Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
غزني کي یو کس له دېواله رالوېدلی او وژل سوی
د غزني امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ په المیتو سیمه کي یو کس له دېوال څخه را لوېدلی او وژل سوی دی.
یادي قومندانۍ نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا کس د یوه کور د دېوال جوړولو پر مهال را لوېدلی او ساه ئې ورکړې ده.
#MillatZagh
😢3👍1
ننګرهار کي په ۶۰ میلیونه افغانۍ د یوه روغتون جوړولو کارونه پیل سول
د عامي روغتیا وزارت وايي، د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کي ئې په ۶۰ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي او ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، یاد روغتون د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کي د اسلامي امارت د مشر په حکم له جوړېدونکو روغتونونو څخه دی؛ ترڅو له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخي سیمي له روغتیايي خدماتو بې برخي سي.
د یاد وزارت په وینا، دغه روغتون پر پنځه جریبه مځکه جوړېږي، چي د جوړولو کارونه به ئې په ۱۸ میاشتو کي بشپړ سي او هیوادوالو ته به په ګڼو څانګو کي روغتیايي خدمات وړاندي کوي.
د رواني اوونۍ پر مهال هم د عامي روغتیا وزارت د دغه ولایت په خوږیاڼي ولسوالۍ کي د جرمني مرستي د افغان کوچنیانو له پاره د مؤسسې په مالي ملاتړ په ۱،۳ میلیونه امریکايي ډالره د یوه ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو د بنسټ ډبره کښېښوده.
#MillatZagh
❤1👍1
زابل کي په ۱۲ میلیونه افغانۍ د یوه استنادي دېوال جوړولو کارونه پیل سول
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وايي، د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کي ئې په شاخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ د ۸۲۰ متره استنادي دېوال جوړولو کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، یاده پروژه په غلام جان کلي کي د سېلابي اوبو د خطر د مخنیوي په موخه پلي کېږي او لسګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې، چي په بشپړېدلو سره به ئې سلګونه جریبه کرهڼیزي مځکي او کورونه د سېلاب له خطرونو څخه وساتل سي.
تېره اوونۍ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي هم د ۹،۳ میلیونه افغانۍ په لګښت د ۱۶۰۰ متره په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژې چاري پیل سوې چي موخه ئې د سېلابي اوبو د خطر مخنیوی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
نن دونۍ د وږي میاشتي ۲۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۴۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۴۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
د کندهار په نوي ټرانسپورټي ترمینل کي په ۲۶۰ میلیونه افغانۍ یوه پروژه پیل سوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کندهار د دامان ولسوالۍ په نساجي سیمه کي ئې د کندهار په نوي ټرانسپورټي ترمینل کي په ۲۶۰ میلیونه افغانۍ د یوې تأسیساتي پروژې چاري پیل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند حکمت الله اصفي ویلي، د دې پروژې چاري نن (دوشنبه) پیل سوې او په ۱۶ میاشتو کي به بشپړي سي، چي د ۲۵۰ دوکانونو، ۵۰ دفترونو، د تېلو د دوو پمپونو، دوو هوټلونو، د موټرانو د مینځلو یوه ځای او یو شمېر نورو تأسیساتو جوړول په کښي شامل دي.
د اصفي په وینا، دا پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لاري پلي کېږي.
د کندهار دغه نوی ټرانسپورټي ترمینل پر ۱۰۰ جریبه مځکه د ټرانسپورټ وزارت له خوا په ۲۸۴ میلیونه افغانۍ جوړېږي چي، د جوړولو کارونه ئې د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د وري میاشتي په لومړیو ورځو کي پیل سول او تر دا مهاله ۷۰ سلنه بشپړ سوي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
پنجشېر کي د ۱۳ ښوونیزو مرکزونو د ترمیم کارونه پیل سول
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وايي، په دغه ولایت کي د ۱۰ ښوونځیو، دوو دیني مدرسو او د یاد ولایت د پوهني ریاست د تأسیساتو د بیا رغولو کارونه پیل سوي دي.
د لټون په وینا، دا پروژه د یاد ولایت په مرکز بازارک ښار او اوو ولسوالیو کي پلي کېږي چي درې میلیونه، ۷۷۷ زره او ۱۲۶ افغانۍ ورته ځانګړي سوي دي.
یاد ویاند ویلي چي، په تېرو څلورو کلونو کي په یاد ولایت کي شاوخوا ۶۰ ښوونیز مرکزونه ترمیم او زرګونو زده کوونکو ته د زده کړو له پاره د خوندي چاپېریال زمینه په کښي برابره سوې ده.
#MillatZagh
❤1👍1
کندهار قومندانۍ د معتصم اغا جان نیول رد کړل
د کندهار امنیې قومندانۍ هغه راپورونه رد او بې بنسټه وبلل، چي ګواکي د اسلامي امارت پخوانی غړی اغا جان معصتم نیول سوی دی.
یادي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، تېر ماښام د علماوو شورا په ریاست کي د علماوو شورا د غونډي په خاطر په یاده سیمه کي امنیتي تدابیر نیول سوي وو، چي هلته د اغا جان معتصم کور هم دی.
کندهار قومندانۍ ویلي، په دې اړه د ځینو ټولنیزو رسنیو "افواهات حقیقت نه لري."
#MillatZagh
❤1👍1
فاریاب کي ترافیکي پېښي ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د فاریاب امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت په کته کم سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او درې تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې له سړک څخه د یوه کراس روډ موټر اوښتلو او چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې، چي له خواجه سبز پوش ولسوالۍ څخه د یاد ولایت مرکز میمنې ښار ته روان و.
یادي سرچینې د دې پېښي لامل د موټر چلوونکي تېز سرعت او بې احتیاطي یاده کړې او زیاتوي چي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
❤1👎1😢1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۴    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۶
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۱       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸       
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۶
#MillatZagh
❤2
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۴    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۶
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶      
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۱       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸       
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۶
#MillatZagh
❤2
د ازبکستان او ترکمنستان د پروژو په بشپړېدلو به د برېښنا د کمښت ستونزه حل سي
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار وايي، له ازبکستان او ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د پروژو په بشپړېدلو سره به افغانستان تر ډېره د برېښنا په برخه کي پر ځان بسیا سي.
ملا عبدالحق همکار نن (دوشنبه) په میدان وردګ ولایت کي په شاوخوا ۱۷۷ میلیونه افغانۍ د برېښنا د درو پروژو د بشپړېدلو او دوو نورو د چارو د پیل په مراسمو کي یادي څرګندوني کړي او ویلي ئې دي چي، برېښنا د یوه هیواد د ابادۍ، صنعت، پانګوني او اقتصادي پرمختګ له پاره "پیاوړی او مهم" بنسټ جوړوي.
د هغه په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدلو سره به د افغانستان د برېښنا د کموالي ستونزه تر "ډېره بریده" حل سي.
#MillatZagh
❤2👍1
کونړ کي له یوه کس سره باروت او نور چاودېدونکي توکي نیول سوي
د کونړ امنیه قومنداني وايي، له یوه کس سره ئې باروت، پټاقۍ او ځیني نور چاودېدونکي توکي نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا کس ئې په دره پېچ ولسوالۍ کي په یوه کرولا موټر کي نیولی او تر تحقیقاتو بشپړېدلو وروسته به ئې اړوندو ارګانونو ته وسپاري.
#MillatZagh
❤3👍2
د برېښنا کوټ سړک د تنویر پروژه ګټي اخستني ته وسپارل سوه
کندهار ښاروالي وايي، د کندهار ښار د برېښنا کوټ عمومي سړک د تنویر پروژه ئې ګټي اخستني ته سپارلې ده.
یادي ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا پروژه په شپږ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ تطبیق او تېره شپه د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني او ځینو نورو چارواکو له خوا ګټي اخستني ته وسپارل سوه.
د ښاروالۍ په وینا، په یاده پروژه کي پر یاد سړک په ۱۴۹ پایو کي د ۳۰۶ څراغانو نصبول شامل دي.
#MillatZagh
❤6
ملګري ملتونه سبا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، سبا (د سټمبر ۱۶مه، چهارشنبه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه جوړوي.
امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یادي غونډي ته به د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) ځانګړي استازې رباب فاطمه د افغانستان د وضعیت په اړه خپل معلومات وړاندي کړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، تر یادي غونډي وروسته به د امنیت شورا غړي د افغانستان په اړه د پټو درواز تر شا "غیر علنۍ" ناسته هم جوړه کړي.
#MillatZagh
❤2
لوګر کي یو نړیوال هوايي ډګر جوړېږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کي یو نړیوال هوايي ډګر جوړوي او د دغه هوايي ډګر له پاره په یاده ولسوالۍ کي ۱۳ زره جریبه مځکه ځانګړې سوې ده.
د دغه وزارت ویاند حکمت الله اصفي ویلي، د یاد وزارت یوه پلاوي دې سیمي ته سفر کړی او یاده مځکه ئې له نژدې کتلې او ارزولې ده.
د اصفي په وینا، په لومړي پړاو کي د دغه هوايي ډګر د دېوال جوړولو له پاره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي او په نژدې راتلونکي کي به ئې کارونه پیل سي.
#MillatZagh
❤2👎1
د درملو تولیدولو "افغان هربل" فابریکه د روغتیايي سرغړوونو له امله وتړل سوه
د عامي روغتیا وزارت وايي، د "افغان هربل" په نوم د درملو تولیدي فابریکه ئې "له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړوني" له امله تړلې ده.
دغه وزارت ویلي، یاده فابریکه د خوړو او درملو معینیت له خوا "د ۳۱ ډوله غیر قانوني او بې کیفیته درمل جوړولو او خپلسري تغیر مکان" له امله تړل سوې ده.
یاد وزارت ټینګار کړی چي، د "ناروغیو د مخنیوي" او د "خلکو د روغتیا د خوندیتوب" په موخه به ورته اقدامات په راتلونکي کي هم دوام ولري.
#MillatZagh
د ایران په سراوان کي شاوخوا ۱۷ افغانان د تندي له امله مړه سوي
د ایران د بشري حقوقو یو سازمان (حال وش) ویلي، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ کي شاوخوا ۱۷ تنه افغانان، چي ښځي او کوچنیان هم په کښي شامل وو، د تندي له امله مړه سوي دي.
دغه سازمان تېره شپه ناوخته په یوه راپور کي ویلي، دا پېښه تېره پنج شنبه سوې او د هغوی جسدونه د خاش روغتیايي مرکز سړې خوني ته لېږدول سوي دي.
تر اوسه اسلامي امارت او ایران په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکي هم د افغان کډوالو یوې ۱۹ کسیزي ډلي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ سي، د نیمروز په مارګو دښت کي لادرکه او د تندي او ګرمۍ له امله مړه سول چي جسدونه ئې څو اوونۍ وروسته وموندل سول.
#MillatZagh
❤1
نن د افغانستان او هند ترمنځ ۲مه لوبه ترسره کېږي
نن ماښام د افغانستان پر وخت پر شپږ نیمي بجې د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ د درو ۲۰ اوریزه لوبو دوهمه لوبه ترسره کېږي.
دا لوبه به د هند په نوي ډهلي کي او د افغانستان په کوربتوب ترسره سي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هند د اوو ویکټو په توپیر ګټلې ده.
#MillatZagh
❤1
امیر خان متقي د قرغزستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر ژینبېک کولوبایف د افغانستان او قرغزستان د دوه اړخیزه سیاسي اړیکو، اقتصادي تعاملاتو، سوداګرۍ، پانګوني او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي، متقي او کولوبایف دا خبري په یوه ټلیفوني اړیکه کي کړي او متقي د دې خبرو پر مهال د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د موجودو تفاهماتو د عملي کېدلو او د نوو همکاریو د رامنځ ته کولو په برخه کي د افغانستان چمتووالی څرګند کړی دی.
د سرچینې په وینا، متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غیر دایمي غړو کي د قرغزستان ګډون مهمه لاسته راوړنه یاده کړې او په دې چوکاټ کي ئې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د ګډو همکاریو او متقابل ملاتړ پر اهمیت خبري او ټینګار کړی دی.
#MillatZagh
❤1
د افغانستان ۹۶،۲ سلنه سړکونه لا هم خامه دي
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د افغانستان د سړکونو د شبکې اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره تثبیت کړی، چي ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره ئې پاخه او ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومتره، چي ۹۶،۲ سلنه کېږي، خامه سړکونه دي.
یادي ادارې ویلي، کابل د څلور زره او ۸۴ کیلومتره پخو سړکونو په درلودلو سره لومړی او نورستان د ۱۲ کیلومتره پوخ سړک په درلودلو تر ټولو وروستی ځای لري او زیاتوي چي، د دوه کیلومتره واټن معیار له مخي شاوخوا ۴۱ سلنه کلیوالي خلک پخو، ۶۳ سلنه عمومي او ۹۶ سلنه خلک د سړکونو ټولي شبکې ته لاسرسی لري.
یادي ادارې همدارنګه ویلي، په دې سروې کي ئې د هیواد په کچه څلور زره او ۷۴۷ لوی او کوچني پلونه، اته زره او ۶۸۱ پلچکونه پلچکونه او ۸۵۴ د سېلابونو د تېرېدلو ځایونه هم تثبیت کړي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخي، د هیواد په سړکونو کي ۱۶ ویجاړ سوي پلونه بیا رغولو او ۲۴۹ ځایونه د پلونو جوړولو ته اړتیا لري.
#MillatZagh
❤1