شعور
1.96K subscribers
364 photos
40 videos
1 file
4 links
Download Telegram
زه بد انسان نه یم،
فقط هر څه چې مې په ریښتیني زړه خوښ شي،
یا یې قسمت راته نه راکوي، یا یې وخت.
✍️: علیزی
😭4😢3❤1
هر څه لږ لږ رانه لرې شول:
هیلې، ملګري، ارمانونه…
او چې پاتې شول؛
یوازې ستړیا وه چې ما هیر نه کړه.
✍️: عليزي
😢7❤1💯1
د نفرت قابل هم نه دی
هغه شخص چې په مینه کې دروغ وایي!
کافکا 🍁
❤5💯3
که رانه وپوښتې!
په انسانانو باور کوې؟ او که په یوازې ځان غر را نړوې؟
وبه وایم: کولنګ لرې که غر په لاس راونړوم.
نن سبا باور د غره له نړولو څخه سخت دی.
❤6💯4
❤6💯2
د کلونو کلونو راهیسې مې دا غوښتل چې د نورو خلکو د اخلاقو اؤ طرز پۀ اساس ژؤند ؤکړم… خو ؤروسته لۀ دې ټولو، یؤ لوی مصیبت راغی. اوس زۀ پۀ دې کنډؤالو اؤ ویجاړو کې ګرځم، بې قانونه یم، ټوټې ټوټې شؤی یم، یؤاځې یم اؤ دا یؤاځېتوب مې منلی دی، خپلې ځانګړې ځانګړتیاؤې اؤ خپلو کمزوریو ته مې ځان سپارلی دی. اوس باید یؤ نؤی حقیقت لۀ سره جوړ کړم؛ ؤروسته لۀ دې چې ټول ژؤند مې پۀ یؤ ډؤل دروغو کې تېر شي .
البرت کامو
👍5
*دردناک حقیقت:*
*په تاریخ کې تر ټولو زیان رسونکي خلک، ناپوهان نه و، بلکې بې‌ملاحظه خلک وو.*
*بې‌ملاحظه‌ توب تر ټولو خطرناکه عارضه ده، چې تر اوسه لپاره یې علمي حل نه دی موندل شوی.*
*بې‌ملاحظه خلک اکثر هوښیار، پوهه او ځیرک وي، خو ځان غرضه، پر نورو بې‌احترامي کوونکي او د حقونو سرغړونکي وي.*
لیکوال: خاویر کرمنت
❤3💯2
*د ژوند هره شېبه په خوند تېره کړه. ژوند یوازې هدف ته رسېدل نه دي.*
*هر عمل د بل عمل پیل دی، نو ښه ده چې د ترسره کولو پرمهال ترې خوند واخلې.*
*لذت ځواک درکوي، باور زیاتوي، او ژوند ته ژور معنی ورکوي.*
*هر کار له خندا او خوښۍ سره وکړه؛ حتی د ساه اخیستل هم.*
*دارن هاردي*
❤8👍1
د انسانانو وژل یوازې پر سر د وسلې نیولو او پر هغوی د بم غورځولو مانا نه لري، او نه هم یوازې په جګړه یا فزیکي قتل پورې محدود دي. ځینې وختونه موږ انسانان ډېر ورو، په چوپتیا او بې‌غږه توګه وژنو. کله چې له یو چا د خوښۍ او ارزښتمن کېدو احساس واخلو، هغه کس د خپلو ټولو ښو احساساتو د له منځه وړلو پر لور ګام اخلي. کله چې د یو انسان د ارزښت احساس تخریب کړو، هغه ورو ورو پر خپل ځان شک پیلوي، له څه مودې وروسته نور ورته ځان ښه نه ښکاري، پر خپل ځان رحم نه کوي، او د شک او دروني ځان‌ملامتۍ په یوه دوامداره حالت کې بند پاتې کېږي.
❤9
*وخت هر څه حل کوي*
*هغه څه چې پاتې کېږي، پاتې کېږي. هغه څه چې نه کېږي، ترسره کېدلای نشي. وخت ډېر شیان حل کوي، او هغه چې وخت یې حل نه شي، باید ته یې حل کړې.*
*هیله مه بایله*
*له ټولو حیرانوونکو شیانو مخکې، هغه دقیق وخت کې واقع کېږي کله چې هیله له لاسه ورکول غواړې.
❤10
زه د خپل ډېر ژور احساس له امله، حتا د بې‌روحه شيانو احساسات هم اټکلولی شم.
2025 کال اخري ليکنه او عکس
❤15
ماته ژوند وښودله
چې انسان کله کله ژوند نه بایلي،
بلکې یوازې د ژوند خوند ترې پاتې شي.
۲۰۲۶ ته ځم…
له زخمي زړه سره، خو لا روان یم.
✍️: علیزی
😭9❤6
سړي ډېر کله په خپله خاموشۍ کې دفن کېږي
نه ګیله او نه هم د درد اظهار
دوی پر خپلو اوږو د دنیا غم او مسئولیتونه اخلي
په څېره مسکا ساتي
تر څو د کورنۍ سکون برقرار وي
خپل خوبونه خرڅوي
د ضرورتونو قېمت ادا کوي
ټوله ورځ د لمر غوندې سوزیږي
او شپې ته د سپوږمۍ پشان ارام را ستنېږي
خو څوک یې هم نه پوښتي چې
ښه یې کنه؟
ستړی شوی خو به نه وې؟
ځکه چې سړي د درد اجازت نه لري
صرف د قربانیو روایت لري
#ژباړه
#ژوند
❤6😢5
*ژوند وکړئ*
لمر په ورځ کې دوه ځله نه راخیږي، موږ هم دوه ځله نړۍ ته نه راځو.*
څومره ژر چې امکان ولري، هغه څه ټینګ ونیسه چې له ژوند دې پاتې دي…*
آنتوان_چخوف
❤11🥰2
نا آشنا ليک؛
یوه خدای پاماني بسنه کوي، چې وښيي هر څه پای ته رسېدلي.
خو دا هېڅکله بسنه نه کوي،
چې د زړه احساسات پټ کړم.

"خدای پامان" ویل اسانه نه دي، ځکه ته زما د ژوند یوه برخه وې، زما د تقدیر یوه لاره وې، اوس یوازې تشې خاطرې راپاتې دي.
او یو دروند درد چې ما ته یې د وخت سوغات پرېښود.

د تل لپاره د خدای پامان 🍁
💔10
یوازینی شی
چې په ژوند کې ورته اړتیا لرم
دادی
چې یو څوک مې درک کړي.
ګابریل ګارسیا
❤15
په ظلم کې یوازې ظالم لاس نه لري
بلکې؛ هغوئ په ظلم کې له ظالم قوي لاس لري چې د سکوت او نه غږیدو پرېکړه یې کړې.
👍13
هر غم، هر خفګان، هر نا امیدي
یوازې د تقدیر یا اتفاق پایله نه ده؛
دا د خلکو د ناسم تعامل، د سپکو خبرو او بې‌توجهي محصول دی.
🖌️: عليزي
👍14❤1
*په ژوند کې ځینې وختونه مو بايد ياد وي چې هر څه په جنګېدو نه ارزي، ځينې جنګونه مو يوازې وخت، انرژي او سکون اخلي، پرته له دې چې کومه ارزښتمنه پايله ولري. هوښيارتيا دا ده چې پوه شو، چېرته بايد ودرېږو او چېرته په ارام له ميدانه بهر شو.*
*ځينې وختونه تېرېدل او پرېښودل، د کمزورتيا نښه نه، بلکې پياوړتيا وي او موږ په هغه لور روانوي چې په رښتيا هم ارزښتمن وي.
❤11
زما وطن
زما وطن زما زخم
د تاریخ په زړو پاڼو کې یو هیر شوی نوم
د ستړو زړونو یوه چيغه چې لا يې هم ساه په نيمه کې بنده ده.
زما وطن زما اوښکه
د یو مسافر د شونډو خاموشه غزل
د ستورو ترمنځ د ستړې شیبې فریاد.
زما وطن زما شپه
د غزلونو بې وزله بڼه
د زړونو په خوږو کې تسلیم شوی یو یاد.
زما وطن
د وینو پر کاغذ لیکل شوی سرود
زما زخم او زما دردوونکی ترانه.
#محمود_درويش
❤4😭4👍1