شعور
1.96K subscribers
364 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
غؤاړم چې دا شاوخؤا مې ټول خلک چوپ شي. اړتیا لرم،چې ټول موجودات چوپتیا ته لاړ شي؛ تر څو د زړۀ دغه ؤېرونکی شور هم پای ته ؤرسېږي.
کامو
❤15
"غؤاړم د یؤې اوږدې مودې لپاره ؤیدۀ
شم؛
ترڅو هېر کړم چې زۀ څوک یم اؤ څۀ پیښ شؤي دي!"
❤15
دوستویفسکي:ډېر کله داسې کيږي؛چې تۀ د خلکو پۀ منځ کې ناست يې، خو ستا روح پۀ چغو ؤي. درته ؤايي، چې دا ځای زما ځای نۀ دی، زما لۀ دې نړۍ سره هېڅ تعلق نشته.
💯8❤3
که پیسې ونه لرئ بې وزلي نه ده، خو که ارمان او هدف ونه لرئ په ریښتیا بې وزلي یاست.
رندی ګیج
❤7👍4
فکر نۀ کؤم چې د غربت اؤ فقر پۀ رقم دې، کوم بل څۀ د انسانانو دومره ډېرې هیلې اؤ ؤړتیاؤې ؤژلې ؤي.
👍9❤4😢1
او په آخیر کې موږ ټول په هغه بلا بدلیږو؛ چې په ماشومتوب کې به ترې ویریدلو.
❤8👎1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ددې ستړې زندګی همدا اوصول دي
ټيټو جګو ته به غر غوندې ولاړ يې
❤6💯1
نزار قباني وایي؛
یو چاته توجه کول تر محبت ورکولو مهم دي.
که یو څوک ماته د توجه کوونکي او محبت کوونکي ترمنځ د انتخاب اختیار راکړي، نو زه به هغه څوک وټاکم چا چې زه په خپله توجه د ځان خواته متوجه کړی یم!
❤12👍3
احمقان د احمقانو له دفاع پرته بل کوم کار نه لري. دنیا د احمقانو جنت دی!
❤9
د زړۀ هره خبره د ژبې پۀ وسیله نۀشي کېدلی، نو لۀ همدې وجې الله ج ساړه اهونه، اوښکې، ستړې موسکا، اوږده خوبونه او د لاسونو رېږدیدا پیدا کړل!
#نزار_قباني
❤15🥰2
هغوی چې نۀ مې خوښیږي؛مېنټ ناستی یې راباندې کال شي!
همېش د ؤرته جبري ناستو سره مخ یم؛ "نۀ"هم نۀ شم ؤیلی!
❤8
لویې ونې ډېر ځله د هغو چینجیو له لاسه را پرېوځي،
چې د همدغو ونو په ډډو کې اوسېږي او تغذیه کیږي…
❤10👍1
Forwarded from ښځه او ټولنه (MiR WaLi Ali ZAI 😥)
که ښځه د هر هیواد وي، هغې ته پروا نه وي چې مېړه یې څوک دی. که مېړه یې ليډر (مشرتابه) وي، جنرال وي یا د مافیا مشر. په ۲۰۱۵ کال کې د نوبل جایزه ګټونکي ترک کیمیا پوه عزیز سنجر وايي چې یوه ورځ له دې جایزې وروسته، زما میرمن را غږ کړ: عزیزه! په کور کې راټول شوی کثافات بهر کوڅې ته واچوه.
ما ورته وویل: زه د نوبل جایزه ګټونکی یم.
هغې بیا را غږ کړ: د نوبل جایزه ګټونکي کیمیا پوه عزیز صاحب! په کور کې راټول شوی کثافات کوڅې ته واچوه!☺️
✍️ ښځه او ټولنه
😁8❤4
د ملګرو په انتخاب کښي محتاط اوسی،ګڼه ګوڼه مه جوړوی، هرڅوک د ملګرتیا وړ نه وي.
”ابوالکلام ازاد
❤17👍5
کامو په خپل کتاب طاعون کې وايي؛ پوه شوم چې د انسانانو د ټولو بدبختیو وجه داده چې صفا او واضیح نه غږيږي، نو ځکه ما پرېکړه وکړه چې صفا خبره وکړم او صفا رفتار وکړم. دې ځای کې کامو د انسان د ټولو بدبختیو وجه دده نقاب او دروغجنه څهره بولي. نه پوهېږم چیرې مې اوریدلي و چې د انسان اصلي مخ یا اصلي شخصیت هغه څه ده کوم چې دی یې ښکاره کول نه غواړي، یعنې دده اصلي شخصیت هغه یو نه دی کوم چې دی ښکاره کوي بلکې هغه دی کوم چې دی نه ښکاره کوي. (ددې اصلي مخ د پټولو تر ټولو ستر لامل ټولنه…بللی شو یعنې دا ټولنه ده چې انسان اړ کوي ترڅو په خپل اصلي مخ یا شخصیت باندې پرده را وغوړوي
❤15👍3
څه ته په تمه یاست؟

دې ته په تمه یاست؟
چې به کاڼه په منډو-منډو راشي
وایي به ودرېږئ او غوږ کېږدئ!
لکه چې نن دا مظلومان او بلهاریان د نړۍ
کومه کیسه کوي؟

دې ته په تمه یاست؟
چې غاصبان او خونخواران د نړۍ
به شرمنده شي او اعلان به وکړي
چې له دې پس مو دا په وینو باندې سرې شتمنۍ
نه تیریږي، نه یې غواړو؟

دې ته په تمه یاست؟
چې به لېوان نور تاسو نه خوري؟
او پر ځای د دې به
تاسو ته خواړه درکوي؟
پړانگان به هم نن د دوستۍ له رویه
بدل او هېښنده طلب وکړي
وایي به راشئ، رانه ایسته کړئ
دا پولادي وحشي تېره غاښونه؟

دېته په تمه یاست؟؟؟

برتولت برشت
❤7😢3
انسان دوه مخه لرې ، یو د ځان په وړاندې او یو د خلکو په وړاندې ، هغه مخ چې د خپل ځان په وړاندې یی لرې هیڅکله نه غواړې هماغه مخ خلکو ته وښایې .
د همدې مخ شاته انسان ، خپلې هیلې، ناکامۍ، عیبونه، ګناهونه، غلطياني، کمزورياني ، فکرونه , نفرت او ان خپله ماضي، یا تیر وخت پټوي.
که چيرته خلک د انسان د همدې مخ په اړه پوه شي نو شاید د انسان حیثیت او ارزښت ته ډیر تاوان ورسوي ، او شاید په ټولنه کې خپل نفوذ له لاسه ورکړې .
همدا مخ نورو ته ښودل د شرم او ټيټوالي باعث کيږې .
مونږ انسانان تل هڅه کوو چې همدا مخ تل همداسي نالیدلی او پټ پاتي شې .
❤10
اګاتا کریسټي خو به پيژنئ
د جاسوسي او جنايي ناولونو ملکه پيژندل کیږي .
یو چا له هغې وپوښتل :
چي تاته د داومره زبردست جرمونه او کیسې څنګه فکر ته راځي؟
هغه موسکۍ شوه او ځواب یې ورکړ:
کله چې زه له ډوډۍ وروسته د خوړو لوښي مینځم دا ساده کار زما ذهن ته د وژنې او جرم فکر راولاړوي.

د هغې په اړه ویل کیږي چې ډیری وخت به یی په حمام کې لیکل کول حمام ته به یی له ځان سره کافي ، چای ، قلمونه ،کاغذونه او ټول د اړتیا وړ شیان وړل ،هلته به د ګرمو اوبو په ټپ کې کیناستله او لیکل به یې کول ، ځکه هغې ویلې چي ګرمي اوبه فکر اراموې او په حمام کې څوک راته مزاحمت نه کوي .
کتابونه یې واقعیت چي ډیر جالب دي ، تاسي یې کوم کتابونه لوستي دي ؟
❤5👎3
«زه د پيسو لپاره مهاجر نه شوم،
بلکې د هغو يادونو له لاسه تښتم
چې وطن کې مې زړه راخوږوي.»
✍️: عليزي
💯6😭3❤1