Millat Zagh
1.73K subscribers
7.67K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
نن منځنۍ د زمري میاشتي ۲۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۹۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
د سږ کال له پیل راهیسي پنجشېر ته ۳۰۰ زره ګرځندویان ورغلي
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسي یاد ولایت ته ۳۰۰ زره کورني او بهرني ګرځندویان ورغلي دي.
لټون وايي، په یادو کسانو کي ۲۰۰ بهرني او پاته نور کورني ګرځندویان شامل دي چي په یاد ولایت کي ئې له تفریحي سیمو څخه لیدني کړي دي.
د سیف الدین لټون په وینا، د پنجشېر شنې او طبیعي سیمي او د اوړي په موسم کي مناسبه هوا د دې لامل سوي؛ ترڅو یاد ولایت ته زیات شمېر کسان په سیاحت ورسي.
#MillatZagh
👍1
په ۵۲ میلیونه افغانۍ د کندهار برېښنا کوټ سړک د دوهم کار فاز پیل سو
کندهار ښاروالي وایي، په ۵۲ میلیونه افغانۍ ئې د کندهار ښار د نهمي او ۱۲مي ناحیو ترمنځ د برېښنا کوټ عمومي سړک د دوهم فاز جوړولو چاري پیل کړي دي.
یادي ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دغه فاز جوړولو کارونه نن (سه شنبه) پیل سول او د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال تر پایه به بشپړ سي چي د ترینکوټ له زړې هډې څخه د ګلدان تر پایه د ۱،۵ کیلومتره اوږدوالي او ۴۰ متره په پراخوالي د دغه سړک جوړول په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي شاوخوا ۸۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې ده.
کندهار ښاروالۍ همدارنګه ویلي، د دغه سړک د لومړي فاز کارونه بشپړ سوي او دا مهال پر هغه د څراغونو نصبولو کارونه روان دي چي ډېر ژر به هغه هم بشپړ سي.
#MillatZagh
👍1
د سوداګرۍ او صنایعو خونو ترمنځ د ونډه وال شرکت رامنځ ته کولو هوکړه لاسلیک سوه
د ریاست الورزا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني او د صنایعو او معدنونو خونو ترمنځ د یوه ونډه وال شرکت د رامنځ ته کولو هوکړه لاسلیک سوه.
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (سه شنبه) د رسنیو په مرکز کي په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، د دغه شرکت له لاري به د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو پانګي په یوه "منظم او قانوني چوکاټ" کي راټولي او د لویو پروژو د تمویل له پاره استفاده کړل سي.
د ملا برادر په وینا، دغه شرکت به د یوه نوي "اقتصادي حرکت" د پیل نقطه وګرځي.
د صنایعو او معدنونو خوني عمومي رئیس احمد نبي زاده ویلي، دا شرکت به د صنعت، معدنونو، زېربناوو، ټرانسپورټ او نورو مهمو برخو د لویو او ملي پروژو له پاره پانګونه راجلب او زمینه برابره کړي.
د سوداګرۍ خوني رئیس سید کریم هاشمي هم یادو مراسمو کي ویلي، د دغه شرکت موخه د افغانستان د اقتصادي قدرت یووالی او د افغانستان د اقتصاد ځان بسیا کول دي.
#MillatZagh
❤1👍1
ایران د قانوني او سیاسي مسئلو په بشپړېدلو سره اسلامي امارت په رسميت پېژني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو موضوع یوه "قانوني او سیاسي" مسئله ده چي دې پایلي ته تر رسېدلو وروسته به ایران د افغانستان اوسنی حکومت په رسميت وپېژني.
اسماعیل بقايي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي ویلي، ایران او افغانستان دوه ګانډي او مسلمانان هیوداونه دي چي ګڼ شمېر تاریخي او کلتوري ورته والی لري او زیاتوي چي، هیواد ئې اوس هم له رسمیت پېژندلو پرته له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړی دی.
د بقايي په وینا، دواړه لوري باید په خپلو تعاملاتو کي د یو او بل "اندېښنې" په پام کي ونیسي او له بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو څخه کار واخلي.
د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د فبروري میاشتي په لومړیو کي په کابل کي د ایران سفیر علي رضا بیکدلي له یوې کورنۍ رسنۍ سره په مرکه کي ویلي و، د ایران او اسلامي امارت ترمنځ په اړیکو کي کوم خنډ نه سته او هیواد به ئې ډېر ژر اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
#MillatZagh
❤3👍1
د ننګرهار او کونړ له کانونو څخه د شاوخوا ۳۷ میلیونه افغانیو نفرایټ ډبري خرڅي سوي
د کانونو او پټرولیم وزارت د ننګرهار او کونړ ولایتونو له کانونو څخه د ۳۱،۲۴ مټریک ټنه نفرایټ ډبرو د خرڅلاو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا ډبري د درو جلا داوطلبیو پر مهال په ۳۷ میلیونه، ۱۴۶ زره او ۲۳۰ افغانۍ د یو شمېر شرکتونو له خوا ګټل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا ډبري د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ د کلاول دوهمي او سپینکي او د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د کاتي کي اموناو سیمو له کانونو څخه را ایستل سوي وې.
#MillatZagh
❤2👍1
سږ کال د برېښنا د پروژو له پاره ۱۵ ملیارد افغانۍ ځانګړي سوي
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار ویلي، سږ کال د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د برېښنا د پروژو له پاره ۱۵ ملیارده افغانۍ بودجه ځانګړې سوې ده.
ملا عبدالحق همکار دا څرګندني نن (سه شنبه) په خوست کي د ۳۳۷ میلیونه افغانۍ په لګښت د برېښنا غځولو د پنځو پروژو د چارو د پیل په مراسمو کي کړي او ویلي ئې دي چي، له دې سره، سره د نوي کېدونکي برېښنا انرژۍ په برخه کي هم پانګوني مخ پر زیاتېدلو دي.
د افغانستان پخواني برېښنا شرکت ‎پخواني عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر ویلي و چي افغانستان ۱۱۵۲ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او هیوادوالو ته ئې ډاډ ورکړی و چي په راتلونکو دوو کلونو کي به د افغانستان د برېښنا د کمښت ستونزه حل او پر ځان به بسیا سي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۴    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۸      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۳۲ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۵      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
نوی ډهلی: اسمان وریځ او د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤2
روزګان کي یوه کس خپل ځان ویشتلی
د روزګان امنیې قومندانۍ ویاند بلال روزګاني ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په لوړ سرخوم سیمه کي یوه کس د توپک په وسیله خپل ځان ویشتلی او وژلی دی.
د روزګاني په وینا، دا پېښه پرون (دوشنبه) رامنځ ته سوې او د دې پېښي لامل ئې د ځان وژونکي کس او کورنۍ ترمنځ لفظي شخړه یاده کړې ده.
#MillatZagh
👍1
په کابل کي پرونۍ ۴۲ کوچنیان ژوبل کړي
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وايي، د کابل په دشت برچي سیمه کي د پرونۍ چاودني له امله ۴۲ کوچنیان ژوبل سوي دي.
یوناما تازه پر خپله ایکسپاڼه د دې چاودني په اړه خواشيني څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي، د هغوی عمرونه د نهو او ۱۴ کلنو ترمنځ دي.
یوناما ټینګار کړی چي، ښوونیز مرکزونه باید خوندي وساتل سي او د دې پېښي په اړه ئې د پلټني غوښتنه کړې ده.
#MillatZagh
❤1👍1
په بار وړونکو ټرانزیټي موټرانو کي د ځیرکو قلفونو د نصبولو لړۍ پیل سوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، مالیې وزارت او د افغان پوسټ دولتي شرکت له خوا د لومړي ځل له پاره په بار وړونکو ټرانزیټي موټرانو کي د ځیرکو قلفونو (جي پي ایس لاکر) د نصبولو لړۍ پیل سوه.
افغان پوسټ دولتي شرکت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا پروسه پرون (سه شنبه) د یادو وزارتونو او دغه شرکت د مسؤلینو له خوا پرانستل سوه او د پرانستلو پر مهال ئې اړوندو چارواکو ویلي چي، د دې قلف په نصب سره به د بار وړونکو ټرانزیټي موټرانو امنیت نور هم خوندي او بارونه به ئې په خوندي ډول تر ټاکلي ځایه لېږدول کېږي.
د هغوی په وینا، دا موټران به د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو له خوا څارل کېږي.
#MillatZagh
👍1
د زمري ۲۸مه د افغانانو د سرښندنو نتیجه ده او افغانان ویاړ په کوي
اسلامي امارت نن د "زمري ۲۸مه" له انګرېزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخستلو د ۱۰۷مي کالیزي په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې او په یوه خبرپاڼه کي ئې ویلي چي، "دغه کامیابي د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندنو او قربانیو په نتیجه کي ترلاسه سوې چي تر نن ورځي پوري افغانان ویاړ په کوي او ستاینه ئې کوي."
په خبرپاڼه کي راغلي چي، افغانانو تر دې بریا وروسته دوو نورو سترو قوتونو "شوروي اتحاد او امریکا" ته هم ماتي ورکړي چي په دې سره د "افغانانو په تاریخ کي د میړانو او سرښندنو ستر باب" جوړ سو.
اسلامي امارت ویلي، زموږ ځوانان او راتلونکي نسلونه هم باید د خپلو نیکه ګانو پر قدم ګام کښېږدي او د هر ډول "اشغال" پر وړاندي قوي ودرېږي.
نن له انګریزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخستلو ۱۰۷مه کالیزه ده.
#MillatZagh
❤1👍1
دلاور؛ افغانستان له ټولو ازادیو څخه برخمن دی
د افغاني سرې میاشتي عمومي رئیس شهاب الدین دلاور ویلي، افغانستان اوس مهال له سیاسي، اقتصادي، دیني، اجتماعي او کلتوري ازادۍ څخه برخمن دی.
دلاور نن "زمري ۲۸مه" له انګرېزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو د ۱۰۷مي کالیزي په مناسبت جوړي سوي غونډي ته ویلي، د اسلامي امارت د اوسني نظام په شان "هیڅ نظام نه سته."
د هغه په وینا، اوس ازادي ترلاسه سوې او باید له ولس سره "رحم" وسي.
#MillatZagh
👍1
کرزي د خپلواکۍ د ښه ساتلو له پاره پر ملي یووالي او زده کړو ټینګار کړی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ټولو افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مي کالیزي مبارکي ورکړې او ویلي ئې خپلواکي هغه وخت ښه ساتل کېږي چي افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او د هیواد د "ګډ مالکیت احساس" او د "ګډ برخلیک" باور لا پراخ سي؛ ترڅو ملي یووالی پیاوړی سي.
کرزي پر خپل ایکس لیکلي، د یوه هیواد ځواک په تلپاته سولي، ملي یووالي او هغو ځوانانو پوري تړلی دی چي د علم په ګاڼه سمبال وي او د هغه په خبره، بشري قوه هغه مهال رامنځ ته کېدای سي چي نجونو او هلکانو ته د یو ډول زده کړو زمینه برابره سي.
د هغه په وینا، "افغانستان د ملي انسجام او پیاوړتیا په مټ کولای سي له خپلي خپلواکۍ څخه سمه ګټه واخلي، پرمختګ وکړي او د نړیوالي ټولني یو مسؤل او بااعتباره غړی په نړۍ کي د خپل ښایسته او درناوي وړ ځای خاوند واوسي."
#MillatZagh
❤1👍1
کوټه کي پر ۴ افغانانو وسله وال برید سوی
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د بلوچستان د مرکز کوټي په هزار ګنجي سیمه کي پر څلورو افغانانو وسله وال برید سوی چي، درې ئې وژل سوي او یو بل ژوبل سوی دی.
دغه راپورونه وایي، دا برید تېر ماښام د نامعلومه موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو له خوا پر یادو افغانانو، چي له کوټي څخه د ګلستان پر لور روان وو، ترسره سوی او وسله وال کسان وروسته له سیمي څخه تښتېدلي دي.
پاکستاني پولیس وایي، تر اوسه د دې پېښي انګېزه نه ده معلومه؛ خو په اړه ئې د پلټنو د پیل خبر ورکړی دی.
تېره شنبه هم په یاده سیمه کي د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کندهار ښار د دوهمي امنیتي حوزې آمر حضرت الله مشهوره په حاجي ورور اڅګزی په یوه وسله وال برید کي ووژل سو.
#MillatZagh
👍2❤1😢1
نن څلنۍ د زمري میاشتي ۲۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#MillatZagh
❤4👍1
له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخستلو ۱۰۷مه کالیزه
نن د "زمري میاشتي ۲۸مه" نېټه له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان د ازادۍ اخستلو ۱۰۷مه کالیزه ده.
افغانستان د ۱۲۹۸ لېږدیز لمریز کال د زمري میاشتي په همدې نېټه له انګرېزانو څخه د وخت د شاه غازي امان الله خان په واکمنۍ کي خپله خپلواکي ترلاسه کړه او په رسمي ډول ئې یاده ورځ د افغانستان د "خپلواکۍ" د ورځي په نوم ونومول.
یاده ویاړلې ورځ هر کال د افغانانو له خوا په هیواد کي دننه او له هیواد څخه دباندي په جشنونو او غونډو سره لمانځل کېږي.
ملت ږغ راډیو هم د دې ورځي په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي وايي!
#MillatZagh
👍1
ملا یعقوب مجاهد؛ اسلامي امارت د هیڅ چا تابعیت نه کوي
د ملي دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وايي، اسلامي امارت په خپل "سیاست، اقتصاد او نظامي" برخه کي د "هیڅ چا تابع" نه دی او د متقابل تعامل او دیني او ملي ارزښتونو په پام کي نیولو سره له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي.
مجاهد نن "د زمري ۲۸مه" له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان د ۱۰۷مي کالیزي په مناسبت جوړي سوي غونډي ته ویلي، دوی په هره برخه کي "کوټلي ګامونه" اخلي او په وینا ئې، په راتلونکو پنځو کلونو کي به افغانستان د ډېرو "پرمختګونه" شاهد وي.
ملا یعقوب مجاهد پر هیوادوالو ږغ کړی چي، ټول افغانان باید "متحد" سي او د هیواد د ملي منافعو د خطر پر وړاندي ودرېږي؛ ترڅو پرمختګ ته زمینه برابره او ملي ګټي وپالل سي.
نوموړي همدارنګه ویلي چي، په هوايي او مځکني برخو کي به خپل پوځونه په ټکنالوژیکي وسایلو سمبال کړي؛ ترڅو یو څوک پر افغانستان یرغل و نه کړي.
#MillatZagh
❤7👍1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۵    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۳۰      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۳۲ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳       
نوی ډهلی: اسمان وریځ او د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤2
د ایران له لاري له عراق څخه افغانستان ته د تېلو واردات پیل سول
د ایران فارس خبري اژانس خبر ورکړی چي، د دغه هیواد په لوېدیځ کي د کرمان شاه اوسپني پټلۍ له لاري له عراق څخه افغانستان ته د تېلو واردات پیل سوي دي.
یاد اژانس په یوه راپور کي ویلي، دا واردات نن (چهارشنبه) پیل سوي او په لومړي پړاو کي به ئې ۵۰ زره مټریک ټنه نفت د ایران له لاري ترکیې او افغانستان ته وارد سي.
دا واردات داسي مهال پیل سوي چي، د ایران او امریکا متحده ایالتونو د روانو ناحل سوو مسایلو له امله په افغانستان کي هم د تېلو بيي لوړي سوي دي.
#MillatZagh
❤8👍1