Millat Zagh
1.73K subscribers
7.63K photos
68 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
ازبکستان ته د ټانکرونو صادرات پیل سول
د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونه وايي، له هرات څخه ازبکستان ته د ټانکرونو صادرات پیل سوي او تمه ده د یوې هوکړي له مخي د ۱،۵ میلیونه امریکايي ډالرو ټانکرونه دغه هیواد ته صادر سي.
یادي خوني ویلي، دا صادرات دغه هیواد ته د شپږو ټانکرونو په صادرولو سره پیل سول او په راتلونکي کي به تر ۵۰ زیات نور ټانکرونه هم دغه هیواد ته صادر سي.
د دغه ولایت د صنایعو او معدنونو خوني رئیس عبدالناصر امین وایي، هڅي رواني دي چي د ازبکستان سره، سره تاجکستان، قزاقستان، روسیې او نورو اسیايي هیوادونو ته هم دغه صادرات پیل سي.
#MillatZagh
❤2👍1
کویټ له افغانستان سره ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته وکړل
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، د کویټ پراختیايي صندوق له افغانستان سره ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
اوچا نن (سه شنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، په دې مرسته به اړمنو افغانانو ته ژوند ژغورونکي او بشري مرستي برابري کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
سږ کال افغانستان ۷،۲ ملیارد ډالره صادرات او واردات کړي
د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي افغانستان اووه ملیارده او ۲۵۵،۱ میلیونه امریکايي ډالره صادرات او واردات کړي دي.
یادي ادارې ویلي، په دغه راکړه ورکړه کي ۵۹۸،۵ میلیونه ډالره د افغانستان د وچي او تازه مېوې، طبي بوټو، معدني موادو، تخمونو او نورو توکو صادرات او شپږ ملیارده ۶۵۶،۶ میلیونه ډالره د روغنیاتو او نفتي موادو، ماشینونو، ټرانسپورټي وسایطو او پرزو، فلزاتو او غیر فلزاتو، اوړو، غوړو او نورو توکو واردات دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخي، سږ کال د افغانستان صادرات تر تېر کال ۱۲۵،۷ میلیونه ډالره کم سوي؛ خو واردات ئې تر تېر کال ۱۱۶،۳ میلیونه ډالره زیات سوي دي.
#MillatZagh
👍1
آریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د خرڅلاو اکاونټ ارزانه کړ
آریانا افغان هوايي- دولتي شرکت وايي، د ټکټونو خرڅولو د اکاونټ جوړولو بیه ئې ۷۵ سلنه را کښته کړې ده.
سرچینې ویلي، اوس هر کورنی سیاحتي شرکت د ۵۰ زره افغانیو او بهرنی سیاحتي شرکت د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کي د دوی د ټکټونو خرڅولو اکاونټ جوړولای سي.
یاد شرکت ویلي، دا پرېکړه ئې د ټکټونو خرڅولو د زیاتوالي او د سیاحتي شرکتونو له پاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه کړې ده.
تر دې مخکي د یاد شرکت د ټکټونو د خرڅلاو د اکاونټ جوړولو بیه په هیواد کي دننه ۲۰۰ زره افغانۍ او د بهرنیو شرکتونو له پاره معادل وه.
#MillatZagh
👍1
د کور ساتني د وسلو کارول یوازي تر کوره محدود سول
د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کسان، چي د کور ساتلو له پاره ئې د وسلو جوازونه ترلاسه کړي وي، تر دې وروسته دغه وسلې یوازي او یوازي د کور ساتلو له پاره استفاده کولای سي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د ځان، دوکان، سوداګریز ځای او نورو موخو له پاره د یادو وسلو کارول "خلاف عمل" دی او د سرغړوني په صورت کي به وسله "ضبط" او له سرغړوونکي سره به "قانوني چلند" وسي.
#MillatZagh
❤1👍1
پر ټکانو مطلق ډول بندیز ولګول سو
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د خوښیو په مراسمو کي پټاقۍ او ټکان کول په مطلق ډول بند دي او له سرغړوونکو کسانو سره به قانوني چلند وسي.
دغه وزارت ویلي، دا پرېکړه د خلکو د ازار د مخنیوي په خاطر سوې ده.
تر دې مخکي د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم د پټاقیو او ټکانو واردات او د هغو خرڅول بند کړل.
#MillatZagh
❤6
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴   
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۷  
هلمند: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۵        
روزګان: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۸        
بلخ: اسمان ځای، ځای وریځ، تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸      
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۸
#MillatZagh
👍2❤1
په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ له هلمند دوراهي څخه تر هرات پوري سړک بیارغول کېږي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کي د کندهار- هرات لويي لاري په اوږدو کي د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پوري د عمومي سړک د بیارغولو پروژه منظور سوې ده.
اقتصادي معاونیت وايي، په دغه پروژه کي د یادي لاري د لومړي او څلورم لاټونو جوړول شامل دي او د جوړولو او بیارغولو له پاره ئې ۱۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
په ننګرهار کي ۲ تنه "وسله وال غله" نیول سوي
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کي ئې دوه "تنه وسله وال غله" نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، له هغوی سره ئې یوه توپګنچه نیولې ده، چي د هغې په زور ئې له خلکو څخه پیسې او ټلیفونونه اخستل.
سرچینه وايي، له یادو کسانو څخه تحقیقات روان دي او وروسته به ئې اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
#MillatZagh
❤1👍1
په تخار کي ۵۰۰ بوتله الکولي مشروبات نیول سوي
د تخار امنیې قومندانۍ ویاند نقیب الله مسرور وايي، په دغه ولایت کي ئې ۵۰۰ بوتله الکولي مشروبات، ۱۷۷۹ ټابلیټ کا ګولۍ او ۹۵ کیلوګرامه چرس نیولي دي.
د مسرور په وینا، دا نشه يي توکي له یوه کلاشینکوف، یوه راکټ اچوونکي، څلورو راکټانو، ۱۰ لاسي بمونو او د کلاشینکوف د ګڼو مرمیو سره یوځای د یوه کشفي عملیات پر مهال د تخار د مرکز تالقان ښار په پنځمه ناحیه کي په یوه کور کي، چي هلته ځای پر ځای سوي وو او خرڅېدل، نیول سوي دي.
هغه ویلي، د یادو نشه يي توکو په تور یو کس هم نیول سوی، چي په اړه ئې تحقیقات ورڅخه روان دي.
#MillatZagh
❤1👍1
د کانونو او پټرولیم وزارت د رسمي اسنادو د ډیجیټلي کولو پروسه پیل سوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت د رسمي مکتوبونو او اسنادو د مدیریتي سیسټم (D.L.M.S) د تطبیق کولو لړۍ ئې پیل کړې ده.
د مخابراتو وزارت په وینا، په دې لړۍ کي به د کانونو وزارت ټول رسمي مکتوبونه، اسنادونه او پروسې ډیجیټلي شکل ته واړوي او په اړه به ئې د دغه وزارت کارمندانو ته پوهاوی هم ورکړي.
یادي سرچینې ویلي، دا لړۍ به وروسته نورو وزارتونو او ادارو ته هم وغځوي.
دغه سیسټم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري جوړ او د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت تائید کړی دی چي ټول وزارتونه او دولتي ادارې به د مخابراتو وزارت په دغه سیسټم سمبالوي او چاري به ئې ډیجیټلي بڼي ته اړوي.
#MillatZagh
❤2👍1
سبا د کندهار د سیمنټو کارخونه پرانستل کېږي
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وايي، سبا (پنج شنبه) په کندهار کي د کندهار د سیمنټو کارخونه پرانستل کېږي.
ملا بدري نن په کابل کي د افغانستان د کانونو د لومړني او ځانګړي نندارتون په پرانستغونډه کي دغه څرګندوني کړي او ویلي ئې دي چي، شاوخوا شپږ میاشتي وروسته به د جبل السراج د سیمنټو کارخونه هم افتتاح او تولیدات به پیل کړي.
د کندهار د سیمنټو کارخونه د خصوصي سکټور له لوري د ۱۱۳ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګوني سره په درو فازونو کي جوړېږي، چي دا مهال ئې لومړی فاز په ورځني ډول ۱۵۰۰ مټریک ټنه سیمنټ تولیدوي او تمه ده د ټولو فازونو په فعالیت سره ئې ورځنی تولید ۵۰۰۰ مټریک ټنه ته ورسېږي.
یاده کارخونه، چي تازه ئې تولیدات هم بازار ته وړاندي سوي دي، هیوادوال ئې د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وايي چي باید په کمه بیه بازار ته وړاندي سي.
#MillatZagh
❤3👍1
د پنجشېر- تخار سړک به ډېر ژر ګټي اخستني ته وسپارل سي
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وايي، د پنجشېر- تخار ۲۵ کیلومتره سړک جوړولو کارونه بشپړېدلو ته نژدې سوي او ډېر ژر به ګټي اخستني ته وسپارل سي.
د هغه په وینا، دغه سړک، چي د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت او د ۱۲ متره په پراخوالي سره جوړېږي، ۲۴ کیلومتره جوړ سوی او پاته برخه به ئې هم ډېر ژر جوړه او ګټي اخستني ته وسپارل سي.
دغه سړک ځکه مهم ګڼل کېږي چي په ګټي اخستني سره به ئې د سالنګ بدیل پیدا او له لاري به ئې له کابل څخه تخار، بدخشان، نورستان او شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته په وخت او لګښت کي هم کموالی راسي.
#MillatZagh
❤2👍1
د هرات او دوبۍ ترمنځ پروازونه پیل سول
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د هرات او د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښارونو ترمنځ مستقیم پروازونه پیل سوي دي.
یاد وزارت پر خپل ایکس لیکلي چي، د دغو پروازونو پیل پرون (سه شنبه) د کام ایر هوايي شرکت له لوري د هرات له خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر څخه د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ته د ۵۳ تنو مسافرو په لېږدولو سره وسو.
د سرچینې په وینا، هره اوونۍ به د هرات او دوبۍ ترمنځ یو پرواز ترسره کېږي چي ورسره به مسافرو او سوداګرو ته د تګ راتګ اسانتیاوي برابري سي.
#MillatZagh
❤2👍1
نن څلنۍ د لړم میاشتي ۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۶۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۳۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۹ افغانۍ.     
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۰۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۱ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1
تېره میاشت د اوسپني پټلۍ له لاري څه کم ۸۲۹ زره ټنه انتقالات سوي
د ټولګټو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېره تله میاشت کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لاري ۸۲۸ زره او ۹۶۸ مټریک ټنه لېږد رالېږد سوی دی.
دغه وزارت ویلي، یاد انتقالات د حیرتان، آقینې، توري غونډۍ او هرات- خواف اوسپني پټلۍ له لارو سوي چي ۱۸۵۳ ټنه د افغانستان صادرات او پاته نور د نفتي او غیر نفتي توکو واردات دي.
#MillatZagh
❤1👍1
د افغانستان د کانونو لومړنی او ځانګړی نندارتون پرانستل سو
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، نن (چهارشنبه) په کابل کي د افغانستان د نړیوال نندارتون د مرکز په کوربتوب د افغانستان د کانونو لومړنی او تخصصي- ملي او نړیوال نندارتون پرانستل سو.
یاد وزارت ویلي، د دغه نندارتون موخه د کانونو په برخه کي د افغانستان د ظرفیتونو او پانګوني د فرصتونو معرفي کول او پېژندل، د کورنیو او بهرنیو پانګونو راجلبول، د خامو معدني موادو پروسس ته هڅول او د معدني محصولاتو اقتصادي ارزښت لوړول دي، چي د رواني لړم میاشتي تر ۹مي نېټې پوري به دوام وکړي.
د سرچینې په وینا، په یاد نندارتون کي به د لومړي ځل له پاره د پنجشېر زمرد او د کونړ تورمالین قیمتي ډبري هم داوطلبۍ ته وړاندي سي.
د دغه نندارتون د پرانستلو پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري ویلي، دا مهال په ټول هیواد کي د ۳۵۰ کانونو قراردادونه فعال دي او زیاته ئې کړه چي اوس مهال د هیواد په کانونو کي شاوخوا ۱۸۰ زره کسان په کارونو بوخت دي.
#MillatZagh
👍2❤1
دفاع وزارت؛ اسلامي امارت د پاکستان د بریدونو په غبرګون کي د پاکستان پوستې ویشتلي
دفاع وزارت وايي، پاکستاني ډرون الوتکو پرون (سه شنبه) غرمه یوه بجه د پکتیکا ولایت انګور اډې بازار او کمېسارۍ ته نژدې پر امنیتي تأسیساتو څلور بریدونه وکړل او د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو ئې په غبرګون کي د پاکستان قرارګاوي او پوستې ویشتلي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په ځوابي بریدونو کي ئې د پاکستان لوري ته "سخت زیان" اړولی او په دغو بریدونو کي د پاکستان "ځیني عسکر" هم وژل سوي دي.
د سرچینې په وینا، د پاکستان له لوري په بریدونو کي افغان لوري ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۰   
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۶  
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۲        
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۶        
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸      
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۲۰
#MillatZagh
❤1
په روزګان کي له ۵۰۰ اړمنو بزګرانو سره نقدي مرسته وسوه
په روزګان کي د افغاني سرې میاشتي ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي ئې له ۵۰۰ اړمنو بزګرانو سره په ټوله ییز ډول ۱۱ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ نقدي مرسته کړې ده.
یاد ریاست ملت ږغ راډيو ته ویلي چي، هر کروندګر ته ئې ۲۳ زره افغانۍ ورکړي دي.
د یادي سرچینې په وینا، دا مرسته د سره صلیب نړیوالي کمېټې (I.C.R.C) په مالي ملاتړ یادو کروندګرو ته د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه ورکړل سوې ده.
#MillatZagh
❤1👍1