Millat Zagh
1.73K subscribers
7.67K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
کندهار کي ترافیکي پېښي ۲ کسان وژلي
د کندهار امنیه قومنداني وايي، پرون (جمعه) د ارغنداب ولسوالۍ په سربند سیمه کي په یوه ترافیکي پېښه کي دوه کسان وژل سوي دي.
یادي قومندانۍ ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا ټکر د اکوا او یوه موټرسایکل ترمنځ سوی چي په نتیجه کي ئې د موټر سایکل دوه سپاره وژل سوي دي.
یادي سرچینې د دې پېښي لامل بې احتیاطي یاده کړې ده.
ترافیک پولیس له وسایطو سره بې احتیاطي، ترافیکي قوانین نه مراعتول او تېز تګ راتګ د ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدلو اصلي او عمده لاملونه یادوي.
#MillatZagh
❤1
سعودي، سوریې او د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د کابل د چاودني په اړه خواشینۍ څرګنده کړي
سعودي عربستان، سوریې او د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د کابل په یوه ښوونځي کي د تېري اوونۍ د چاودني، چي د ملګرو ملتونو په وینا، ۴۲ کوچنیان په کښي ژوبل سوي، په اړه له افغانستان او د دې پېښي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړې ده.
د یادو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر محمد بن عبدالکریم په جلا، جلا خبرپاڼو کي ویلي چي، دا برید غندي او ژوبلو سوو کسانو ته ئې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
دا چاودنه تېره دوشنبه ماځیګر شاوخوا پنځه بجې د کابل د ۱۸مي امنیتي حوزې اړوند په دښت برچي سیمه کي د شمع هدایت په نوم په یوه ښوونځي کي وسوه چي قربانیان ئې ټول کوچنیان دي او د اسلامي امارت سره، سره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چي، په اړه ئې څېړني کوي.
تر دې مخکي هندوستان، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو هم د یاد برید په اړه خواشیني څرګنده کړې وه.
#MillatZagh
❤2
کرزي د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې ته د عایشې وهاب د کامیابۍ مبارکي ورکړې
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا متحده ایالتونو د استازو کانګرس جرګې ته د لومړنۍ افغاني مېرمني "عایشې وهاب" د کامیابېدلو مبارکې ورکړې او ویلي ئې دي، که افغان نجونو ته په هیواد کي یا هم بهر فرصتونه برابر سي، هغوی د هیواد په پرمختګ کي رغنده رول لوبولای سي.
حامد کرزي پر خپل ایکس په یوه بیان کي ویلي، په دې سیالیو کي د "عایشې وهاب" بریا دا څرګندوي چي افغان نجوني په بېلابېلو ټولنیزو برخو کي د "ګډون او حضور وړتیا" لري.
کرزي د میرمن عایشې وهاب له پاره په راتلونکي کي هم د بریا هیله څرګنده کړې ده.
#MillatZagh
👎3❤1
هلمند سیند ۴ کسان وړي او وژل سوي
د هلمند امنیې قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر وايي، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کي هلمند سیند څلور کسان وړي او وژل سوي دي.
مهاجر ملت ږغ راډیو ته ویلي، هغوی پرون (جمعه) په یاد سیند کي د لمبېدلو پر مهال اوبو وړي او په وینا ئې، جسدونه ئې تر پیدا کېدلو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل سوي دي.
په سیندونو، رودونو او زیاتو اوبو کي لمبېدل د دې پېښو د رامنځ ته کېدلو لاملونه ګڼل کېږي او مسؤلین پر خلکو ږغ کوي چي، په سیندونو، رودونو او زیاتو کي اوبو کي له لمبېدلو څخه ډده وکړي؛ ترڅو د مرګ له خطرونو څخه وژغورل سي.
#MillatZagh
❤2
پاکستان ته د شاوخوا یو خروار سرپنټین ډبري د قاچاق مخه ونیول سوه
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په هزار ناو تنګي سیمه کي ئې پاکستان ته د ۱۲۶۸ منه سرپنټین قیمتي ډبري د قاچاق مخه نیولې ده.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه اندازه ډبري په یوه موټر کي د یوه کس له خوا د هسکي مېني له لاري په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېدې، چي د امنیتي ځواکونو له خوا ئې مخنیوی سوی دی.
#MillatZagh
❤1
نن پیلنۍ د زمري میاشتي ۳۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: په پمپونو کي لېټر په ۸۳ او په عام بازار کي په ۸۵ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۷۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۷۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۳۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1
کندز کي څه کم ۵۰۰ کیلوګرامه تاریاک نیول سوي
د کندز امنیه قومنداني وايي، تېره ورځ (جمعه) ئې د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په ایرګنک سیمه کي ۴۸۴ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا نشه يي توکي ئې له اوو کسانو سره نیولي چي، غوښتل ئې له بدخشان څخه ئې یوې بلي سیمي ته انتقال کړي.
د سرچینې په وینا، یاد کسان به تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
❤1
د "شرطې" قانون په رسمي جریده کي خپور سو
عدلیې وزارت خبر ورکړی چي، د اسلامي امارت د مشر تر توشېح وروسته ئې د امنیتي پولیسو د "شرطې" قانون په رسمي جریده کي خپور کړی دی.
دغه وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد قانون د دوو بابونو، پنځو فصلونو او ۵۳ مادو درلودونکی دی چي د تطبیق او پلي کولو مسؤلیت ئې د کورنیو چارو وزارت پر غاړه دی.
د سرچینې په وینا، په یاد قانون کي د امنیتي او ترافیک پولیسو مسؤلیتونه، د ترافیکي، جنايي او قاچاقي پېښو پر مهال د هغوی واک او صلاحیتونه، د خلکو د هویت معلومولو، نیولو او پلټلو او د امنیتي ځواکونو له خوا د تجهیزاتو کارولو اړوند سپارښتني او معلومات شامل دي.
#MillatZagh
❤6
هلمند کي تېره اوونۍ څه کم ۱۷ ټنه قاچاقي توکي نیول سوي
د هلمند ولایت ویاند محمد قاسم ریاض وايي، د تېري یوې اوونۍ پر مهال په دغه ولایت کي ۱۶ مټریک تنه او ۸۶۷ کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول سوي دي.
د ریاض په وینا، یاد توکي په قاچاقي ډول له پاکستان څخه راوړل کېدل چي په تور ئې ۱۵ کسان هم نیول سوي او د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
هغه ویلي، په یادو توکو کي خوراکي توکي، انساني او کرهڼیز درمل، ټوکر او د وسایطو پرزې شاملي دي.
#MillatZagh
❤2
په ۸ ولایتونو کي د ۴۴ لرغونو سیمو له پاره حریمونه ټاکل سوي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغوني پېژندني کمېټې غزني، زابل، کندهار، روزګان، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته د سفر پر مهال په یادو ولایتونو کي د ۴۴ لرغونو او تاریخي سیمو وضعیت له نژدې ارزولی او د دغو سیمو له پاره ئې حریمونه ټاکلي دي.
د یاد وزارت د لرغون پېژندني رئیس ذبیح الله سادات وايي، لرغوني او تاریخي سیمي د افغانستان د هویت، تاریخ او فرهنګ مهمه برخه جوړوي، نو ځکه ئې د هغو د لا ساتني او عامه پوهاوي په موخه دغه اقدام ترسره کړی دی.
سادات دا پروګرام د عامه پوهاوي د کچي لوړولو، د لرغونو او تاریخي اثارو د تخریب، د غیرقانوني ودانیزو چارو او نورو احتمالي زیانونو د مخنیوي په برخه کي مهم یاد کړی دی.
#MillatZagh
❤1
راتلونکې شنبه لومړۍ درجه احمد شاه ابدالي کرکټ سيالۍ پيلېږي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، راتلونکې شنبه (د اګسټ ۲۹مه) نهم پړاو احمد شاه بابا ابدالي څلور ورځنۍ کرکټ سیالۍ پیلېږي او د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د اکټوبر میاشتي تر اتمي نېټې پوري به دوام وکړي، چي کوربتوب به ئې ننګرهار او خوست وکړي.
د کرکټ بورډ په وینا، په دې سیالیو کي پامیر، هندوکش، ماهیپر او میوند اتلان لوبډلي ګډون کوي او د ملي، الف او ۱۹ کلنو لوبډلو او د کورني کرکټ تکړه لوبغاړي به په کښي ولوبېږي.
#MillatZagh
❤2
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۳    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۹         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۷ 
ننګرهار: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۲      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹       
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤1
په دوو کلونو کي ۸۹ سوداګر هیواد ته راستانه سوي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د دوو کلونو په موده کي ۸۹ سوداګر او صنعتکاران هیواد ته راستانه او ۶۸ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه ئې کړې چي په دې پانګونه سره ئې څلور زره او ۶۶۱ کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي دي.
فطرت ویلي، یاد سوداګر او صنعتکاران د ۱۴۴۶ سپوږمیز د دوهمي میاشتي له پای راهیسي تر دا مهاله هیواد ته راستانه سوي چي یو ئې د لوړي، ۷۴ د منځنۍ او ۱۴ د ټیټي کچي دي.
د هغه په وینا، هغوی ته په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کي ۲۸۸ جریبه مځکه ورکړل سوې او د ۱۵ سوداګرو اسناد بررسي سوي چي، ژر به د راستنېدلو له امتیازاتو څخه هم برخمن سي.
#MillatZagh
❤2
سمنګان کي ترافیکي پېښي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د سمنګان امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کي صیاد سړک ته نژدې په یوه ترافیکي پېښه کي درې کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (یک شنبه) سهار شاوخوا پنځه بجې د یوه کرولا موټر د چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې چي له سمنګان څخه د مزارشریف پر لور روان و.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د خلم ولسوالۍ روغتون ته لېږدول سوي او د دې پېښي لامل ئې د موټر زیات سرعت او بې احتیاطي یاده کړې ده.
#MillatZagh
😢1
"د افغانستان د اوسپنیزي لاري د مدیریت اداره" رامنځ ته سوه
د چارو ادارې عمومي ریاست خبر ورکړی چي، د اسلامي امارت د مشر په حکم د اوسپني پټلۍ له پاره "د افغانستان د اوسپنیزي لاري د مدیریت" په نوم ځانګړې او نوې اداره رامنځ ته سوه.
د سرچینې په وینا، د ټولګټو چارو وزارت د اوسپني پټلۍ مخکینی مرستیال عبدالکریم فاتح د دې ادارې د رئیس په توګه ټاکل سوی او د معرفت پر مهال ئې د چارو ادارې عمومي رئیس انور الحق انور ویلي، د دې ادارې رامنځ ته کېدل د اسلامي امارت له بیا واکمنېدلو راهیسي د وزیرانو د شورا یو هدف و؛ ترڅو د اوسپني پټلۍ په مدیریت سره افغانستان له همدې لاري له نړۍ سره ونښلول سي.
یادي ادارې ویلي، نوې رامنځ ته سوې اداره به د افغانستان د اوسپني پټلۍ د پراختیا، تنظیم او اړوندو چارو د مدیریت مسؤلیتونه مخ ته وړي.
#MillatZagh
❤1
له راستنو سوو او بې ځایه سوو کورنیو سره د نژدې ۱۷۱ میلیونه افغانیو مرسته سوې
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په چنګاښ میاشت کي ئې له ۳۱ زره او ۳۲۰ راستنو سوو او بې ځایه سوو کورنیو سره د ۱۷۰ میلیونه، ۹۵۹ زره او ۹۱۸ افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.
دغه وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاده مرسته د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په کابل، کاپیسا، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، بامیان، میدان وردګ، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، دایکندي، غور، بادغیس، بلخ، جوزجان، بغلان، کندز او تخار ولایتونو کي وېشل سوې ده.
د سرچینې په وینا، په دې مرسته کي خوراکي توکي، نقدي پیسې، روغتیايي خدمتونه او د راستنېدونکو له پاره د کورونو جوړول او بیارغول شامل دي.
#MillatZagh
❤1👍1
نن یونۍ د وږي میاشتي لومړۍ نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: په پمپونو کي لېټر په ۸۴ او په عام بازار کي په ۸۶ او ۸۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۷۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۳۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2😢2
کندهار کي یوه کس خپل "زوی" وژلی
د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ملت ږغ راډیو ته تائید کړه، نن (یک شنبه) سهار د کندهار ښار د ۱۳مه ناحیې اړوند په "شهرنو" کي یوه کس "خپل زوی" وژلی دی.
د جمشید په وینا، د یاد پلار او زوی ترمنځ د جنجال پر مهال یاد کس خپل زوی په اوسپنه وهلی چي په نتیجه کي ئې هغه ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسدالله جمشید د دې پېښي لامل "کورني مشکلات" یاد کړي او زیاتوي چي، یاد کس د امنیتي ځواکونو له خوا نیول سوی او تر تحقیقاتو لاندي دی.
د معلوماتو پر اساس، وژل سوی کس مسلم نومېږي چي ۲۵ کلونه عمر ئې درلود او پلار ئې د مستري کسب کوي.
#MillatZagh
😢3
سوېلي کوریا له افغانستان سره ۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګي خبر ورکړی چي، سوېلي کوریا له افغانستان سره درې میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
دغه پروګرام نن (یک شنبه) پر خپل ایکس له سوېلي کوریا څخه د دې مرستي مننه کړې او ویلي ئې دي چي، په یاده مرسته به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کي ۲۴ زره او ۵۰۰ زیانمنو ښځو او کوچنیانو ته د خوړو او تغذیې مرستي برابري کړي.
#MillatZagh
❤2
اسلامي امارت د افغانستان- تاجکستان پر پوله پوځي تحرکات نه پرېږدي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت هیڅ څوک نه پرېږدي، ترڅو د افغانستان او تاجکستان په سرحدونو کي پوځي تحرکات رامنځ ته کړي.
مجاهد د تاجکستان له خوا د یوې وسله والي نښتي پر مهال د دوو افغان قاچاقبرانو تر وژلو وروسته ویلي، ورته پېښي په "هر ځای کي" تر یوې "اندازې" پوري سته؛ خو ټینګار ئې کړی چي، اسلامي امارت له افغانستان څخه د تاجکستان پر وړاندي پوځي تحرکات نه پرېږدي او مخنیوی ئې کوي.
د ذبیح الله مجاهد په وینا، د دواړو هیوادونو ترمنځ قاچاقبران مخکي هم موجود وو، چي وخت ناوخت تګ راتګ کوي او په خبره ئې، له دې پرته "هیڅ پوځي نښته او جدي امنیتي ستونزه نه سته."
تر دې مخکي د تاجکستان د ملي امنیتي کمېټې ویلي وه چي، له افغانستان څخه ور اوښتي دوه تنه قاچاقبر ئې په یوه وسله واله نښته کي وژلي چي یو کلاشینکوف، یوه توپګنچه او ۱۷ کیلوګرامه چرس هم ورسره وو.
#MillatZagh
❤2