Kabul News TV
1.55K subscribers
9.54K photos
1.26K videos
1 file
681 links
Kabul News TV Afghanistan' 24 hours News channel
Download Telegram
پاکستان له ایران سره خپلې سرحدي لارې تړلي او سوداگریزې راکړې ورکړې یې ځنډولي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي د گبد – ریمدان او تفتان لارې د امنیتي اندیښنو او له قاچاق څخه د مخنیوي په موخه په موقتي ډول تړل شوي.
بلخوا بیا تهران هم د دې لارو تړل کیدل موقتي بللي او لامل یې تخنیکي ستونزې او احتیاطي تدابیر بللي دي.
د یوناما نوې مشره رباب فاطمه د خپلې کاري مودې د پیل لپاره کابل ته رسیدلې او د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې هم کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې پدې لیدنې کې پر نورو مسائلو د بحث ترڅنگ د افغانستان او ملگرو ملتونو ترمنځ د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او د همکاریو د لا پیاوړتیا پر دوام ټینگار شوی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف تهران ته تللی او هلته یې خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره کتلي او له نوموړي سره یې په گډ خبري کنفرانس کې گډون کړی.
عراقچي دې کنفرانس ته په خبرو کې ویلي چې دواړه تهران او مسکو باور لري په منځني ختیځ کې ستونزې نظامي حل لارې نلري.
بلخوا بیا لاوروف پر ایران باندې د امریکا یرغل بې بنسټه او ناموجه بللی، ټینگار یې کړی چې د روسیې او ایران ستراتیژیکي اړیکې مخ پر پراختیا دي او ویلي یې دي چې مسکو به هیڅکله هم له تهران سره خپله همکارۍ پای ته ونه رسوي.
لاوروف ایران ته تر سفر مخکې بحرین ته تللی و او د خلیج د همکارۍ شورا او روسیې ستراتیژیک ډیالوگ په څنډه کې یې د سعودي عربستان او کویټ بهرنیو چارو وزیرانو سره هم جلا جلا لیدنې کړې وې.
د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر نن د یوه پلاوي په مشری تهران ته رسیدلی دی.
د راپورونو پر اساس عاصم منیر به په تهران کې د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ولري.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خبرې به پر دوو اړخیزو اړیکو متمرکزې وي خو زیاته کړې یې ده چې د امریکا سره د مذاکراتو موضوع به هم وڅیړل شي.
د ولسمشر ډونلد ټرمپ ځانگړی استازی ستیو ویتکوف نن «سنت پترسبورگ» ته تللی او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې کتلي دي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو پر اساس پدې لیدنې کې د یوکراین جنگ د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې شوي دي.
په لیدنې کې پوتین همداراز له امریکا سره د اقتصادي همکاریو بیا پیلیدو او له چین سره د یوکراین د موضوع په تړاو خبرو ته لیوالتیا ښودلې.
دا په داسې حال کې ده چې ویتکوف پرون په ناروې کې د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم کتلي وو.
«ایران ایر» شرکت له تهران څخه کابل ته د الوتنو د پیلیدو خبر ورکړی.
یاد شرکت ویلي چې دا پروازونه به روانه جمعه پیل شي او زیاته کړې یې ده چې د مشهد - کابل د مسیر بیا پرانیستو لپاره هم هڅې روانې دي.
قطر، ترکیې، پاکستان او اندونیزیا د «بدر تفاهم لیک» په نوم د دفاعي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.
د ترکیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي، چې د «بدر تفاهم لیک» هدف د دې هیوادونو ترمنځ د پوځي تولیداتو په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا، د پوځي وړتیاوو لوړول او د پوځي تخنیکي روزنې، څېړنې او پراختیا په برخو کې د همکارۍ لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له سعودي عربستان څخه د دې هېواد د سفارت د غیرضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د وتلو امر کړی دی.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې واشنگټن همداراز په قطر، متحده عربي اماراتو، اُردن او بحرین کې د خپلو سفارتونو د کارکوونکو کورنیو ته د وتلو امر کړی دی.
دوحه کې د افغانستان لپاره د مرستو د همغږۍ گروپ (ACG) غونډه د اکتوبر په ۲۰ او ۲۱مه جوړه شوه. پدې غونډه کې د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې ‏«مریم بنت علي بن ناصر المسند» په خپلو خبرو کې وویل چې «هیواد یې پدې باور دی چې د افغانستان راتلونکې باید پخپله د افغانانو په مشرۍ د یوې ټولشموله سیاسي پروسې له لارې وټاکل شي، داسې پروسه چې ددې هیواد حاکمیت او خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پکې خوندي وي».
نوموړې همداراز د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې دوامدار تعامل او له دې هیواد سره د عملي همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینگار کړی دی.
د یادولو ده چې تیر کال د افغانستان همغږۍ ډلې ناسته د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوې وه.
د سعودي عربستان د دمام ښار پر «ملک فهد» هوایي ډگر باندې برید کې د یوه هندي وگړي په گډون دوه تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
تر دې برید څو ساعته وړاندې د سعودي عربستان د نفتو په «شیبه میدان» کې د ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې د ټو ټو راغورځیدو له کبله دوه تنه وژل شوي وو او دوه نور ټپیان شوي وو.
د چین له «شاندونگ» څخه لومړي باروړونکي ریل گاډي د افغانستان پر لور حرکت کړی دی.
دا ریل گاډی رختونه، خام کیمیاوي مواد، ماشینونه او نور توکي چې د شاندونگ ولایت په «لینیي» ښار کې تولید شوي افغانستان ته رالیږدوي او تمه ده چې ۲۰ ورځو کې حیرتان بندر ته ورسیږي.
👍6
امریکایي «وال ستریت ژورنال» ورځپانې لیکلي چې پاکستان له ایران سره خپل سرحدي لارې د امریکا په لارښوونې تړلي دي.
د راپورونو پر اساس پاکستان خپل ۷۰ سلنه گاز له ایران څخه واردول او اوس د گازو له کمښت سره مخ شوی. د معلوماتو له مخې اوس د پاکستان په بازارونو کې د ۱۲ کیلو گاز بالون بیه له ۴۵۰۰ څخه ۷ زرو روپیو ته لوړه شوې ده.
👍7
د شمالي کوریا رهبر «کیم جونگ اون» د چین «ډانډونگ» ښار ته سفر کړی او د چین او شمالي کوریا ترمنځ د نوي نښلوونکي پُل د پرانیستې مراسمو کې یې ګډون کړی دی.
«کیم جونگ اون» په «ډانډونگ» ښار کې له هغه یادڅلي هم لیدنه کړې چې د ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ کلونو پورې د کوریا په جګړه کې د چین د رول د یاد ساتلو لپاره جوړ شوی دی.
د «مکه تړون» جگپوړي چارواکي نن په تهران کې له ایراني چارواکو سره د سیمې د امنیت په تړاو ناسته کوي.
د راپورونو له مخې پدې ناستې کې به د ترکیې د استخباراتو رئیس ابراهیم کالین، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر او د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان گډون وکړي.
د ایران او مکه دفاعي تړون ترمنځ لومړی ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه شدت اخیستی دی.
«لوییز اناسیو لولا دا سیلوا» د برازیل په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل ښي اړخي سیال «فلاویو بولسونارو» ته ماته ورکړې او د څلورم ځل لپاره د دې هېواد ولسمشر ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، «لولا» ۵۱.۷۹ سلنه او «بولسونارو» ۴۸.۲۱ سلنه رایې ترلاسه کړې دي. «بولسونارو» بیا خپله ماته نه ده منلې او د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
بولسونارو د ټرمپ او نتنیاهو کلک ملاتړ له ځانه سره درلود. دده له ماتې سره په جنوبي امریکا کې د امریکا پلوه ښي اړخو د بریا څپه د اوسمهال لپاره ودریده.
👍2
کابل ښار ته د شاه او عروس بند څخه د اوبو د لیږد تړون د یوه میلیارد افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
چارواکو ویلي چې د دې پروژې بشپړیدو سره به د کابل ښار اوولسمې ناحیې کې ۵۰ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو نه برخمنې شي.
د دوی په وینا د دې پروژې په ترڅ کې به په یوه ثانیه کې ۱۰۰ لیتره سطحي اوبه د شاه او عروس بند څخه او شاوخوا ۱۰۰ لیتره اوبه په یوه ثانیه کې له پنځو څاګانو څخه د کابل ښار اوولسمې ناحیې ته ولېږدول شي.
👍5
امریکا پلان لري په راتلونکو اوونیو کې یو شمیر افغانان چې د امریکا د مهاجرینو توقیفخانو کې بندیان دي اخراج کړي او پاکستان ته یې ولیږدوي.
بلومبرگ خپرونې راپور ورکړی چې د دې افغانانو په ډله هغه کسان هم شامل دي چې د کورنیو غړو یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.
د راپور پر اساس امریکایي چارواکو تر اوسه دا پلان ندی اعلان کړی او څرگنده نده چې څومره افغانان به پاکستان ته لیږدول کیږي او یا هتله به د هغوی برخلیک څه وي.
👎2
د برازیل د ولسمشریزو ټاکنو نوماند «فلاویو بولسونارو» په ټاکنو کې تر ماتې وروسته امریکا ته تښتیدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د برازیل سترې محکمې له دې هیواد څخه بهر ته د «بولسونارو» پر سفر بندیز لگولی و او پولیسو یې پاسپوړټونه لغوه کړي وو.
د ځینو برازیلي رسنیو د راپورونو پر اساس د ټرمپ ادارې له برازیل څخه امریکا ته د «بولسونارو» او د هغه د کورنۍ غړو په لیږدولو کې مستقیم رول لوبولی دی.
👎2
د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي چې پاکستان پرون پرته له کوم دلیل څخه د پکتیکا په انگور اډه کې پر بازار او نږدې امنیتي تاسیساتو بریدونه کړي دي.
یاد وزارت لیکلي چې په سیمه کې افغان ځواکونو هم د دې بریدونو په ځواب کې د پاکستاني نظامیانو پوستې په نښه کړي چې له امله یې یو شمیر پاکستاني سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
د ملگرو ملتونو امنیت شورا د «ښځو، سولې او امنیت» تر نوم لاندې غونډه کړې.
پدې غونډې کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي «انتونیو گوتریش» خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو بندیزونو شدت اخیستی او ویلي یې دي چې د ا.ا پالیسیو نجونې او ښځې د دوی د زده کړو او کار له حق څخه محرومې کړي دي.
بلخوا د امریکا د استازي مرستیالې «ټمي بروس» پر نجونو او ښځو د ا.ا بندیزونه غندلي او د نه منلو وړ یې بللي دي. نوموړې ویلي چې ا.ا په تیرو پنځو کلونو کې په سیستماتیک ډول د سولې او امنیت برخه کې د ښځو د څو لسیزو پرمختگ له منځه وړی دی. ا.ا تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.