راتلونکې سه شنبه کندهار او هلمند کي د پولیو واکسین پیلېږي
له پولیو څخه د خلاص افغانستان بنسټ وايي، راتلونکې سه شنبه (د چنګاښ پر ۱۶مه) په کندهار او هلمند ولایتونو کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلېږي.
دغه بنسټ ویلي، د یاد کمپاین پر مهال به په کندهار ښار او د هلمند په مرکز لښکرګاه او د هلمند په نهر السراج، موسی کلا، واشېر، نادعلي او مارجې ولسوالیو کي تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړل سي.
#MillatZagh

❤2👎1
کندهار کي په ۵ میلیونه افغانۍ د یوه چک ډېم جوړولو کارونه پیل سول
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وايي، د ارغنداب ولسوالۍ په منصور اباد کلي کي ئې په پنځه میلیونه افغانۍ د یوه چک ډېم د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي دوست محمد سعید په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي چي، یاد چک ډېم تر مځکي لاندي د اوبو د سطحي بر قراره ساتلو او وچکالۍ د مخنیوي په خاطر جوړوي چي نژدې سیمي به هم ورسره ابادي سي.
د یاد ریاست په وینا، دا چک ډېم به ۲۷ متره اوږدوالی، پنځه متره لوړوالی او د ۲۶ زره او ۲۸۰ متره مکعبه اوبو د ځایېدلو ظرفیت ولري.
شاوخوا دوې اوونۍ مخکي هم یاد ریاست د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د یوه چک ډېم د جوړولو کارونه پیل کړل.

❤1👍1
ملا یعقوب مجاهد شمال ختیځو سیمو ته سفر کړی
د افغانستان د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د هیواد شمال ختیځو سیمو ته د سفر پر مهال د بدخشان ولایت له زېباک، کران و منجان، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه کړې ده.
دغه وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، ملا یعقوب مجاهد په دغه سفر کي د یاد ولایت او چین، تاجکستان او پاکستان ترمنځ له مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو څخه هم لیدني کړي او ټینګار ئې کړی چي "د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسؤلیت دی."
هغه د دې ارزوني پر مهال ویلي چي، په سرحدي سیمو کي به د سرحدي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو، لازمي همږغۍ او اړینو اسانتیاوو برابرولو هڅي نوري هم زیاتي کړي.

❤2👍1
افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګ او چټکۍ په اړه خبري کړي
د هرات ولایت والي مولوي نور احمد اسلام جار په افغانستان کي د ټاپي ګازو نل لیکي پروژې له رئیس بګنج عبدالله یوف سره د یادي پروژې د کارونو د پرمختګ او چټکۍ په اړه خبري کړي دي.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، دواړو لورو په هرات کي د یوې ناستي پر مهال د یادي سیمه ییزي پروژې د کارونو د چټکۍ، روانو چارو او پرمختګ په اړه خبري کړي او اسلام جار ټينګار کړی چي، د دې پروژې کارونه باید په چټکۍ سره مخ ته ولاړ سي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو د دې ناستي پر مهال د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو، ګډو همکاریو او د دواړو هیوادونو په صفري نقطه کي د افغان- ترکمن ګډ نندارتون پر جوړولو هم خبري کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر اساس، د ټاپي پروژې د نل لیکي غځولو کارونه په ورځني دول ۵۰۰ متره غځول کېږي او تمه ده د راتلونکي ۲۰۲۷ زېږدیز کال په لومړیو کي په دغه ولایت کي د یادي پروژې کارونه بشپړ سي.

کندهار کي د سپین زیارت سړک ډامبر سو
کندهار ښاروالي وايي، د کندهار ښار د شپږمي ناحیې په زاړه ښار کي ئې د سپین زیارت سړک په اساسي ډول ډامبر کړی دی.
یادي ښاروالۍ نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا سړک د نارنج تاریخي ماڼۍ له خندک څخه تر امام بارې پوري د یوه کیلومتر اوږدوالي او اووه متره په پراخوالي سره جوړ سوی چي، د سړک په دواړو خواوو کي د چرۍ او پنځو پلچکونو جوړول هم په کښي شامل دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، یاد سړک د کندهار ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه په ۱۰ میلیونه افغانۍ جوړ سوی دی.

نن یونۍ د چنګاښ میاشتي ۱۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۵۶ او په عام بازار کي کیلو په ۵۸ او ۶۰ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۹۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۷ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤4👍1
ایران تېره میاشت ۵ افغانان په دار ځړولي
د "هه نګاو" په نوم د ایران د بشري حقوقو یو سازمان وایي، د ایران حکومت د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په تېره جون میاشت کي پنځه افغانان په دار ځړولي دي.
یاد بنسټ په خپل میاشتني راپور کي ویلي چي، دغه افغانان د یاد هیواد په بېلابېلو سیمو کي د نشه يي توکو او نورو جرمونو په تور اعدام سوي؛ خو د هغوی د هویت په اړه ئې نور معلومات نه دي خپاره کړي.
ایران داسي مهال یاد افغانان په دار ځړولي چي، د همدې تېري میاشتي پر مهال ئې د نهو د اعدام په حکم د محکوم سوو افغانانو په ګډون ۷۵۳ تنه بندیان اسلامي امارت ته وسپارل، ترڅو د بندونو پاته مودې په افغانستان کي تېري کړي.

اوچا د ملکي کسانو پر خوندیتوب ټینګار کړی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، عام وګړي باید د جګړو قرباني نه سي او ټینګار ئې کړی چي، هغوی باید په جګړه ییزو حالاتو کي خوندي پاته سي.
د اوچا افغانستان څانګي نن (یک شنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، د جګړې پر مهال نه یوازي هغوی ته ځاني زیان اوړي؛ له دې سره، سره له امله ئې د هغوی ژوند ګډوډېږي، وېره زیاتوي او د ملکي کسانو؛ په ځانګړي ډول د کوچنیانو پر رواني حالت منفي تاثیر کوي.
د اوچا په وینا، ملکي کسان باید د جګړو بیه پرې نه کړي او د نړیوالو بشر دوستانه قوانینو له مخي باید خوندي پاته سي.
اوچا داسي مهال دا څرګندوني کړي چي، تېره اوونۍ پاکستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ هوايي بریدونه وکړل او له امله ئې د اسلامي امارت د مطبوعاتي ادرسونو په وینا، څه کم ۲۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چي وروسته یوناما هم په یادو بریدونو کي د ملکي کسانو مرګ ژوبله تائید کړه.

په شپږیزه کي بست لومړۍ بریا ترلاسه کړه
د ۱۱م پړاو شپږیزه ۲۰ اوریزه کرکټ په سياليو کي بست ساتونکو په درو ویکټو بند امیر ته ماته ورکړه او دا ئې په روانو سیالیو کي لومړۍ بریا سوه.
په ياده لوبه کي بند امیر د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو او د صديق الله اتل ۱۱۲ زیاتو منډو په مټ بست ته ۱۹۵ منډي هدف ورکړ چي بست د نجیب ځدراڼ ۵۵ زیاتو منډو په جوړولو پوره کړ.
په دې لوبه کي د بست په ګټه بشير احمد دوه او د بند امیر له پاره الله محمد غضنفر درې، سید شېرزاد او ننګيال خروټي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
په ياد ليګ کي نن (يک شنبه) دوهمه لوبه د امو نهنګانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ترسره کېږي.

❤2
سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلام ته وړاندي کېږي
افغانستان بانک خبر ورکړی چي، سبا (دوشنبه) په کابل کي د یوې داوطلبۍ له لاري ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام بازار ته وړاندي کوي.
یاد بانک په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه ډالر د افغانیو د ارزښت د پیاوړتیا په خاطر لیلام ته وړاندي کوي او پر شرایطو برابرو صرافانو او بانکونو ئې ږغ کړی چي، په دې داوطلبۍ کي ګډون وکړي او خپل حسابونه د لیلام ورځي تر پایه تصفیه کړي.
دا ډالر داسي مهال داوطلبۍ ته وړاندي کېږي چي، دا مهال یو امریکايي ډالر په څه کم ۶۶ افغانۍ تبادله کېږي.

متقي او د روغتیا نړیوال سازمان استازو د پولیو پر له منځه وړلو خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر له مشري ډاکټري حنان بلخي او مل پلاوي سره په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او یو شمېر نورو روغتیايي مسایلو په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت وايي، په دې ناسته کي بلخي په افغانستان کي د پولیو په اړه اندېښنه ښودلې او له متقي څخه ئې غوښتي، ترڅو اسلامي امارت د پولیو پر وړاندي د کمپاینونو ملاتړ وکړي چي د متقي له خوا د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل سوی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کي د متقي په حواله راغلي چي، روغتیايي خدمتونه او مرستي باید له سیاست څخه جلا وي؛ ترڅو نړیوالي مرستي او روغتیايي خدمتونه ټولو افغانانو ته په عادلانه ډول ورسېږي او ټینګار ئې کړی چي، په افغانستان کي باید د سرطاني ناروغیو د درملني او تشخیص مرکزونه جوړ او تجهیز سي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په یاده ناسته کي د یونیسېف د سیمه ییز دفتر رئیس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون کړی وو.

👍1
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر او د پراختیايي پروګرام رئیس کابل ته راغلي
د ملګرو ملتونو د کډوالو لويي کمېشنرۍ (U.N.C.H.R) عالي کمېشنر برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (U.N.D.P) رئیس الکساندر دي کرو نن (یک شنبه) کابل ته راغلي دي.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، هغوی د دغه وزارت له مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد سره په لیدنه کي ویلي چي، غواړي افغانستان ته د راستېدونکو کډوالو حالت له نژدي وویني او ارزوي.
د سرچینې په وینا، دواړو چارواکو ژمني کړي چي راستنېدونکو کډوالو ته به کاري زمینه برابروي او ملاتړ ئې کوي.
د معلوماتو له مخي، د یادو چارواکو سفر به دوې ورځي دوام وکړي، چي د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو سره، سره د راستنېدونکو کډوالو حال هم له نژدې وویني.

په ۸۹ میلیونه ډالره پانګوني د تخار د سرو زرو د ۲ کانونو تړونونه لاسلیک سول
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د شول دره او وارچي سیمو د سرو زرو کانونه ئې په ۸۹ میلیونه او ۶۴ زره امریکایي ډالر پانګوني سره یوه شرکت ته په قراداد ورکړي دي.
دغه وزارت وايي، د یادو کانونو د استخراج او پروسس تړون نن (یک شنبه) د کانونو او پټرولیم د وزیر هدایت الله بدري او د عبدالبصیر محمدي افغان شرکت د مسؤل ترمنځ د ۱۰ کلونو له پاره لاسلیک سو.
ملا بدري د دغه تړون د لاسلیک کولو پر مهال ویلي، یاد شرکت به د دغه وزارت د قوانینو په چوکاټ کي د سرو زرو استخراج کوي او ۴۰ سلنه امتیاز به اسلامي امارت ته ورکوي.
د کانونو وزارت په وینا، دغه شرکت به په یادو سیمو کي د دوه میلیونه امریکايي ډالرو ټولنیز خدمات هم وړاندي کوي او اووه زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابروي.

د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۶
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۵، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۷
ننګرهار: ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
اسلام اباد: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۱۹
نوی ډهلی: باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۹

❤1
شپږیزه کي سپين غر ۳مه بریا ترلاسه کړه
د ۱۱م پړاو شپږیزه ۲۰ اوريزه کرکټ سياليو په نهمه لوبه کي سپين غر لوبډلي په ۲۶ منډو توپير امو ته ماته ورکړه او په روانو سیالیو کي ئې درېیمه بریا خپله کړه.
په ياده لوبه کي سپين غر د محمد وسيم اکرم ۱۰۳ او ذبيد اکبري ۷۰ منډو په مټ سيالي لوبډلي ته ۲۲۸ منډي هدف ورکړ چي په ځواب کي ئې امو د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۱ منډي جوړي کړې او لوبه ئې سپین غر ته وبایلل.
په دې لوبه کي د امو په ګټه يمين احمدزي او شاهد کمال دوه، دوه او فضل الحق فاروقي، ګلبدين نائب او عبدالله احمدزي يو، يو او د سپین غر له پاره ذبيد اکبري او ظاهر خان درې، درې، راشد خان دوه او عصمت عالم او فريدون داودزي يو، يو لوبغاړی وسوځاوه.

اسټراليا د ښځو ۲۰ اوریز نړیوال جام ۷م ځل وګاټه
د ۲۰۲۶م کال د ښځو د کرکټ ۲۰ اوريز نړيوال جام په پايلوبه کي اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته په اوو ویکټو ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي انګلستان خپل سیال ته ۱۵۱ منډي هدف ورکړ چي اسټرالیا په ۱۸م اور کي پوره کړ.
انګلستان شپږ ځله مخکي هم د دې جام اتلولي ګټلې ده.

👎4❤2
زابل کي ترافیکي پېښي ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د زابل امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ په بازرګان سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او ۲۸ تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه نن (دوشنبه) سهار څلور بجې د کابل- کندهار پر لویه لاره د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د پېښي د لامل په اړه څېړني رواني دي.

😢2❤1👎1
د عبدالاحد مومند جنازه هیواد ته راولېږدول سوه
د لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن (دوشنبه) سهار د جرمني له مونشن ښار څخه کابل ته راولېږدول سوه او ټاکل سوې چي په څو شېبو کي ئې د کابل په مرکزي عیدګاه کي د جنازې لمونځ ادا او وروسته د پلازمېني په مرنجان تپه کي خاورو ته وسپارل سي.

❤3👍1😢1
د مس عینک قرادادي شرکت د یاد کان د استخراج پیلولو ژمنه کړې
د لوګر ولایت د رسنیو دفتر وايي، د مس عینک کان قرادادي شرکت (M.C.C) ژمنه کړې چي، په نژدې راتلونکي کي به د یاد کان د استخراج کارونه پیل کړي.
یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دغه شرکت مسؤلینو پرون (یک شنبه) د همدې ولایت له والي صلاح الدین ایوبي سره په یوه ناسته کي په دې اړه خبري کړي او ویلي ئې دي چي، د اوبو او برېښنا د ستونزو تر حل وروسته به ژر د یادي پروژې د استخراج کارونه پیل کړي.
د سرچینې په وینا، ایوبي هغوی ته ډاډ ورکړی چي، یادي ستونزي به له اړوندو ارګانونو سره د حل په موخه شریکي کړي او غوښتنه ئې ځني کړې؛ ترڅو د دغه کان په استخراج کي افغانانو ته لومړیتوب ورکړي.
تر دې مخکي د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو هم پر یاد شرکت ټینګار کړی و چي، ژر تر ژره د یاد کان د استخراج کارونه پیل کړي؛ ترڅو دواړه لوري له خپلو ګټو څخه برخمن سي.
د دغه کان د استخراج تړون په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کي د افغانستان او یاد چینايي شرکت ترمنځ د ۳۰ کلونو له پاره لاسلیک سو، چي تېر کال د ۱۵ نورو کلونو له پاره وغځول سو؛ خو تر اوسه ئې د استخراج کارونه نه دي پیل سوي.

کندهار کي په څه کم ۵ میلیونه افغانۍ د یوه چک ډېم کارونه پیل سول
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وایي، د خاکرېز ولسوالۍ په سیاه سنګ سیمه کي ئې په ۴،۷ میلیونه افغانۍ د یوه چک ډېم جوړولو کارونه پیل کړي دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي دوست محمد سعید په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي چي، د دې چک ډېم په جوړېدلو سره به نه یوازي د شاوخوا مځکو د اوبو سطحه برقراره وساتل سي؛ بلکي نژدې دښتونه به هم ورسره اباد سي.
د یاد ریاست په وینا، دا چک ډېم به ۳۲ متره اوږدوالی، پنځه متره لوړوالی او د شاوخوا ۱۸ زره متره مکعبه اوبو د ځایېدلو ظرفیت ولري چي، په جوړېدلو کي ئې لسګونو کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې ده.
تر دې مخکي هم یاد ریاست په ارغنداب ولسوالۍ کي د ورته یوه چک ډېم د جوړېدلو د چارو د پیل خبر ورکړی و.

❤2👍2