کندهار کي د قصابانو او نانوایانو له پاره نرخونه وټاکل سول
کندهار ښاروالۍ د قصبانو او نانوایانو له پاره په جلا، جلا نرخپاڼو کي نرخونه ټاکلي او خبرداری ئې ورکړی چي، سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ او پلورنځي به ئې وتړل سي.
یادي ښاروالۍ ویلي، په ټاکلو نرخپاڼو کي ئې د یوتايي او دوتايي ډوډۍ او د پسه، غوايي، سېرلي او مېږي د غوښو له پاره نرخونه ټاکلي دي.
ښاروالۍ له ټولو ډوډۍ او غوښو پلورنکو څخه غوښتنه کړې چي، یاد نرخونه عملي کړي.
#MillatZagh

❤2👍2
د اسلامي امارت د مشر په حکم ۶ چارواکي د یو او بل پر ځای ټاکل سوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم شپږ چارواکي د یو او بل پر ځای ټاکل سوي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس لیکلي، د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب د بدخشان نوی والي، د سرپل پخوانی والي ملا احمد شاه دین دوست د بدخشان نوی امنیه قومندان، د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت پخوانی مرستیال ملا عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت نوی اداري مرستیال، د بدخشان پخوانی والي ملا محمد اسماعیل غزنوي د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت نوی مرستیال، د بدخشان پخوانی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د کندهار نوی د ټولګټو چارو رئیس او د لغمان پخوانی والي ملا بختیار معاذ د سرپل نوی والي ټاکل سوی دی.

❤4👍1
د پنجشېر له کانونو څخه د شاوخوا ۳۳ میلیونه افغانیو زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د همدې ولایت له کانونو څخه درې زره او ۸۴۲ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لاري په نژدې ۳۳ میلیونه افغانۍ پلورل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، دا زمرد نن (سه شنبه) د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست تر نظارت لاندي پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
شاوخوا دوې اوونۍ مخکي هم د دغه ولایت اووه زره او ۶۵۶ قیراطه زمرد د یوې داطلبۍ له لاري په اووه میلیونه، ۶۵۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ پر ملي سوداګرو خرڅ سول.

❤2👍1
نن منځنۍ د وږي میاشتي ۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: په پمپونو کي لېټر په ۸۴ او په عام بازار کي په ۸۶ او ۸۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۴ او په عام بازار کي کیلو په ۶۶ او ۶۷ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۷۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ فغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۳۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

شاوخوا ۱۰ میلیونه کسانو ته "4G" خدمات رسېدلي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، دا مهال په ټول هیواد کي شاوخوا ۳۲ میلیونه مخابراتي سیمکارډونه فعال دي او له ډلي ئې څه باندي ۱۰ میلیونه کسانو ته "4G" خدمات وړاندي کېږي.
د دغه وزارت د ویاند عنایت الله الکوزي په وینا، پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنېدلو پر مهال د "4G" خدماتو شمېر شاوخوا دوه میلیونه وو او زیاتوي چي، په دې برخه کي د دوی خاصه توجه د دې شمېر د زیاتېدلو لامل سوې ده.
د الکوزي په وینا، هڅه کېږي؛ ترڅو د هیواد ټولي له مخابراتي خدمتونو بې برخي سیمي له مخابراتي پوښښ څخه برخمني او خدمات ئې "4G" سي؛ خو هیوادوال له دغه وزارت څخه غواړي چي، د مخابراتو پوښښ سره، سره د مخابراتي خدمتونو د وړانديزونو بیي هم راټيټي سي.

❤6👍1👎1
تر دا مهاله د ۱۵ زره زړه سوري کوچنیانو درملنه سوې
د افغاني سرې میاشتي مسؤلین وايي، تر دا مهاله ئې ۳۵ زره په زړه سوري ناروغۍ اخته کوچنیان ثبت کړي چي له ډلي ئې د ۱۵ زره کوچنیانو درملنه سوې ده.
د یادي ټولني مطبوعاتي مسؤلینو پرون (دوشنبه) په پکتیا کي یوه خبري کنفرانس ته ویلي، د دغو کوچنیانو درملنه د افغاني سرې میاشتي د فعالیت له پیل راهیسي سوې او زیاتوي چي، اوس هم د کابل په نوي پرانستل سوي روغتون کي په ورځني ډول د یو شمېر یادو کوچنیانو درملنه کېږي.
د هغوی په وینا، د پاته نورو کوچنیانو درملنه به هم په یاد روغتون کي په وړیا توګه وسي.
د افغاني سرې میاشتي د زړه سوري کوچنیانو د درملني ملي روغتون، چي په کابل کي دی، د تېري زمري میاشتي په ۱۱مه نېټه پرانستل سو او پر مهال ئې د یادي ټولني چارواکو ویلي وو، په دغه روغتون کي به په کلني ډول د دوه زره زړه سوري کوچنیانو درملنه کېږي.

❤3👍1
د متقاعدینو ۱۲م نوملړ اعلان سو
مالیې وزارت د تېر جمهوري حکومت د متقاعدینو ۱۲م نوملړ اعلان کړی دی.
دغه وزارت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په یاد نوملړ کي د صنعت او سوداګرۍ او د کور او ښار جوړولو وزارتونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست ډګرمنان متقاعدین شامل دي چي، د رواني وږي میاشتي د اوومي او د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د لړم میاشتي تر اوومي به ئې تقاعد اجراء کړل سي.
دغه وزارت له یادو متقاعدینو څخه غوښتي چي، تر حضوري تګ مخکي په انلاین بڼه نوملیکنه وکړي او نوبت ونیسي.
د سرچینې په وینا، د پاته نورو ادارو نوملړ به وروسته اعلان کړي.

شېرزاد بنسټ په کندهار کي ۱۳۵ نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړه
شېرزاد ښوونیز او خیریه بنسټ د کندهار د میوند ولسوالۍ په "سره بغل" کلي کي ۱۳۵ نجونو او هلکانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د یاد بنسټ مسؤل عبدالرحمان شېرزاد په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، په راتلونکي کي "ورته فعالیتونه" نور هم زیاتوي او هڅه کوي، ترڅو دا لړۍ د کندهار نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
یاد بنسټ شاوخوا درې اوونۍ مخکي هم د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په "ترینانو" کلي کي ۵۰ نجونو او هلکانو ته د وړیا لیک او لوست زمینه برابره کړه.

په ۵۰۱ میلیونه افغانۍ د پکتیکا د جاني خېل- تروې لويي لاري د جوړولو کارونه پیل سول
د ټولګټو چارو وزارت وايي، په ۵۰۱،۶ میلیونه افغانۍ ئې په پکتیکا ولایت کي د جاني خېل- تروې ولسوالیو د ۱۲۲ کیلومتره لويي لاري د لومړۍ برخي د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، د دا سړک په لومړۍ برخه کي د یادي لويي لاري د ۲۰ کیلومتره برخي جوړول شامل دي چي، کارونه ئې نن (سه شنبه) پیل سول، د ۶۴ لویو او کوچنیو پلچکونو جوړول هم په کښي شامل دي او په ۲۰ میاشتو کي به بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، د دغه سړک په جوړېدلو سره به د جاني خېل، خوشامند، وازیخوا، وړممۍ، تروو، خیرکوټ او یوسف خېل ولسوالیو د اوسېدونکو له پاره د ټرانسپورټ اسانتیاوي برابري سي.

کابل کي د سرو زرو او زرګرۍ لومړنی ملي نندارتون جوړ سوی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، نن (سه شنبه) په کابل کي د سرو زرو او زرګرۍ لومړنی ملي او درې ورځنی نندارتون جوړ سوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د یاد نندارتون د پرانستلو پر مهال زرګران د افغانستان "اقتصادي اتلان" یاد کړي او ویلي ئې چي، دا مهال شاوخوا ۱۰۰ زره کسان په زرګرۍ بوخت دي.
عزیزي هیله څرګنده کړې چي د افغانستان زرګران باید د زرګرۍ یو ملي برانډ هم ولري او دا ئې د زرګرانو حق یاد کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، یاد نندارتون به درې ورځي دوام وکړي چي، د زرګرانو له خوا د دغه صنعت بېلابېل توکي نندارې ته په کښي وړاندي سوي دي.
د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم په دې مراسمو کي ویلي، ایران به هم په راتلونکي کي د زرګرۍ په ورته نندارتونونو کي ګډون وکړي.

نیمروز کي د ۲۳۰ کسانو د قاچاق مخه ونیول سوه
د نیمروز امنیه قومنداني وایي، هغه ۲۳۰ تنه ئې نیولي چي، غوښتل ئې په قاچاقي ډول نورو هیوادونو ته ولاړ سي.
یادي قومندانۍ نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دغو کسانو د قاچاق کولو په تور ئې نهه کسان له ۱۱ سېپا موټرانو سره یوځای نیولي دي.

❤3😢2👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۱
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۵
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۶
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸

❤2😢1
کویټ له افغانستان سره سوداګریزي اړيکي پیلوي
د کویټ د "السایر" سوداګریز شرکت اجرائیوي رئیس او پانګوال محمد ناصر السایر افغانستان ته راغلی او د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره ئې په لیدنه کي ویلي چي، کویټ له افغانستان سره سوداګریزي اړیکي پیلوي.
د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي، محمد ناصر د دې لیدني پر مهال له امیر خان متقي سره د افغانستان د اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګوني پر رامنځ ته سوو فرصتونو خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، هغه په دې ناسته کي ویلي چي، شرکت ئې غواړي د افغانستان وچي او تازه مېوې کویټ او نورو نړیوالو بازارنو ته صادري کړي.

جرمني له خپل هیواد څخه ۲۳ تنه نور افغانان وایستل
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، ۲۳ تنه په جنايي جرمونو تورن افغانان ئې ایستلي او افغانستان ته ئې لېږدولي دي.
دغه وزارت پر خپل ایکس په یوه بیان کي لیکلي، یاد افغانان ئې تېره ورځ (سه شنبه) سهار وختي د لاپیزیک له هوايي ډګر څخه په یوه چارټر الوتکه کي کابل ته ستانه کړي دي.
جرمني د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د تېري جولای میاشتي په ۲۸مه نېټه هم ۳۱ تنه افغانان، چي ځینو ئې په دغه هیواد کي جرمي سابقه هم نه درلوده، له خپل هیواد څخه وایستل او افغانستان ته ئې راولېږدول.

❤2
د کابل هوايي ډګر په دروازه کي د ځانمرګي برید پنځم کال
نن "چهارشنبه د اګسټ ۲۶مه" د کابل نړیوال هوايي ډګر دروازې ته نژدې د ځانمرګي برید پنځه کلونه پوره سول.
له نن څخه پنځه کاله مخکي د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ میاشتي په ۲۶مه نېټه د کابل نړیوال هوايي ډګر په ابي ګېټ کي ځانمرګی برید وسو چي، شاوخوا ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳ تنه امریکایان په کښي ووژل سول او مسئولیت ئې دا.عش وسله والي ډلي ومانه.
تر یاد برید وروسته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د مارچ میاشتي په پیل کي د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چي د "محمد شریف الله" په نوم یو افغان ئې د دې برید د طراح په تور نیولی دی.

👍1
شاوخوا یو میلیون کوچنیان له سختي خوارځواکۍ سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق (U.N.I.C.E.F) وايي، په ټول هیواد کي ۳،۷ میلیونه کوچنیان له خوارځواکۍ سره مخ دي چي له ډلي ئې شاوخوا یو میلیون په سخته خوارځواکۍ اخته دي.
یونیسېف په یوه تازه راپور کي ویلي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیله تر جولای میاشتي ۸۰۰۰ کوچنیان د "شدیدي خوارځواکۍ" له امله بستر سوي او اندېښنه ئې څرګنده کړې چي، که ژر تر ژره د هغوی درملنه او پاملرنه و نه سي، ښايي د "مړیني" له خطر سره مخ سي.
دغه صندوق ویلي، د یاد شمېر کوچنیانو د درملني او د هغوی له پاره د تغذیوي مرستو برابرولو په خاطر ۱۸۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

❤1👍1
نن څلنۍ د وږي میاشتي ۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: په پمپونو کي لېټر په ۸۸ او په عام بازار کي په ۹۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۴ او په عام بازار کي کیلو په ۶۶ او ۶۷ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه او د کندهار ښاروالۍ نرخونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۷۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۷۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۴۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۲ افغانۍ.

هلمند کي د احمدشاهي مېني د وېش لړۍ پیل سوه
د هلمند ولایت مقام خبر ورکړی چي، نن (چهارشنبه) د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د احمدشاهي مېني د نمرو د وېش لړۍ پیل سوه.
یادي سرچینې ویلي، دغه ښارګوټی، چي زیاتره سیمي ئې تازه له غصب څخه خلاصي سوي دي، د رئیس الوزرا په امر او د یاد ولایت د ښاروالۍ د پراختیايي پلان له مخي اوېز لرونکو، تعرفه لرونکو، پخوانیو مېشتو او نورو مستحقو کسانو ته ورکول کېږي.