

😭14❤3👍1
د انسان ژوند او تاریخ لکه د فلم یوه برخه ده؛ ځینې برخې یې خوندورې، سکون راوړونکې او الهامبښونکې وي، ځینې برخې یې خوږې، دردناکې او د زغم وړ وي. که له آدمه تر دې تمه تاریخ ولولو، پوهېږو چې څوک ښه و، څوک بد، چا شخصي ګټې پاللې او چا ملت او تاریخ.
کله چې نړۍ د استعمار په جګړو کې بوخته وه، افغانستان هم له دې اغېز څخه بې برخې نه و. ۱۰۶ کاله وړاندې هېواد مو د زبرځواکونو له ماتېدو وروسته ازاد شو، خو دا ازادي هغسې نه وه لکه د نړۍ نورو برخو کې.
د یو اباد افغانستان هیله لرو، چې هر افغان له خوبه ویښ شي او خپلو هیلو پسې لاړ شي.
🖋️: شعور

❤10
که موږ د تیر او اوسني وخت ترمنځ شخړه پرانیزو، نو موږ به ومومو چې راتلونکی مو له لاسه ورکړی دی.
وینسټن چرچل
🖋️: عليزي
وینسټن چرچل
🖋️: عليزي
❤6
د انټرنېټ تر بندښت پورې!
په عثماني خلافت کې د ۱۷ او ۱۸ مې پېړۍ پر مهال لسګونه کلونه د دې پوښتنو په شخړه تېر شول: پوځي یونیفورم روا دی که نه؟ د چاپ ماشین، برښنا او تلیګراف کارونه د کفر سره مشابهت لري که څنګه؟ د معاصرې درملنې او ساینس پایلې حلالې دي که نه؟ همدغه بې ګټې بحثونه او داخلي شخړې وې چې د کفري یرغلګرو لپاره یې زمینه برابره کړه او خلافت یې له واکه وغورځاوه. له بده مرغه نن هم هماغه ترخه تجربه تکرارېږي.
نن انټرنېټ ـ چې د ټکنالوجۍ روح بلل کېږي ـ د حرمت او منکراتو په نوم بندوو. دنیوي زدهکړې مباح ګڼو، خو د ښځو تعلیم ته بیا د "حرام" کرښې راکاږو. دا ډول تناقضات زموږ د زوال اصلي لاملونه دي. تاریخ د عبرت لپاره دی، که نه پایله یې بیا هغه ده: وروسته پاتې کېدل او بېسرنوښتي.
علیزی

😭9❤5👏3