په لغمان سیند کي د کډوالو د کورنۍ وروستی جسد نن وموندل سو
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د هغي کورنۍ د غړو وروستی جسد نن (پنج شنبه) وموندل سو، چي د رواني چنګاښ میاشتي پر ۱۱مه ئې له کډي بار موټر په لغمان کي سیند ته ولوېد.
دغه وزارت وايي، د دغه کس جسد به وروسته یادي کورنۍ ته وسپاري.
د یاد وزارت په وینا، د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مرستیال ملا امین جان له یادي کورنۍ سره په لیدنه کي په دې اړه خواشیني او غمشریکي څرګنده کړې او د خوراکي توکو او نقدو پیسو مرسته ئې ورسره کړې ده.
په دغه پېښه کي، چي د لغمان ولایت په خیروخېلو سیمه کي د راستنېدونکو کډوالو د ټېلر او پریس موټر ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې وه، د یادي کورنۍ ۱۴ کسان ووژل سول او اته تنه نور ژوبل سول.
#MillatZagh

👍1😢1
د اقلیمي بدلون پر وړاندي د مبارزې له پاره یو تړون لاسلیک سو
د چاپېریال ساتني عمومي اداره وايي، د چاپېریال ساتني، زده کړو او پراختیا (E.P.T.D.O) له مؤسسې سره ئې په ۱۶۲ زره امریکايي ډالره د اقلیمي بدلون پر وړاندي د مبارزې یو تړون لاسلیک کړی دی.
یادي ادارې ویلي، دا تړون نن (پنج شنبه) د دې ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د یادي مؤسسې د رئیس عبدالهادي اڅګزي ترمنځ لاسلیک سوی چي پر اساس به ئې یاده مؤسسه د درې کلونو له پاره په یو شمېر سیمو کي د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتني په برخه کي خدمات وړاندي کوي.
د دغه تړون له مخي به یاده مؤسسه په کابل او ننګرهار کي ۲۰۰ بنسټونه ارزوي او له ډلي به ئې ۴۵ بنسټونه ټاکي؛ ترڅو دوی روزنه ورکړي او د دې ترڅنګ به په کابل، هرات او بلخ کي د چاپېریالي مسایلو په اړه کنفرانسونه، په کابل، کندهار او ننګرهار پوهنتونونو کي د عامه پوهاوي کمپاینونه او په پنځو ولایتونو کي د چاپېریال ساتني رضاکاره ټیمونه جوړوي او ملاتړ به ئې کوي.

👍1
د "غورچاڼ" خپروني ننني مطلبونه:
1- هسپانوي څېړونکي وایي، د نوي ژبي زده کړي د انسان دماغ تر ۱۳ کلونو ځوان ساتي.
2- په اروپا کي د ګرمۍ هغه څپه چي له امله ئې تر ۱۱۰۰۰ زیات کسان وژل سوي او وینزیویلا د زلزلې وروستي معلومات.
3- په ټولنیزو رسنیو کي د کوچنیانو د انځورونو خپرولو تاوانونه.
4- د بانجڼو روغتیايي ګټي.
5- امریکا متحده ایالاتو کي له موټر چلوونکي پرته د موټرانو چلونه.
6- ایا کله مو اورېدلي، چي روباټونو دي واده کړی وي؟
7- د رانجو ګټي.
8- د ښځو او نجونو له پاره د مصنوعي ځیرکتیا کارولو زیانونه څه دي؟
9- هند کي داسي رکشې چي د یوه اپلیکېشن له لاري کنټرولېږي.
10- د هندۍ سېنما د د رنبیر کپور او یاش د وروستو فلمونو په اړه بشپړ معلومات.
دا او ورته په زړه پوري مطلبونه نن او سبا شپه نهه بجې له ملت ږغ راډیو څخه پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو وړاندي کېږي.

❤1👍1
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۵، کښته ۲۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۳۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۸
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۳۱

❤3
بنګله دېش زمبابوې ته ماته ورکړه
مېلمه بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلي کوربه زمبابوې کرکټ ملي لوبډلي ته د درو ۲۰ اوريزو لوبو د لوبلړۍ په دوهمه لوبه کي په څلورو ويکټو ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي بنګله دېش سيالي لوبډلي ته ۱۸۷ منډي هدف ورکړ چي هغه ئې په ترلاسه کولو پاته سو او لوبه ئې بنګله دېش ته وبایلل.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه زمبابوې ګټلې وه او وروستۍ لوبه به ئې راتلونکې يک شنبه ترسره سي.

په خوست ولایتي روغتون کي د بېړنۍ پاملرني څانګه پرانستل سوه
د عامي روغتیا وزارت وايي، د خوست په ولایتي روغتون کي ئې په ۴۰ میلیونه افغانۍ د بېړنۍ پاملرني څانګه (I.C.U) پرانستې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاده څانګه د ۱۰ بسترونو درلودونکې ده او په معیاري طبي تجهیزاتو سمبال ده چي د یادي برخي ناروغانو ته به روغتیايي خدمات په کښي وړاندي کېږي.
د یاد ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټر اکرم محمد عکرمه ویلي چي، په نژدې راتلونکي کي به په دغه ولایت کي د روغتیايي خدماتو د ښه والي او نورو روغتیایي مرکزونو د جوړولو له پاره هم اقدامات ترسره سي.

❤1
سږ کال د حیواني پوستکو او کولمو په صادراتو کي ۷ برابره زیاتوالی راغلی
د هرات د سوداګرۍ او پانګوني خوني خبر ورکړی چي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو درو میاشتو کي د یو میلیون او ۱۲۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۲۸۰ مټریک ټنه د څارویو پوستکي او کولمې صادري سوي چي د تېر کال په پرتله اووه برابره زیاتوالی په کښي راغلی دی.
د یادي خوني رئیس محمد یوسف امین وايي، دا صادرات د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه دلته تر راټولولو او ساده پروسس وروسته ایران، هندوستان، اتریش، لبنان او امریکا متحده ایالتونو ته سوي دي.
د یادي خوني د معلوماتو پر اساس، تېر کال په یاده موده کي یوازي او یوازي او ۱۶۸ ټنه پوستکي او کولمې یو شمېر هیوادونو ته صادري سوي وې.

پنجشېر کي د کانونو په را ایستلو کي ۱۵ زره کسانو ته کاري زمینه برابره سوې
د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون وايي، دا مهال په دغه ولایت کي د ۱۶ ډوله قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د را ایستلو کارونه روان دي چي شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته ته ئې کاري زمینه برابره کړې ده.
زموږ دا سرچینه وايي، یاد کسان په میاشتني ډول تر شاوخوا ۱۰ زره افغانیو پوري عاید ترلاسه کوي.
د لټون په وینا، د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست هڅه کوي؛ ترڅو د یاد ولایت ځوانانو له پاره نور کاري فرصتونه هم برابر کړي.

افغانستان او هند د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني عمومي رئیس سید کریم هاشمي په کابل کي د هندوستان له سفیر یتین پټیل سره د افغانستان او هندوستان د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یادي خوني نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو د یوې لیدني پر مهال د افغانستان او هندوستان د سوداګریز بهیر د پراختیا په اړه خبري کړي او د دغه کار له پاره ئې له یو او بل سره وړاندیزونه هم شریک کړي دي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو ډاډ ورکړی چي، په یادو برخو کي به همکارۍ ته دوام ورکوي.

تېر کال له افغانستان څخه ۷۶۰ زره متره مربع غالۍ صادري سوي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي له افغانستان څخه د ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۷۶۰ زره متره مربع افغاني غالۍ یو شمېر هیوادونو ته صادري سوي چي د پخوا په پرتله زیاتوالی هم په کښي راغلی دی.
یادي سرچینې ویلي، دا صادرات ترکیې، روسیې، اسټرالیا، امریکا، کاناډا، اروپا، عربي او افریقايي هیوادونو ته سوي دي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو پر اساس، دا مهال د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د لاسي صنایعو په برخه کي شاوخوا یو میلیون کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کارونو بوخت دي.

نن پیلنۍ د چنګاښ میاشتي ۲۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۷۳ او په عام بازار کي کیلو په ۷۵ او ۷۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

د کندهار حلقوي سړک د جوړولو کارونه ۲۵ سلنه بشپړ سوي
کندهار ښاروالي وايي، د کندهار ښار د حلقوي سړک جوړولو پروژه، چي شاوخوا پنځه میاشتي مخکي ئې کارونه پیل سوې، تر دا مهاله ۲۵ سلنه بشپړه سوې ده.
یادي ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا سړک د کندهار ښار له پخواني میرویس شاندیز رسټورانټ څخه پیل او تر کابل- کندهار او کندهار- بولدک پوري رسېږي چي نهه کیلومتره اوږدوالی لري او د ۴۰ متره په پراخوالي سره به ورغول سي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي په ورځني ډول ۳۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې ده.
خو ښاریان له ښاروالۍ غواړي چي یاده پروژه په چټکۍ سره بشپړه کړي؛ ترڅو اوسنۍ ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او ټرانسپورټي اسانتیاوي ورته برابري سي.

هلمند کندهار ته ماته ورکړه
د کندهار عمر سادات او هلمند ولايت لوبډلو ترمنځ د درو ۵۰ اوريزو لوبو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي هلمند لوبډلي کندهار عمر سادات لوبډلي ته په درو ویکټو توپير ماته ورکړه.
په دې لوبه کي کندهار د ۳۱ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیال ټیم ته ئې ۱۳۴ منډي هدف ورکړ چي هلمند دغه هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.

د چهل میله دستګاه له زده کړو څخه ۹۵ کسان فارغ سول
دفاع وزارت خبر ورکړی چي، د عبدالله ابن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د چهل میله دستګاه له زده کړو څخه ۹۵ کسان فارغ سوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یادو کسانو ته په دې برخه کي څلور میاشتي عملي او نظري زده کړي ورکړل سوي چي نن (شنبه) فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته وړاندي سوي دي.
د هغوی د فراغت په مراسمو کي د یادي قومندانۍ درستیزوال مولوي شېراحمد محمدي پر فارغو کسانو ږغ کړی چي په ښه ډول د هیواد او اسلام دفاع او ساتنه وکړي.

تېره میاشت د قاچاق په تور ۱۶ کسان نیول سوي
دفاع وزارت وايي، تېره میاشت ئې د هیواد په بېلابېلو سیمو کي له هیواد څخه دباندي او هیواد ته یو شمېر توکو د راقاچاق کولو په تور ۱۶ کسان نیولي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، له یادو کسانو سره ۲۳ بنډله ثانیه سوځ، دوه زره او ۳۰۰ ګرامه اپین، ۱۸ کیلوګرامه ښیښه، اته کلاشینکوفونه، دوې روسۍ پیکاوي، اووه میله (M4)، ۱۲ توپګنچې، ۲۶۲ مرمۍ، شپږ موټرسایکلان، ۵۶ موټران او د هغو پرزې نیول سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، نیول سوي کسان د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.

❤2
هرات کي د یوه کس د وژلو په تور ۲ کسان نیول سوي
د هرات امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کي ئې د هغه کس د وژلو په تور دوه کسان نیولي چي، تېره اوونۍ د هرات- اسلام کلا پر لاره وژل سوی دی.
يادي قومندانۍ ویلي، نیول سوو کسانو پر دغه جرم اعتراف کړی او زیاتوي چي، د هغوی دوسیې به تر بشپړېدلو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
د سرچینې په وینا، یاد کس د شخصي دښمنۍ په نتیجه کي وژل سوی دی.

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان کړکېچ کمولو ته چمتووالی ښودلی
چین او روسیې ویلي، چمتو دي؛ ترڅو د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په کمولو کي مرسته وکړي او د دواړو لورو ترمنځ رامنځ ته سوي مسایل د خبرو او ډيپلوماسۍ له لاري حل سي.
په پاکستان کي د چین سفارت د بجینګ او مسکو په یوه ګډه خبرپاڼه کي ویلي چي، د افغانستان د سیاسي حالاتو د حل له پاره د سیمه ییزو چوکاټونو رول مهم دی او دوی په دې برخه کي خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، کابل او بجینګ په سیمه کي د اوږدمهاله ثبات د ټینګښټ ملاتړ کوي او په دې برخه کي به په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه همږغۍ ته دوام ورکړي.

د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۶، کښته ۳۲
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۵، کښته ۳۱
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۸

❤4
د کندز د پنځمي حوزې پر آمر برید حقیقت نه لري
د کندز امنیې قومندانۍ هغه اوازې رد کړې چي، ویل کېدل د دغه ولایت د پنځمي امنیتي حوزې پر آمر برید سوی او یاد آمر په کښي ژوبل سوی دی.
یادي قومندانۍ تازه په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دې اړه خپرې سوې ګنګوسې حقیقت نه لري او په دغه ولایت کي امنیت بشپړ تأمین دی.

❤5👍1
بادغیس کي ترافیکي پېښو ۸ کسان ژوبل کړي
د بادغیس امنیه قومنداني وايي، په دغه ولایت کي د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د دوو ترافیکي پېښو له امله اته کسان ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښي یوه د یاد ولایت د مرکز قلعه نو ښار په قرغیتو کي د دوو موټرسایکلانو او بله د بالامرغاب ولسوالۍ په ساخریانو سیمه کي د یوه فلانکوچ موټر چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د یادو پېښو لاملونه ئې بې احتیاطي او د لارو خرابوالی یاد کړی دی.

😢2👎1