Kabul News TV
1.55K subscribers
9.54K photos
1.26K videos
1 file
681 links
Kabul News TV Afghanistan' 24 hours News channel
Download Telegram
د ولسمشر ډونلد ټرمپ ځانگړی استازی ستیو ویتکوف نن «سنت پترسبورگ» ته تللی او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې کتلي دي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو پر اساس پدې لیدنې کې د یوکراین جنگ د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې شوي دي.
په لیدنې کې پوتین همداراز له امریکا سره د اقتصادي همکاریو بیا پیلیدو او له چین سره د یوکراین د موضوع په تړاو خبرو ته لیوالتیا ښودلې.
دا په داسې حال کې ده چې ویتکوف پرون په ناروې کې د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم کتلي وو.
«ایران ایر» شرکت له تهران څخه کابل ته د الوتنو د پیلیدو خبر ورکړی.
یاد شرکت ویلي چې دا پروازونه به روانه جمعه پیل شي او زیاته کړې یې ده چې د مشهد - کابل د مسیر بیا پرانیستو لپاره هم هڅې روانې دي.
قطر، ترکیې، پاکستان او اندونیزیا د «بدر تفاهم لیک» په نوم د دفاعي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.
د ترکیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي، چې د «بدر تفاهم لیک» هدف د دې هیوادونو ترمنځ د پوځي تولیداتو په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا، د پوځي وړتیاوو لوړول او د پوځي تخنیکي روزنې، څېړنې او پراختیا په برخو کې د همکارۍ لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له سعودي عربستان څخه د دې هېواد د سفارت د غیرضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د وتلو امر کړی دی.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې واشنگټن همداراز په قطر، متحده عربي اماراتو، اُردن او بحرین کې د خپلو سفارتونو د کارکوونکو کورنیو ته د وتلو امر کړی دی.
دوحه کې د افغانستان لپاره د مرستو د همغږۍ گروپ (ACG) غونډه د اکتوبر په ۲۰ او ۲۱مه جوړه شوه. پدې غونډه کې د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې ‏«مریم بنت علي بن ناصر المسند» په خپلو خبرو کې وویل چې «هیواد یې پدې باور دی چې د افغانستان راتلونکې باید پخپله د افغانانو په مشرۍ د یوې ټولشموله سیاسي پروسې له لارې وټاکل شي، داسې پروسه چې ددې هیواد حاکمیت او خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پکې خوندي وي».
نوموړې همداراز د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې دوامدار تعامل او له دې هیواد سره د عملي همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینگار کړی دی.
د یادولو ده چې تیر کال د افغانستان همغږۍ ډلې ناسته د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوې وه.
د سعودي عربستان د دمام ښار پر «ملک فهد» هوایي ډگر باندې برید کې د یوه هندي وگړي په گډون دوه تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
تر دې برید څو ساعته وړاندې د سعودي عربستان د نفتو په «شیبه میدان» کې د ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې د ټو ټو راغورځیدو له کبله دوه تنه وژل شوي وو او دوه نور ټپیان شوي وو.
د چین له «شاندونگ» څخه لومړي باروړونکي ریل گاډي د افغانستان پر لور حرکت کړی دی.
دا ریل گاډی رختونه، خام کیمیاوي مواد، ماشینونه او نور توکي چې د شاندونگ ولایت په «لینیي» ښار کې تولید شوي افغانستان ته رالیږدوي او تمه ده چې ۲۰ ورځو کې حیرتان بندر ته ورسیږي.
👍6
امریکایي «وال ستریت ژورنال» ورځپانې لیکلي چې پاکستان له ایران سره خپل سرحدي لارې د امریکا په لارښوونې تړلي دي.
د راپورونو پر اساس پاکستان خپل ۷۰ سلنه گاز له ایران څخه واردول او اوس د گازو له کمښت سره مخ شوی. د معلوماتو له مخې اوس د پاکستان په بازارونو کې د ۱۲ کیلو گاز بالون بیه له ۴۵۰۰ څخه ۷ زرو روپیو ته لوړه شوې ده.
👍7
د شمالي کوریا رهبر «کیم جونگ اون» د چین «ډانډونگ» ښار ته سفر کړی او د چین او شمالي کوریا ترمنځ د نوي نښلوونکي پُل د پرانیستې مراسمو کې یې ګډون کړی دی.
«کیم جونگ اون» په «ډانډونگ» ښار کې له هغه یادڅلي هم لیدنه کړې چې د ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ کلونو پورې د کوریا په جګړه کې د چین د رول د یاد ساتلو لپاره جوړ شوی دی.
د «مکه تړون» جگپوړي چارواکي نن په تهران کې له ایراني چارواکو سره د سیمې د امنیت په تړاو ناسته کوي.
د راپورونو له مخې پدې ناستې کې به د ترکیې د استخباراتو رئیس ابراهیم کالین، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر او د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان گډون وکړي.
د ایران او مکه دفاعي تړون ترمنځ لومړی ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه شدت اخیستی دی.
«لوییز اناسیو لولا دا سیلوا» د برازیل په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل ښي اړخي سیال «فلاویو بولسونارو» ته ماته ورکړې او د څلورم ځل لپاره د دې هېواد ولسمشر ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، «لولا» ۵۱.۷۹ سلنه او «بولسونارو» ۴۸.۲۱ سلنه رایې ترلاسه کړې دي. «بولسونارو» بیا خپله ماته نه ده منلې او د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
بولسونارو د ټرمپ او نتنیاهو کلک ملاتړ له ځانه سره درلود. دده له ماتې سره په جنوبي امریکا کې د امریکا پلوه ښي اړخو د بریا څپه د اوسمهال لپاره ودریده.
👍2
کابل ښار ته د شاه او عروس بند څخه د اوبو د لیږد تړون د یوه میلیارد افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
چارواکو ویلي چې د دې پروژې بشپړیدو سره به د کابل ښار اوولسمې ناحیې کې ۵۰ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو نه برخمنې شي.
د دوی په وینا د دې پروژې په ترڅ کې به په یوه ثانیه کې ۱۰۰ لیتره سطحي اوبه د شاه او عروس بند څخه او شاوخوا ۱۰۰ لیتره اوبه په یوه ثانیه کې له پنځو څاګانو څخه د کابل ښار اوولسمې ناحیې ته ولېږدول شي.
👍5
امریکا پلان لري په راتلونکو اوونیو کې یو شمیر افغانان چې د امریکا د مهاجرینو توقیفخانو کې بندیان دي اخراج کړي او پاکستان ته یې ولیږدوي.
بلومبرگ خپرونې راپور ورکړی چې د دې افغانانو په ډله هغه کسان هم شامل دي چې د کورنیو غړو یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.
د راپور پر اساس امریکایي چارواکو تر اوسه دا پلان ندی اعلان کړی او څرگنده نده چې څومره افغانان به پاکستان ته لیږدول کیږي او یا هتله به د هغوی برخلیک څه وي.
👎2
د برازیل د ولسمشریزو ټاکنو نوماند «فلاویو بولسونارو» په ټاکنو کې تر ماتې وروسته امریکا ته تښتیدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د برازیل سترې محکمې له دې هیواد څخه بهر ته د «بولسونارو» پر سفر بندیز لگولی و او پولیسو یې پاسپوړټونه لغوه کړي وو.
د ځینو برازیلي رسنیو د راپورونو پر اساس د ټرمپ ادارې له برازیل څخه امریکا ته د «بولسونارو» او د هغه د کورنۍ غړو په لیږدولو کې مستقیم رول لوبولی دی.
👎2
د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي چې پاکستان پرون پرته له کوم دلیل څخه د پکتیکا په انگور اډه کې پر بازار او نږدې امنیتي تاسیساتو بریدونه کړي دي.
یاد وزارت لیکلي چې په سیمه کې افغان ځواکونو هم د دې بریدونو په ځواب کې د پاکستاني نظامیانو پوستې په نښه کړي چې له امله یې یو شمیر پاکستاني سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
د ملگرو ملتونو امنیت شورا د «ښځو، سولې او امنیت» تر نوم لاندې غونډه کړې.
پدې غونډې کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي «انتونیو گوتریش» خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو بندیزونو شدت اخیستی او ویلي یې دي چې د ا.ا پالیسیو نجونې او ښځې د دوی د زده کړو او کار له حق څخه محرومې کړي دي.
بلخوا د امریکا د استازي مرستیالې «ټمي بروس» پر نجونو او ښځو د ا.ا بندیزونه غندلي او د نه منلو وړ یې بللي دي. نوموړې ویلي چې ا.ا په تیرو پنځو کلونو کې په سیستماتیک ډول د سولې او امنیت برخه کې د ښځو د څو لسیزو پرمختگ له منځه وړی دی. ا.ا تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.