په بلخ کي شاوخوا ۲،۵ زره جریبه مځکه دولتي تثبیت سوه
د عدلیې وزارت خبر ورکړی چي، د بلخ د مرکز مزار شریف ښار په "ډيپلوماټیک ښارګوټي" کي ئې دوه زره او ۶۵۷،۶ جریبه مځکه دولتي ثبیت کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دا مځکه د شمال زون د امارتي غصب سوو مځکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې تر ارزوني او بررسۍ وروسته "امارتي" تثبیت کړې ده.
تېره اوونۍ هم دغه وزارت ویلي و چي، د هیواد په ۱۴ ولایتونو کي ئې ۴۹ ښارګوټي په بشپړ ډول یا هم د هغو ځیني برخي ئې دولتي تثبیت کړي او د هغو د بیرته راګرځولو پرېکړي ئې کړي دي.
#MillatZagh

❤2👍1
هند پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي ئې دي چي، دا بریدونه د سیمي ثبات او امنیت ته یو "ګواښ" دی.
د دغه وزارت ویاند رندهیر جېسوال پرون (سه شنبه) په یوه خبري کنفرانس کي ویلي، دوی دا بریدونه، چي ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله په کښي اوښتې ده، په کلکه غندي او زیاتوي چي، هند د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري او ملاتړ ئې کوي.
هغه د یادو بریدونو د قربانیانو له کورنۍ سره غمشریکي کړې او ټپیانو ته ئې د بشپړي روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
پاکستان تېره یک شنبه د شپې مهال پر کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل، چي له امله ئې په کونړ کي درې ملکي کسان ووژل سول او څلور نور ژوبل سول.

❤3
نن څلنۍ د تلي میاشتي لومړۍ نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۸۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۴۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۰۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۹۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۰۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤1
کندز کي د قتل په تور یو کس نیول سوی
د کندز امنیه قومنداني وايي، د خال الدین په نوم د هغه ډاکټر د وژلو په تور ئې یو کس نیولی، چي پرون (سه شنبه) د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کي په چاقو ووژل سو.
د یادي قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ویلي، تورن کس به تر تحقیقاتو بشپړېدلو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
خاکسار د دې قتل لامل د مقتول او تورن کس د مېرمني ترمنځ غیر اخلاقي اړیکي یادي کړي دي.

اروپايي ټولني د ملکي کسانو پر خوندیتوب ټینګار کړی
اروپايي ټولني ویلي، ملکي کسان باید خوندي وساتل سي او په هر ډول حالاتو کي ئې د هغوی پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
د یادي ټولني د افغانستان څانګي نن (چهارشنبه) پر خپل ایکس لیکلي، نړیوال بشري قانون باید مراعت کړل سي؛ ترڅو د ملکي کسانو خوندیتوب تضمین سي.
یادي ټولني داسي مهال د ملکي کسانو پر خوندیتوب ټینګار کړی چي، تېره یک شنبه د شپې پاکستان پر کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل، چي له امله ئې په کونړ کي څلور ملکي کسان ووژل سول او درې نور ژوبل سول؛ خو پر پکتیکا بریدونو کوم ځاني زیان نه درلود.

❤2
د کډوالو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو مرستیال د افغان کډوالو په اړه خبري کړي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال برونو لمارکي سره د افغان کډوالو د وضعیت او د هغو د ستونزو د حل په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي، دواړو لورو نن (چهارشنبه) په یوه ناسته کي د افغان کډوالو له پاره د مرستو برابرولو په برخه کي د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت د ګډ کار په اړه خبري کړي او مولوي عبدالکبیر د هغو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
د سرچینې په وینا، لمارکي په دې لیدنه کي ویلي، ګڼو ولایتونو ته د سفر پر مهال ئې د کډوالو وضعیت له نژدې ارزولی او ملګري ملتونه چمتو دي، ترڅو له اسلامي امارت سره د راستنو سوو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کي تخنیکي همکاري وکړي او له هغوی سره د مرستو بهیر پراخ کړي.

دفاع وزارت پر پاکستان د اسلامي امارت برید رد کړ
د دفاع وزارت ویاند صدیق الله نصرت بي بي سي ته تائید کړې چي، اسلامي امارت پر پاکستان برید نه دی کړی او په اړه ئې د پاکستان د ځینو رسنیو راپورونه، چي په کښي ویل سوي پاکستان نن سهار د افغانستان اته ډرونونه راغورځولي دي، بې اساسه بللي دي.
نصرت ویلي، اسلامي امارت تازه پر پاکستان د ډرون برید نه دی کړی او زیاتوي چي، د "غچ وخت او نوعیت" اسلامي امارت خپله ټاکي.
نن سهار د پاکستان ځینو دولتي رسنیو د دغه هیواد د امنیتي چارواکو له قوله ادعا کړې وه، چي تورخم ته نژدې د افغانستان له لوري پر پاکستان د اتو ډرونونو حمله سوې او یاد ډرونونه پاکستان را غورځولي دي.
پاکستان تېره یک شنبه د شپې مهال پر کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل، چي په غبرګون کي د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس دغه بریدونه "تجاوز او ظلم" وبلل او په "مناسب وخت" کي ئې د هغو د "ځواب" ورکولو خبر ورکړ.

❤3👎1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۲
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۲
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۵
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۶

افغانستان د ۲۰۲۶ کال په اسیايي المپیکي سیالیو کي
افغان ابدالیان کرکټ ملي لوبډله په دې سیالیو کي سبا سهار څلور نیمي بجې د جاپان پر وړاندي لوبه کوي.
د يادي لوبي د هر توپ حال له ملت ږغ راډيو څخه پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن اورېدلای سی.
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

د کندهار د پوهني رئیس هرات ته تبدیل سو
د کندهار د پوهني ریاست خبر ورکړی چي، د کندهار د پوهني پخوانی رئیس مولوي فخر الدین نقشبندي د هرات د پوهني نوی رئیس او د مرکزي دار الافتاء پخوانی غړی مولوي حمید الله داود د کندهار د پوهني نوی رئیس ټاکل سوی دی.

❤6👍1
په کندهار کي په ۵۵ میلیونه ډالره د دوو پروژو د بنسټ ډبري کښېښودل سوې
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال او مل پلاوي پرون (چهارشنبه) د کندهار په عېنو مېنه کي په ۵۵ میلیونه امریکايي ډالره پانګوني د دوو پروژو د چارو د پیل د بنسټ ډبري ایښي دي.
یاد دفتر ویلي، په دې پروژو کي د ۲۵ میلیونه امریکايي ډالره په پانګوني د "شاهانه ټاور" په نوم د ۲۷ پوړه ییزي ودانۍ او د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالره په پانګوني او سهامي ډول د "سالم فارما" په نوم د درملو د یوې تولیدي کارخوني جوړول شامل دي.
ملا برادر اخند په دې پرانستغونډه کي ویلي چي، اسلامي امارت پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوي برابروي او یو وار بیا ئې پر هغوی ږغ کړی چي، په افغانستان کي پانګونه وکړي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅک افغانستان ځان بسیایني ته ورسوي.
د کندهار ولایتي مسؤلینو بیا دې غونډي ته ویلي چي، د چارو پروسې ساده او اسانه کړي او د کندهار له پاره دوامداره او ارزانه برېښنا چمتو کړي؛ ترڅو صنعت وده وکړي او خلک هم پر کارونو وګمارل سي.

👍2❤1
مجاهد؛ د تېري شپې بریدونه پر غرنۍ سیمه سوي او ځاني تلفات نه لري
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا درې نیمي په کندهار کي پر یوه غرنۍ سیمه هوايي بریدونه کړي؛ خو مرګ ژوبله نه لري.
مجاهد ځینو رسنیو ته ویلي، یاد بریدونه پر یوه دښت سوي دي.
له دې سره هم مهاله د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز هم ویلي، پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا درې نیمي بجې د دغه ولایت مرکز ته نژدې، د ګربز ولسوالۍ د ګلانو پر کمپ او پر اسماعیل خېل او مندوزیو ولسوالۍ هم بریونه کړي، خو کوم ځاني تلفات نه لري.

😢3👍1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۴ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۴ قضیې حل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، په یادو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني له میراث، ولور او نورو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د یاد وزارت په وینا، په دې موده کي ئې ۸۲ لويي او کوچنۍ دښمنۍ هم په دوستۍ بدلي کړي او د هیواد په ځینو سیمو کي ئې د کوډو او جادو کولو په تور نهه کسان تر نیولو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

د کورونو جوړولو، عامه المنفعه او خیریه پروژو د ساختماني موادو رویالټي معاف سول
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب د شفاهي حکم له مخي د کورونو جوړولو، عامه المنفعه او خیریه پروژو له پاره د ساختماني موادو رویالټي اخستل معاف سول.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، هغه شرکتونه او اشخاص، چي د ساختماني موادو جوازونه او تفاهم لیکونه لري او سوداګریز فعالیتونه کوي، له دا حکم څخه مستثنی دي.

پر افغان خاوره د پاکستان په پرونیو بریدونو کي ۴ کسان وژل سوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا درې نیمي بجې بیا پر کندهار، خوست او پکتیا هوايي بریدونه کړي چي له امله ئې څلور ملکي کسان وژل سوي دي.
مجاهد پر خپل ایکس لیکلي، اسلامي امارت دا "ړانده او بزدلانه بریدونه په کلکو ټکو غندي او د ټولو اصولو خلاف صریحه سرغړونه، ښکاره تجاوز او جنایت ئې بولي."
د هغه په وینا، اسلامي امارت به د دغو بریدونو ځواب په "پرېکنده دریځ" نیولو سره ورکوي او زیاتوي چي، پاکستان دا کار د خپلو "داخلي ناتوانیو د توجیه کېدلو" په موخه کوي.
ذبیح الله مجاهد همدارنګه هغه اوازې رد کړي، چي پاکستان ویلي، تېره ورځ د افغانستان له خاوري څخه بې پیلوټه الوتکي ور اوښتي او پر پاکستان ئې برید کړی دی.

نن پنځنۍ د تلي میاشتي ۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۸۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۵۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶،۵۰ افغانۍ.

کرزی؛ افغانان د هر ډول تېریو پر وړاندي "یو موټی او متحد" دي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغانستان د پاکستان د تېري شپې د بمباریو په غبرګون کي ویلي "پاکستان باید په دې پوه وي چي افغانان له هر ډول توپیر پرته د پاکستان د دې تېریو په مقابل کي یو موټی او متحد ولاړ دي."
کرزي پر خپل ایکس په یوه بیان کي پر پاکستان ږغ کړی چي، له افغانستان سره خپلي اړیکي د ښه ګاونډیتوب له مخي مخ ته وسي او د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
د حامد کرزي په وینا، "داسي ښکاري چي اسلام اباد د خپلي هغي منفي تګلاري له ادامې لاس نه اخلي، کومه چي اور ئې نن خپلي لمني ته هم رسېدلی."

❤4
د پنجشېر والي؛ اسلامي امارت د "زرګونو فدایانو" په درلودلو سره د هر یرغلګر د مقابلې توان لري
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، اسلامي امارت د "زرګونو فدایانو" په درلودلو سره د هر یرغلګر پر وړاندي د دفاع او مقابلې توان لري.
د یاد ولایت د والي ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، حافظ حکیم دا څرګندوني د عنابې او شتل ولسوالیو د اوسېدونکو د ستونزو اورېدلو په غونډه کي کړي او ویلي ئې دي چي، د اسلامي امارت دښمنان باید پوه سي، چي دا نظام د هر ډول یرغلګرو پر وړاندي مقابلې ته چمتو دی.
د لټون په وینا، په دې غونډه کي دولتي مسؤلینو او د یادو ولسوالیو زرګونو اوسېدونکو ګډون کړی وو او پر افغانستان د پاکستان بریدونه ئې غندلي دي.

❤6
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۱۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۰
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۵
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۵

❤5
اسلامي امارت بیا د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان د پاکستان د تېري شپې د بریدونو په غبرګون کي یو ځل بیا په کابل کي د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار او "شدید او قاطع" احتجاج لیک ئې ورته سپارلی دی.
یاد وزارت ویلي، اسلامي امارت دا بریدونه په کلکو ټکو غندي او هغه ئې د "افغانستان د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض" او د "اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو" سره په ټکر کي یاد کړي دي.
دغه وزارت هغه ادعاوي هم په کلکه رد کړي چي، پاکستان وايي، د افغانستان خاوره د دغه هیواد د وروستیو امنیتي پېښو د سرچینې په توګه کارېږي.
د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، د یادو ادعاوو پر بنسټ د پوځي اقداماتو ترسره کول د "واقعیتونو تحریف" او د "داخلي ناکامیو" د پټولو هڅه ده.