Millat Zagh
1.73K subscribers
7.68K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
اسټرالیا له افغانستان سره ۶،۳۴ میلیونه ډالره مرسته وکړه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا/ O.C.H.A) وايي، اسټرالیا له افغانستان سره ۶،۳۴ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
اوچا پرون (سه شنبه) پر خپل ایکس د دې مرستي په خاطر له اسټرالیا څخه مننه کړې او لیکلي ئې دي چي، په یادو پیسو به اړمنو افغانانو ته بشري او ژوند ژغورنکي مرستي چمتو کړي.
دا مرسته داسي مهال سوې چي تر دې مخکي اوچا ویلي و، سږ کال ئې د اړمنو افغانانو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د مرستي له جملې څخه یوازي ۱۷ سلنه مرسته ترلاسه کړې ده.
#MillatZagh
❤4👍1
د پاکستان له زندانونو څخه ۳۲۵ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د پاکستان له زندانونو څخه ۳۲۵ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت نن (پنج شنبه) په خپل اوونیز راپور کي ویلي، دا کسان د پاکستان په زندانونو کي د بېلابېلو لاملونو له امله بندیان وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د چمن- بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي.
د سرچینې په وینا، یاد کسان تر مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۸۸۰ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.
#MillatZagh
👍3❤1
دایکندي کي ۳ کسان د لمبېدلو پر مهال وژل سوي
د دایکندي ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، درې ځوانان د یاد ولایت په لزیر سیند کي د لمبېدلو پر مهال اوبو وړي او وژل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه ځوانان، چي عمرونه ئې د ۲۱ او ۲۲ کلونو ترمنځ وو، پرون (چهارشنبه) ماځیګر شاوخوا څلور نیمي بجې د دغه ولایت د مرکز نیلي ښار په جوزک کلي کي په یاد سیند کي د لمبېدلو پر مهال اوبو ډوب کړي او تر شاوخوا دوو نیمو ساعتونو پلټنو وروسته مړه موندل سوي او خپلو کورنیو ته سپارل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، د دغه ولایت د والي په سپارښتنه د دې پېښي د قربانیانو له کورنیو سره نقدي مرستي هم سوي دي.
#MillatZagh
👍1
حیرتان کي د بهرنیو اسعارو د یوې لویي محمولې د قاچاق مخه ونیول سوه
د کورنیو چارو وزارت وایي، د بلخ ولایت په حیرتان بندر کي ئې په لویه کچه د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخنیوی کړی چي په یوه مسافر وړونکي موټر کي ځای پر ځای سوي وو او له افغانستان څخه بهر ته قاچاق کېدل.
دغه وزارت وايي، په نیول سوو اسعارو کي ۳۴۳ زره ۷۲۵ یورو، ۳۱۳ زره ۵۰ پونډه، ۲۰ زره ۴۸۰ امریکايي ډالر، ۷۸ زره ۵۸۵ کاناډايي ډالر، ۵۹ زره ۹۰۰ اسټرالیايي ډالر، ۱۴ زره ۷۵۰ نیوزیلنډي ډالر، ۴۲ زره ۵۵۰ سویسي فرانک او ۶۰۰ زره سعودي ریال شامل دي.
د سرچینې په وینا، یاد بهرني اسعار د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
#MillatZagh
👍2
د نن ارزښت؛ یار محمد پتیال
د ملت ږغ راډیو په ارزښت ژورنالستیکي او تشویقي خپرونه کي د خبریالانو له ډلي څخه یار محمد پتیال مېلمه دی، چي په دې یو ساعته خپرونه کي به د ده د ژوند او په رسنیو کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
پتیال په نړیوالو اړیکو او ژورنالیزم کي تر لسانس زده کړي کړي او په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کي ئې له پکتیا ملي راډیو ټلویزون د کار په پیل رسنیز ډګر ته مخه کړې، چي تر یادي دندي وروسته ئې په مشعل، افغانستان او بریا ټلوېزیونونو کي د خبرونو د مدیر او ویاند په توګه دندي ترسره کړي او له دې سره، سره ئې د ژرونالیزم په برخه کي څلور کلن تدریس هم کړی دی.
یار محمد پتیال اوس له امید راډیو سره د سیاسي خپرونو د ویاند او د خبرونو د متن ایډیټ په برخه کي دنده مخ ته وړي.
د پتیال د نورو تجربو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو له پاره نن او سبا غرمه دوې بجې د ملت ږغ راډیو ارزښت خپرونه پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن واورئ!
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: یار محمد پتیال.
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
👍1
ننګرهار کي ۳۶۳ جریبه مځکه دولتي تثبیت سوه
عدلیې وزارت وايي، د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په کشکک سیمه کي ئې ۳۶۳ جریبه مځکه دولتي تبیت کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دا مځکه د مرکزي زون د دولتي مځکو د غصب سوو مځکو قضیو ته د رسېدګۍ د اختصاصي محکمې له خوا تر بررسۍ او ارزوني وروسته د یوې پرېکړي له مخي دولتي تثبیت سوې او متصرفین ئې باید د دولتي مځکو د غصب د مخنیوي او بیرته راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.
د رواني اوونۍ په پیل کي هم یاد وزارت خبر ورکړ چي دې محکمې د خوست په ګربز ولسوالۍ کي شاوخوا ۱۵۱ جریبه مځکه دولتي تثبیت کړې ده.
#MillatZagh
👍2
نن پنځنۍ د زمري میاشتي ۱۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۴ او په عام بازار کي کیلو په ۶۶ او ۶۹ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۹۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۳۵ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند څه کم ۱۴۰ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۳۷ قضیې حل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، په یادو قضیو کي د کورنیو تاوتریخوالو، اجباري او غیر شرعي نکاحګانو مخنیوی، مېرمني له ولور، میراث او نورو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په بېلابېلو سیمو کي ۷۵ لويي او کوچنۍ شخړي او دښمنۍ په دوستۍ بدلي کړي او د کوډو او جادو کولو په تور ئې ۱۴ کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
#MillatZagh
👍1
شېرزاد خیریه بنسټ ۵۰ بې وزلو کوچنیانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې
په کندهار کي د شېرزاد په نوم یو خیریه او ښوونیز بنسټ وايي، د ژړۍ ولسوالۍ په ترینانو کلي کي ئې ۵۰ بې وزلو کوچنیانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
یاد بنسټ وايي، دا ئې په یاده ولسوالۍ کي درېیم وړیا ټولګی دی، چي ۳۶ هلکانو او ۱۴ نجونو ته ئې د وړیا زده کړو زمینه په کښي برابره کړې؛ ترڅو د علم په ګاڼه سمبال سي.
یاد بنسټ ویلي، له دې کار څخه ئې موخه په لېرو سیمو کي بې وزلو او له لومړنیو زده کړو څخه بې برخو کوچنیانو ته د زده کړو زمینه برابرول دي او هڅه به وکړي، ترڅو نورو ولسوالیو ته هم دا پروسه وغځوي.
#MillatZagh
❤3👍1
له چین څخه د برېښنايي تجهیزاتو د رالېږدولو لړۍ پیلېږي
د افغانستان برېښنا او افغان کارټ دولتي شرکتونو یوه ګډ پلاوي چین ته د سفر پر مهال له چینايي شرکتونو سره د برېښنايي تجهیزاتو د رانیولو تړونونه لاسلیک کړي او په نژدې راتلونکي کي به دغه تجهیزات له چین څخه افغانستان ته راولېږدول سي.
د افغانستان د دولتي شرکتونو لوی ریاست ویلي، دغه تجهیزات به په څو پړاوونو کي د افغان کارټ شرکت له خوا هیواد ته راولېږدول سي چي، اوس مهال ئې د لومړي پړاو د بارګیرۍ کارونه پیل سوي او تر بشپړېدلو وروسته به هیواد ته راوارد سي.
د سرچینې په وینا، په لومړي پړاو کي به د ۲۷ کانټینرانو رالېږدول شامل دي او پاته پړاوونه به وروسته ترسره سي.
#MillatZagh
❤5👍1
افغانستان نیوزیلنډ ته ماته ورکړه
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلي د کانټنینټال سیالیو په خپله څلورمه لوبه کي د نیوزیلنډ فوټسال ملي لوبډلي ته شپږ پر یو ګولونو ماته ورکړه.
دا لوبه نن د ټایلنډ په کوربتوب ترسره سوه.
یادي سیالۍ د رواني اګسټ په لومړۍ نېټه پیل او نن پای ته ورسېدې، چي افغانستان په کښي دوې ماتي، یوه مساوي او یوه بریا خپله کړه.
#MillatZagh
👍3
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۱
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۳
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۷
#MillatZagh
❤3👍1
افغانستان ایرلنډ ته ماته ورکړه
د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلو د پنځو ۵۰ اوریزه لوبو د لوبلړۍ په دوهمه لوبه کي افغانستان په ۹۲ منډو ایرلنډ ته ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي ملي ټیم د ابراهيم ځدراڼ ۸۴ زياتو منډو په مټ سيالي لوبډلي ته ۳۰۰ منډي هدف ورکړ چي هغوی په ۳۴ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۷ منډي وکړې او لوبه ئې پر افغانستان وبایلل.
په دې لوبه کي د افغانستان له پاره راشد خان شپږ لوبغاړي وسوځول.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې لوبلړۍ درېيمه لوبه راتلونکې دوشنبه ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤7
په هیواد کي د خوارځواکۍ د زیاتېدلو خبرداری
د ملګرو ملتونو په ملاتړ ریچ (REACH) سازمان په یوه تازه راپور کي خبر ورکړی چي، د افغانستان په ۵۳ سلنه ارزول سوو سیمو کي د خوارځواکۍ پېښي زیاتي او په ۴۴ سلنه یادو سیمو کي تر پخوانیو درو میاشتو دوه برابره زیاتي سوي دي.
په دغه راپور کي راغلي چي، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د کورني عایداتو کمښت د دې ناروغۍ د زیاتوالي اصلي او عمده لاملونه دي.
د راپور له مخي، پنجشېر، فاریاب او لغمان هغه ولایتونه دي چي زیاته خوارځواکي په کښي ثبت سوې ده.
د عامي روغتیا وزارت د رسمي شمېرو پر اساس، دا مهال د افغانستان په کچه شاوخوا درې میلیونه کسان په خوارځواکۍ اخته دي او پر نړیوالو سازمانونو او بنسټونو ئې ږغ کړی چي، د هغوی په درملنه کي له افغانستان سره همکاري او ملاتړ وکړي.
#MillatZagh
👍1
غزني کي "سپیده داغ" راډیو فعالیت پیل کړ
اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کي د "سپیده داغ" په نوم یوې راډیو په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړی دی.
دغه وزارت د یادي راډیو د مسؤلینو په حواله ویلي، د اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو په پام کي نیولو سره به د خلکو د پوهاوي لوړولو، سالمو معلوماتو خپرولو او د ټولني د فکري رغښت په برخه کي بېلابېلي خپروني کوي.
دې راډیو داسي مهال فعالیت پیل کړی چي، تازه کلید راډیو، چي په ولایتونو کي ئې سیمه ییز خبریالان او دفترونه درلودل، د اقتصادي ستونزو له امله په ځینو ولایتونو کي سیمه ییز دفترونه تړلي او د هغو ولایتونو خبریالان او کارکوونکي ئې له دندو څخه رخصت کړي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
هرات کي د یونیم کلن کوچني د وژلو په تور یوه ښځه نیول سوې
د هرات امنیه قومنداني وايي، په یاد ولایت کي ئې د یونیم کلن کوچني د وژلو په تور یوه ښځه نیولې ده.
یادي قومندانۍ ویلي، دې ښځي په یوه کور کي د خدمتګاري په توګه کار کاوه او له دوو نورو ښځینه خدمتکارانو سره ئې تر لفظي شخړي وروسته د هغوی کوچنی له پنځم پوړ څخه لاندي راغورځولی او وژل سوی دی.
د سرچینې په وینا، دې ښځي په لومړنیو څېړنو کي د یاد کوچني پر وژلو اعتراف کړی او دوسیه ئې د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوې ده.
#MillatZagh
❤4👍1
کندهار کي په ۱۸ میلیونه افغانۍ د یوې پروژې کارونه پیل سوي
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وايي، د ډنډ ولسوالۍ په ذاکر شریف سیمه کي ئې یوه پروژه پیل کړې چي، د اوبو د یوه سربند جوړول او د یوه کانال پاکول په کښي شامل دي.
دغه ریاست وايي، یاده پروژه د خوړو نړیوال پروګرام (W.F.P) له خوا په ۱۸ میلیونه افغانۍ پلي کېږي چي، ۴۷۰ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې او په بشپړېدلو سره به ئې سلګونه جریبه کرهڼیزه مځکه له اوبو څخه برخمنه او له سېلابونو څخه خوندي سي.
د سرچینې په وینا، د اوبو سربند د ۱۵۷ متره اوږدوالي او درې متره په پراخوالي سره جوړېږي او د اوبو رسولو کانال ۱۰،۴۱ کیلومتره اوږدوالي لري چي، اوس ئې د پاکولو کارونه روان دي.
#MillatZagh
❤3👍1
نن پیلنۍ د زمري میاشتي ۱۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۴ او په عام بازار کي کیلو په ۶۶ او ۶۹ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۷۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۱ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤3👍1
نن کابل غوره ليګ پيلېږي
نن غرمه دوې بجې د کابل په ایوبي لوبغالي کي د کابل ۲۰ اوریزه غوره لیګ څلورم پړاو کرکټ لوبي پیلېږي چي لومړۍ لوبه ئې د شمشاد بازانو او پامير ستورو ترمنځ ده.
په یاد لیګ کي کابل زلمیان، سپين غر زمريان، اباسين ساتونکي، پامير ستوري، شمشاد بازان او بندر امیر لوبډلي ګډون کوي، چي له هر ټیم سره د ملي، الف، ۱۹ کلنو لوبډلو او کورني کرکټ مخکښ لوبغاړي شامل دي او ټول لیګ به ۱۳ ورځي دوام وکړي.
#MillatZagh
❤4
د اسلامي امارت مشر د لوړو زده کړو وزیر او نورو چارواکو ته لازمي توصیې کړي
د اسلامي امارت مشر خپل حضور ته د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د یاد وزارت مرستیالان، مرکزي رئیسان او د دیني جامعاتو او دولتي پوهنتونونو رئیسان وربللي او لازمي توصیې ئې ورته کړي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، مشر په دې ناسته کي هغوی ته ویلي چي، د پوهنتونونو محصلین په ښه ډول وروزي؛ ترڅو په راتلونکي کي په ښه توکه د هیواد او دین خدمت وکړي.
هغه د دې ناستي پر ګډونوالو ټینګار کړی چي، اوس یوه خاصه دنده ورسپارل سوې او باید له محصلینو سره ''کوښښ'' وکړي، ''هر اړخیزه'' ئې وروزي او په دیني علم کي ''پوره پوهاوی'' ورکړي.
#MillatZagh
❤7👎2👍1