Millat Zagh
1.73K subscribers
7.67K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د سواد نړیواله ورځ؛ یوناما لوستل، لیکل او زده کړو د ټولو حق بولي
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وايي، هر څوک حق لري؛ ترڅو "ولولي، ولیکي، زده کړه وکړي او په ټولنه کي په بشپړه توګه ګډون وکړي."
یوناما نن (د سپټمبر ۸مه) د سواد نړیوالي ورځي په مناسبت پر خپل فېسبوک دغه څرګندوني کړي او دا څرګندوني ئې له ۶۰ کلونو راهیسي "یوه مفکوره" یاده کړې ده.
د یوناما د شمېرو پر اساس، "په اوسني وخت کي لا هم ۷۳۹ میلیونه ځوانان او لویان د سواد له بنسټیزو مهارتونو څخه بې برخي دي" او په وینا ئې، دوی او د ملګرو ملتونو کلتوري او فرهنګي سازمان (یونیسکو) هڅه کوي؛ ترڅو دا وضعیت بدل، د سواد اموزۍ پروګرامونه پیاوړي او د ټولو له پاره د زده کړو فرصتونه برابر کړي.
هم مهاله په کابل کي د یونیسکو دفتر هم د دې ورځي په مناسبت ویلي چي، د ښه راتلونکي په جوړولو کي سواد یو ښه "فرصت" دی.
#MillatZagh
❤2👍1
افغانستان له زمبابوې او بنګله دېش سره ۵۰ او ۲۰ اوریزي او ټیسټ لوبي کوي
افغان کرکټ ملي لوبډله د روان کال په اکټوبر او نومبر مياشتو کي له زمبابوې او بنګله کرکټ ملي لوبډلو سره ۵۰ اوریزه او درې اړخیزه لوبلړۍ، له زمبابوې سره ۲۰ اوریزه لوبلړۍ او له یادو لوبډلو سره درې ټيسټ لوبي کوي.
د کرکټ بورډ په وینا، لومړی به د اکټوبر له نهمي تر ۱۳مي د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ټیسټ لوبه وسي، د همدې میاشتي د ۱۷مي او ۲۳مي ترمنځ به د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د ۵۰ اوریزه لوبلړۍ ترسره سي، ټولي لوبډلي به د یو او بل پر وړاندي ولوبېږي او دوې مخکښي لوبډلي به ئې پایلوبه ترسره کړي.
کرکټ بورډ همدارنګه ویلي، د اکټوبر پر ۲۷مه، ۲۹مه او د نومبر پر لومړۍ نېټه به د افغانستان او زمبابوې ترمنځ درې ۲۰ اوریزي لوبي او تر یادو لوبو وروسته به د دواړو ترمنځ دوې ټیسټ لوبي هم وسي چي، یوه به ئې د نومبر له پنځمي تر نهمي او بله به ئې هم د یادي میاشتي له ۱۳مي تر ۱۷مي پوري دوام وکړي.
د کرکټ بورډ په وینا، د دې ټولو لوبو کوربتوب د افغانستان پر غاړه دی او په متحده عربي اماراتو کي ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤1👍1
اسلامي امارت له امریکايي ځواکونو څخه پاته سوي تجهیزات هیڅ چا ته نه سپاري
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په افغانستان کي له امریکایي ځواکونو څخه پاته سوي وسلې او پوځي تجهیزات په اسلامي امارت پوري اړه لري او هیڅ چا ته ئې نه ورکوي.
بلخي د سي بي ایس نیوز نړیوالي خبري شبکې د یوې پوښتني په ځواب کي ویلي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کي ګڼ شمېر بې ګناه افغانان وژلي او نه غواړي دا تجهیزات بیرته امریکا متحده ایالتونو ته ورکړي.
د بلخي په وینا، "موږ د افغانستان د شتمنیو د راکړي ورکړي کوم کاروبار نه کوو" او د پوښتني په ډول ئې ویلي چي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کي د رامنځ ته سوو "قربانیو او ویجاړیو بیه" پرې کړې ده.
پنټاګون تېر کال ویلي و چي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وخت کي له دوی څخه د شاوخوا اووه ملیارډ امریکايي ډالرو په ارزښت تجهیزات او وسلې په افغانستان کي پاته سوي دي، چي وخت ناوخت ئې د غوښتلو په اړه د متحده ایالتونو اوسنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څرګندوني کوي.
#MillatZagh
👍3❤1👎1
د جمهوري حکومت د ارګ تشریفاتي رئیس هیواد ته راستون سو
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو نیولو کمېسیون وايي، د تېر جمهوري حکومت د ارګ د تشریفاتو رئیس ولیدالله منصور بیرته هیواد ته راستون سوی دی.
یاد کمېسیون ویلي، "نوموړي خپل هیواد ته په راتګ خوښي وښوده او د یاد کمېسیون له هڅو او استقبال څخه ئې مننه وکړه."
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په وار، وار په بهر کي پر مېشتو افغانانو او ‎پخوانیو چارواکو ږغ کړی چي، هیواد ته راستانه سي او د هغوی د خوندیتوب ډاډ ئې ورکړی دی.
#MillatZagh
❤2👍2
لومړی ځل د پنجشېر زمرد په ۳۰۷ میلیونه افغانۍ خرڅ سول
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، د لومړي ځل له پاره د دغه ولایت د کانونو ۱۱ زره او ۱۹۲ قیراطه او درې نمونې زمرد په ۳۰۷ میلیونه او ۸۵۲ زره افغانۍ خرڅ سول.
د لټون په وینا، دا زمرد نن (سه شنبه) د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست تر نظارت لاندي د یوې داوطلبۍ له لاري پلورل سوي، چي شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ملي او د چین درو سوداګرو ګډون په کښي کړی وو.
سیف الدین لټون ویلي، دا لومړی ځل دی، چي د یاد ولایت زمرد په لوړه بیه خرڅ سول.
هغه همدارنګه زیاته کړې چي، ځینو پانګوالو د دغه ولایت په کانونو کي د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پانګوني ته هم چمتووالی ښودلی او په دې اړه ئې د یاد ولایت د کانونو له رئیس محمد قاسم امیري سره خبري کړي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
د کونړ د مناګي برېښنا بند رغول کېږي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د کونړ د مناګي بند د بیارغولو پروژه د ملي تدارکاتو کمېسیون د وږي میاشتي په لومړۍ ناسته کي منظور سوې او په ۱۴ میاشتو کي به د یاد بند د بیارغولو کارونه بشپړ سي.
یاد معاونیت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دغه بند پر بیارغولو شاوخوا ۸۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چي د اسلامي امارت له خپلي بودجې څخه ورکول کېږي.
د سرچینې په وینا، د دغه بند په بیارغولو سره به ۲،۱ مېګا واټه برېښنا تولید او شاوخوا څلور زره کورنۍ به له برېښنا څخه برخمني سي.
#MillatZagh
❤1
هلمند کي په شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ ۲ استنادي دېوالونه جوړ سول
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ملي اداره وایي، د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کي ئې په ۱۳ میلیونه، ۸۳۴ زره او ۴۲۸ میلیونه افغانۍ دوه استنادي دېوالونو جوړ او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
یادي ادارې ویلي، دا دېوالونه د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) په مالي ملاتړ په خاوي او دوسنګ سیمو کي د ۸۵۰ متره په اوږدوالي سره جوړ سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا پروژې د سېلابي اوبو د مخنیوي په خاطر پلي سوي او په بشپړېدلو سره ئې ۵۰۰ کورنۍ او شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه کرهڼیزه مځکه له سېلابونو څخه خوندي سوه.
#MillatZagh
❤2👍1
د ننګرهار د تالک کان د استخراج تړون لاسلیک سو
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله له عمر فاروق شرکت سره د څلور میلیونه، ۵۱۸ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په پانګوني د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ د شینواري سیمي د درېیم بلاک د استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت وايي، دا تړون نن (سه شنبه) لاسلیک سو او پر مهال ئې ملا هدایت الله بدري ویلي چي، د دغه تړون له مخي به یاد شرکت د استخراج او پروسس ټولي چاري د وزارت له قوانینو سره سمي ترسره کوي، د هر ټن تالک پر سر به اسلامي امارت ته ۱۳۲۰ افغانۍ ورکوي او د یادي سیمي اوسېدونکو ته به ټولنیز خدمتونه هم وړاندي کوي.
د دغه وزارت په وینا، یاد کان ۶،۷۵۹۶۶ کیلومتره مربع اوږدوالی لري او په استخراج سره به ئې ځینو کسانو ته کاري زمینه هم برابره سي.
#MillatZagh
❤2
بلخ کي په ۸۰ میلیونه افغانۍ د یوه سړک د جوړولو کارونه ‎پیل سول
د بلخ ښاروالي وايي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کي ئې په شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانۍ د یوه سړک د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
یادي ښاروالۍ ویلي، دا سړک د اتمي ناحیې له سیاه ګرد څخه د بلخ تر دولتي مسلخ پوري د شاوخوا درې کیلومتره اوږدوالي او ۱۶ متره په پراخوالي سره جوړوي، چي لسګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
د سرچینې په وینا، د دغه سړک د جوړولو کارونه نن (سه شنبه) پیل سول او په شپږو میاشتو کي بشپړ سي.
#MillatZagh
❤2
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۰    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۴      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۹ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
#MillatZagh
❤1
په ۴۲۲ میلیونه افغانۍ د ۵۲ مخابراتي انتنونو د فعالولو تړون لاسلیک سو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي له افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سره په شپږو سرحدي ولایتونو کي د ۵۲ مخابراتي انتنونو د فعالولو تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي، دا تړون نن (سه شنبه) د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم لاسلیک سو چي له مخي به ئې یاد شرکت په بدخشان، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او خوست ولایتونو کي ۵۲ مخابراتي سایټونه فعالوي.
شاوخوا درې اوونۍ مخکي هم دغه وزارت له یوه خصوصي شرکت سره په ۲۶۹ میلیونه او ۳۶۶ زره افغانۍ د کندهار په ګډون په څلورو ولایتونو کي د ۳۱ مخابراتي انتنونو د فعالولو تړون لاسلیک کړ.
#MillatZagh
❤5
په ۶۵ میلیونه امریکايي ډالره د ننګرهار د تالک د یوه بل کان د استخراج تړون لاسلیک سو
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري له یوه بل خصوصي شرکت سره د ۶۵ میلیونه او ۸۶۵ زره امریکايي ډالرو په پانګوني د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ د کودي خېل سیمي د تالک کان د دوهم بلاک د استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړ.
یاد وزارت ویلي، دا تړون پرون (سه شنبه) لاسلیک سو او د لاسلیک پر مهال ئې ملا هدایت الله بدري ویلي، یاد شرکت به د دغه کان د استخراج او پروسس ټولي چاري د وزارت د قوانینو له مخي ترسره کوي، چي ورسره به د سیمي اوسېدونکو ته کاري زمینه هم برابره سي او د هر ټن پر سر به اسلامي امارت ته دوه زره او ۲۶۵ افغانۍ ورکوي.
د یاد وزارت په وینا، دا کان ۳،۸۲ کیلومتره مربع مساحت لري.
تېره ورځ هم یاد وزارت له یوه بل خصوصي شرکت سره په څلور میلیونه، ۵۱۸ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالره پانګوني د دغه ولایت د سپین غر ولسوالۍ د شینواري سیمي د تالک کان د درېیم بلاک د استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړ.
#MillaltZagh
❤3👍1
نړیوالي اداري باید د افغان محصلینو تحصیلي حقوقو ته پاملرنه وکړي
په پاکستان کي د افغانستان سفارت د دغه هیواد له طبي پوهنتونونو څخه د افغان محصلینو د ایستلو پر پرېکړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې او له نړیوالو طبي، تعلیمي، بشري او مسلکي ادارو څخه ئې غوښتنه کړې چي، د افغان محصلینو "تحصیلي حقوقو" ته پاملرنه وکړي.
یاد سفارت ویلي، هغوی په داسي حال کي له پوهنتنونونو څخه ایستل کېږي چي "په قانوني ډول ئې خپلي زده کړي پیل کړي او تر کلونو هڅو، وخت او مالي او معنوي لګښتونو وروسته د خپلو تحصیلي دورو د بشپړولو په حال کي دي."
افغان سفارت ټینګار کړی چي، علم، زده کړي او بشري اړیکي باید له "سیاسي اختلافاتو" څخه جلا او "خوندي" وساتل سي.
په دې وروستیو کي د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (M.P & D.C) پرېکړه کړې چي، د دغه هیواد په پوهنتونونو کي اوسني افغان محصلین باید پوهنتونونه پرېږدي او خپل هیواد ته ستانه سي.
#MillatZagh
❤2👍1
هرات کي په ۱،۵ میلیونه ډالره یوه سړه خونه جوړه سوې
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، په دغه ولایت کي په ۱،۵ میلیونه امریکايي ډالره یوه سړه خونه جوړه سوې او ډېر ژر به ګټي اخستني ته وسپارل سي.
یاد دفتر ویلي، د دې سړې خوني د جوړولو کارونه ۹۷ سلنه بشپړ سوي او په نژدې ورځو کي به ئې پاته چاري هم بشپړي او ګټي اخستني ته به چمتو سي.
د سرچینې په وینا، دا سړه خونه پر څلور زره متره مربع مځکه جوړه سوې او د شاوخوا درې زره مټریک ټنه مېوو، سبزیجاتو، غوښو، درملو او نورو خوراکي توکو د ساتلو ظرفیت لري.
#MillatZagh
❤2👍1
څه کم ۴۰ مېرمني له کورني تاوتریخوالو څخه ژغورل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، په اوو ولایتونو کي ئې ۳۷ مېرمني له کورنیو تاوتریخوالو او ظلم څخه ژغورلي دي.
دغه وزارت ویلي، یادي مېرمني ئې په زابل، میدان وردګ، پکتیکا، پکتیا، کاپیسا، بلخ او تخار ولایتونو کي له بېلابېلو کورنیو تاوتریخوالي څخه ژغورلي او له خپلو حقوقو څخه ئې برخمني کړي دي.
#MillatZagh
❤3
یوه عربي شرکت د درملو کارخوني او د سالنګ دوهم تونل جوړولو ته چمتووالی ښودلی
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د حسن، حبیب او محمود په نوم (H.H.M Global Industry Group) د متحده عربي اماراتو یوه شرکت په افغانستان کي د درملو د تولید یوې کارخوني او د سالنګ دوهم تونل پر جوړولو پانګوني ته لېوالتیا ښودلې ده.
یاد معاونیت ویلي، د پانګوني بین الوزارتي کمېټې په خپله پرونۍ ناسته کي د دې پانګوني هرکلی کړی او یاد شرکت ته ئې ډاډ ورکړی چي، اړوند وزارتونه او ادارې په دې برخه کي له دوی سره همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دي.
د سرچینې په وینا، د یاد شرکت له مسؤلینو څخه غوښتنه سوې؛ ترڅو په دې اړه خپلي طرحي چمتو او د بحث له پاره ئې د پانګوني بین الوزارتي کمېټې ته وړاندي کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
نن څلنۍ د وږي میاشتي ۱۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۸۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۰ او په عام بازار کي کیلو په ۶۲ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۳۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۰۵ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
کندهار کي له ۸۰ کورنیو سره د څارویو د مرستي لړۍ پیل سوه
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د اروپايي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې له خوا له ۸۰ بې وزلو او بیرته راستنو سوو کورنیو سره د څارویو د مرستي لړۍ پیل سوه.
یاد ریاست ویلي، د دغو کورنیو له ډلي د کندهار ښار په شپږمه ناحیه او په ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کي هري کورنۍ ته دوې وزې او څلور سېرلي ورکول کېږي چي، د شپږمي ناحیې او ژړۍ ولسوالۍ کورنیو ته یاده مرسته ورکړل سوې او په ارغستان ولسوالۍ کي به هم ژر مستحقو کورنیو ته دغه مرسته ورکړل سي.
د سرچینې په وینا، د دې مرستي ټوله ییز لګښت ۴۳ زره امریکایي ډالره او موخه ئې د یادو کورنیو اقتصادي وده او ملاتړ دی.
#MilatZagh
❤1👍1
افغان محصلینو او استادانو ته په هیواد کي د "زده کړو او خدمت" زمینه برابرېږي
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د هغو افغان محصلینو او استادانو له پاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی، چي په بهر کي د زده کړو یا عملي خدمت پر مهال له ستونزو سره مخ دي.
دغه وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد وزارت افغان محصلینو ته په هیواد کي د پاته "زده کړو د دوام" او استادانو ته د "خدمت او علمي فعالیت" زمینه برابروي.
په دې وروستیو کي د پاکستان طبي او د غاښونو شورا پرېکړه کړې چي، د دغه هیواد له پوهنتونونو څخه دي افغان محصلین ووځي او خپل هیواد ته دي ستانه سي.
#MillatZagh
❤5👍1
د نورستان له کانونو څخه د څه کم ۴ میلیونه افغانیو ډبري وپلورل سوې
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر په درې میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ د شاوخوا ۱۰۰ کیلو ګرامه بېروج او بیلور ډبرو او د هغو د نمونو د خرڅلاو خبر ورکړی دی.
یاد دفتر ویلي، دا ډبري، چي د مرکز پارون او کانتوا ولسوالۍ له کانونو څخه را ایستل سوي وې، نن (چهارشنبه) د همدې ولایت د کانونو د پټرولیم ریاست تر چتر لاندي د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
د سرچینې په وینا، له یادو ډبرو څخه په ترلاسه سوو پیسو کي ۳۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل سوي او پاته نوري د کان کیندونکو دي.
تېره اوونۍ هم د دغه ولایت له کانونو څخه د ۱۲۲،۵ میلیونه افغانیو قیمتي او نیمه قیمتي ډبري وپلورل سوې.
#MillatZagh
❤1