په یو شمېر ګمرکونو کي د امنیتي کېمرو د نصبولو پروژه پیل سوه
مالیې وزارت وايي، د هیواد په یو شمېر ګمرکونو کي ئې د ۳۷،۸ میلیونه افغانۍ په لګښت د ۳۷۰ امنیتي کېمرو د نصبولو پروژې چاري پیل کړي دي.
دغه وزارت نن (یک شبنه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا کېمرې د کندز، بلخ نائب اباد او کابل په ګمرکونو کي نصبوي او بودجه ئې د دغه وزارت له پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي.
د سرچینې په وینا، د دې پروژې په بشپړېدلو سره به په یادو ګمرکونو کي د امنیت د ټینګښت سره، سره "ګمرکي سرغړوني" او د احتمالي پېښو "کنټرول" او مخه ونیول وسي.
#MillatZagh

❤5👍1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۰
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۵
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۲
نوی ډهلی: ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۸

❤4
په ۵ ولایتونو کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاين پیل سوی
له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ خبر ورکړی چي، نن (دوشنبه) په هرات، فراه، کابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کي تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته د پولیو ناروغۍ د واکسین ورکولو کمپاین پیل سوی دی.
دغه بنسټ ویلي، یاد کمپاین د وروستیو مثبتو پېښو پر وړاندي د "چټک غبرګون" او د یاد ویروس خپرېدلو د "مخنیوي" په موخه پیل سوی چي، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو، د کونړ په اوو، د کابل په شپږو او د هرات او فراه ولایتونو په دوو، دوو ولسوالیو کي تطبیق کېږي.
تر اوسه د عامي روغتیا وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا کمپاین داسي مهال پیل سوی چي، تېره اوونۍ د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کي د پولیو ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت سوه چي په دې سره سږ کال په ټول هیواد کي د یادي ناروغۍ د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶ ته لوړ سو.

❤1👍1
کندهار کي په ۲،۵ میلیونه ډالره د سیخانو د تولید یوه کارخونه پرانستل سوه
د افغانستان د صنایعو او معدنونو خوني خبر ورکړی چي، د کندهار په صنعتي ښارګوټي کي د ۲،۵ میلیونه امریکايي ډالره په پانګوني سره د اوسپني ویلي کولو او د تعمیراتي سیخونو د تولید یوې کارخوني فعالیت پیل کړ.
د کندهار د صنایعو او معدنونو خوني رئیس سید سرور اغا اماني په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، د ورته تولیدي کارخونو جوړول د هیواد د صنعتي ودي، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، وارداتو د کمښت او اقتصادي ځان بسیایني له پاره ځانګړی ارزښت لري.
د یادي کارخوني مسؤلین وايي، شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته ئې کاري زمینه برابره کړې او په ورځني ډول به له اته څخه تر ۳۲ ملي متره پوري شاوخوا ۱۰۰ مټریک ټنه ګول سیخ بازار ته وړاندي کوي.

راتلونکې چهارشنبه د افغانستان د خپلواکۍ عمومي رخصتي ده
د کار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې چهارشبنه "د زمري ۲۸مه" له انګرېزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخستلو د ۱۰۷مي کالیزي په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه.
افغانستان د ۱۲۹۸ لېږدیز لمریز کال په همدې نېټه "د زمري ۲۸مه" د غازي امان الله خان په واکمنۍ کي له انګرېزانو څخه خپله خپلواکي واخسته.

👍1
د چین ځانګړي استازي افغانستان، پاکستان او ترکیې ته سفرونه کړي
د افغانستان له پاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یوشیاو یونګ وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز د تېري جولای میاشتي له ۳۰مي د رواني اګسټ تر اتمي نېټې پوري ئې افغانستان، پاکستان او ترکیې ته سفرونه کړي دي.
یوشیاو یونګ پر خپل ایکس لیکلي، په دې سفرونو کي د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه والي او پراختیا په اړه له بېلابېلو چارواکو سره لیدلي او په دې اړه ئې خبري ورسره کړي دي.
په دې وروستیو کي اسلامي امارت هم ویلي چي غواړي د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د متقابل تعامل پر اساس ښې اړیکي ولري.

مانچسټر د انګلستان ۱۰۰ توپیزه لیګ اتلولي وګټل
د انګلستان ۱۰۰ توپيزه ليګ شپږم په پايلوبه کي مانچسټر سوپر چاينټس لوبډلي په پنځو ویکټو ټرينټ راکټس لوبډلي ته ماته ورکړه او د لومړي ځل له پاره ئې د ياد ليګ اتلولي وګټل.
په ياده لوبه کي مانچسټر د ټايم سيفرټ ۷۲ زياتو منډو په مټ سيالي لوبډلي ته ۱۶۳ منډي هدف ورکړ چي ټرینټ راکټس لوبډلي ۱۵۸ منډي وکړې او د دغه هدف په ترلاسه کولو کي پاته سو.
په ياده لوبه کي د مانچسټر په ګټه نور احمد درې لوبغاړي وسوځول.

په ۵ ولایتونو کي د پولیو ناروغۍ کمپاین پیل سو
د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، نن (دوشنبه) په پنځو ولایتونو کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل سوی دی.
زمان ویلي، دا کمپاین د وروستیو مثبتو پېښو پر وړاندي د "چټک غبرګون" او د یاد ویروس خپرېدلو د "مخنیوي" په موخه پیل سوی چي، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو، د کونړ په اوو، د کابل په شپږو او د هرات او فراه ولایتونو په دوو، دوو ولسوالیو کي تطبیق کېږي.
د هغه په وینا، په دې کمپاین کي به دوه میلیونه، ۵۸۱ زره او ۷۳۷ تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته دوه څاڅکي د پولیو واکسین او د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کي به له څلورو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو کوچنیانو ته د پولیو جزوي زرقي واکسین هم ورکړل سي.
دا کمپاین داسي مهال پیل سوی چي، تېره اوونۍ د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کي د پولیو ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت سوه چي په دې سره سږ کال په ټول هیواد کي د یادي ناروغۍ د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶ ته لوړ سو.
#MillatZagh
د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، نن (دوشنبه) په پنځو ولایتونو کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل سوی دی.
زمان ویلي، دا کمپاین د وروستیو مثبتو پېښو پر وړاندي د "چټک غبرګون" او د یاد ویروس خپرېدلو د "مخنیوي" په موخه پیل سوی چي، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو، د کونړ په اوو، د کابل په شپږو او د هرات او فراه ولایتونو په دوو، دوو ولسوالیو کي تطبیق کېږي.
د هغه په وینا، په دې کمپاین کي به دوه میلیونه، ۵۸۱ زره او ۷۳۷ تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته دوه څاڅکي د پولیو واکسین او د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کي به له څلورو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو کوچنیانو ته د پولیو جزوي زرقي واکسین هم ورکړل سي.
دا کمپاین داسي مهال پیل سوی چي، تېره اوونۍ د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کي د پولیو ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت سوه چي په دې سره سږ کال په ټول هیواد کي د یادي ناروغۍ د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶ ته لوړ سو.
#MillatZagh
❤1
په تېرو پنځو کلونو کي د ښځو د حقوقو اړوند څه کم ۱۱۹ زره قضیې حل سوي
ستره محکمه وايي، په تېرو پنځو کلونو کي ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۸ زره او ۸۶۹ قضیې حل کړي دي.
د یادي محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، په یادو قضیو کي د ښځو د میراث، ملکیت، نفقې، اسنادو او نورو شرعي حقوقو قضیې شاملي دي.
د حمزه په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو ټول هغه حقوق، چي اسلامي شریعت ښځو ته ورکړي دي، تأمین کړي.

نن دونۍ د زمري میاشتي ۲۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۱۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۰۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

د اسیايي لوبو له پاره د افغان ابداليانو نوملړ اعلان سو
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ زېږدیز کال اسيا کرکټ سياليو له پاره د افغان ابداليانو ۱۵ کسيز نوملړ اعلان کړ.
په ياد نوملړ کي لوبډلمشر دروېش رسولي، اسحق رحيمي، حسن عيسی خېل، محمد اکرم، عمران مير، خالد تڼيوال، نجيب الله ځدراڼ، فيصل شينوزاده، فرمان صافی، کريم جنت، عصمت عالم، ننګيال خروټي، عرب ګل، فريدون داودزی او عبدالله احمدزی شامل دي.
یادي سیالۍ د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتي په وروستیو کي د جاپان په کوربتوب پیلېږي او د اکټوبر میاشتي تر لومړۍ اوونۍ پوري به دوام وکړي.

❤5
کندهار کي له ۱۰۰۰ راستنو سوو او بې وزلو کورنیو سره مرسته وسوه
د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، له ۱۰۰۰ راستنو سوو او بې وزلو کورنیو سره ئې د شپږ ډوله خوراکي توکو مرستي کړي دي.
د کندهار د کډوالو چارو رئیس مولوي ولي جان په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، یادو کورنیو ته د مرستو ترڅنګ د سرپناه برابرولو پلان هم لري.
مولوي ولي جان پر خیریه بنسټونو او سوداګرو ئې هم ږغ کړی چي، د راستنېدونکو افغان کډوالو او بې وزلو هیوادوالو ملاتړ وکړي.
د کډوالو چارو وزارت وايي، د مرستو یاده لړۍ په لوګر، پکتیا، پکتیکا، زابل او کندهار کي بشپړه سوې او په نژدې راتلونکي کي به په نورو ولایتونو کي هم پیل سي چي په هر ولایت کي ۱۰۰۰ راستنو سوو او بې وزلو کورنیو ته خوراکي توکي په کښي ورکول کېږي.

❤3👍1
د کرهڼي د وزیر په مشرۍ یوه پلاوي بیلاروس ته سفر کړی
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یوه ۱۳ کسیزه پلاوي بیلاروس ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت ویاند شېر محمد حاتمي ویلي، افغان پلاوی به د دغه سفر پر مهال د افغانستان او بیلاروس د ګډ اقتصادي کمېسیون د همکاریو درېیمه غونډه او د یاد هیواد له چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري وکړي.
حاتمي ویلي، یاد سفر د بیلاروس په رسمي بلنه ترسره سوی او د هغه موخه ئې د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزه او دوه اړخیزه اړیکو پراختیا یاده کړې ده.

د کندهار او فراه په ګمرکونو کي ۳ تلي ګټي اخستني ته وسپارل سوې
مالیې وزارت وايي، د کندهار او فراه ولایتونو په ګمرکونو کي ئې درې د لوړ تناژ درلودونکي تلي نصب او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
دغه وزارت ویلي، یادي تلي د همدې وزارت له پراختیايي بودجې څخه په ۲۶ میلیونه افغانۍ نصب سوي چي یوه ئې د کندهار او دوې نوري ئې د فراه په ګمرکونو کي نصب سوي او هره یوه ئې د ۱۲۰ مټریک ټنه وزن د معلومولو ظرفیت لري.
د سرچینې په وینا، د دې تلو په نصب سره په یادو ګمرکونو کي د وزن معلومولو په برخه کي ګڼي اسانتیاوي رامنځ ته سوي دي.

د افغانستان- ایران سوداګریزي خوني یو پلاوی د ایران په صنعتي نندارتون کي ګډون کوي
د افغانستان او ایران د ګډي سوداګریزي خوني د رئیس کمال الدین توحید په مشرۍ یو پلاوی د ایران په ودانیز صنعتي نړیوال نندارتون کي د ګډون په خاطر د یاد هیواد پلازمېني تهران ته تللی دی.
یادي خوني نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دغه پلاوي د غړو شمېر د خصوصي سکټو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسانو ته رسېږي او د یاد سفر موخه ئې د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو د اړیکو، سوداګرۍ او همکاریو پراختیا او د پانګوني او ګډو همکاریو له پاره د زمینې برابرول یاد کړي دي.
د سرچینې په وینا، دغه پلاوی به د یاد سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د ګډي همکارۍ او پانګوني په اړه هم خبري وکړي.

د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۷
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۳۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۵
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
نوی ډهلی: اسمان وریځ او د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸

له بامیان پوهنتون څخه ۱۲۲۵ کسان فارغ سول
د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی چي، د بامیان پوهنتون له اتو پوهنځیو څخه ۱۲۲۵ تنه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته وړاندي سول.
دغه وزارت ویلي، په یادو مراسمو کي د رئیس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي او د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم هم ګډون کړی وو چي، تر یادي غونډي وروسته ئې په یاد پوهنتون کي د ۱۸ میلیونه افغانۍ په لګښت د بامیان پوهنتون د احاطوي دېوال پروژه هم ګټي اخستني ته سپارلې ده.
شېخ ندا محمد ندیم په دې مراسمو کي پر فارغو کسانو ږغ کړی چي، له خپل علم څخه په استفاده د هیوادوالو خدمت وکړي او له وطن څخه بهر ته ولاړ نه سي.
د ندیم په وینا، اسلامي امارت له "بهرني احتیاج څخه د خلاصون" په موخه په هیواد کي دننه د ماسټرۍ او دوکتورا بېلابېل پروګرامونه رامنځ ته کړي او هڅه کوي، ترڅو د هغو شمېر نور هم زیات کړي.

👍1👎1
کندهار کي په ۵ میلیونه افغانۍ د اوبو د یوې شبکې د جوړولو چاري پیل سوې
د کندهار کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست ویلي، د دامان ولسوالۍ په منډحصار سیمه کي ئې په ۵،۲ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چاري پیل کړي دي.
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس مولوي دوست محمد سعید په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، دا پروژه په سیمه کي د خلکو له پاره د څښاک اوبو برابرولو په موخه پلي کوي چي په بشپړېدلو سره به ئې شاوخوا ۱۰۰ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سي.
د دغه ریاست په وینا، په دې شبکه کي د اوبو د یوې ژوري برمې وهل، د شاوخوا ۵،۶ کیلومتره د اوبو د پایپ غځول او د لمریزو هندارو نصبول شامل دي چي پر مهال ئې یو شمېر کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې ده.
تېره اوونۍ هم یاد ریاست د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کي په ۶،۸ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو د یوې شبکې چاري پیل کړې چي په بشپړېدلو سره به ئې شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سي.

کابل کي د چاودني په اړه د کابل امنیې قومندانۍ وضاحت
د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته تائید کړې چي نن (دوشنبه) ماځیګر پنځه بجې د کابل ښار د ۱۸مي حوزې اړوند په مهدیه ښارګوټي کي چاودنه سوې ده.
د ځدراڼ په وینا، دا چاودنه د لاسي بم په وسیله په یوه خصوصي ښوونځي کي سوې او د هغې په اړه د تحقیقاتو د پیل خبر ئې ورکړی دی.
هغه د دې چاودني د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځیني ناتائید سوي راپورونه وايي چي په دې چاودنه کي یو شمېر کوچنیان ژوبل سوي دي.

👎2
پاکستان کي افغان سفیر د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي د افغانستان سفیر سردار احمد شکېب د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی او زموږ د هیواد ثبات ئې د سیمي ثبات بللی دی.
سردار احمد شکېب تېره شپه په اسلام اباد کي پر افغانستان د اسلامي امارت د دوهم ځل واکمنۍ د پنځمي کالیزي په مناسبت جوړي سوي غونډي ته ویلي چي، اسلامي امارت هیڅ څوک نه پرېږدي؛ ترڅو له افغانستان څخه بل هیواد ته ګواښ پېښ کړي یا هم د افغانستان خاوره د ګاونډي یا بل هیواد پر وړاندي وکاروي.
د شکېب په وینا، "دوامداره او پایداره امنیت هغه وخت رامنځ ته کېږي چي د متقابل باور، صادقانه همکاریو، عملي همږغۍ او د یو او بل د مشروع اندېښنو د درناوي له پاره ګډ تعهد موجود وي."
هغه ویلي، "که مشترکي جغرافیاوي ګټي په سم ډول مدیریت سي، افغانستان کولای سي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د طبیعي اتصال د محور په توګه خپل رول ولوبوي او د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګوني او انرژۍ د همکاریو له پاره نوي دروازې پرانیزي."