Millat Zagh
1.73K subscribers
7.68K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
کابل کي د افغانستان- ایران ګډ سوداګریز کنفرانس ترسره سو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېره شپه په کابل کي د افغانستان- ایران سوداګریز کنفرانس ترسره سو او دواړو لورو د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا او د افغانستان د کرهڼي په سکټور کي د پانګوني په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت ویلي، په یاد کنفرانس کي د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي، د کرهڼي مرستیال وزیر صدر اعظم عثماني، ګڼو نورو چارواکو، د ایران د کرهڼي جهاد وزیر او د افغانستان- ایران ګډ اقتصادي کمېسیون رئیس غلام رضا نوري قزلجه او د هغه مل پلاوي ګډون کړی وو.
نور الدین عزیزي یاد کنفرانس ته ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کي ګڼي ژمني سته، چي نه یوازي د کابل او تهران د سوداګرۍ د پراختیا لامل کېږي، همدارنګه د سیمي د هیوادونو اقتصاد هم پیاوړی کولای سي.
د عزیزي په وینا، له ګاونډیو هیوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا د دوی لومړیتوب دی.
د یاد هیواد د کرهڼي وزیر غلام رضا نوري هم په دغه کنفرانس کي د وینا پر مهال ویلي چي، کابل او تهران د دوه اړخیزه اړیکو پراختیا ته اړتیا لري او په دې برخه کي ئې د خپلي همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
#MillatZagh
❤4
د زابل او فاریاب له زندانونو څخه د زمري د ۲۴مي په مناسبت ۱۳۸ بندیان ازاد سول
د زندانونو چارو د سمون ادارې خبر ورکړی چي، د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخي د زمري د ۲۴مي په مناسبت، چي د اسلامي امارت د بیا واکمنېدلو له ورځي سره برابره ده، د زابل او فاریاب له زندانونو څخه ۱۳۸ تنه بندیان ازاد سوي دي.
یادي ادارې ویلي، د دغو کسانو له ډلي ۴۵ بندیان د زابل له زندان څخه ازاد او د ۲۲ نورو د بند مودې کمي سوي او همدارنګه د فاریاب له زندان څخه هم ۹۳ تنه بندیان ازاد او د ۸۳ نورو د بند مودې کمي سوي دي.
راتلونکې شنبه "د زمري ۲۴مه" پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدلو پنځمه کالیزه ده او په همدې مناسبت عمومي رخصتي هم اعلان سوې ده.
#MillatZagh
❤4
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۸      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۳۱ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۵      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲       
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤4
افغانستان نن د ایرلنډ پر وړاندي وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه ترسره کوي
په داسي حال کي چي د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو ۵۰ اوریزه لوبو د لوبلړۍ مخکینۍ درې لوبي افغانستان ګټلي، ملي لوبډله نن غرمه شاوخوا دوې بجې بیا د دغه هیواد پر وړاندي د لوبي ډګر ته کښته کېږي.
دا لوبه د دغه هیواد په کوربتوب ترسره کېږي او په دې سره به دا لوبلړۍ پای ته ورسېږي.
#MillatZagh
❤3
نن پیلنۍ د زمري میاشتي ۲۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#MillatZagh
❤2👍1
افغانستان ايرلنډ ته څلورمه ماته ورکړه
افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ايرلنډ کرکټ ملي لوبډلي ته د پنځو يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کي د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه او لوبلړۍ ئې څلور پر صفر ځني وګټل.
په ياده لوبه کي ايرلنډ د کورټېس کمپېر ۹۶ زیاتو منډو په مټ افغان لوبډلي ته ۲۹۹ منډي هدف ورکړ چي، افغان ټیم د لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي ۱۴۳ او صدیق اتل ۹۸ منډو په مټ ياد هدف پوره کړ.
#MillatZagh
❤8
کندهار کي په څه کم ۷ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو د شبکې چاري پیل سوي
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وايي، د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کي ئې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
دغه ریاست ویلي، دا شبکه په ۶،۸ میلیونه افغانۍ جوړېږي چي، د یوې برمې وهل، د اوبو د ذخیرې جوړول او د ۱۰ کیلومتره پایپ غځول په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، د دې شبکې په جوړېدلو سره به څه کم ۱۹۰ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سي.
#MillatZagh
❤3👍1
بنګله‌ دېش ۲۳ کلونه وروسته په ټیسټ کي اسټرالیا ته ماته ورکړه
د کوربه اسټرالیا او مېلمه بنګله‌ دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي بنګله‌ دېش تر ۲۳ کلونو وروسته اسټرالیا ته په خپل کور کي په نهو ویکټو ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۸ منډې وکړې او بنګله‌ دېش په لومړۍ پاڼۍ کي ۴۲۶ منډي وکړې چي تر اسټرالیا ۲۲۸ منډي مخکي سوه.
اسټرالیا په دوهمه پاڼۍ کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۸۴ منډي وکړې او بنګله‌ دېش ته ئې د بریا له پاره د ۵۷ منډو هدف ورکړ چي بنګله‌ دېش یاد هدف د یوه لوبغاړي په سوځېدلو پوره کړ.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې لوبلړۍ وروستۍ لوبه راتلونکې شنبه پيلېږي.
#MillatZagh
❤2
د مبلغینو قانون په رسمي جریده کي خپور سو
عدلیې وزارت خبر ورکړی چي، د اسلامي امارت د مشر تر توشېح وروسته ئې د مبلغینو قانون په رسمي جریده کي خپور کړی دی.
دغه وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد قانون یوه مقدمه او شپږ فصلونه لري چي، د علم، ایمان او عبادت، حقوق العباد، معاملاتو، د حضرت محمد (صل الله علیه وسلم) د شان او سیرت بیان او د ځینو نورو متفرقه حکمونو په اړه د مبلغینو مسؤلیتونه په کښي بیان سوي دي.
#MillatZagh
❤5
نن یونۍ د زمري میاشتي ۲۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۲۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۰۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1
اسلامي امارت د هیڅ چا غیر شرعي غوښتني نه مني
د اسلامي امارت مشر ویلي چي، د هیڅ چا غیر شرعي غوښتني به و نه مني او د کفري نړۍ د بېځایه فرمایشاتو پر ځای د انسانانو دیني حقوقو ته لومړیتوب ورکوي.
هغه پرون (د زمري ۲۴مه) د کندهار په هوايي ډګر کي پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدلو د پنځمي کالیزي په مناسبت جوړي سوي غونډي ته دا څرګندوني کړي او ټینګار ئې کړی چي ټول باید یو موټی او متحد واوسي.
د اسلامي امارت مشر د دې غونډي ګډونوالو ته ویلي چي، د اسلامي نظام پر رسۍ منګولي ټینګي کړي، د دې نظام د دښمنانو په ناوړه تبلیغاتو تېر نه سي او د خپلو علماوو او مشرانو قدر دي وکړي.
#MillatZagh
❤7
کندهار ښار کي په ۶ میلیونه افغانۍ د سړکونو د پینه کارۍ پروژه پیل سوې
کندهار ښاروالي وايي، د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کي ئې د یو شمېر ویجاړو سوو سړکونو د بیارغولو او پینه کارۍ پروژه پیل کړې ده.
یادي ښاروالۍ ویلي، په دې پروژه کي به شاوخوا شپږ زره او ۶۰۰ متره مربع سړکونه، چي بیارغولو ته اړتیا لري، ورغوي.
د سرچینې په وینا، دا پروژه به په یوه اوونۍ کي بشپړه سي او شاوخوا ۲۰ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
#MillatZagh
❤2👍1
سږ کال د طبیعي پېښو له امله ۴۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، په افغانستان کي د سږ کال د طبیعي پېښو له امله ۹۷ کسان وژل سوي او ۳۳۱ تنه نور ژوبل سوي دي.
دغه دفتر نن (یک شنبه) په یوه راپور کي ویلي، دا مرګ ژوبله د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي د ټولو ولایتونو په ۲۰۲ ولسوالیو کي رامنځ ته سوې او زیاتوي چي، غزنی، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا او نورستان تر ټولو زیات زیانمن سوي ولایتونه دي.
په راپور کي راغلي چي، د دې پېښو له امله شاوخوا ۱۲ زره کورونه په بشپړ او نیمايي ډول نړېدلي او شاوخوا ۱۳ زره کورنۍ د دغو پېښو له امله زیانمني سوي چي اوس هم بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري.
#MillatZagh
❤1👍1
د کرهڼي او مالدارۍ په نندارتون کي ۷۴ هوکړه لیکونه لاسلیک سول
د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ خوني خبر ورکړی چي، د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ ملي او نړیوال نندارتون د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۷۴ هوکړه لیکونو په لاسلیک کېدلو سره پای ته رسېدلی دی.
د یادي خوني عمومي رئیس خان محمد فروتن د یاد نندارتون د پای ته رسېدلو په مراسمو کي ویلي، دا هوکړه لیکونه د کرهڼیزو محصولاتو، لاسي صنایعو او په ګڼو نورو برخو کي د یو شمېر شرکتونو ترمنځ لاسلیک سوي دي.
یاد نندارتون تېره سه شنبه د کابل په کوربتوب د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کي جوړ سو او نن (یک شبنه) پای ته ورسېد چي موخه ئې د افغانستان د کرهڼیزو او مالدارۍ د محصولاتو ملاتړ، معرفت او په بېلابېلو برخو کي د هوکړه لیکونو لاسلیک کول وو او د کورنیو شرکتونو سره، سره د ایران، ترکیې، هندوستان او د یو شمېر نورو هیوادونو شرکتونو هم خپل محصولات نندارې ته وړاندي کړي وو.
#MillatZagh
❤4👍1
کوټه کي د جمهوري حکومت د کندهار د دوهمي حوزې آمر وژل سوی
سیمه ییزي سرچینې وايي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کندهار ښار د دوهمي امنیتي حوزې آمر حضرت الله مشهوره په حاجي ورور اڅګزی ویشتل سوی او وژل سوی دی.
د هغوی په وینا، پر نوموړي نن (یک شنبه) سهار مهال تر ډیورنډ فرضي کرښي هاخوا ته د کوټي په هزار ګنجي سیمه کي له خپل کور سره د موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو له خوا دا برید سوی دی.
تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی او نه هم د دې پېښي انګېزه معلومه ده.
د تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال په پای کي هم د تېر جمهوري حکومت پر مهال د بغلان او تخار پخوانی امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع د ایران په پلازمېنه تهران کي په یوه وسله وال برید کي وویشتل او ووژل سو.
#MillatZagh
❤4👍2😢1
په یو شمېر ګمرکونو کي د امنیتي کېمرو د نصبولو پروژه پیل سوه
مالیې وزارت وايي، د هیواد په یو شمېر ګمرکونو کي ئې د ۳۷،۸ میلیونه افغانۍ په لګښت د ۳۷۰ امنیتي کېمرو د نصبولو پروژې چاري پیل کړي دي.
دغه وزارت نن (یک شبنه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا کېمرې د کندز، بلخ نائب اباد او کابل په ګمرکونو کي نصبوي او بودجه ئې د دغه وزارت له پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي.
د سرچینې په وینا، د دې پروژې په بشپړېدلو سره به په یادو ګمرکونو کي د امنیت د ټینګښت سره، سره "ګمرکي سرغړوني" او د احتمالي پېښو "کنټرول" او مخه ونیول وسي.
#MillatZagh
❤5👍1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۰         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۹ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۵      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۲       
نوی ډهلی: ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤4
په ۵ ولایتونو کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاين پیل سوی
له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ خبر ورکړی چي، نن (دوشنبه) په هرات، فراه، کابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کي تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته د پولیو ناروغۍ د واکسین ورکولو کمپاین پیل سوی دی.
دغه بنسټ ویلي، یاد کمپاین د وروستیو مثبتو پېښو پر وړاندي د "چټک غبرګون" او د یاد ویروس خپرېدلو د "مخنیوي" په موخه پیل سوی چي، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو، د کونړ په اوو، د کابل په شپږو او د هرات او فراه ولایتونو په دوو، دوو ولسوالیو کي تطبیق کېږي.
تر اوسه د عامي روغتیا وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا کمپاین داسي مهال پیل سوی چي، تېره اوونۍ د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کي د پولیو ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت سوه چي په دې سره سږ کال په ټول هیواد کي د یادي ناروغۍ د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶ ته لوړ سو.
#MillatZagh
❤1👍1
کندهار کي په ۲،۵ میلیونه ډالره د سیخانو د تولید یوه کارخونه پرانستل سوه
د افغانستان د صنایعو او معدنونو خوني خبر ورکړی چي، د کندهار په صنعتي ښارګوټي کي د ۲،۵ میلیونه امریکايي ډالره په پانګوني سره د اوسپني ویلي کولو او د تعمیراتي سیخونو د تولید یوې کارخوني فعالیت پیل کړ.
د کندهار د صنایعو او معدنونو خوني رئیس سید سرور اغا اماني په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، د ورته تولیدي کارخونو جوړول د هیواد د صنعتي ودي، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، وارداتو د کمښت او اقتصادي ځان بسیایني له پاره ځانګړی ارزښت لري.
د یادي کارخوني مسؤلین وايي، شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته ئې کاري زمینه برابره کړې او په ورځني ډول به له اته څخه تر ۳۲ ملي متره پوري شاوخوا ۱۰۰ مټریک ټنه ګول سیخ بازار ته وړاندي کوي.
#MillatZagh
❤1👍1